روانې چارې او بېلابېل
عبدالله عبدالله د هر مثبث ګام په وړاندې خنډ
عبدالله عبدالله د هر مثبت ګام په وړاندې خنډ شیطاني مثلث عبدالله عبدالله چې د نظارشورا او اسلامي جمعیت په سیکټاریستي او اخوانۍ روزنیزه او جګړه یزه مدرسه کې لوی اوروزل شوی، هېواد او سیمه کې د پېښو په وړاندې د همدغې مدرسې له لیدلوري دریځ نیسي او د څو لسیزو وروستني حالات هم په ۹۰ یمه لسیزه کې د اسلامي جمعیت او نظارشورا د مطلقه او انحصاري واکمنۍ له عینکو ویني. دا مهال، نه ۹۰ لسیزه ده او نه په کور دننه او بهرني حالات هغه څه ته ورته دي چې عبدالله عبدالله يې په چاپېریال کې لوی شوی ا
مخابراتي شبکی د ریل ټایم لس فیصده مالیاتي سیستم له وصل کیدو څخه سرغړونه کوي
د مخابراتو لس فیصده مالیه سیستم ریل ټایم (RTDMS) یو جنجالي پروژه وه چه بلاخره یوه اندازه فعاله شوه. ددغي پروژي تخنیکي مشخصات او چارې زما په وخت کی تکمیل شول، د تدارکاتو چارې یی د محترم اریوبي صاحب په وخت کې تکمیل شول او د انستالیشن او تطبیق چارې یي د محترم هاشمي صاحب په وخت کی تکمیل شول. دغه د ریل ټایم پروژه په حقیقت کی یوازی د لس فیصده مالیه ټولولو پروژه نه ده، بلکه ریوینیو اشورنس او کوالیټي آف سرویس پکې هم شامل دي. مخابراتي او انټرنیتې شرکتونه ددغي پروژی په مقابل کې
انتقاد ناقص
هیچگاه به پدیده ی «ناقص العقل»، باور نداشته و ندارم؛ زیرا اگر از اختلال های مادرزادی و عوارضی که باعث آسیب فزیکی می شوند بگذریم، جنسیت انسان در زن و مرد، کامل آفریده شده است. تحریف دین و استفاده ی سوء از آن، گاه باور هایی را تعمیم می دهد که با هیچ عقل و منطقی
د ولسمشر اشرف غني ۵ کلن حکومت: بریاوې او نیمګړتیاوې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې له ېوې نړیوالې رسنۍ سره د خبرو پر مهال اعلان وکړ چې د راتلونکي کال په ولسمشریزو ټاکنو کې به یو ځل بیا نوماند وي د نوموړي د حکومت کابو پنځه کلنه دوره له پیل راهیسې له ډېرو لوړو ژورو سره مخ وه. ښاغلي غني په خپله لومړۍ کاري دوره کې ځینې مهم لاسته رواړنې درلودې، خو په حکومت کې یې نیمګړتیاوې هم کمې نه وې ولسمشر غني داسې مهال په افغانستان کې واک ترلاسه کړ چې نړیوالو ځواکونو څخه د امنیتي مسولیتونه افغان امنیتي ځواکونو ته لېږدول شوي وو. په افغانستان ک
استرالیا د مهارت لرونکو کډوالو لپاره د ویزو شمیر زیات کړی
د استرالیا حکومت تیره شنبه ورځ د (اکتوبر ۲۷مه) وویل چې د هغو مهارت لرونکو بهرنیو مهارت لرونکو کارګرانو لپاره د ویزو شمیر زیاتوي چې غواړي د لویو ښارونو د باندې کار او استوګنه وکړي. دغه حکومت وايي دې سره غواړي په لویو ښارونو لکه ملبورن، سيډني او بریسبن کې د نفوس زیاتوالی قابو کړي او په دغو ښارونو باندې فشار راکم کړي ځکه د نورو ښارونو په پرتله یې نفوس دوه برابره وده کړې. د لومړي وزیر سکاټ موريسن د دفتر لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې حکومت د خپل سیمه ایز مهاجرت پروګرام
د سولې هڅې باید د افغان دولت پر محور متمرکز وي
د سولې هڅې باید د افغان دولت پر محور متمرکز وي د عادلانه او تلپاتې سولې لپاره باید د هرې ریښتینې هڅې ملاتړ وشي. افغانان هیڅ داسې موخه نه لري چې تر لاسه کولو لپاره یې لسګونه کلونه جګړه وکړي. افغان هېواد د پردیو د ګټو لپاره د نیابتې جګړې په مورچل بدل شوی. سوله د افغان ولس حق دی، ځکه چې جګړه پرې تپل شوې. په دې تپل شوې جګړه کې د افغان ولس هیڅ ګټه او خیر نشته. د سولې هڅې باید ریښتینې وي، که داسې نه وي جګړه نه بندیږي، بلکې په نورو بڼو اوږدیږي او د تېر په توپیر لا پیچلې او سختیږي.
