حیرانوونکي [هیښوونکي] معلومات
ویې ویل : څرنګه چې زه د زړه د ناروغیو متخصص یم نو په نړیوالو غونډو،سیمینارونو او کانفرانسونو کې د ګډون بلنې راځي. که څه هم چې په دې سیمینار کې له بلنې پاتې شوی اوم،خو سیمینار په داسې موضوع و...چې زه یې ګډون کولو ته مجبور کړم...عنوان داسې و...چې د ناروغیو رامنځته کېدلو لپاره هم څه وختونه دي،دماغي شریانونو شکیدلو او دماغي سکتې وخت،شوګر( شکره) ناروغي کله رامنځته کیږي یا د زړه دوره کله راتللی شي.
آیا د یوې ناروغۍ د رامنځته کېدلو لپاره هم یو وخت وي؟
دا هغه څه وو چې زه یې ګډون کولو ته وهڅولم.
ما ویزه ولګوله، ټکټ مې واخیستلو او د جرمني ښار (Dusseldorf) ته مې ځان ورسولو.
په سیمینار کې د ګډون کولو سره مې هڅه دا وه،چې ټولو موضوعګانو کې به ګډون کووم، مګر د زړه ناروغیو پروګرام ته به ځانګړې پاملرنه کووم.
د سیمینار په لومړنۍ ناسته کې یو جرمن مقرر چې د هر مذهب والا و خو مسلمان نه و، خبرې یې پیل کړې او داسې یې وویل " د ټولې نړۍ څخه د راجمع شوو معلوماتو په بنسټ متخصصین غواړي چې معلومه کړي چې د زړه زیاتره ناروغۍ او ستونزې، د شریانونو بندښت یا دماغي ناروغۍ د دماغي شریانونو بندیدل یا شکیدل د سهار اته بجې شا او خوا رامنځته کیږي
آیا تاسو په دې هکله وضاحت غواړئ؟
زه یې وایم.: " کله چې مونږ د شپې اوده کیږو،زمونږ وینې دوران سستيږي،که شریانونه له مخکې هم تنګوالی ولري،نو د وینې د جریان مخکې خنډونه نور هم زیاتیږي،چې دا coagulate clots یعنې مو جم کیږي، بڼه غوره کوي،خالق تعالی زمونږ جسم داسې جوړ کړی دی،چې شریانونه مو الاستیکي حالت لري چې دا د شریانونو د شکیدلو څخه مخنیوی کوي،خو کله د وینې دوران کې د وینې جم کیدل (امبولی او ترومبس ) رامنځته شي نو د وینې دوران کې خنډ رامنځته کیږي،نو د زړه د حملې یا دماغي شریانونو د شکیدلو لامل ګرځي.
جرمن مقرر د چاچې زمونږ دین اسلام سره هیڅ تړاو نه و، هغې وویل چې له دې ستونزو هغه څوک بچ کیدلی شي چې سهار پاسیږي، که د خوب بیا اړتیا وي نو که ساعت وروسته بیا اوده کیږي نو اوده دې شي.
په دې سره زمونږ د وینې دوران نورمال او طبعي حالت ته راګرځي، او پورته یادو شوو ستونزو مخنیوي کیږي.
مقرر خبرې کولې خو زه فکر کې شوم، دا مې ګڼله چې مقر ماته دا وایي او پوه کوي مې چې "الصلات خیرمن النوم" چې لمونځ د خوب نه غوره دی، لمونځ له خوب نه غوره دی. خو د هغې سره مناسبې کلیمې نشته.
وګورئ!
الله تعالی اړتیاوې او خواهشات پیژني، تاسو داسې ونه ګڼئ چې سهار پاسیدل خو یو تکلیف او عذاب دی.
ځکه مونږ د خپل جسم د روغتیا په هکله نه پوهیږو..زمونږ خالق خبیر دی.
زما کلینیک ته چې غیر مذهب عیسایي یا نور خلک راشي هغوې ته د سهار پاسیدلو توصیه کووم.
د سهار پاسیدلو ګټې او نه پاسیدلو زیانونه ساینس ثابت کړي دي.
ژباړه. حافظ ډاکترعبدالرشید مومند