روانې چارې او بېلابېل
مارشالی او که حماقت
زموږ متفکر،سیاستوال ، اقتصاد پوه ،استاد،او دوهم ځلی ولس مشر د نجیب ګاو دکمونستانو اخری خاکه اوعجیب لنډه غر ټپوس راپېژنی . دبی بی سی هم سندره ور باندې ګرمه ده . د بشرحقوقوخپلواک کمیسیون خوله په دالرو ډکه ده.دبیان ازادی سوچ کې ده د هرچاګټې په همدې سازشونو،کاسه لیسیو او لابیوتوب کې نغښتې دی .یوشمېر دکړکېچ جنجالی افرادوته بیا جهادی شخصیتونه وایی.کرزی یی د پخوانی ولس مشر په لقب او دکابل هوایی ډګر په نومولو خوښ ساتلی نو ځکه چپن اوخولۍ کله په یوه کور اوکله په بل کورننوځی دشیطانت او منافقت لټه کې دی
پوښتنې تشويشونه
حکومتونه د هيواد د پرمختګ او ولس د سوکالۍ لپاره هڅې کوي، سترې پروژې د همدې سترو موخو لپاره پر لار اچول کيږی، و بشپړيږی، زموږ هيواد هم-که يوازې د مرحوم رباني د حکومت دوره له دې مستثنی وي- په نژدې ټولو دورو حکومتونو کې ولو که جنګ جګړې به وې، د ملت د رفاه لپاره لاس په کار شوي دي.ځينې پروژې خو خورا حياتي وې، او حتی د لسيزو له تيريدو وروسته يې هم اړتيا محسوس شوې، او که اوس هم عملي شي، نو هغه ګټې به ورڅخه تر لاسه شي، چې د پروژې د پلان پر مهال يې توقع کېده.د طالبانو د حکومت له نسکوريدو وروست
سولې ته د خنډونو نه، بلکې د حل لارو لټون اړين ده
که ځمکنيو حقائقو ته ځير شو نو پوهيږو چې مونږ د نړئ د پرمختګونو له کاروان څخه خورا زيات وروسته پاتې ملت يو، ځکه چې مونږ په يوه نامعلومه جګړه کې ښکېل ولس يو. مونږ خپله سره وژنو، خپل هېواد ورانوو. مونږ خپل افتخارات پلورو، مونږ د هغو هېوادونو په خيرات چليږو چې مونږ يې زمونږ د مټو په زور مات شوي هيوادونه ګڼو. مونږ په نړيوالو پرمختګونو کې هېڅ ونډه نه لرو، مونږ د نړيوالې سيالئ په ډګر کې د نورو پر اوږو پروت بار يو. مونږ د نړيوالې تربګنئ په کلي کې هسکه غاړه نشو ګرزيداى، خو که مو جګړه ختمه او د يو پياو
ولې افغان ملت د سولې له پلوه محکوم پاتې؟
د جګړه ييزو او تاريخي مسائلو په څېړلو او لوستلو افغان ملت په ځانګړې توګه پښتون هغه قوم پاتې شوی، چې د تل لپاره جګړې ګټلي او هر تېري کوونکي ته په خپل ځای او وخت سره ښه درنه ماتې ورکړې، د جګړې او سوبې له ګټلو وروسته دغه غيرتمند قوم چاه په ارامه نه دی پرېښي، چې په خپله خاوره او خپل ټاټوبي کې دې په خپلواکه توګه ژوند وکړي، ترڅو دوي هم لکه د نورې نړۍ د قومونو او ملتو په څېر د کاميابۍ په لور پرمختللي ګامونه واخلي، خپله خاوره آباده کړي، هغه جګړه چې په دې قوم نن د بهرنيو او کورنيو د ښمنانو له خوا تپل
دوه مخی دریځونه جګړه اوږدوي!
