خان عبدالغفار خان د انګریزی استعمار پرضد لوی مبارز، آزادیخواه، نامتواتل، د پښتنو مهربان مشر، دقوم لوی خدمتګار، دانجمن اصلاح افغنه بنسټ ایښودونکی؛ متواضع اومتقی مسلمان، د دینی علومو عالم، جرارویناکوونکی، زړه سواندی رهبر، عادل مشر، دخدایی خدمتګارو د غورځنګ بانی فخر افغان ، باچا خان چې د بادشاه خان او د سرحد ګاندي په نوم هم ياد شوی، د پېښور په هشنغر سيمه د اتمانزو په کلي کې د خان بهرام خان محمدزي په کور کې په۱۸۹۰م. کال کې نړۍ ته سترګې پرانیستی دی. کله چې د ځوانی عمر ته ورسېد، د هند نیمه وچه، دهغه وخت لوی افغانستان، افریقا او آن ټوله نړۍ، له ډیرو سترو پېښو سره مخامخ شوه. دوه نړیوال جنګونه پېښ، سړه جګړه ډیر له ګواښ ډک حالت ته ورسیده، انګریزی استعمار متسضعفینو( په تیره افغانانو) سره په یوه نوی رنګ دښمنی پیل او د نړۍ د پرمختګ د ګړندی کاروان د جرسونو د کړنګا سره سره افغانان لا هم د غفلت او فتالیزم په خوبونو کی ویده وو. همدا مهال بابا د دوی د ویښولو او په پښو د دریدو هڅې پیل کړی. د ده تلاش ټول د اسلام دمبارک دین له ارشاداتو سره سم؛ انسانی ، متعالی او له زړه سوی ډک و. ده د عدم تشدد لاره غوره کړه. د بیداری اوعدم تشدد دفلسفی پیغام یی یواځې خپل ولس ته نه، بلکې ټولی اسلامی نړۍ او په بی اتفاقی اخته اوغافل ټول مسلمه امت ته هم و. د ده ستر نوم اوس د نړۍ د نامتو څیرو لکه: ګاندهی جی، مارتین لوترکینګ، برتراندرسل، دبلخ مولانا، لیو تولستوی، مولانا ابوالکلام آزاد او نلسن ماندیلا په کتار کی ځلیږي.
کله چې دهند نیمه وچه او افغانستان د انګریز تر ښکیلاک لاندې وو، دمبارزې او د آزادی د ترلاسه کولو او ملی بیداری په خاطریې د عدم تشدد په روحیه د "خدایي خدمتګار" ټولنه جوړه کړه او د انګرېز په مقابل کې د وخت د نوموتي هندي سياستوال مهاتما ګاندي سره يو ځای ېې د لراو بر افغانانو د ستر ملي مبارز په توګه د انګرېز داشغال پر وړاندې مبارزه پبل کړه او دهغې د بریالیتوب لپاره یی ځان وقف کړ.
