یو خواته جوړ ملي اختر دی، جوړې میلې دي بل خواته قام مې در په در دی، نارې سورې دي
دې ته وخاندم که دا بل ته وژړیږم، داسې ژوند ته حیرانیږم

اوس له اسلامی امارت سره ګاونډی ، د سیمې، منځنی آسیا او نړۍ نورټول هېوادونه د افغانستان په رسمیت پېژندلو کې ناغیړی کوی نړۍ هم د زاغ زنده باد لوبه کې دلته یولوری نه دی په سیاسی لحاظ داستخباراتی کړیو ، نړیواله دېبلو ماسیو او تعامل ، دنړیوال اګر مګر توطیی ،تحریمونو،پلمو اوبهانو،د سره غوایی ښه قلبه کو اوتور غوایی بده قلبه کول دی حال داچې ددواړو غویانو صاحب یو دی،دجالی او استعماری خوی او عادت اوهمدارنګه احساساتی بی کیفیته دموکراسی لید لوری هم مټکور دی خویوشمېر مخالف ، ښځې او پلمه کوونکی په اټکل ټولو چارو کې د پاکستان لاس برګڼی او نیو کو کې هم ګواښیږی ، دترهګري او هراس افګن ډله هم له خیزش مردمی سره یوڅهه ساړه دی، فاشیزم دی، د بشر حقوق، له هوا ګړ کړې د ښځو ازادي ګانې پایمال دي، د تاریکو پیړیو زورواکي ده. کمونستان یې بیا په نورو پلمو او لهجو ټکوی دمراحلو تشخیص اوپېژندنه دقضیی یو بل لید لوری جوړویی . داسلامی آمارت دشعارونو کې لکه وطن آزاد شو، امریکا او اشغا لګرو ماته وخوړله کفري، نړۍ ووته، اسلامي نظام منځ ته راغلی، داشل کاله مو قربانی ورکړې، هر څه ښه کیږي، وخت غواړو لږ صبر وکړی داده او هغه.. درسنیواټکلی معتادین خو بوڅ ناستی دهغو خوله خو هیڅ قوت نشی کنترولولی. دڅار،تحول، تودې خبرې ،تاوده بحثونه..... کې کوم یو دوریجی ماهیت لری مرحوم الفت صاحب سره یو څومیلمانه په ډوډی ناست ول کوم میلمه ویلی وه چې شګه مې غاښ لاندې را غله الفت صاحب ورته ویلی وه خیر دی وریجې هم په کې پیداکیږی! په نامعلومه سیاسی کارپوهانو،او په اقتصادی سیاست برته له سید مسعود بل سړی مانه دی لیدلبی ، نظامی کارپوهان دومره زیات شوی او داسې کسان پکې راڅرګندیږ چې دنیوکې له معیاره هم وځی.ځینی دایمی اماتوران ورک شول. لکه شکریه، ویس ناصری وامثلهم ... نطاقان هم لکه د اوبو پر سر ځګ کله یی پوښتنې له ډوبېدلو هم بېړنی او نهایت بې کیفیته حالت سره مخ شی.....
واقعیت دا دی چې په هیواد کې دننه اوبهرعام ولس او هیواد پاله ځوانان اوزاړه ، بې ضرره پاک مسلکی خلک ، د بهرنیو پوځونو په ویستلو سره او دجزیرو دالر خورو جګړه مارو غلو له منځه وړل او امن د زړه له کومي خوشحاله دي، دغه کتله له ظالمو ، غلو، مافیایی چاپلوسو ، وطن پلرونکو، بی کفایته ،بی باک او بی حیا وو سره حساسیت درلود او په تنګ راغلی وه خو په عین وخت کې د خپل وران وطن برخلیک،فقر،بشری ناوړین او اقتصادی بدمرغۍ ، مدیریتی او د خپل در په در ژوند دوام او شتون ته هم هک پاتې دي .دا په دې مانا چې طالبا ن په خپلو وړو برنامو کې دننه لګیادی او د اجماع جوړلو ،حکومت مهارولو ، لاس ورکولو کې مهارت اوتجربه نه لری او یا يې عمدا نه غواړی، دوحه کې یې هم هیرکړی ول. نو د ملنګ جان بورتنی شعر دلته د ټولنې په ساختار کې ښه انځور کېدای شی .
