په تېر پسى .. .

په دی فصل کې لاندی مطلبونو ته ځای ورکړ شوی دی :
۱- د مسلمان امام په خلاف پاڅون
۲- د محارب جزا د اسلام له نظره
۳- د خدای جل جلاله سره څرنګ جنګ کیدای شي ؟
۴- دا خلک بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره څرنګ جنګ کوي ؟
۵- د محارب نفی کول څه معنی لري ؟
قرانكريم د ځمكې پر مخ د انسانانو د ژوند د تنظيم لپاره يو خورا جامع او مانع اسماني كتاب دی ، جامع په دی معني چې د ژوند د ټولو اړخونو د پوره تنظيم لپاره روښانه قوانين او قواعد لري او د انساني ژوند هيڅ یو داسی اړخ او يوه داسې برخه به ونه ليدل شي چې قراني او نبوي لارښونه په كې وجود و نه لري .
مانع په دی معني دی چې ، د نورې دنيا د انسان په لاس جوړ شوو قوانينو او قواعدو ته اړتيا نه شته ، نور چا ته اجازه نه شته چې را شي او مسلمانانو ته لاره و ښايې او يا ورته قوانين او قواعد جوړ كړي .
د امام ، پاچا او رعيت تر منځ اړيكې د بشري ټولنو تر منځ د اړیکو تر ټولو ستره او مهمه برخه ده او قران عظيم الشان دا برخه هم بي لارښووني نه ده پريښي .
څوک چې د خدای سره په جګړه اخته دي ، څوک چې د خدای د رسول سره په جکړه اخته دي او بالاخره څوک چې په ځمکه کې د فساد د خپرولواو ګډودۍ کوښښونه جاري ساتي ، د دی فصل خورا مهم بحثونه دي.
د مسلمان امام په خلاف پاڅون
مخکی له دی نه چې اصل مطلب ته لاړ شو په اسلامي ټولنه کې د الله ، د هغه د رسول او اولی الامر د اطاعت په اړه د الله جل جلاله لاندی حکم ته پام کوو چې فرمايې :
{ أَطِيعُواْ اللَّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ } النساء : ۵۹.
د خداي جل جلاله اطاعت وکړئ ، د خداي د رسول صلي الله عليه وسلم اطاعت وکړئ او د مسلمان امیر اطاعت وکړئ .
معني دا شوه چې د مسلمان اولي الامر په خلاف د پاڅون نه به په كلكه ډډه كوئ او د ځمكې په سر به د فساد كولو نه هم ځانونه ساتئ قرانكريم فرمايې :
{ إنَّمَا جَزَاء الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الأَرْضِ فَسَادًا أَن يُقَتَّلُواْ أَوْ يُصَلَّبُواْ أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم مِّنْ خِلافٍ أَوْ يُنفَوْا مِنَ الأَرْضِ ذَلِكَ لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنْيَا وَلَهُمْ فِي الآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ }المائده: ۳۳.
ژباړه : په يقين سره چې جزا د هغو كسانو چې جنګ كوي د الله او رسول د هغه سره ، او كوښښ كوي په ځمكه كې د فساد ، چې ووژل شي ، يا په دار و خېژول شي ، يا غوڅ كړاي شي لاسونه د دوی او پښې د دوی ، په خلاف سره ، او یا لرې كړاي شي له ځمكې نه ، دا رسوایي ده ، د دوی په دنيا كې ، او شته دوی لره په اخيرت كې عذاب لوی .
تفسير في ظلال القران د دغه مبارك ايت په اړه بیا ليكي :
دغه نص چې د كوم جرم په اړه وارد شوېدی هغه د يو داسې مسلمان امام په خلاف د را پورته كېدلو او د هغه په خلاف د جمع كېدلو نه عبارت دی چې ، د خداي جل جلاله د شريعت په برابر حكم كوي.
د دغه امام د سلطنت په خلاف را پورته كېدل ، د اسلام د دار د اهل ويرول ، د هغوی په حرمت ، مال او روح باندی تېری او تجاوز كول .
او ځيني فقهاوو په كې دا هم شرط كړېده چې دغه را پورته كېدنه د ښار نه بېرون او د دغه امام د سلطې نه وړاندې وي .