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي« روانه جګړه په اصل کې د پردیو دسیسې بریا ته رسول دي، د جنګ ښکیلې خواوې دې له جګړې لاس واخلي او د خبرو له لارې دې خپلې ستونزې حل کړي. افغانستان کې د جګړو او نظامي عملیاتو دوام د پردیو د هغو دسیسو بریالي کول دي چې غواړي د سولې روانه پروسه ناکامه او جګړه دوامداره شي، تاند» په یادو خبرو کې د ښاغلي کرزي دریځ لږ تر لږه دې جملې ته ورته پاتیږي چې وايی« ښه کوۍ، بد مه کوی او یا عربي دا مروجه خبره، وما علینا الاالبلاغ»، خو فکر نه کیږي چې د نوموړي موخه دې یوازې داسې څه وي
د سولې په ټينګښت کې د ځوانانو رول
څرنګه چې ځوانان د يوې ټولنې د ملا د تير حيثيت لري او د افغانستان په تاريخ کې د هر تېري کوونکي هېواد او جګړه مارې ډلې په وړاندې د افغانستان پياوړي او ننګيالي ځوانان د خپلې خاورې او ناموس د ساتلو لپاره تورې او قلم ته لاس کړی او دغه ولس د خپل دين، شرف، غيرت، ننګ او فطري خپلواکۍ د ګټلو لپاره تل ژغورلی او همدارنګه د دغه ګران وطن په لوړو غرونو، پلنو او شنو دښتو کې تل د دښمن وړاندې په مېړانه جنګېدلي دي، چې د وطن سمسورې او شنې درې د دې خلکو د نه هېرېدونکو فدا کاريو او قربانيو شاهدي ورکوي، چې او
امریکا له اشغالګر څخه تر معامله ګر او سوداګر پورې
زمونږ د ستونځو اساس دوه لسیزې وړاندي د ملګرو ملتونو تر اشراف لاندې د امریکا په نوښت او د امریکا پلويو افغانانو په ملتیا هغه مهال کيښودل شو کله چې د جرمني د بن ښار په غونډه کې د طالبانو د ګډون مخه ډب شوه او د طالبانو مخالفين په غوښينو دولتي پوستونو ونازول شول. د حکومتولي بنسټ مو د پښتون ولسمشر تاجک لمړى او هزاره دوهم مرستیال په اساس جوړ. همدغه ژبنى قومي او مذهبي ويش مو د ناورين پيل او لا ترواسه هم ادامه لرى. متاسفانه د بن په لمړئ ناسته کې طالبان، چې په افغانستان کې تر ټولو مطرح اغيزمن، پيا
د قلم نوکه او د ټوپک شپیلۍ
قلم یو داسی رنګین خلقت دی چی ستر خالق د هغه په نوکه د ازل او تقدیر لیکې کاږلي او د هیڅ پیل، د قلم له هست سره پیل شویدی. همدا قلم دی چې نغمی، ولولې او هنګامی زیږوي او ترانې لیکي. قلم د تیرو پرګنو د بقا او فنا کیسې انځور کړې او انسان ته یې د انسانیت او عزت څلي په نښه کړیدي. د ولسونو عروج او زوال، د قلم له خوځښت سره ګینده شویدی (ن. وَالْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُونَ). قلم د مظلومانو له کړیکو اوسلګیو څخه توپانونه جوړوي او د ظالمانو پولادي برجونه ړنګوي. قلم په ولسونو کی شور او زوږ رامنځ ته کوي، شعو
باتور لالا مې (دوستم) هم مارشال شو