سره له دې چې ناتو او امریکا دلته دوه لسیزې تېرې کړلې خو بیاهم لکه کرزی او اشرف غنی ددې ملت په ژبه پوه نه شول . بهترین فرصتونه او زمینی یې له دومره خراج نظامی او مالی مصارفو سره له لاسه ور کړل اوس دمخامخ لاسوهنو په زور په همغه پخوانی زاړه سیاست افغان په افغان راچپه کولو څخه کار اخلی افغا نانو تل دغه تاکتیک نه کار اخیستی تل یی پردی ته مندې وهلی دی او خپل یی هېرکړی.
تر اوسه دحکومت په بطن کې د حکومت پرضد، دملی او اسلامی ارزښتونو مخالف د نفوذي اشخاصو او قوتونو، په اصطلاح د پنځم ستنې موجودیت لاهم احساسیږی . د طالبانو د صفوفو د تصفیې او تخلیی کمیسون په خپله ددې واقعیت ښکارندوی دی. ددې کمیسیون فعالیت د حکومتي ضد قوت په خنثی کولو کې ښایي آغیزمن تمام شي ولې د تصفیې کمیسیون تر کچې د لوړو اجنټانو پیژندنه هم ګران کار دی ځکه صیهونیستي، استخباراتی، لاس وهنی او دابلیس بد اعمال دلته دوه لسیزې تاریخ لری چې دغه قابلیت داستادانو په استادانو کې باالقوه نفوذ او اثر موندلی شی لکه غنی چې په تېروتنه اوس اعتراف کوی.

• دترازوپله بین، ابن الوقته، اپورتونست قشر، چې د څلورو لسیزو راپه دې خوا په افغانستان کې صنعی واک یې په لاس کې وه . دا قشر په خورا لوړه کچه او مهارت سره ( کرزی ،اودولا، زاخیلوال،و امرخیل،حنیف او .....د رهبري کړۍ څخه ځان داسې راتاووي، چې مشران نور هیواد، ولس او نړۍ یوازې د همدوۍ له سوچ او نظره ګوري، بله شمیره دهغو بی تعلیمه بیسواده عناصرو اړیکی او میلمستیاوې دی چې تنظیمی پخوانی سابقه لری ځکه ټول نه خو یو شمیر مشران له عیني واقعیتونو څخه بشپړ لیرې پاتې کیږي او تصمیمونه یې هم نادرست راوځي. دا قشر حکومتي چارواکو ته، د واک په وخت کې تر ټولو سرسپرده ښکاري، اما واکمنان د سقوط په وخت کې لومړۍ ضربه د همدوي له خوا خوري. ددې قشر سره مبارزه ناممکنه ښکاري ځکه، چې پیژندل یې ډیر ګران دی. د پیژندلو یو غوره ځانګړتیا یې دادی، چې دا قشر غیر د خپلو شخصي ګتو څخه پرته نور هیڅ ډول رسالت،بینش او دانش نه لري یوه خبره بله داچې دهغو پوهه دملت دبرخلیک په معیار محدوده ناچیزه او کمزورې ده.

د هیواد اوسنۍ وضعیت،حالت او هیاهودحسینی« کاغذ باد» ته ورته دی هرڅوک یی تارونه ښوروی، چې د ا هم د کورنیو او بهرنیو عواملو تر آغیز لاندې رامنځته شوې ده. د افغانستان اوسني وضعیت ته نه یوازې افغانان، بلکې د نړې نور دخیل هېوادونه هم هیښ پاتې دي چې زیات یې دنورو پروژو، لاس وهنو، غاښ چیچلو او ګواښونو کې دی نوځکه په سیمه او نړی کې ناری دی چی لیوه راغی!.