د تېرو تېروتنو په تناظر کې د راتلونکو خبرو انځور
دا يو انکار نه منونکئ واقعيت ده چې حکومت او طالبان د سولې د رسيدو په تړاو ستونځې او نيمګړې تګلارې لري, خو د خليلزاد په مشرئ امريکايي لورئ د مرموز، مبهم، دوه مخيز او غولونکي دريز له امله تر نورو خواو زيات د روان ترينګلي حالت پړه په غاړه لري. د ستونځو اساس داده چې سولی ته باید د امتیازاتو اخيستلو او امتیازاتو ورکولو په بنسټ نه، بلکه د ولسي ارمان په سترګه او د ملي ګټو په چوکاټ کې وکتل شي، خو متاسفانه چې دلته د جګړو ټول کورني او بهرني اړخونه په سوله کې امتیازات لټوي. په قطر کې د
سمندر کې د ډوبو شوو سلګونو کډوالو قاچاقبر نیول شوې
د استرالیا فیدرال پولیسو هغه عراقی وګړی نیولی چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د ناقانونه کډوالو د هغې کښتۍ په تنظیمولو کې ښکیل وه چې استرالیا ته په لاره سمندر کې ډوبه شوه او له ۳۵۰ زیاتو کسانو پکې ژوند له لاسه ورکړ. په یاده کښتۍ چې د ۲۰۰۱ میلادي کال په اکتوبر میاشت کې یې له اندونیزیا څخه استرالیا ته حرکت کړې وه ۴۲۱ کډوال سپاره ول چې د رپوټونو په حواله ډیری یې افغانان او عراقي وګړي وه. تورن عراقی قاچاقبر چې نوم یې نه دی ښکاره شوې د جمعې په ورځ (اکتوبر اتلسمه) له نیوزیلینډ څخه استرالیا
اسټراليا کې يو افغان کډوال ځانوژنه کړې
يو افغان کډوال چې د استرالیا د مانوس ټاپو له کډوالۍ کمپ څخه اسټراليا ته درملنې لپاره لیږدول شوی وه ځانوژنه کړې. ۳۲ کلن افغان کډوال سعيد ميرويس روحاني نوميده او دوه کاله وړاندې د رواني ناروغۍ له امله له مانوس ټاپو څخه برېسبن ښار ته د درملنې لپاره وړل شوی وه. ميرويس روحاني خپله ډاکټر و، خو په مانوس ټاپو کې د یو ناقانونه کډوال په توګه څلورو کلونه بندي وه. هغه په کال ۲۰۱۷ کې د جدي رواني ناروغۍ له امله اسټراليا ته د درملنې لپاره انتقال شو. ميرويس خپله ډاکټري په چين هيواد کې
د روانې جګړې قربانيان څوک دي؟
