هند ته پاکستان اجازه نه ورکوي، څو افغانستان ته بشري مرستي غنم او درمل ورسوي. هند له څه باندې یوې میاشتې راهیسې له پاکستان څخه دا غوښتنه کوي، د ځمکې له لارې زرګونه مټرویک ټنه مرسته شویو غنمو او ژوند ژغورنکي درملو انتقالولو اجازه ترلاسه کړي. هند غواړي په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنوي لپاره له افغانانو سره بشري مرستې وکړي. خو پاکستان لا تر اوسه له خپلې خاورې د یادو شویو مرستو تېریدو اجازه نه ده ورکوي. د راپورونو له مخې پاکستان د هند دا وړانډېز رد کړي و. خو بیا هندي چارواکي د چټګ غبرګون تمه درلوده، چې پاکستانی لوری به ډیر زر په دې اړه مثبت ځواب ورکړي او د مرستو انتقالو اجازه ورکړي، څو د سخت ژمي د رارسیدو مخکې له اړمنو افغانانو سره اړینې بشري مرستې ترسره کړي. هند څو ځلې له پاکستانه غوښتې، چې د بشري مرستو لاریو ته اجازه وکړئ، څو اړمنو افغانانو ته بشري مرستي ورسوي. 
د افغانستان سره د هند بشري مرستې د پاکستاني پوځي اشتبلیشمنټ پالیسیو او د ظالمانه نیابتي جګړې لپاره یوه مسئله ګرځیدلي ده. دوی په خپله چټله زړه ستراتیجۍ کې د افغان ملت سره خپله ژوره دښمني پالي. د دوی دښمنۍ او بد نیتۍ اراده ډیره ژوره ده، افغانان د سخت ژمي او اقتصادي بحران سره مخامخ دي، خو پنجابي منافق پوځیان د خپلې افغان ضد پالیسۍ له مخې په داسي خورا حساسو حالاتو کې بیا هم نه تېریږي. 
که څه هم طالبانو په مسکو او دوحه کې له هندي چارواکو سره په خپلو خبرو اترو کې دا څرګنډه کړي وه، چې دوی له هند څخه د مرستو ترلاسه کولو توان لري. چمتو دي، څو د هند مرستي ترلاسه کړي. خو پاکستان د دواړو هیوادونو ترمنځ د یو خنډ په توګه ستونزې او ننګونې جوړوي او بشري مرستې د یوې سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي.
 
په داسی حال کې چې د طالبانو په دې نوۍ واکمنۍ کې د افغان سوداګرو لارۍ د ډیورنډ له تورې کرښې هند ته د اوړیدو اجازه نه لري، څو خپل سوداګریزه توکې د پاکستان له خاوارې هند ته ورسوي. خو پاکستاني لارۍ اجازه لري، څو له ازبکستان څخه د افغان خاورې له لارې پاکستان ته سوداګریزه تګ راتګ پیل کړي. د پاکستان د ملی امنیت سلار کار په تورخم کې د سوداګریزو توکو لاریو هر کلي ته ولاړ دی.
وسمهال هند یو ځلې بیا له پاکستان غوښتې د مرستو بار لاریو ته اجازه ورکړي، څو غنم او ژوند ژغورنکې درمل افغانستان ته ورسوي. په داسی حال کې چې پر افغانستان باندې یو سخت ژمی او اقتصادي بحران را روان دی. سخت ژمی او اقتصادي بحران په دې مانا دی چې افغانستان د ژوند ژغورنکو درملو او د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دی. که څه هم یو شمېر هیوادونو افغانستان ته لکه چین، ترکیه، روسیه او اروپایې هیوادنو د مرستي لاسونه غځولي او پر افغانانو خوراکي توکې وېشي.
هند هم د روان کال د اکتوبر په اوومه نېټه په لیکلي بڼه کې د پاکستان له خاورې افغانستان ته د غنمو او درملو د لیږدولو وړاندېز وکړو او هند د نوامبر په ۲۴ مه نېټه د پاکستان له حکومت څخه یو ناسم ځواب ترلاسه کړو.
هند د پنجشنبې په ورځ وویل، چې دوی لا تر اوسه هم له پاکستان سره په خبرو اترو بوخت دي، څو افغانستان ته د ژوند ژغورنکو درملو او پنځوس زره ټنو غنمو د ټرانسپورټ یا رسولو په یوه میکانیزم جوړجاړي ته سره ورسیږي. خو ټینګار کړي، چې د دې امدادي بشري توکو په لیږد کې باید کوم شرط شامل نه کړل شي. 
هممهاله د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ښاغلي ترینډم باغچي په پرلپسې خبرې کنفرانسونو کې او ورستۍ غونډه کې وویل، هند له بېلابېلو هیوادونو سره په بېلابېلو بڼو کې د افغانستان په اړه خبرو اترو ته دوام ورکوي. پاکستان له خپلې پریکړې سره دا تړلي، چې هند ته اجازه ورکوي، څو افغانستان ته بشري د مرستو په توګه غنم او درمل په دې شرط ولیږدوي، چې دا بشري مرستي یوازې او یوازې د پاکستاني لاریو په واسطه انتقالیږي. دواړه خواوې له تېرې اوونۍ راهیسۍ په افغانستان کې د روان بشري ناورین په پام کې نیولو سره د بند پاتې شویو درملو او غنمو کړکیچ د حل لپاره په خبرو اترو بوخت دي. 
