په ټولنیزو هڅو او هلو ځلو کې د خپل او مخالف لوري د ځواکونو انډول غوڅ رول لري. بلخوا دا انډول د تل لپاره ثابت او په یوه حال نه وي، بلکې هر وخت او هره شېبه تغییر خوري. د ځواکونو د انډول پوهنه د بریا، ولاړ حالت او یا ماتې برخلیک ټاکی. طبیعي ده چې نور لاملونه هم د انډول په برخلیک کې اغیزمن دي او پوهه پرې پکار ده.
یو شمېر افغانان جمهوریت یوازې د ولسمشر اشرف غني د نوم سره تړلی ګڼي او د هغه د شخصي مال تر بریده يي تصور کوي. د دوی په اند ولسمشر غني یعنې جمهوریت او جمهوریت یعني اشرف غني. دوی ټولټاکنې هم د ولسمشر غني شخصي پروژه بلله او دیموکراسۍ يي هم یوازې د اشرف غني شخصي هیله او غوښتنه ګڼله!
په پای کې دوی ولسمشر او جمهوریپال، د جمهوریت او دیموکراسۍ په لار کې یوازې پرېښودل او د جمهوریت او دیموکراسۍ د نه ملاتړ، تخریب او ماتي خپله ملامتیا يي هم د ولسمشر او جمهوریتپالو پر اوږو ورواچوله! همدې ته د تاریخ شیادي وايي او لارویانو ته يي د تاریخ شیادان!
دا ډول افغانان فکر کوي چې که یوازې درې تنه ولسمشر غني، د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب او د چارو اداري لوی رییس فضل محمود فضلي له هېواده نه وای وتلی او کابل کې پاتې وای، جمهوریت نه نړېده او طالبان به د کابل او ارګ په اړه، امریکا سره شوي پټ تفاهم ته ژمن پاتې شوی وای، هغه چې له کابل پرته په نورو ۳۳ ولایتونو کې ورته هم ژمن نه وو پاتې شوي. د دې افغانانو په اند، داسې ګل ګلزار اداره به رامنځته شوې وای چې هم به د جمهوریت ځواکونه او هم به د طالب ځواکونه پکې راټول وای.
طالبانو هم د دې کورنیو او بهرنیو خواخوږو د داسې واهیاتو په درک سره ژبه نرمه کړه او خپله پوځي کودتا يي د واک د خیالي شراکت تر پردې لاندې پټه کړه.
دا افغانان فکر کوي، یادو درې شخصیتونو؛ له کابله پخپل وتون سره بویه د نورو ولایتونو په پرتله د کابل په اړه، د طالبانو جلا پریکړه چې کابل به د داسې ادارې تر جوړېدو پورې نه نیسي او جمهوریت سره به د واک ویش ته ژمن پاتیږي؛ سبوتاژ کړه.
ټول جمهوري نظام په درې تنو درول، هغه دودیز او پر عقیدې ولاړ تصور ته ورته پاتي کیږي چې انګیري، ځمکه د غوايي پر ښکر ولاړه ده!
خو حقیقت بل څه دی. له جمهوریت څخه طالبي امارت ته د واک لیږد یوازې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه تر سره نه شو، بلکې د لیږد بهیر لږ تر لږه درې کلونه ونېول. په یادو درې کلونو کې یوخوا د ولسمشر غني پر محور د جمهوریت ځواکونو او بلخوا د طالبي امارت د وسلوالو ښکاره او پټو ځواکونو ترمنځ د تودې او تبلیغاتي جګړې وراخوا په ټولنه کې د بې توپیره او وختپالو ځواکونو څپڅپانده او ناوړه دریځ هم د طالب په ګټه تمام شو. دلته د دغه وختپالو څخه یو تن چې شاعر او لیکوال هم دی بېلګه راوړم. ولسمشر غني دا شخص د کلتور وزیر وټاکه، هغه ډېر ژر له دندې امریکا ته وتښتید اوبیا يي په یوه لنډه مقاله کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت پرځای، یولس ځلې د کابل اداره ولیکله او وکاروله، چې وښۍ جمهوریت جمهوریت نشته او دیموکراسي هم د اشرف غني خوشې ډرامه ده! په داسې حال کې چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت پرځای، د کابل اداره هغه مهال پاکستاني رسنیو زیاته کاروله او له پاکستاني رسنیو نورو رسنیو ته څڅېدلې وه.