دا هغه نړيواله او له وينو يوه ډکه مسئله ده چې د تاريخ په اوږدوکې د نړۍ هر ملت ته په ثبوت ورسېده چې په دې جګړه کې تر هر قوم پښتانه زيات و وژل شول او زياتې قربانۍ همدې قوم د خپل هېواد لپاره ورکړي او لا اوس هم د سريخو په ډنډ کې دغه قوم د خپلو دښمنانو له لاسه ګير پاتی دی چې څنګه له دې حالت څخه ځان خلاص کړي او خپله د پرمختګ کشتۍ نوره د ساحل غاړې ته کړي. دغه جګړه په افغانستان کې د برېښنا په څېر ډېره ګړندۍ روانه ده او تل په دې جګړه کې پښتانه مشران د دې لوبې ښکار کېږي، چې بيا وروسته يې نور ټيټ
دردیدلي او د رسنیو له پوښښه لېرې پاتې کډوال
د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره د استرالیا سخت دریځ او ټینګو اقداماتو دغه هیواد ته د تللو مهاجرینو لپاره ژوند تریخ کړې او هغوی یې له داسې ستونزو سره مخ کړي چې آن ځینې ترې د خلاصون لپاره ځانوژنې ته لاس اچوي. استرالیا د هندي زده کوونکو، مسافرینو او د مهارت لرونکو کډوالو لپاره د غوره هیواد په توګه پیژندل کیږي، خو له دې حقیقته ډیری ناخبره دي چې دغه هیواد ته ځینې هندیان د پناه اخیستلو لپاره هم ورغلي او یا لا هم د ورتګ کوښښ کوي. د ترلاسه شوو مالوماتو په اساس، په ۲۰۱۸ کال کې ۵۱ هندي
استرالیا کې د کډوالو د درملنې قانون په ملاتړ کمپاین پېل شوې
استرالیا کې یولسو مخکښو طبي او روغتیايي ډلو د کډوالو او پناه غوښتونکو د طبي درملنې قانون په ملاتړ کمپاین پیل کړې خو په ورته وخت کې حکومت پلان لري چې یاد قانون د پارلمان په راتلونکې ناسته کې لغوه کړي او پدې هکله یې هڅې پیل کړي دي. د استرالیا د روغتیايي ډلو اتحادیې خبرداری ورکړې چې که د درملنې قانون لغوه کړل شي نو د مانوس او نایرو توقیف مرکزونو د کډوالو او پناه غوښتونکو په رواني او فزیکي روغتیا به خورا ناوړه اغیزه وکړي. د درملنې دغه قانون چې له مخې یې ناروغه کډوال او پناه غوښتون
تيرې تيروتنې او راتلونکې هيلې!
په لمړي سر کې داسې ښکاريده چې نړیوالې ټولنې د ولسمشري ټاکنې د مختلفو لاملونو پر بنست د سولې په بيه ځنډولو ته لومړيتوب ورکاوه، خو حکومت سوله او ټاکنې د يو بل بشپړونکي بللې. ولس او نوماندان په دې باور وه چې د افغانستان حکومت نشي کولاى د نړيوالې ټولنې د دغې غوښتنې په وړاندي مقاومت وکړي چې ټاکنې د سولې په بدل کې وځنډيږي. د امریکايي ولسمشر ټرمپ ټويټ چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې يې مړې او په اوبو کې لاهو شوې وګڼلې د ولسمشر د ټاکنو د ترسره کولو په تړاو د ولسمشر غني دريز پياوړئ کړ.