باتور لالا مې دوستم هم مارشال شو، ځکه دې لالا د ښاغلي جمهور رئيس ډاکټر نجيب الله حکومت هم رانسکور کړی و او بل دی يو بې سواده شخص دی، زور او زر هم لري، د ملت په وينو يې لاسونه هم سره دي، په ارګ کې ارګ مېشتي هم ورسره چندانې سياسي غېږه نه شي نيولی. که څوک څه وايي نو هغوي هم له تېغه تېروي او هر يو په ارګ کې د ده او جمهور رئيس محمد اشرف غني تر څنګ غلي ناست دي او خپلې شپې سبا کوي چې څنګه خپلې تنخواوې واخلي نور ملت څه کوي که چاه ته ماموريت رسېږي او که نه، خو دوي په کې مارشالان، وزيران، مشا
استرالیا کې د ۱۲ زرو عراقي او سوریه یي کډوالو حال
د SBS ورځپاڼې یو رپوټ وايي د استرالیا د حکومت د هغه اقدامه څخه څلور کلونه تیر شوي چې په ۲۰۱۵ کال کې یې د سوریې او عراق څخه کابو ۱۲ زره هغه کډوال استرالیا ته انتقال او میشت کړل چې جګړو او تاوتریخوالو له خپلو هیوادونو بې ځایه کړي وه. ډیری دغه کډوال استرالیا ته له رسیدو وروسته د دغه هیواد په تسمانیا ایالت کې میشت کړل شول کوم چې د استرالیا یو لرې پروت ایالت دی. رپوټ وايي، د عراقي او سوریه یې کډوالو ډیری شمیر اوس د استرا
د استرالیا په مهاجرت مرکزونو کې پر ګرځنده مبایلونو بندیز ښايي غیرقانوني واوسي
د استرالیا د سنا مجلس یوې کمیټې ته خبر ورکړل شوې چې د کورنیو چارو وزیر پیټر ډوټن لخوا وړاندیز شوی قانون چې په مهاجرت توقیف مرکزونو کې د ګرځنده مبایلونو په کارونه بندیز لګوي د کډوالو او پناه غوښتونکو رواني روغتیا زیانمنوي. دغې کمیټې ته ویل شوي چې دا نوی پشنهاد شوی قانون د استرالیا له اساسي قانون سره سم ندی او باید نافذ نشي. استرالیا کې د کډوالو او پناه غوښتونکو مدافع ډلې پ
عبدالرشید دوستم مشهور په ګلم جم څوک دی؟
په لنده توګه عبدالر شید دوستم د افغانستان د شمال ټلوالی ملی اسلامی حزب بنسټ ایښېدونکی او دافغانستان په پوځی او سیاسی برخو کې دازبکانو د ټبر ډیره مهمه څېره یا په بله مانا ټپوس ګڼل کیږی. هغه د کمونست نجیب چې په ګاو مشهور وه دحکومت هلوځلوپه پاي کې چې اوبه له ورخه تېرې وې ۱۹۹۲م خپله لاره بدله کړله رامنخ ته شو او له مجاهدینو سره یی په دې خاطرمرسته پیل کړه چې دنجیب دکابل اداره له مطلقې ناکامی سره مخامخ وه بل فریب داوه چې یو شمیرنوروافغانانوهم دمجاهدینو او هم دکمونستو رژیمونو سره کلک اړیکی ساتل او د
د دوحې په تړون سره د اشغالګرو په نوکرانو تبه راغلې
وا يي يو شغال چې د خپل مضريت او د کليوالو کښتونو ته دزیان رسولو له کبله خلکو په ډانکو وهلئ او د اخته توخه غورځولئ و، په ډېره خوارۍ دکليوالو نه په تېښته کاميابه شو . د خپل غار نه فراري او ګيدړې ته يې پناه وروړه ، تر څو د کليوالو د تعقيب او حتمي مرګ نه نجات پيدا کري . ګيدړه چې په شيطاني زيرکۍ او چالاکۍ کې استاده وه ، د څو پاته شويو هډوکو ټوټې ورته ورکړی او د هغه دسر او ژوند دساتلو ټټر ئې ورته وواهه . ګېدره د داسې يوه نوکر چې دڅو ورستو هډوکو په څټلو ددې هر امر ته تيار دئ ډيره خوشحاله شوه
له ولسمشر معجزه
