احمد بن طولون ۸۸۳-۸۶۸م دمامون له خوا د مصروالی وه هغه دخود مختاری اعلان وکړ او دهغه کورنۍ ۲۷کاله پورې هلته حکمرانان ول. په اول کې دی ډېر ظالم وه. یوه ورځ دقصر څخه ووت چېرته تللو چې یوې بوډې ښخې دهغه په لاس کې یوه رقعه کېښوده چې مضمون یې داسې وه:
ای احمده! ستا کار عدل دی خو ته ظلم کوې الله ج دې تاته درحم او احسان موقع درکړی مګر ته په رعیت باندې قهر کوی په یاد ولره چې په زرهاوو خلکو او مظلو مانو «آه» درپسې ده. دا به تا کباب کباب کړی!
احمد چې رقعه ولوسته په لړزه شو او دظلم څخه یې توبه ووېستله. اوس راځم دې ته چې موږپه یو ویشتمه پېړۍ کې چې په کال ۲۰۰۱ کې پیل شوې اود تکنا لوژی پېړۍ ده او همدارنګه دانسانانو لپاره یې دانړی ډېره لنډه کړې ده ژوند کوو،خو له بلې خوا دغه پېړۍ کې افغانستان له ستر کړکېچ سره مخ دی اوهغه داچې زموږ ولس له څلورو مهلکو تباهیو سره مخامخ دی چې الف- لوږه،ب- دکورونا ناروغی، ج -وچ کالی، د- او اقتصادی ستونزې دی.
ملګری ملتونه بشر دوستانه مرستو ته په بېشرمانه ډول سیاسی بڼه ورکویي.
دافغانستان په اقتصادی برخه کې دملګرو ملتونو سازمان، داروپا اتحادیه، نړیوال بانګ، امریکاء، روسیه،چین، انګلستان، فرانسه والمان او دسیمې هېوادونه بې له هردول پلمو او لابی ګری ټول نړیوال مسولیت لری. داسلامی نړۍ هېوادونو غونډه چې نږدې راتلونکې کې په اسلام اباد کې پرانیستل کیږی او شمېره یې تقریبا ۵۷ هېوادونو ته رسیږی ډېر مهم ګام دی. تاسې وګوری عقل دانه منی چې په دې اضطراری او بېړنی وخت کې دافغانستان معینې پیسې دې کنګل اودا ډول دسیاسی ابزارو دسیسې او توطیی دې جوړې شی .
دملګرو ملتو سازمان له یوې خوا دبشر دحقوقو چیغی وهی خو بیا له بل لوری په نړیوالو ابزارو کې له کرکې اودبشر ضد منافقت څخه کاراخلی مانا داچې ملګری ملتونه نه یوازې دافغانستان اسلامی امارت له انزوا سره مخامخ کوی بلکې دسیمې ټول هېوادونه اوسیمه هم کړکېچ ته کش کول او ټیل وهل دی دا دسازمان لپاره یو غیرعادلانه او له منطق څخه لیرې او ډېر شرمنده تصمیم دی.
دافغانستان دولس کرسی خو دغلام اسحاقزی شخصی کور نه دی دغه دیونا ما پخوانی جاسوس دکوم ولس او خلکو څخه استاذیتوب کوی؟ دملګرو ملتو سازمان اصلا دپنځو هېوادونو لاس کې دی خپله څه نشی کولای .د ملګرو ملتونو لپاره افغانستان د شخړو ګټوره پروژه ده . ماشومه ملالۍ یوسفزی کږه خولې هم مفلسه شوې ده اوس یې په همدې پاکېج پسې ملا راتړلې بده تمه کړې ده بلیکن څخه دالرې غواړی بیخ دې ووخه له نوبل سره همدا رنګه د راواډلې خبیثانې او دبشر دحقوقوپه نوم زړې افګانې هم دفتر په دفتر هیاهو کې(دښځو حقوق) له همدې اخوره تغذی کیږی . ملګری ملتونه د طالبانو د خوښېدو او ناخوښېدوانتخاب په صورت کې دغه څوکۍ دتعلیق یا انزوا ء په فضا کې ساتلو حق نه لری دافغانستان ولس باید په نړیواله کچه کلک احتجاج وکړی.