بعضی علایم ناخوش
در حدود دو سال قبل بود که بخش «دری» شبکه ی «صدای امریکا» در دنیای مجازی، نظرسنجی ای را پیرامون نام های «دری» و «فارسی»، به راه انداخت
د قانوني نیمګړتیاو له امله استرالیا کې زرګونو مهاجر کارګرو ته معاشونه ندي ورکړل شوي
د قانوني نیمګړتیاو له امله استرالیا کې زرګونو مهاجر کارګرو ته معاشونه ندي ورکړل شوي د (فو کانګ) په نوم کډوال چې د مذهبي تاوتریخوالي او د ځورونې له وېرې له چین څـخه استرالیا تللې، وايي، د عدالت او مساواتو په لټه استرالیا ته کډوال شوې خو استرالیا کې هم ترې د قانون په چوکاټ کې د کار ګمارونکو لخوا دوامداره سؤاستفاده شوې. نوموړی وايي، چین کې د یو مذهبي ډلې غړی و او همدارنګه په یوه ښوونځي کې یې دنده هم ترسره کوله چې مذهبي ډله یې د حکومت ضد وبلل شوه او دې اړ شو ترڅو خپل کور پریږدي او
په ناورينونو کې ايسار ولس
منم چې افغانان جنګي فطرت لري او د تاریخ په اوږدو کې له يرغلونو او کورنیو شخړو څخه ډک شاليد لري خو دغه قوم د جګړو په ګرم ډګر کې هم خپل ديني، دوديز او کلتوري ارزښتونه لري او ساتلي يې دي. ددغو ځانګړتياو څخه يې له يرغلګرو سره په جګړه او په کورنیو شخړو کې د خپلو سرونو په بيه دفاع کړې ده. هغوی به وطنونه ورانول، دښمن به يې بي رحمه واژه، خو د دښمن سرتورو، مېرمنو، ماشومانو او سپین ږیرو ته به یې څه نه ویل. د غیرت، عزت او عفت معیارونو به د افغان تاریخ غوښنه برخه جوړوله اوس خو نو يادش لخير! هغه ارز
نشانه های تحمیل سانسور
پس از کودتای منحوس هفت ثور، بخیه زدن دهن مردم(سانسور) نیز یک اصل شمرده می شود؛ هرچند در ریاست جمهوری کودتایی شهید داوود، تمهیداتی داشت، اما با کُل ارزش ها و باور های افغانی، جدل نمی کرد. رژیم های ایدیالوژیک که برای تحمیل، باید بر افکار مردم مهار بزنند تا زمینه ی راحت تطبیق جهالت ایده ها را فراهم آورند، با آزادی های منطقی و اصولی که با تنقید و تبیین، مفاسد را افشاء و نارسای
چرا هنروران ویژه اند؟
زمانی که در مقام دفاع از واحد سیاسی، گفت و گو می کنیم، تکیه بر مجموعه ی داشته های مادی و معنوی، بخش عمده ی ادبیات این گفت و گو می شود؛ اما آیا دقت بر فحوای این موضع، این افاده را عام کرده است که بر ایثار و زحمات چه کسانی، تکیه کرده ایم؟ بسیاری از دارایی هایی تاریخی، مدنی، فکری و فرهنگی که در واحد های سیاسی کنونی، نام های ارزش های کشور های امر
سوله ، تسليمي که مصالحه؟
د حقائقو په هنداره کې خپلو ستونځو ته له کتلو او ژور تحليل څخه وروسته باید ومنو چې حکومت او طالبان دواړه لوري عيني واقعيتونه دي. دريزونه لرى، تګلارې لري، غوښتنې لري، مشروع او غير مشروع اړخونه دريزونه او کړنې لري. که يو لورئ د بل اړخ اغيزمنتوب او په تولنه کې د هغه پراخ او ژور نقش نفى کوي او يا هم د کوم اړخ د محوه کولو، يا بي اهميته کولو هڅه کوي، زمونږ په آند سهوه کوي او لمر په ګوتو پټوي. داهم منو چې دواړه خواوې اړتیاوې لري، ستونځې، تشې او نيمګړتياوې لري. پردي محسنان او مرستندويان لري. هغو
