د توکم پالنې جګړې  د امریکا په متحده ايالاتو کې ډېر پخوانی تاريخ لري او د پېړيو پېړيو په تېرېدو لا هم په امريکا  کې تور پوټکو ته په ځينو ايالتونو کې په ښه نظر نه کتل کېږي، په دې اړه خبرې کول يو اوږد بحث او يوه اوږده موضوع ده. ددې خپل منځي تفرقو مشري  په ډېرو مواردو کې سپين پوستو لوړ پوړو امریکايي چارواکو د خپل حاکميت د غځولو لپاره کوله . خو نن سبا چې د رنګ او توکم پر اساس جګړې کوم انتن نه ورکوي او  خلک له هغو دورو راوتلي دي  اوس امريکايي چارواکي او د دوی ځينې متحدين غواړي چې د مذهبونو پر بنسټ جګړې لکه په منځنيو پېړيو  صليبي جګړې  يو ځل بيا را ژوندۍ کړي تر څو وکولای شي هغه حکومتونه چې د دوی تابعداري نه کوي او يا د دوی په پله پل نه ږدي د بشري حقونو ، د لږکيو  او مذهبي حقونو تر نامه لاندې په کور دننه لمبو کې راګير کړي.
په دې وروستيو کې د ټرمپ ادارې د مذهبي ازادي لپاره يو نړيوال اتحاد تاسیس کړ  او لامل يې د دوی په وينا په بېلابېلو هېوادونو کې د لږکيو او مذهبي ډلو د حقونو پر وړاندې د دوی اندېښنه او د هغو د حقه حقونو نه ورکول ښودل شوي دي. په دې اړه غونډه کې د امريکا د باندنيو چارو وزير پومپيو يو شمېر هغه هېوادونه چې حکومتونه او حکومتي چارواکي یې د دوی نه خوښېږي او د دوی د سل فيصده امر منونکي ندي د مذهبي لږکيو د حقونو په سرغړونه تورن کړل  په ليست کې یې ايران، چين، روسيه ، نيکاراګوا ، ماليزيا ، عراق، قزاقستان ، اذربايجان،او نور هغه هېوادونه چې د دوی له پاليسي سره مخالف وو د لومړي سر هېوادونه وو.
  څرګنده ده چې په دې هېوادونو کې مذهبي انګېزه، د لږکيو راپارول د حکومتونو پر وړاندې یې درول د امریکا مهمه او اساسي هدف دی او ددې حکومتونو د متزلزل کولو او کمزوري کولو لپاره یې د راتلونکې وسيلې په توګه کاروي او وار له مخه په دې کار کوي چې په ځينو هېوادونوکې دا ذهنيت ايجاد کړي او په تدريج سره خپلو اهدافو ته ځان پرې رسوي. په ښکاره ډول مذهبي انګېزه په دې هیوادونو کې داخلي ثبات د زیان رسولو لپاره يوه غوره انتخاب دی.  
دوی ددې کار لپاره ځانګړي جوړ شوي عکسونه او ايډيټ شوې او جوړې شوې ويديوګانې جوړوي په خواله رسنيو کې پراخ تبليغات کوي او بيا یې په هغو هېوادونو کې د خپرولو هڅه کوي چې دوی غواړي سياسي بې ثباتي ته پکې لمن ووهي. دوی يوازې دا کار په اسلامي ټولنو کې نه کوي بلکې په ټولو هغو ټولنو کې لکه کاتوليکانو، ارتودوکسانو، بودايانو او نورو هغو ټولنو کې چې دا کسان پکې په اقليت کې دي کار کوي او دوی هرج ومرج ته له بېلابېلو لارو لمسوي.
  څېړنې وايي چې دوی په مذهبونو کې دننه د اختلاف د راپيدا کولو لپاره په هغو کې بېلابېلې وسلوالې ډلې راپيدا کوي او د هغو د تمويل او تجهيز لپاره د ځينو هېوادونو د استخباراتو په مرسته کار کوي چې واضح مثال یې د داعش ډلې راپورته کول دي او هغه هېوادونه چې دوی پکې موخې لري د هغو لپاره یې د روزلو او نورو هېوادونو ته د ورلېږلو چارې پرمخ وړي.
 همدارنګه په اوس وخت کې طالبان چې د دوی د پروژې یوه بله برخه ده او د افغانستان دولت چې نوی په پښو د ولاړېدو هڅه کوي غواړي د قطر د مذاکراتو او په کور دننه د حملو په کولو سره یې په راتلونکي دولت کې يې له ډېر امتياز څخه برخمنه کړي په داسې حال کې چې د همدې ډلې په لومړۍ راپورته کېدا دوی له  ځينو نورو هېوادونو سره په ګډه رول درلود او بيا د ځينو ګټو پر سر سره مخالف شول اوس  یې بيرته ورسره تړون لاسليک کړ او هغه دولت چې د نړيوالې ټولنې په مرسته راجوړ شوی اوس  چې د افغانستان اوسني دولت مردان ورسره مخالف دي دوی یې بيرته په طالب باندې د کمزوري کولو او راپرځولو هڅه کوي.
  دوی مخکې له دې دا اور په عراق او يمن کې د سني او شيعه په نامه په سوډان کې د عيسوي او مسلمان په نامه پیل کړی و او په نورو عربي هېوادونو کې هم د ورته کارونو هڅه کوي او په سوريه  او عراق کې یې هم د همدې موخې لپاره داعش ډلې په جوړولو کې غيرمستقيم خو کيليدي لاس درلود.
او اوس وايي چې په ايران له هرې خوا حلقه راټينګه کړې او  لا هم دوام ورکوي اوس یې په دې هېواد کې  د يهودانو  حقونه تر پښو لاندې کېدل ياد کړي تر څو د اسرايلو او نورو هېوادونو ملاتړ هم د ايراني دولت په لا کمزوري کولو کې له ځان سره ولري. 
  د امريکا د مذهبي ازادي د منشور له مخې هر ډول مذهبي خوځښتونه بايد په هره ټولنه او هرځای کې بچيغې پورته کړي او د هر ډول مشکل د جوړولو لپاره توجيه ولري.په داسې حال کې چې خپله د امريکا د متحده ايالاتو په دننه کې په داسې مذهبي او توکمي توپیرونو باندې سترګې پټوي او يوازې د ميډيا په مخ کې نمايشي عدالت سورڼی غږوي. 
  دوی په ځينو نورو ټولنو کې چې د دوی لپاره خطر او ستراتيجيکه سيمه نه وي کوم کار نه لري، د مثال په توګه د ميانمار د مسلمانانو پر وړاندې دوی غږ پورته نه کړ چې د توندلارو بودايانو لخوا په بې رحمي وژل کېدل او له خپلو پلرنيو سيمو څخه مهاجر کېدل علت یې دا و چې ميانمار د دوی لپاره ستراتيجيکه سيمه نه وه او نه هم د ميانمار دولت د امریکا د ګټو پر وړاندې کوم ګواښ پېښولی شوای.
  امريکا په خپل دې کار سره خپلو اهدافو ته د رسېدلو لپاره کار کوي او د ملتونو په بې اتفاقي او د دښمني تخم شیندلو کې دوی خپلو ګټو ته ځان رسول غواړي. دوی په اساني سره له دې لارې د ملتونو د وحدت جرړې له منځه وړي او هغه ملتونه چې پرون سره وروڼه وو، نن یې د خپلو نيرنګونو او چلونو له لارې يو د بل پر وړاندې دروي او يو پر بل یې وژني.