ډار او وېره له هغې ورځې پکار ده چې واکمن په برخلیک مو خردجال شي زموږ خلک له پېړیو راهیسې د فالونو، تعویزونو، استسقا او معجزو په کلتور، نظریاتي او عقیدتي چاپیریال کې روزل شوي او د همداسې چاپیریال په جالګه کې د روانو او راتلونکو پېښو په اړه قضاوت او پریکړه کوي. بلخوا د هېواد ډیری رسنۍ، په جوماتونو او دېرو کې د بهرنیو ملایانو او د هغوی د ورانکارواندیښنو اغیزمن حضور؛ همداراز د دوه نږدي ګاونډیو، پاکستان او ایران رسنۍ او د راشې ورشې ګڼه ګونه هم د معجزو د داسې چاپیریال په بډاینه او اغیزم
کوم یو رښتیا وایی؟
نړیواله ټولنه نارې وهی چې لیوه راغی او د ښځو تش په نوم شعار هم څو لسیزې پوره شوې چې نړیوالو شپانو ،دبشر حقوقو مدافعانو ، مدنی فعالانو ،د اروپا داتحادیې غړو ،دملګرو ملتو استازو اویو شمیر لالهانده سفیرانو،ان جی او ګانو او نورو اعتبار له لا سه ورکړی اوداټولنه دهغو پر نارو بې باوره ده. داټول دننه لګیادی او د شخړې د ابزار په توګه دکړکېچ ددوام لامل هم دی او اوس د افغانو ترمنځ اختلافو نو ته لمن وهلو کې پوره مهارت لری. د نامعلو مې او مجهولې پخوانۍ دېبلوماتې(ل.حق پال) د را پور پر بنسټ چې ن
ځینی اولادونه د والدینو په شان نه وی
تیره هفته د کرغی د بند ترغاړو د هیواد د نامتو شاعر او ادیب لیکوال محترم پرتو نادری زوی پولیسو په بد حالت کی ونیو. دغه هلک چی نستوه نادری نومیږی، څوڅو ځله د پولیسو له خوا په ناوړه حرکاتو نیول شوی، خو دده د پلار په احترام بیرته خوشی شوی ، پلار یی هم برآلا وایی چی زوی می بی تربیت دی، ټولو ته یی اعلان کړی چی دی هلک زه پتنګ کړی یم. تیره هفته وزیر داخله د پرتو نادری صاحب کورته ورغی دوه ساعته د پغمان د قرغی منطقه کی پولیسو امنیت نیولی و او د پرتو نادری عذر یی وکړ. دا موضوع یوه هفته د کابل په فیسبکون
د استرالیا په یو هوټل کې بندي کډوالو د فعالانو د لاریون ملاتړ کړی
د استرالیا د کوینزلیند ایالت په مرکز بریزبن کې په (کنګرو پاینټ هوټل) کې بندي کډوالو دا ادعاوې رد کړي چې د مدني فعالانو لاریون او د هوټل محاصرې د دوی خوندیتوب او امینت له خطر سره مخ کړی. د استرالیا د مهاجرت سرپرست وزیر الن تج له دې مخکې تیره سه شنبه ویلي و چې د کنګرو پاینټ هوټل شاوخوا د لاریون کوونکو موجودیت له امله حکومت اړ شوی چې له یاد هوټله روغتیايي کارکوونکي وباسي. هغ
استرالیا غواړي د کډوالۍ په مرکزونو کې نوي محدودیتونه وضع کړي
د استرالیا حکومت غواړي په مهاجرت توقیف مرکزونو کې د ګرځنده تلیفونونو په کارونه بندیز ولګوي استرالیا کې د کډوالو او پناه غوښتونکو مدافع ډلې په دې هڅه کې دي چې د هغه وړاندیز شوي قانون د تصویب مخه ونیسي کوم کې چې د دغه هیواد سرحدي ځواک ته صلاحیت ورکړل شوی چې په مهاجرت توقیف خونو کې پلټنې ترسره کړي او د بندي کډوالو الیکترونیکي توکي لکه ګرځنده ټیلیفونونه ضبط کړي.