ناگزیری های ارائه ی پاسخ
گاهی امثال این قلم، متهم می شوند که در شیوه ی تنقید، تند استند. بلی، نه فقط گاهی، بل هرازگاهی که نیاز باشد، پاسخ می گویم؛ اما وجداناً در کشوری که این همه رابطه ی قومی و خویشی، حتی یک واحد کامل کلیت متجانس نمی گذارد، خیلی دشوار است در صورتی تبارز کنیم که اگر ناگزیری های ارائه ی پاسخ نباشد، تنها عدم رعایت نزاکت های اجتماعی برخورد عادی با هموطنان که
له نسل وژنې وتښتیدلم خو اوس د استرالیا له مهاجرت تګلارو نشم تښتیدلې
له نسل وژنې وتښتیدلم خو اوس د استرالیا له مهاجرت تګلارو نشم تښتیدلې د جنید په نوم یو روهنګیايي پناه غوښتونکي د استرالیا له SBS ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، کله چې زه میانمار کې وم، حکومت ماته یو سپین کارت راکړې وه. له دغه کارته په استفادې ما کولی شول یوازې د خپل ښار دننه سفر وکړم خو نورو ښارونو ته د تګ اجازه مې نه درلوده. ما په خپل هیواد میانمار کې چې زه پکې زیږیدلې یم، د اوسیدنې موقتي جواز درلوده. زه او زما په څیر نورو روهنګیايي وګړو یوازې یو پوهنتون کې د ګډون اجازه درلوده چې
له مهاجرت توقیف خونې تر ازادۍ ـ د یو سوډاني پناه غوښتونکي کیسه
۲۵ کلن عبدالعزیز محمد په ۲۰۱۳ کې له سوډان هیواده وتښتیده او استرالیا ته لاړو، مګر هلته استرالیايي چارواکو نوموړی استرالیا ته په کښتیو کې د ناقانونه مهاجرت په جرم وینوه او هغه یې د پاپوا نیوګینا هیواد د مانوس ټاپو د کډوالو توقیف خونې ته واستوو. په یاده توقیف خونه کې د نږدې شپږ کلونو تیرولو په جریان کې، عبدالعزیز تل د استرالیا د مهاجرت پر پالیسۍ نیوکې کولې او د دې غندنه یې کوله چې د استرالیا حکومت پرته له محکمې کډوال او پناه غوښتونکي د نامعلومې مودې لپاره په سمندري توقیف خونو کې ساتي.
ټاکنې او له ټاکنو وروسته اړتیاوي!
د سولې هڅې او ولسمشریزې ټولټاکنې په روان کال کې د افغانستان په دوو مهمو او سترو لومړیتوبونو کې شميرل کيدې. داسې لومړیتوبونه چې هریو پرخپل ځای ځانګړئ ارزښت درلود. مونږ افغانانو ته سوله د ژوند دوهم نوم ده. هغه ژوند او هغه نوم چې متاسفانه مونږ له تېرو څلوېښتو کالو راپدېخوا ورپسې لالهانده ګرځو، ټاکنې د ولسواکئ مهم اصل، دواک پر سر د جګړو تر ټولو غوره او د عمل وړ لاره ده. مونږ په تيرو څو لسيزو کې د واک په سر د جګړو اوږد تاریخ او ګڼې بېلګې لرو. ځینې یې دومره وحشیانه او بوږنونکې دي چې ا
مدیون و مقروض
همیشه از این بابت گلایه داشته ایم که جانب مقابل(مخالف) را از حیث ارزشمندی، طرح نمی
قرن نوزده و عامل سیاه استعمار
در تاریخ معاصر افغانستان، قرن نوزده، بسیار مکدر است. پس از وفات اعلی حضرت تیمور شاه ابدالی، شاه زمان، نظر به مقتضیات سیاسی، سعی کرد با توسعه ی ارضی در هند، فرصت های تنفس بیشتر تجمع ملت در افغانستان، فراهم شوند، اما تقابل او با نوع جدید عناد که از آگاهی های عظیم جهانی برخوردار بود(استعمار غربی) ستیز ر