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند باغچي په ټینګار سره وویل، هند د اکتوبر په اوومه نېټه د پاکستان له خاورې افغانانو ته غنم او د ژوند ژغورونکي درملو د لیږد وړانډېز وکړو او یوازې د نوامبر په ۲۴ مه نېټه د پاکستان له حکومت څخه ځواب ترلاسه کړو. موږ له هغه وخت راهیسې له پاکستان سره د دې بشري مرستو د اکمالاتو د څرنګوالي په اړه خبرې اترې کړي دي. باغچي په دې خبرې کنفرانس کې وویل، اجازه راکړئ، څو خپل باور بیا تکرار کړم، چې بشري دوستانه مرستې باید د شرایطو تابع ونه ګرځي. نومړي پرته له دې چې په نورو جزیاتو کې ولاړل شي وویل، دواړه خواوې سره د بشري مرستو د لیږد په څرنګوالي کې بېلا بېلې مسئلې نغښتي دي. هندي لوري د خپلو لاریو کارولو ته لیواله دی، ځکه دوی غواړي ډاډ ترلاسه کړي، چې مرسته شوي توکي په مستقیم ډول افغانانو ته پرته له خنډ او ځنده ولیږړول شي. هندي لوري دا هم په پام کې لري، چې دا مرستې به یوازې د ملګرو ملتونو له لارې د اعتباري پېژندل شویو کسانو له لوري وویشل شي. هغه دا هم وویل، چې ایران او روسیې په ګډون د سیمه ییزو هیوادونو د لوړ پوړو امنیتي غونډه کې چې تیره میاشت د هند په کوربتوب رابلل شوي وه، هغوي ته هم د ورته لیدلوری فرصتونو شونتیاوو وړانډېزونه وکړل او د امنیتي ملحوظاتو له پلوه موږ په خپلو کې خپل نظرونه سره تبادله کړل، چې د افغانستان په اړه زموږ تګلاره څه ده.
د هند د بشري مرستو په اړه د پاکستاني پوځیانو شرطونه، هندي بشري مرستې باید له واګې بندره تر کابل پورې پاکستانې لارې یې انتقال کړي، پاکستان د هندي مرستو د لیږدولو څخه حق العبور غواړي. په داسي حال کې چې د بشري مرستو څخه څوک د حق العبور نه غواړي. 
افغانانو د طالبانو واکمنيدو سره له یوه ناڅرګنده راتلونکي او برخلیک سره مخامخ شوي دي. افغانستان ته یو سخت ژمې راروان دی، افغانستان له ستر اقتصادي او مالي بحران سره مخامخ دی.
افغانستان ته د هند دولت د غنمو په مرستو کې د پاکستاني اشټبلیشمنټ خنډونه او ننګونې لټوي. په کابل کې طالب مشران ورته غلي دي.
پاکستان هند ته اجازه نه ورکوي چې مرسته شوي غنم افغانستان ته ورسوي. د هند بهرنیو چارو وزارت د وینا له مخې له څه باندې یوې میاشتي راهیسې له پاکستان غوښتنه کړي، څو د ځمکې له لارې زرګونه مټرک ټنه مرسته شوو غنمو ته د انتقالو اجازه ورکړل شي. هند غواړي په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د پنځوس زره مټریک ټنه غنمو مرسته وکړي. پاکستان له خپلې خاورې د غنمو تېریدو ته اجازه نه ورکوي.
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید هند تورنوي، چې د افغان سولې کې ورانکاره فعالیتونه ترسره کړي دي. له دې امله د افغانستان په اړه د هند په غونډه کې هم ګدون نه کوي. همدغه سلاکار بیا وایې، چې نړۍ باید له افغانستان سره تعامل ته ادامه ورکړي، ځکه له دې پرته بله لار نشته، بیا وایې دوی اړ دي چې له افغانستان سره ښې اړیکې ولري او زیاتوي، چې نړیوال دې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره اړیکې ونیسي او له دې ډلې سره دې مرستې وکړي. همدا پاکستاني د طالبانو واکمنۍ مدافع وکیل هند ته اجازه نه ورکوي، څو له اړمنو افغانانو سره بشري مرستې وکړي. په ورته وخت کې د افغان سوداګرو لارۍ اجازه نه لري، څو د پاکستان له خاوري هند ته خپل سوداګریزه توکې صادر کړي. پاکستاني چارواکو د طالبانو حکومت باندې دا منلي، چې له ازبکستانه د افغانستان له خاوري پاکستان ته د سوداګرېزو لاریو تګ راتګ پیل کړئ. د پاکستان د ملي امنیت سلاکار په تورخم کې له ازبکستان د سوداګریو توکو لاریو هرکلي کوي. 
پوښتنه دا ده، چې د طالبانو حکومتوالۍ کې د افغانستان اقتصاد هم د پاکستاني پوځي اشتبلیشنمټ له خوا کنټرولیږي ؟
 
پای