او ځيني بيا وایې چې فقط جمع كېدل او د امام په خلاف دغسې ډله جوړول او د قوت په استعمال سره د دار اسلام په اهل اعتداْ او تجاوز كول ، د دغه نص د انطباق موضوع ده ، يعنې دغه نص ورباندی قابل تطبيق دی ، كه دا د ښار په دننه كې وي او كه له ښار نه بېرون .
تفسير في الظلال القران بیا هم فرمایې چې ، دغه خلک اصلا د خدای او د هغه د رسول په خلاف جګړه کوي په لاندی ډول :
او دغه خلك يوازې د امام په خلاف نه جنګېږي ، يوازې د خلكو په خلاف نه جنګېږي، بلكه دوی د الله او د هغه د رسول په خلاف هم جنګ كوي .
یعنی كله چې دوی د خداي جل جلاله د شريعت سره جګړه كوي ، او په هغه امت باندی تجاوز كوي چې په دغه شريعت ټينګ ولاړ دی ، او هغه دارالاسلام د خپل تهديد لاندی نيسي چې د دغه شريعت د حكم لاندی چلېږي نو په حقيقت كې داسې دی لكه چې د خداي جل جلاله او رسول الله صلي الله عليه وسلم سره په جنګ اخته وي .
او دا په ځمكه كې د فساد د كولو هڅې دي ، او دا خورا بد ترين فساد دی چې د خدای د شريعت او د هغه داراسلام د اهل په خلاف را پورته شي چې ، دغه شريعت په كې د تطبيق په حالت كې قرار لري .
تفسير فی الظلال القران دا هم وایې چې :
په دغه نص كې يو بل مفهوم هم شته ، په دی معني چي هغه سلطان چې د خداي جل جلاله د حكم له مخې ورته دا حق حاصل دی چې دغسې باغي شوو خلكو ته دغسې عقوبات وركړي ، نو دا هغه سلطان دی چې د الله او د هغه د رسول په شريعت پوره ټينګ ولاړ دی ، هغه هم په هغه دار اسلام كې چې د الله او د هغه د رسول د شريعت سره سم په كې حكم كېږي ، خو كوم سلطان چې د دغسې صفتونو لرونكی نه دی او يا په بل هر دار كې چې دغسي صفات و نه لري دغه حق ورته حاصل نه دې .
ځكه ډېر داسې خلك شته چې په هره زمانه كې يې د هغو حكامو لپاره هم چې د خداي جل جلاله شريعت نه تنفيذوي او په ښارونو كي يې د داراسلام شرايط او صفات وجود نه لري ، د دغه حكم او صلاحیت فتوا ګانې وركوي چې ګوندی دوی هم کولای شي د شريعت په نوم ، هغو كسانو ته دغه تعذيبونه وركړي چي په خلاف يې را پورته شوېدي .
په داسې حال كې چې دغه راپورته شوي خلك د الله سبحانه و تعالي او د هغه د رسول صلي الله عليه وسلم په خلاف نه جنګېږي ، بلكه د هغې سلطې او قانون په خلاف جنګ كوي چې د الله او د هغه د رسول په خلاف چلېږي .
نو هغه سلطه چي په دار اسلام كې د الله سبحانه و تعالي شريعت نه تنفيذوي ، دا حق نه لري چې د شريعت د نوم څخه په استفادې سره د خپلي سلطې په خلاف را پورته شوي خلك ونيسې او تعذيب يې كړي، ځكه دغې سلطې خو د الله سبحانه و تعالي د الوهيت حق غصب كړېدی .
د محارب جزا د اسلام له نظره
فی ظلال القران ( د اسلام له نظره د محارب ) د جزا په اړه ژوره او تحقیقي څېړنه کړې ده او فرمایې :
كومې ډلې چې د مسلمان امام د سلطې په خلاف ، چې د الله سبحانه و تعالي په شريعت قايم وي را پورته شوي وي ، او په دار اسلام كې د خداي جل جلاله بندګان د ډار او وېرې لاندې راولي ، د هغو په مالونو ، روحونو او عزتونو باندې تېرې او تجاوزكوي ، نو جزا يې دا ده چې يا په كوم عادي مرګ ووژل شي ، او يا په دار و ځړول شي تر هغه پورې چې مړه شي ، او يا دا چې ښی لاس يې د كيڼې پښې سره غوڅ شي .
