افغان پناه غوښتونکی میرویس روحاني چې دوه میاشتې مخکې یې استرالیا کې ځانوژنه کړې وه، اوس د دغه پیښې په هکله د هغه د کورنۍ وکیل جورج نیوهاوس د بشپړو پلټنو غوښتنه کړې.

میرویس روحاني په ۲۰۱۷ کاله کې د جدي ناروغۍ له امله د استرالیا د مانوس ټاپو له کډوالۍ کمپ څخه اسټراليا ته درملنې لپاره لیږدول شوی وه.

نوموړې دوه کاله د استرالیا د بریسبن ښار په یو روغتون کې تر درملنې لاندې وه. خو د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر میاشت کې یې د رواني ناروغۍ له امله ځانوژنه وکړه.

ميرويس روحاني ۳۲ کاله عمر درلوده او خپله ډاکټر و. استرالیا ته له انتقالیدو مخکې هغه په مانوس ټاپو کې د یو ناقانونه کډوال په توګه څلورو کلونه بندي وه. د نوموړي د کورنۍ د وکیل جورج نیوهاوس په خبره، روحاني ته رواني ناروغي په توقیف خونه کې د خورا بد وضیعت، د صحي اسانتیاو نشتون او همدارنګه د ذهني او فشاري شکنجو له امله پیښه شوې وه.

ميرويس خپله ډاکټري په چين هيواد کې بشپړه کړې وه. کله چې دی مانوس ټاپو کې ساتل کیده، هغه وخت ده غوښتي ول ترڅو ياد هيواد په یو روغتون کې ورته د ډاکټر په توګه کار ورکړل شي چې دا غوښتنه يې نه وه منل شوې.

همداراز د ميرويس روحاني والدين چې انګلستان هيواد کې استوګنه کوي له اسټراليايي حکومت څخه غوښتي ول ترڅو هغه دې له خپلې کورنۍ سره انګلستان کې يوځای کړي ولې اسټراليايي حکومت دا غوښتنه هم رد کړې وه.