نیمه شپه کې مې بېګا لېدلی خواب دی
د ملا او د شیطان سوال و ځواب دی
ملا وايي چې شیطان خلک بېلار کړل
ځکه وړ په جهنم کې د عذاب دی
له امت مسلمه چې هر فساد شي
پکې پټ لاس د شیطان خانه خراب دی
مسلمان چې نن له یو بل سره وژني
دې کې هم نقش د شیطان لکه قصاب دی
له شیطانه د ښېګڼې تمه مه کړۍ
شیطان هر چیري منبع د اضطراب دی
ملا وایی که زه څونه شیطان غندم
له دې زیات وړ د غندنې د عتاب دی
شیطان چوپ، خو غوږنیولی انتظار کې
د دریمګړي قضاوت ته په دې باب دی
زه، ملا او شیطان خپل منځ کې قاضي کړم
په ریښتیا چې قضاوت یو ګران حساب دی
ما ملا ته وی لاسوند د ادعا راوړه
بې لاسوند چې څوک ادعا کوي کذاب دی
یو لاسوند چې د شیطان حضور پکې وي
نه داستان، چې تش کاپي له کوم کتاب دی
په دې اړه، کوم ریښتینی لاسوند نشته
شیطان نوم هسې، ملا د مخ حجاب دی
د خپل عیب د پټولو په داستان کې
یو لاسپاک دی، وسیله ده یو اسباب دی
که بدي، که شرارت، که خرافات دي
ملا ایښی پخپل لاس د دې تهداب دی
زه چې ویښ شومه له خوبه، داسې پوه شوم
چې شیطان هسې موجود لکه سراب دی
د ۲۰۲۲ کال د جنوري ۲۰ مه
سرلوڅ مرادزی