في ظلال القران زیاتوي چې :
او يو شمېر فقهاء دغه نص داسې تفسیر كوي چې د خلكو د ویرولو او عبرت لپاره دی د قتل نه وروسته ځوړند هم شي ، په اصل کې د دغه نص په اړه د فقهاوو تر منځ په نظرياتو كې خورا پراخ اختلاف دې :
ايا امام یو محارب ته په دغه عقوباتو وركولو كې اختيارمند دی او كه د هرې جريمې په مقابل كې معينه او معلومه جزا مقرر شوېده ؟
د امام ابو حنيفه ، شافعي او احمد په مذهب كې فقهاء نظر لري چې دغه جزاګانې د واقع شوو جناياتو په حساب ترتيب شویدي، مثلا يو چا قتل وكړ او د مقتول نه يې مال و نه اخيست ، نو دغه مجرم فقط وژل كېږي.
او چا چې يوازې مال و اخيست خو قتل يې و نه كړ نو لاس تری غوڅېږي ، او چا چې هم قتل وكړ او هم يې مال و اخيست نو دغه مجرم هم وژل كېږي او هم ځوړندیږي ، او چا چې په لارو كې فقط خلك وويرول مال يې و نه اخيست او قتل يې و نه كړ نو يوازې د ملك نه بايد وشړل شي .
امام مالك بيا وایي :
چا چې قتل وكړ بايد ووژل شې او امام ته يې په لاس غوڅولو او شړلو كې اختيار نه شته ، امام ته يوازې په وژلو او يا ځوړندولو كې اختيار دی ، خو كه چېرته مجرم يوازې مال واخيست او د قتل مرتكب نه شو نو په شړلو او تبعيد كې يې اختيار نه لري ، امام ته اختيار په وژلو ، په قتلولو ، ځوړندولو اوغوڅولو كې دی رد او بدل .
خو كه چا په لارو كې يوازی د خلكو ويرولو ته لاس واچاوه ، نو امام يې په وژلو ، ځوړندولو ، لاس او پښوغوڅولو او له وطن نه په تبعيد كې اختيارمند دی .
او د اختيار معني د امام مالك په نظر دا ده چې هغه بايد په دی اړه له اجتهاد نه كار واخلي.
كه چېرته دغه محارب داسې څوك وي چې د پوره نظر او تدبير لرونكی وي نو امام دی د خپل اجتهاد له مخې دغه محارب يا په قتل ورسوي او يا دی ځوړند كړي ، ځكه چې د لاس او پښې په غوڅولو سره يې د ضرر مخنيوي نه شي كېدای .
خو كه چېرته داسې څوك وي چې د رأي خاوند نه وي او يوازې د قوت او بأس لرونكی وي نو غوڅول دی وكړي په خلاف سره ، او كه چېرته داسې وي چې د دغو يادوو شوو دوه صفتونو نه يو هم ونه لري نو بيا دی په اسانه جزاء يعني تبعيد او تعزير سره محكوم شي .
فی ظلال القران په دغه اخره فقره کې د امام مالک نظر ته ترجیح ورکړې ده فرمایې :
او مونږ په دغه اخيره فقره کې د امام مالك نظر تائيدوو ځكه چې جرم يوازې هغه وخت واقع كېږي چې کله محارب پاڅون وكړي او د لارو په ويرولو شروع وكړي ، په دغه نظركي اصلا د وقوع د جرم نه يوه وقايه او مخنيوي دی .
دغه راز په ځمكه كې په هغه فساد كونكو باندې فشار اچول دي چې په دار اسلام كې مسلمانان ويروي ، او هغه مسلمانه ټولنه چې اسلامي شريعت په كې قائم دی په ويره كې اچوي په داسې حال كې چي دغه د خورا پوره امن او اطمنان ټولنه ده .
في ظلال القران د موضوع لمنه نوره هم اوږده کړې ده فرمایې چې :
دغه راز فقهاء د نفي كولو ( شړلو ) په معني كې هم د نظر اختلاف لري :
په دي معني چې ، ايا د محارب د هغې ځمكې څخه چې په هغې كې د جرم مرتكب شوی دی بل کوم ځای ته شړل مراد دي ؟
او كه د ځمكې نه د شړلو څخه مراد محبس ته اچول دي ؟
او كه د نفي كولو نه مراد د ټولې ځمكې نه شړل دي ؟ چې دا به يوازې د محارب په قتل سره تر لاسه كېږي .