هوښیار سپی
ژباړه: سپی د قصاب دوکان ته ور روان و، قصاب غوښتل چې و یې شړي، ګوري چې په خوله کې یې کاغذ نیولی. د سپي له خولې یې کاغذ واخیست، پرې لیکل شوي وو: مهرباني وکړئ د ۱۰ ډالرو غوښه ورکړئ! د کاغذ په منځ کې ۱۰ ډالر هم ایښي وو. قصاب چې سپي ته حیرانۍ اخیستی و، غوښه یې په پلاستیک کې واچوله، پلاستیک یې خوله کې ورکړ. سپي د غوښې کڅوړه خوله کې ونیوله، روان شو. قصاب ته چې له یوې خوا د سپي په اړه پوښتنې ورپیدا شوې وې او له بلې خوا یې د دوکان د بندولو وخت و، دوکان یې وتړه او په سپي پسې شو. سپی روا
زندان که د جهادي قومندان کور
پس له ډېره وخته مسافرۍ د وطن ، خپلو خلکو ، دوستانو او خپلوانو د ليدو د مينې په ماتولو کابل ته ولاړم . دهوايي ډګر نه په موټر کې دخپلوانو په منځ کې خپل پلرني کور ته د وردګو په لوري په موټر کې روان وو . د ډېر وخت مسافرۍ له وجهې د ښار بڼه راته بدله ښکارېده .هره کوڅه، څلور لارې ، جاده او تعمير راته جالب او نوي وو چې په کتلو ئې زما د کنجکاوی احساس او دليدو تلوسه ، تنده او شوق به نور هم زیاتېده . زړه مې غوښتل چې د کابل د هر ژوندي موجود او ماحول په هکله يې پوښتنې وکړم او ځان ترې خبر ک
پاکستان بایدخپل دریځ کې بدلون راوړی
سوله نه یوازې دافغان ولس په ګټه ده بلکې د سیمې دهېوادونو نړیوالو اوټولومسلمانانوپه بهبوداو سهولتونو هم ده. په سوله کې دړانده او شل هم خیر دی وایی چې یوه دښته کې ړوند اوشل پاتې ول ړوند چې لیدلای نشی او شل چې تللای نشی نو باید څه وکړی ؟ شل باید ړانده ته ور په شاشی چې لاره وینی اوړوندیې چې نه وینی خو تللی شی نو په دی توګه مزله ته دوا م ورکولی شی چې بالاخره مزله ته به هم ورسیږی.دپاکستان حکومت او امریکا په ګده داچم وکړخود پاکستا ن ولس زموږ ګاونډی دی دجهاد په وخت کې یې له موږ سره په لوړو اوژورو کې
اسلامي امارت يا اسلامي جمهوريت
زموږ د څه لوستو او متفکرينو بحث او جنګ په الفاظو دئ ، نه دهغو په محتوا . د طالبانو او امريکا تر منځ د د اشغال د ختم دتړون ، چې دهغی په بنياد به پنځه زره طالب زندانيان ازاديږي او بيابه بين الافغاني مذاکرات شروع کيږي او د راتلونکي نظام په هکله به دشريک تفاهم له لارې تصميم او پرېکړه کيږي د افغان څه لوستو ، شنونکو او نظر خاوندانو ترمنځ د نظام په نامه چې اسلامي جمهوريت يا اسلامي امارت بايد وي ، تاوده بحثونه ، ليکنې او حتا فېسبوکي ټولپوښتنې هم زور نيولئ دئ . د دواړو نومونو طرفداران او مخالفين پ
له دیرشو کلونو وروسته استرالیا د لومړي ځل لپاره اقتصادي رکود سره مخ ده
د کرونا وایرس له امله د استرالیا لومړنی اقتصادي رکود ښايي د کډوالۍ ضد احساسات راوپاروي استرالیا کې د کډوالۍ چارو کارپوهانو خبرداری ورکړی، دا چې د کرونا وایرس وبا له امله استرالیا له کابو ۲۹ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره له اقتصادي رکود سره مخ کیږي او د دندو فرصتونه کمیږي نو ښايي دې هیواد کې د کډوالو ضد چلند هم وده وکړي. دې کارپوهانو له استرالیايي حکومت غ
د استرالیا د کډوالو نامعلوم توقیف په خلاف یو اعتراض له ۳۰۰ شپو راهیسې دوام لري
د بندي کډوالو سره د خواخوږۍ په پار د استرالیایي ډاکټرانو اوصحي کارکوونکو یوه ډله له سلګونو ورځو او شپو راهیسې له خپلو کورونو بهر اوسیږي.
د افغانستان حالاتو ته ځغلنده کتنه
افغانستان همدا اوس په سختو جګړو کې اخته او يو ډیر بې امنه هیواد دی چې په ډیر پیچلي سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري وضعیت کې قرار لري. د افغاني ټولنې هر اړخ او ټول سکټورونه له ستونځو او بحران سره مخامخ دي. روان کړکیچ هم د افغانستان ټول خلک، ګاونډي هیوادونه، سیمه، نړیواله ټولنه او د اوسني دولت بین المللی پارتنران په تشویش کې اچولي او بحران هومره ژور او هر اړخیز دی چې په کوچنۍ لیکنه کښې یې په ټولو ابعادو رڼا نه شي اچول کیدای. د افغانستان د بحران په سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري اړخ باندې