داسې خندني شوم چې هرچا راپورې وخندل
نه تنها یو ملک، بلکې دنیا راپورې وخندل
نه تش اروپا او امریکا کې مسخره شومه
دښتې د صحرا د افریقا راپورې وخندل
ولې ماشومان مې په کوڅو کې په غرګو، کاڼو
نن د هر کوڅې ملنګ، ګدا راپورې وخندل
پاتې رانه کلی شو په غرو په درو واوښتم
لار کې سورلنډو په انګولا راپورې وخندل
تېر له ګړنګو شوم، خو کشتۍ مې بحر ډوبه کړه
هلته هم کبانو د دریا راپورې وخندل
نن چې مې څه حال دی د ماضي مې رانه پوښته
ژوند د تېر ماضي مې تر سبا راپورې وخندل
ما له خپل تاریخه نه څه زده کړل، نه پرې پوه شومه
ماتو کې تاریخ مې په بیا بیا راپورې وخندل
ړنګې مې ټوپې(۱ ) کړې، د بامیان بوتان مې وسیځل
دا ډول هنر ته کنیشکا راپورې وخندل
ما چې خپل کلتور د عربانو په کلتور ورکړ
شرق کې برهما او هم بودا راپورې وخندل
هیڅ یوه عرب د خپل جادو په مانا پوه نکړم
زیات له یهودانو نصوارا راپورې وخندل
دا دنیا مې جارکړله تر بلې، د ملا په خوله
پای کې هم ملا د زلیخا (۲ ) راپورې وخندل
عرش ته د جنت په تمه ستړی په توبو شومه
عرش کې ملایکو په ها ها راپورې وخندل
ما چې په انینه کې خپل تصویر ته په ځير وکتل
سترګو کې مې اوښکو او ژړا راپورې وخندل
خپله په ګریوان کې اوس تر ځان پورې خجل یمه
ځان مې د خپل ځان پسې ریښتیا راپورې وخندل
یادونه:
(۱ ) ټوپه (جمع يي ټوپې) او معبدونه د بودیزم لمونځغالي دي چې اوس په لرغونتوکو کې شمېرل کیږي. د کوشانیانو د لړۍ نامنو پاچا، کنیشکا چې ژمنۍ پلازمینه يي پېښور او د دوبي هغه يي باګرام وو، په پخواني افغانستان او سیمه کې د بودیزم پراختیا او پالنې ته ځانګړې پاملرنه درلوده.
(۲ ) د یوسف او زلیخا په نوم یو منظوم کتاب ته اشاره ده چې ویل کیږي فردوسي به لیکلې وي. دا کتاب او د سعدي بوستان وګلستان او حتي ځیني نور د فارسي ژبې شعري کتابونه او رسالې به پخوا ملایانو د دیني علومو په نصاب (curriculum ) کې شاملې ګڼلې.
د ۲۰۲۱ کال د ډېسمبر ۶ مه
سرلوڅ مرادزی