مونږ په دې نظر يو چې مجرم د هغې ځمكې نه چې د جرم ارتكاب په كې شوېدی چېرته ليرې داسې كوم وطن ته تبعيد شي چې هلته دغربت ، وېرې او ضعف احساس وكړي.
دا د مجرم لپاره د هغه عمل جزا ده چې خلك به يې ويرول ، د فشار لاندې به يې نيول او د خپل قوت او زور نه په ګټه اخيستنه سره به يې په دوی كې سر كشي كوله ، داسې چې په دغه تبعيدي وطن كې به د جرمونو له كولو نه عاجز وي ، ځكه چې د خپلې ډلې او ټپلې نه به جلا شوی وي .
{ ذلك لهم خزي في الدنيا . . ولهم في الآخرة عذاب عظيم } .
دا د دوی لپاره رسوایې ده په دنيا كې .... او شته دی دوی لره په اخيرت كې عذاب لوی.
نو هغه جزا چې دغه محاربين ورسره په دنيا كې مخامخ كېږي ، د اخيرت عذاب د دوی له اوږو څخه نه شي لیرې كولای ، او لكه د نورو حدودو په شان ، دوی د دغه لوئ جرم له نجاست څخه نه شي پاكولای ، دا هم د دغه عقوبت په شدت ، او د دغه جرم په ډېر شناعت او قباحت دلالت كوي .
خو که چیرته محارب په خپل عمل پښيمانه او توبه وباسي ، نو دا بیا د دې مسئلې یو بل صورت دی چې د جزاء شکل ته تغیر ورکولای شي او مجرم له تعقیب او تعذیب نه ژغوري او برأت ورکولای شي چې ، په دغه مبارک نص کې ورباندی تصریح شوېده ، چې په دې اړه هم فی ظلال القران داسی نظر لري :
كه چېرته دغه محاربين او فساد كونكي د خپلې سركشۍ او فساد څخه لاس په سر شي ، په دې پوه شي چې دغه عمل يې خورا ستر جرم دی ، الله جل جلاله ته توبه وباسي او د شريعت سمې لارې ته را وګرځي ، په داسې حال كې چې لا په ښه بشپړ قوت كې دي ، نو بيا د سلطان د جزا لاسونه هغوی ته نه شي رسېدلای .
– د دوی جرمونه او جزا ګانې ټولې يو ځای ساقط شوې ، د سلطان له خوا څخه پردوی كوم الزام نه شته ، الله سبحانه و تعالي د دوی بخښونكی او مهربانه دی پر دوی ، په حساب د اخيرت كې .
قرانکریم ورباندی داسی تصریح کړې ده :
{ إِلاَّ الَّذِينَ تَابُواْ مِن قَبْلِ أَن تَقْدِرُواْ عَلَيْهِمْ فَاعْلَمُواْ أَنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ } المائده : ۳۴ .
ژباړه : مګر هغه كسان چې توبه يې كړې وي مخكې له دی نه چې قادر شئ پر دوی ، نو پوه شئ چې الله بخښونكی او مهربان دی .
دغه مبارک ایت شریف نور اړخونه هم لري چې په لاندی بابونو کې یی روښانه کوو .
د خدای جل جلاله سره څرنګ جنګ کیدای شي ؟
{ إنَّمَا جَزَاء الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الأَرْضِ فَسَادًا أَن يُقَتَّلُواْ أَوْ يُصَلَّبُواْ أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم مِّنْ خِلافٍ أَوْ يُنفَوْا مِنَ الأَرْضِ ..... }المائده: ۳۳.
ژباړه : په يقين سره چې جزا د هغو كسانو چې جنګ كوي د الله او رسول د هغه سره ، او كوښښ كوي په ځمكه كې د فساد ، چې ووژل شي ، يا په دار و خېژول شي ، يا غوڅ كړاي شي لاسونه د دوی او پښې د دوی ، په خلاف سره ، او یا لرې كړاي شي له ځمكې نه .
دغه مبارک ایت کې یادونه شوی ده چې دا خلک د خدای سره جنګ کوي ، پوښتنه دا پیدا کیږي چې د خدای سره څرنګ جنګ کیدای شي ، په داسی حال کې چې ټول کائنات مخلوق او هغه یې خالق دي ؟
الله خو یو داسی غیبي قوت دی چې مثل ، معاند او معارض نلري !!