د دې کلونو په شخړه کې جمهوریت پال تر طالبي، جهادي مافیا او وختپالو څخه په بالقوه او هم په بالفعل لحاظ په وارو وارو کمزوری ول. ښه بېلګه يي د ۲۰۱۹ کال ټولټاکنې ښودلای شو. دې ټاکنو کې هغه کسانو چې په ظاهره يي د جمهوریت او دیموکراسۍ اکټونه هم کول؛ لکه ډبل عبدالله، حامد کرزي او حواریون يي. دوی لومړی د ټولټاکنو سره مخالفت وکړ او کله چې يي مخه ونه شوه نېولای، بیا يې په بېلا بېلو پلمو او توطیو هغه پیکه کړې، تر دې چې په ټاکنو کې ډېرو لږو کسانو برخه واخیسته. که څه هم د ټاکنو په مټ جمهوریت وژغورل شو، خو واک يي بشپړ نه وو او د طالب لخوا د جاري جګړې، حکومت کې د پنځم ستون، جهادي مافیا او بهرنیو توطیو په وړاندې غښتلی نه وو.
همدارنګه که لومړی په اسلام اباد کې د افغان پلاوي او طالبانو او وروسته د قطر په دوحا کې د طالب او امریکا ترمنځ د سولې خبرو بهیر ته وګورو؛ یوخوا د جمهوریتپالو او بلخوا د حکومت په غیږ کې د جمهوریت د مخالفینو او منافقینو او هم جمهوریت سره د طالب او امریکا د دښمن دریځ ترمنځ لوی واټن وینو چې دلته هم د دواړو لورو د ځواکونو انډول د جمهوریت په ګټه نه دی.
په مدنې ټولنو او رسنیو کې هم د جمهویت او دیموکراسۍ غوښتنې او اندیښنې بنسټیزې شوې نه وي او د کار پیل وو. دلته هم کورنیو او بهرنیو دښمنو کړیو ته په وخت او اغیزمنه توګه ځواب نه شو لېدای.
د منتقدینو په سر سر کې په کور دننه؛ دولتي لوړپوړي چارواکي لکه دفاع وزیر بسم الله محمدي، د امنیت، کورنیو چارو لوړپوړي منسوبین، د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح، د حکومت او دولت د نيمايي واک غاصب عبدالله او حواریون، پخواني ولسمشرحامد کرزی او ډله يي، جهادي ډلو مشران، مشهور جنګسالاران او په بهر کې له اسلام اباد نېولې تر امریکا او ماسکو پورې استخباراتي کړۍ، ټول په یوه خوله شریک ول.
په دې ناانډوله شخړه کې ولسمشر غني او جمهوريپالو پوره او بشپړ مقاومت وکړ او په دې مقاومت کې غټه نیمګړتیا نه لېدل کیږي. خو د زړو ځواکونو په ګټه انډول، جمهوریت او د خامې دیموکراسې ریښې د یوه وخت لپاره بیا له بیخه وایستلې.
جمهوریت او دیموکراسي یوازې د ولسمشرغني، محب او فضلي نه وه او دوی یوازې ماتې نه ده خوړلې، بلکې جمهوریت او دیموکراسۍ په موقتي توګه ماتې وخوړه. په دې تاریخي شخړه کې یوازې طالب نه، بلکې د طالب سره یوځای جهادي مافیا او د هغې بهرني او کورنۍ ملاتړي، د یوه وخت لپاره بریالۍ شول.
باید هیره نه کړو، دلته جګړه د پرمختک او شاتګ ترمنځ وه او ده. د تنور او تورتم ترمنځ شخړه ده، د هېواد د ابادۍ او د افغانانو د سوکالۍ لپاره سیالي او مقابله ده. د ملا هیبت الله او ولسمشر غني تر منځ شخصي دښمني نه ده، بلکې د زړې ماضي او راتلونکې تر منځ جګړه ده. د خپلواک او متمدن افغانستان او د پنجاب غلام او د عربستان د اوښانو د پیر افغانستان پر سر اختلاف دی!
جمهوریپال او د دیموکراسۍ پلویان باید له خپلو تېروتنو زده کړه وکړي؛ مبارزه پایته نه ده رسېدلې، ادامه لري او نوې پړاو ته داخلیږي!