امریکاء او افغانستان:

د افغانستان د نظام تر ړنګیدو وړاندې د غني او بایډن خبرې حا ضر دمه دڅېړنی او تحلیل وړخبرې دی خو له بده مرغه د غنی دلته تېر وتی دژرندګړی مفهوم لری نه یو متفکراو دقلم اهل .
پدې ۱۴ دقیقیی خبرو اترو کې ښاغلي بایډن ښاغلي غني ته ویلي که د افغانستان د وضعیت د کنټرول لپاره په عامه توګه د یو پلان اعلان وکړي، متحده ایالات به یې ننګه وکړي خو نه وایی چې څنګه او څه ډول ننګه؟ بایدن دپلان په څرنګوالی کې ماهر دی او غنی احساساتی کوی..
بایډن ویلي، "که پوه شو چې پلان څه شی دی، مونږ به د نږدې هوایي ملاتړ بندوبست وکړو. دبایدن که باندې پرطکړه او تصمیم په کاروه خو بایدن بوهیږی چې هوایی ملاتړ هسې ګپ دی!له بلې خوا دا د هوکړه لیک خبره وه.. "
د دې ټیلیفوني خبرو اترو نه څو ورځې وړاندې امریکایي ځواکونو د افغانستان د امنیتي ځواکونو په ملاتړ په طالبانو هوایي برید کړی وه چې طالبانو هغه د دوحې د تړون نه د امریکا سرغړونه وبلله.
بایډن همدرانګه په خبرو کې غني ته مشوره ورکړې وه چې د پوځي تګلارې لپاره دې د "قوي" افغانانو نه مرسته وغوښتل شي او د دې هلو ځلو مشري دې "جنګیالي" ته وسپارل شي چې اشاره یې د دفاع وزیر یعنی بسم الله جمعیتی ته وه او هغه هم له ټولو مخکې دامارت له دېپلو ماتانو سره وتښتید او په هشت صبح کې وروسته له څلورو میاشتو دمجنون او لیلی کیسه لیکی چې مجنون نر وه اوکه ښځه؟بایدن هم له کړکی چورلکی څېړلی لکه او بسم الله خان ....... کمکی بسم الله.
د امریکا جمهور رئیس پدې خبرو کې د افغانستان وسله وال ځواکونه ستایلي او ښاغلي غني ته یې ویلي، "تاسو په ښکاره توګه تر ټولو غوره پوځ لرئ. تاسو د ۷۰ یا ۸۰ زرو په مقابل کې ۳ سوه زره په وسلو سنبال وسله وال ځواکونه لرئ چې په ښکاره توګه د جګړې وړتیا لري خو ښکاری چې بایدن په ریاضی کې پوهه نه لری او مقایسه کول یې داحصایی له تجربوی سمپل شاته پاتې کیږی.. "
ښاغلي بایډن د ښاغلي غني سره د دې خبرو نه واړاندې هم څو ځله د افغانستان د امنیتي ځواکونو ستاینه کړې وه او دایې هم ویلي و چې د افغانستان حکومت نه ړنګیږي داسې ښکاری چې بایدن پوهېده چې داوړۍ نه شړۍ کیږی اودا دشګوڅلی ژر ڼړیږی چې وڼړېد!.
پدې خبرو کې د امریکا جمهور رئیس د خپل افغان سیال نه غوښتي و چې په نړۍ کې د افغانستان په هکله "دریځ" بدل کړي. ښاغلي بایډن ښاغلي غني ته ویلي و چې باید نړۍ ته یو بل انځور وړاندې شي. هغه ویلي، " زما په ګومان په نړۍ او د افغانستان په ځینو برخو کې سوچ دا دی چې د طالبانو پر ضد جګړه په سمه توګه نده روانه خو ایا دې وخت کې دافغانستان ستونزې ددادول ستراتیږی غوښتنه کوی؟ .