دغې پوښتنې ته د جواب پیدا کولو لپاره تفسیر الشعراوي ته ورځو چې د دغه مبارك ايت په اړه یې خپل نظر وړاندی كړی دی او د جګړو هدف ته یی اشاره کړې ده ، چې په لاندی ډول يې را نقلوو:
الشعراوي رحمة الله فرمایې :
تر ټولو لومړې هدف او مقصد په حرب او جنګ كې استيلا او غلبه ده ، دا چې يو قوم د بل قوم سره جنګ كوي معني يې دا ده چې يو قوم غواړي چې د بل قوم په ملكيتونو او افتخاراتو باندی غلبه او استيلا حاصله كړي .
نو د الله سبحانه و تعالي سره يو قوم څرنګ جنګ كولای شي په داسي حال كې چې حق تعالې يو لا مثاله ستر او غېبي قوت دی ؟
د الله جل جلاله سره لومړی جنګ د هغه په سلطه باندی د استيلا او غلبې كوښښ دی چې د هغه د شريعت څخه عبارت دی .
نو كه چېرته اي انسانه !
ته دا هڅه وكړی چې د خداي جل جلاله د قانون څخه په غېر د ځان لپاره قانون جوړ كړی، نو ستا د دی هڅې معني دا ده چې ته غواړی د قانون په جوړولو سره د خداي جل جلاله په حق باندی غلبه تر لاسه كړی ، او دا په حقيقت كې ستا د الله جل جلاله سره لومړی جنګ دی .
هغه كسان چې جنګ كوي د الله سره ، ايا دوی دا اراده لري چې د الله سبحانه و تعالي په ملك باندی غلبه لاسته راوړي ؟
نه هيڅكله نه شي کولای !
ځكه چې د حق تعالي حكومت او قدرت په خپل ملك كې ازلي او ابدي دی ، او الله سبحانه و تعالي دغه قدرت په خپل ملك كې په خپلو بندګانو كې هيچا ته هم نه تسليموي .
نو دا تفسیر شریف یوه بله پوښتنه مطرح کوي او ځواب هم ورکوي چې که انسان پخپله د ځان لپاره د قانون جوړولو کار پخپل لاس کې واخلي نو حتما به ګمراه شي او دا د انسان تر ټولو ستره خطا ده چې تر سره کوي یې :
نو دوی بيا په څه شې د غلبي لاسته را وړلو اراده لري ؟
دوی اراده لري چې د الله قانون ته بدلون وركړي ، په داسي حال كې چې شارع يوازې همدغه خداي جل جلاله دی .
او اللهي تشريع په اصل کې د اللهي مصنوعاتو د حفاظت او ساتني له قانون څخه عبارت ده ، تشريع د هغه قانون څخه عبارت دی چې الله جل جلاله د دغه كائناتو او خپلو مصنوعاتو د ساتني او حفاظت لپاره نازل كړېدی .
نو چې حقيقت همدغسې دی نو بيا د انسانانو خالق جل جلاله ولی دی ته نه پرېږدو چې د بشريت د بقاء او مصؤنيت لپاره قواعد او قوانين وضع كړي ؟
نو له دی كبله د انسانانو تر ټولو ستره خطا دا ده چې ، دوی د خپل ځان لپاره په خپله قانون وضع كوي ، ځكه چې د بشر د صيانت لپاره خو د بشر خالق جل جلاله قوانين وضع كوي ، نو كله چې يو شخص راشي او دا اراده ولري چې د انسان د حفاظت او صيانت لپاره چې په خپله هم انسان دی ، قانون او مقررات وضع كړي نو مونږ هغه ته وایو :
ته په حقيقت كې د الله تعالي په حق غلبه تر لاسه كول غواړی !
چې دا د الله پاک سره د جنګ معنی لري .
دا خلک بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره څرنګ جنګ کوي ؟
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حیات کې خو مشرکین او اهل کتاب په فزیکي ډول د رسول الله صلی الله علیه وسلم خلاف په جنګ اخته وو لکه چې ابن کثیر د دغه مبارک ایت په اړه له علی ابن ابی طلحه نه چې ، د ابن عباس رضی الله عنه يې روایت نقل کړی دی وايې چې :
وقال علي بن أبي طلحة، عن ابن عباس، في قوله: { إِنَّمَا جَزَاءُ الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الأرْضِ فَسَادًا } قال: كان قوم من أهل الكتاب، بينهم وبين النبي صلى الله عليه وسلم عهد وميثاق، فنقضوا العهد وأفسدوا في الأرض، فخيَّر الله رسوله : إن شاء أن يقتل ، وإن شاء أن تقطع أيديهم وأرجلهم من خلاف. رواه ابن جرير.
