سرچینه : د جرمني ‌ډېرشپیکل ویبپاڼه 
ژباره :        سراج الحق ببرک زی ځدراڼ 

د طالبانو برید
د افغانستان پخواني ولسمشر غني له کابله د تېښتې دفاع وکړه
هغه له افغانستانه وتښتېد او ولس یې طالبانو ته پرېښود. پخواني ولسمشر اشرف غني د اګسټ میاشتې په نیمایې کې له کابل څخه ووت او ولاړو، څو یوازې د وینې تویدو او د کابل ورانیدو مخنیوي کړي وي. ولسمشر وویل:
د افغانستان پخواني ولسمشر د اګسټ په پېنځلسمه نېټه له پلازمېنې کابل څخه ووت. په دغه ورځ په څو ساعتونو کې د کابل ښار د سختدرېځو اسلامپالو طالبانو لاس ته ولوید، کوم چې له همدې مهال راهېسې په دغه هیواد کې واکمني چلوي. 
وسمهال اشرف غني له بې بې سې سره په مرکه کې له هیواده د خپلې تېښتې دفاع وکړې ده. دا کوم پلان شوي عمل نه وه، هغه په ښار کې د وینو تویدو د مخنیوي له امله خپل هیواد پریښود. ولسمشر وویل:٬٬ زه د همدې ورځې په سهار له هیڅ شي څخه خبر نه وم. چې زه به د ماسپښین په ورستیو شیبو کې وځم.٬٬ د ولسمشر ساتونکی ګارډ مشر او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هغه ته خبر ورکړو، چې د ولسمشرۍ ګارډ هم سقوط وکړ، که ولسمشر مقاومت وکړي، ټول به ووژل شي او هیڅوک به د هغه څخه دفاع ونشي کړای. 
 
غني تر ورستې شیېبې پورې د الوتنې په موخه باندې نه پوهیدو.
محب په ریښتیا ډېر ویریدلي و او ولسمشر ته یې تر دوو د قیقو ډیر وخت ورنه کړو. هدایت یا لارښونه داسي وه، چې د افغانستان ختیځ ښار خوست ته د تلو لپاره چمتو والي ونیول شي. محب بیا ورته وویلي، چې خوست سقوط کړي او جلال اباد هم طالبانو لاسته لویدلي دی. هغه نه پوهیده، چې دوی چیرته ځي، د الوتکې له پورته کېدو ورسته دا خبره څرګنده شوه، چې دوی به هیواد پرېږي.٬٬ دا ټول واقعا نا څاپه پېښ شول٬٬ 
غني د اګست میاشتې په نیمایې کې ورسته له هغې له کابله بهرته وتښتید، کله چې طالب جنګیالیو د پراخو پوځي تحرکاتو له لارې ډېرې ځمکې لاندې کړې او د ټولو ولایتونو د مرکزونو له نیولو ورسته کابل یې محاصره کړي و. د طالبانو چارواکو ویلي و، چې دوی پر کابل ښار د برید نیت نه لري. غني د بې بې سې څلورمې راډیو ته وویل، چې هغه ته د هغه مهمو امنیتي سلاکارانو او مشاورینو وویلي وو، چې طالبانو کابل ته د نه ننوتلو ژمنه ماته کړي ده. 

د غني تېښتې د واک منظم لیږدولو بهیر مخه ونیوله
کله چې هغه او د هغه مهم سیاسي‌ چارواکي ملګري وتښتېدل، اسلامپال طالبان ښار ته ورننوتل، ترڅو د امنیتي خوندیتوب د تشې څخه مخنیوي شوي وي. ډیرې افغانان نن پر غني تور لګوي، چې هغه خپله په متحده غربي امالاتو کې ناست دی، دوی یې طالبانو ته سپارلي دي. 
غني د بې بې سې څلورمې راډیو ته دا هم وویل، چې هغه د افغانستان د اوسنۍ کړکیچ او د ټولو ګډوډیو مسوول ګڼل کیږي، هغه په دې جرم اعتراف کوي، چې په نړیوالو شریکانو باندې باور کول، دا د هغه ٬٬ لویه تېروتنه٬٬ وه، چې هغه یې په پرله پسې توګه تر فشار لاندې راوستلي و او د هغه تر لاسه کړي اختیارات او اوټورېتې محدوده کړي وه. 
 
د یادونې وړ ده، چې له بې بې سي سره د محمد اشرف غني د مرکې په اړه همدغه لیکنه نن د جرمني په ډېرو ورځپاڼو کې خپره شوی ده.
 
 
پای