عبدالغفار خان د ترنکزو دحاجی فضل واحد تارڼ کاکړ په ملګرتيا د استعمار په ضد د افغانانو د راويښولو او ملي حکومت د جوړولو له پاره تاريخي کارنامی په سر رسولی دي. خان عبدالغفارخان په ( ۱۹۲۰ م= ۱۲۶۸ ش) کې د خلافت د تحريک په بهير کې له يو زيات شمير خلکو سره کابل ته هجرت وکړ او د بيرته تلو په وخت کې يې د انجمن اصلاح الافاغنه ټولنه جوړه کړه. دغه ټولنه په ( ۱۹۲۹ م= ۱۳۰۷ ش) کې د خدايی خدمتګارانو په ټولنه بدله شوه، خان عبدالغفارخان په ( ۱۹۳۱ م= ۱۳۰۹ ه‍.ش) کال کې د کانګرس په ملګرتيا د هند د نيمی وچی د ازادولو له پاره زياتی مبارزی وکړی و له ۱۹۳۱ را په ديخوا د استعمار سره د مخالفت به جرم په اوه کاله بند محکوم شو. له انګرېزانو سره د عدم تعاون په جرم هم د کانګرس له نورو مشرانو سره دوه کاله په زندان کې و او د ( ۱۹۴۷ م) کال راپه ديخوا د پښتنو ملی خپلواکۍ د غوښتلو په جرم پاکستاني حکومتونو د استعمار د لاسه په وار، وار جيل ته لېږل شو. له بده مرغه د هند د مذهبی غیر متشدد آموزش او افغانی متفاوت ماحول له امله، د ده دعدم تشدد دعوت، سره له دی چی ډیر انسانی او اسلامی و، خو ډیر موفق نه و، حال دا چې د ده د مبارزی بل ملګری یعنی ګاندهی جی ښه بریالی روان و. علت یی د دوه جغرافیایی،سیاسي، مذهبی، کلتوری اواجتماعی او سایکالوجیکی تفاوتونو موجودیت و. دغه تفاوتونه د دې لامل وګرځیدل چې د ګاندي په شان د فخر افغان دعوت ډیر موفق نشی. دغه د اسلام ریښتنی سپاهی او مجاهد، د افغانانو ملی رهبر او د استعمار په وړاندی کلک مبارز دخپل ژوند یوپردرېیمه برخه زندان کې تیر کړل ، چی تر اوسه هیڅ مبارز دومره زندان،زجر او زحمتونه ندی ګاللي. ده دعمر یوه برخه په کوزه پښتیخا او یوه برخه یې په افغانستا ن کې تیره شوه. په افغانستان کې یې ډیر دګډې لارې او مشترک ارمان دوستان لرل او اوس هم ډیر مینه وال او د ده ارمانو ته وفادار مخلصین لري. فخر افغان د لوی،متحد، مترقی او طبیعی افغانستان غوښتونکی و، د انګریزی استعمار په زهرجنه توره یې کښل شوی تصنعی کرښه او جغرافیه نه منله.
بابا، فخر افغان د افغانانو ، د ملی آزادي غو ښتونکو او وطنپالونکو لوی لارښود و او حضور يې د افغانستان او سيمې د ازاديخواهانو بل مشعل وو. ټول عمر یې په تکلیفونو او سختی مبارزې کې تیرکړ او آن دا چې دژوند ورستیو کلونو کې هم؛ د جنرال ضياءالحق د حکومت په دور کې یې سختې ورځې او شپې تيرولې څو ناروغه شو او د شپږو مياشتو د کوما د حالت ورپېښيدلو او د مغز فلجيدولو وروسته په کال ( ۱۳۶۶ ش) د دلو په اوله د چهارشنبی د سهار په څلورو بجو و په پنځه څلويښت دقيقو د پيښور په ليډی ريډنګ روغتون کې دنهه نوي کلونو په عمروفات شو، جنازه يې د وصيت سره سم، افغانستان ته ولیږدول شوه. د ده په جنازه کې د کوزې اوبرې پښتیخا ټولو معززو مشرانو، ملی څیرو، مخورو، دینی علماوو اود افغانستان دهغه وخت ولسمشر ډاکتر نجیب الله برخه واخیسته او جنازه یی په شاندارو مراسمو د جمعی په ورځ د ( ۱۳۶۶ ش)کال د دلو په دريمه ( ۱۹۸۹م) د جنوری په شلمه په ډير درناوی د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې خاورو ته وسپارله شوه. الله پاک دی ورته فردوس جنت نصیب کړی. لارښوونی یې موږته دلارې مشالونه او ارمانونه، ویناوې او لیکنی یی زموږ د نیکمرغی دلارې کرښې دي. په دې یوه نیمه پیړۍ کې د ډیرو تحولاتو سره سره؛ اوس هم زموږ د بابا آرمانونه تازه دي، بویه چی د تحقق لپاره یې هوډ تازه شي. په تیره بیا د ملی یووالی، ترقی، اتحاد، د تعلیم اوتربیې د تعمیم، د تساند او تفاهم په برخه کې یې د لارښوونو عملی کیدوته کلکه اړتیا لرو.