پدې ټیلیفوني خبرو اترو کې د امریکا جمهور رئیس ویلي، " که د افغانستان مشهور سیاسي شخصیتونه په یو خبري کنفرانس کې په ګډه د نوې نظامي تګلارې ملاتړ وکړي، ښایي دا حالت او سیاسی وضعیت بدل شي او زما په فکر ډیر به بدل شي خو بدلیدل هم عینی اوذهنی شرایط به کار لری.. "
په ځواب کې جمهور رئیس محمد اشرف غني ویلي که چیرته "نظامي حل لاره د سره موزونه او متناسبه شي، ښایي سوله به وشي." خو ښاغلي غني ویلي چې دا کار باید په چټکۍ وشي غنی هم په جګړه کې آس چااغوی چې داکار ناممکن وه.
هغه ویلي، "مونږ د بشپړ یرغل سره مخ یو. په یرغل کې طالبان دي چې پاکستان ورسره د پلان جوړونې او لوژستیک په برخه کې بشپړه مرسته کوي خوثبوت نشته غنی په اټکل د ۱۰ او ۱۵ زرو پورې نړیوال ترهګر چې اکثریت یې پاکستانیان دي، افغانستان ته رالیږل شوي دغنی تصویر نه پوځی بڼه لری ، نه سیاسی او نه دایمان او عزت ..
د افغانستان حکومت او امریکایي کارپوهانو تل دا ويلي وه چې د پاکستان له ملاتړ پرته طالبان بیا په پښو نشوای دریدلی خو پاکستان په نیغه څو واره دڼړیوالو پرمخ دغه تورونه رد کړی دي..
د حکومت دننه سیاسي مخالفتونه:
د غني او بایډن پدې خبرو کې په افغانستان کې دننه دوامدارو سیاسي مخالفتونو ته هم ا شاره شوې چې حکومت ته یو بلا ګرځیدلې وه خو دکابل اداره لا ویده وه او امریکایان بې تجربه او احساساتی..
کله چې ښاغلي بایډن د ښاغلي غني نه غوښتي و چې په خبري کنفرانس کې دې پخواني جمهور رئیس حامد کرزي ته برخه ورکړل شي، ښاغلي غني په ځواب کې ویلي چې "کرزی به مرسته ونشي کړی، هغه مخالف دی او دلته وخت مهم دی. مونږ ټول کسان نشو راوستلی. تیر ځل مې د کرز مکار سره څه باندې ۱۱۰ دقیقې خبرې وکړلې او ما ته یې سپکې سپورې وویلې چې ګواکې زه د امریکا نوکر یم.کرزی ا وس د نوکر ننګه کوی.."
سپینې ماڼۍ د جمهور رئیس محمد اشرف غني او جمهور رئیس جو بایډن ددې تیلیفوني انګېرنو په هکله د تبصرې څخه ډډه کړې .خو دادی کرزی بیاهم په قضیی کې ځان شریک بولی او دسیاست کولو اشتهاءکې خپل جنایتونه ، جرمونه سهوی او خطاوې اغماض کوی..
حامد کرزي د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۱۵ (لیندۍ۲۴) له اسوشیتډپرس سره دبسوګۍ دواده کیسه په ځانکړې مرکې کې وویل چې موافقه داسې شوې وه چې افغان حکومت به یوه باصلاحیته ۱۵ کسیزه ډله دوحې ته لیږي چې له طالبانو سره په همه شمول حکومت خبرې وکړې او طالبان به د واک تر انتقال پورې د کابل ښار ته نه داخلیږي خو باصلاحیته او بنځلس کسیزه دله لا مجهوله خبره وه. دکابل اداره کې با صلاحیته څوک وه؟.