د اهل کتابو یو قوم وو چې د دوی او نبي صلی الله علیه وسلم تر منځ عهد او میثاق وو ، نو هغوی دغه عهد نقض کړ او په ځمکه کې یې فساد وکړ نو الله جل جلاله خپل رسول ته اختیار وکړ :
چې که خوښه یی شي و دی وژني ، او که خوښه یې شي نو لاسونه او پښې دی ور غوڅې کړي رد وبدل .
تفسیر الشعراوي په موضوع خورا ښه رڼا اچولې ده او په اسلامي تشریع کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم موقف ته ګوته نیسي او وايې چې :
په دی پوهېږو چې رسول الله صلي الله عليه وسلم دوه وضعيتونه لري ، الله سبحانه و تعالي خوغېب دی خو رسول الله صلي الله عليه وسلم خو يو وخت كې موجود وو او د هغه په خلاف په توره باندی جنګ شوېدی .
خو كله چې له دنيا نه رحلت كوي نو بيا د هغه سره جنګ هم د الله تعالي سره د جنګ په شان دی ، یعنی د دغه رسول الله صلي الله عليه وسلم په صلاحيتونو قبضه لګوي ، چې دا په اسلامي تشريع كې د دوهمې سلطې حيثيت لري مثلا :
مونږ د ځان لپاره په خپله تشريع جوړوو او فكر كوو چې رسول الله صلي الله عليه وسلم ته كومه اړتيا نه شته ، يوازې د الله كلام څخه اقتباس كوو او بس
تفسير الشعراوي د اسلامي تشریع په برخه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم موقف ته ګوته نیسي او دا ثابتوي چې په اللهي تشریع کې د رسول الله وجود خورا اړین دی او هغه د اللهي تشریع اصلي مفسر دی ، په لاندی ډول :
او دا هغه څه دي چې په يو شمېر هيوادونو كې نشر ته هم سپارل كېږي .
مونږ دغه هر يوه ته وایو :
- ايا ته لمونځ اداء كوی ؟
- هغه وایي چې هو .
بيا ترې پوښتنه كوو چې :
- د ماښام په لمانځه كې دی څو ركعته لمونځ اداء كړ؟
جواب را كوي چې :
- درې ركعته .
بيا تری پوښتنه كوو :
- دا دی له كومه معلومه كړه چې د ماښام لمونځ درې ركعته دی په داسې حال كې چې په قران عظيم الشان كې خو د لمانځه د ركعتونو د شمېر يادونه نه ده شوې ؟
همدلته بيا ځواب نه لري او مجبور دی چي غلی او حېران پاتی شي .
بيا ترې پوښتنه كوو چې :
- زكات په كومه اندازه وباسی ؟ او د كوم حساب له مخې يې حساب كوی ؟
هغه وایې چې :
- هو ! زكات و باسم په سلو كې دوه نيمې كه چېرته پيسې نقدې وي او يا د تجارت مال وي .
پوښتنه ترې كوو چې :
- په دې څرنګ او له كومه ځایه پوه شوی ؟ او حج كول دی څرنګ و پېژندل ؟
نو وایو چې د رسول الله صلي الله عليه وسلم لپاره په اسلامي تشريع كې يو ځانګړی مقام او ځانګړی اهميت دی ، او د رسول الله صلي الله عليه وسلم سره جنګ دا دی چې د هغه صلي الله عليه و سلم فعل ، قول او تقرير پريږدی .
او مثال د دغو كسانو چې وایي : د خداي جل جلاله د پيغمبر احاديث خو خورا زيات دي .
مونږ ورته وایو :
د رسول الله صلي الله عليه وسلم د رسالت موده درويشت كاله ده ، او د دی پيغمبر هره خبره يو حديث دی ، هره كلمه چې د هغه له مباركې خولې نه وتلې ده يو حديث شريف دی .
او كه مونږ چېرته د هغه د كلام حساب ولګوو نو دومره ډېر كتابونه به ورباندی ډك شي چې حساب به يې نه كېږی ، او هره هغه خبره چې له نورو يې اورېدلې او ثابته يې پرې ايښې ده دا هم حديث دی ، او هرهغه فعل چې نورو د ده په احضار كې كړی او ده ثابت پرې ايښې او انكار او يا اعتراض يې پری نه دی كړی دا هم حديث دی ، نو څومره به وي احاديث د رسول الله صلي الله عليه وسلم ؟
...... بالاخره دغه تفسيرشريف ، سربیره پر دی ، د دغه مبارک ایت په متن کې بیان شوی فسادونه په خورا ښه ډول تشریح او زياتوي چې :
لكه څرنګ چې پوهېږو فساد ګڼې معني ګانې لري لكه :
فساد په انسان كې دا دی چې ويې وژنی .
او يا دا چې و يې وژنې او مال تری هم واخلی .
او يا دا چې مال تری واخلی په غېر د قتل نه .
او يا دا چې مال يې نه اخلی وژنی يې هم نه ، خو د وېرې ، ارهاب او ارعاب لاندې يې را ولی.
لكه چې د فساد په لفظ كې د فساد دغه ټول ډولونه را نغښتل شويدي :
- يوازې د نفس قتل .
- د نفس قتل او د مال اخيستل.
- يوازې د مال اخيستل په غېر له قتل څخه .
- نه قتل نه مال اخيستل خو تخويف او ترويع .
دا ټول د فساد ډولونه دي ، د خلکو وژل ، د خلکو وژل او مالونه یې لوټول ، د وژلو نه په غیر د خلکو د مالونو لوټل او یا د وژلو او مالونو چور کولو نه په غیر هسی د خلکو ویرول او په تشویش کې اچول .
د محارب نفی کول څه معنی لري ؟
دا قول د الله سبحانه وتعالي چې فرمايې :
{ أَوْ يُنفَوْاْ مِنَ الأرض } .
ژباړه : او یا دا چې نفی شي دوی له ځمکې څخه .
یو مفسد له ځمکې نه څرنګ نفې کولای شو؟ نفې کول څه معنی لری ؟
ووژل شي ، وشړل شي ، او که بندي شي او محبس کې و اچول شي ؟
تفسیر الشعراوی په دی اړه ښه پوره وضاحت ورکړی دی ، د فاسد شخص د نفی او طرد ټول اړخونه یی څېړلي دي چې په لاند ډول ورته ګوته نیسو :
نفي د طرد او ابعاد معناوې لري ، او طرد او شړل هغه وخت امكان لري چې قابل طرد سړی په یو معلوم او ثابت ځای كې قرار ولري ، دغه راز ابعاد یعنی لری کول له یو ځای نه بل ځای ته هم د يو متمكن او متحیز شئ په اړه راتلاي شي .
نو مخكې له دی نه چې يو څوك طرد يا تبعيد كړو ، لازمه ده چې په يو مكان كې ثابت ، موجود او قرار ولري چې د هغه شخص مسكن او وطن ورته هم ويلاي شو .
او د ثابت معني دا ده چې په دغه محدوده او يا دائره كې حركت كوي او بیا په يو ثابت او معلوم مكان كې قرارنيسي او ارام کوي ، له دی كبله ورته سكن هم ويل كېږي چې د ډول ، ډول حركتونو نه وروسته په دغه مكان كې اوسېدنه غوره كوي .
نو دغه تفسیر شریف نتیجه اخلي او وایی چې :
نو د نفي معني دا ده چې :
دغه مفسد د دغه مسكن او وطن څخه وباسو چې د فساد كولو قدرت او توان يې په كې تر لاسه كړېدی ، خو دلته بيا دا اړينه ده چې په دی پوه شو چې كوم ځای ته يې وباسو ؟
ځيني علما خو دا وایې چې :
كه دغه محارب يا مفسد د هغه ځای نه چې فسادونه په كې تر سره كوي را وباسو او بل كوم ځای ته يې تبعید کړو نو په دی كار سره به د هغه د فساد لمنه نوره هم پراخه شي .
خو داسی نه ده ، ځكه دغه تبعيد د محارب لپاره د فساد دغسې شرايط بیا نه شي برابرولای ، ځكه چې خپل لومړي وطن خو دی ته يو قوت وركړی وو ، هغه د ګاونډيانو په سلوك او كردار ښه پوهېږي ، په دی هم ښه پوهېږي چې خلك څرنګ وويروي او د خلكو مالونه څرنګ غصب كړي .