سره له دې چې د طالبانو جنګیالي د کابل ښار څنډو ته رسېدلي وه خو کرزی وایي چې «غرمه طالبانو زنګ راووهه او وویل چې حکومت به په خپل حال وي او هغوی به ښار ته نه داخلیږي. ما او نورو له بېلا بېلو چارواکو سره خبرې وکړې او‌ اطمینان راکړل شو چې حکومتي او امریکایي ځواکونه به په ارګ کې کلک ولاړ وي چې کابل سقوط‌ نشي دلته کرزی د ملا عبدالسلام ضعیف تیلفونی اړیکه په مجهول حالت پرېږدی طالبانو زنګ وواهه باندې او نور بیلابیل چارواکی یعنی څوک؟دا غټ اپور تو نیست څه واېې؟».
ښاغلی کرزی وايي، خو کله چې ولسشمر غني له کابل څخه ووت هغه د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو ته زنګونه ووهل او د پولیسو په قوماندان پسې ګرځېده، خو «ټول تښتېدل‌ وو. په مرکز کې چارواکي‌ نه وو،‌ د پولیسو مشر نه و، د قول اردو قوماندان نه و، نور قطعې هم نه وي،‌ ټول تللي‌ وو مانا دا چې داشخاصو د شتون او نه شتون مسول کرزی وه.».
هغه وویل چې دوی باید په سبا قطر ته تللي وای چې د طالبانو مشران ورته منتظر وو. نوموړي وویل که ولسمشر غني‌ په کابل کې وای، د واک سوله ایز انتقال به شوی وای او «دقیقآ موږ د همدغه کار لپاره امادګي نیوله چې ده بیا یو ځل سترګک په کې وهلی وی....».
خو ولسمشر غني د اګست په ۱۵ نېټه له کابل څخه ازبکستان او بیا متحدو عربو اماراتو ته وتښتېد !.
ښاغلي کرزي وویل چې په روانو جګړو کې ټولو غاړو زیانونه لیدلي دي او دا هغه وخت خلاصېدای شي «چې افغانان په خپلو کې سره راټول او لاره پیدا کړي خودایی نه دی ویلی چې جنایت کار،غل، دملی اواسلامی ارزښتونو تباه کوونکی باید دڼړیواله ټولنې په محکمه کې محاکمه شی. طالبان باید یو شمېر معلوم الحال جنایتکاروسره محاسبه وکړی. کرزی دا خبره نړۍ ته په غوږ کې د خپل مردار ې هیلې لپاره ور اچوی، ده چې دهلمند ښوونځې له منخه یوړه هلت خو نه هلک وه او نه نجلی؟
طالبانو کابل ته له ننوتلو وروسته د نجونو لېسې تړلې دي،‌ خو ښاغلي کرزي ټېګار وکړ چې د افغانستان آینده کې باید هلکانو، نجونو او ښځو ته د تعلیم نړیوال حقونه ورکړل شي او هغوی باید په سیاست، ادارې،‌اقتصاد، ټولنیزو او نورو برخو کې خپل ځای ولري.
له اسوشیتډپرس سره د مرکې په پای کې له ښاغلي کرزي پوښتل شوي ‌چې طالبان تعریف کړي، هغه ویلي دي: زه یې افغانان تعریفوم، داسې افغانان چې د نورو ټولو افغانانو په څېر په تېرو ۴۰ کلونو کې یې په ژوند کې ډېرې سختۍ ګاللي دي. نوموړي زیاته کړه: «اوس زموږ د ټولو لپاره فرصت دی چې خپلو تېرو تېروتنو ته وګورو او سمې یې کړو ،خو دکرزی تېروتنه له هېڅ لوری دسمون اړخ نه لری . دې په مهارت سره دزلمی خلیلز اد په هکله دخپل کریدت لپاره داسې وایی:.»
څو ورځې مخکې د افغانستان د بیا پخلاینې لپاره د امریکا مخکني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد امریکا غږ سره په ځانګړي مرکې کې هم دا ډول څرګندونې کړې وې.