خو كه چېرته يې بل وطن ته تبعيد كړو نو ډېر وخت ضرورت لري چې د دغه مكان په جغرافيا پوه شي او د خلكو موقفونه وپېژني ، او د ضعف نكتې یې معلومی كړي ، نو بنا پر دی دغه طرد او تبعيد د مفسد د فساد مخنيوی كولای شي .
دغه تفسېر شريف په يو بل ځای كې بيا فرمايې :
ځيني علما ء وایي چې د مفسد زندان ته استول د تبعيد قائم مقام دی .
د مفسد په زندان كې اچولو څخه هدف او مقصد هم تبعيد دی ، تر څو د مفسد په شرونو او فسادونو كې تخفيف راشې ، اګر چه د خپل وطن او مستقر څخه جلا شوی هم نه دی .
ښه خبره دا ده چې ووایو چې دا د وخت حاكم ته حواله شوی حكم دی ، هغه ته چې څرنګ ښه او لازمه ښكاره شې همغسې دی وكړي او په ځانګړي ډول په هغه صورت كې چې نورې اسلامي خاورې وجود و نه لري چې مفسد هلته تبعيد كړاې شي.
تفسېر الطبري د ابو جعفر په حواله ليكي :
په دغه مبارك ايت كې الله جل جلاله په ځمكه كې د فساد كولو حكم بيان كړېدی او خپل بندګان يې په دې پوه كړيدي چې هغه څوك چې په ځمكه كې فسادونه كوي نو د كوم ډول دنيوي اواخروي عذاب سره به مخ كېږي؟
نو الله سبحانه و تعالي فرمايې چې :
د دغه مفسد فې الارض لپاره په دنيا كې بله جزا نه شته مګر دا چې ووژل شي ، يا په دار وځړول شي ، يا يې لاس او پښه غوڅه شي رد او بدل ، او يا له وطن څخه تبعيد او وشړل شي ، دا رسوایي ده د هغه لپاره په دنيا كې ، او كه په دې دنيا كې توبه و نه باسي نو په اخيرت كې ورته هم لوی عذاب په انتظار كې دی .
دغه تفسیر شریف د ایت د شان نزول په اړه د اهل نظر او اهل تأویل اختلاف ته ګوته نیسي فرمايې :
او دا چې دغه مبارك ايت د چا په مورد كې نازل شوېدی نو د اهل تاْويل په منځ كې اختلاف دې :
ځيني وایي چې د اهل كتابو د يو قوم په باره كې نازل شوېدی چې د رسول الله صلي الله عليه وسلم سره يې د صلح تعهدات درلودل هغه يې نقض كړه او په ځمكه كې يې د فساد په كولو شروع وكړه نو الله جل جلاله خپل نبي كريم صلي الله عليه وسلم ته د دوی په اړه حكم را نازل كړ.
د الضحاك نه په روایت سره فرمایې چې :
يو قوم وو چې د رسول الله صلي الله عليه وسلم سره يې ميثاقونه درلودل ، عهد يې مات كړه ، لاره يې غوڅه كړه ، او په ځمكه كې يې فساد كولو ته لاسونه واچول ، الله جل جلاله د دوی په اړه خپل نبي كريم صلي الله عليه وسلم ته اختيار وركړ ، كه د هغه خوښه وي و دی وژني ، او كه خوښه يې شي په دار دی وځړوي ، او كه خوښه يې شي نو لاسونه او پښې دی ورغوڅې كړي رد او بدل ( ښې لاس اوچپه پښه ) .
لنډه دا چې د ابن عباس نه په روایت سره ليكي :
(إنما جزاء الذين يحاربون الله ورسوله ) تر دي قول پورې چې فرمايې ( أو ينفوا من الأرض ) نو ابن عباس فرمايې :
ـ كله چې څوك وجنګېږي او د قتل مرتكب شي او د توبې د كولو نه مخكې ونيول شي نو د ده جزا قتل دی .
ـ او چا چې هم مال و اخيست او هم يې قتل وكړ ، او د توبې د كولو نه مخكی ونيول شو جزا يې دا ده چې په دار و ځړول شې .
ـ او چا چې يوازې مال و اخيست او قتل يې و نه كړ ، او د توبې د كولو نه مخكې ونيول شي جزا يې دا ده چې لاس او پښه يې غوڅه شي من خلاف .
ـ او څوك چې و جنګېږي او خلك و ويروي ، نو جزا يې نفي ده (شړل او تبعيد).