روانې چارې او بېلابېل
کابل او نیمګړي خپلواکي
کابل په ډیره سپین سترګی سره ، نږدې ۱۰۱ کاله کیږي چې د ازادی په نوم جشنونه جوړوي او په دې هکله د کابل ارګ میشتیان په تیر ایستونکو نندارو او الفاضو سره خلکو ته د مباره کی مراتب وړاندې کوي، په داسې حال کې چې د افغانستان ۶۰ سلنه خاوره د پنجاپ تر مستقیم اشغال او پاتې خاوره یې تر غیر مستقیمې اغیزې لاندې ده خو بیا هم دوی د ازادی او خپلواکۍ نغارې ډنګوي. باید دا ټولې پیښې په انتقادي ډول سره وڅیړل شي. د کابل ارګ میشتیان که د یوې خوا هڅه کوي چې ځانو کې دا توانمندي ښکاره کړي چې دوی ازادی خپله
د ښکېلو اړخونو بيځايه مانورونه د سولې مخه نیسي
له هر ډول شک پرته د افغانانو ترمنځ د شخړو د حل لپاره د توپک شپيلئ کارول قطعاً د منلو وړ حل لاره نه ده. که د تاریخ په اوږدو کې احياناً کله کله ولس د حاکم په وړاندې توپک اخستلو ته مجبور شوي هم وي، ستره بيه يې ورکړې ده، ټولنيزو جوړښتونو او بنسټونو ته يې داسې زيانونه اوښتي دي چې بيا رغول يې خورا زيات وخت او لګښت ته اړتيا لري. افغانستان، سوريه، ليبيا او ځينې نور هيوادونه يې ښې بيلګي دي. نن يو ځل بيا وايم چې په شخړو کې د دخيلو خواوو ترمنځ د مذاکراتو د شونتيا په صورت کې جګړه نه موجه ده او نه هم د حل
د بلواکۍ رنګ او د خپلواکۍ قلنګ
په هندو مذهب کې هولي هغه جشن ته ویل کیږي چې د هر توکم، جنس، ژبې او سیمې خلک د مارچ په میاشت کې یو ځل په یو ستر میدان کې سره راټولیږي. ټوله ورځ سندرې وایي، ناڅي، یارانې کوي، سترګکې وهي او په پای کې یو په بل باندی دومره رنګونه وشیندي چې د پيژندلو نه وي. خو چې ما ښام کورونو ته ستړي ستومانه ورستانه شي، نو بیا هماغه کاست او هماغه طبقاتي ژوند وي، چیرته چې برهمن له شودر سره په یو ټغر او یو د سترخوان نه شي کښیناستلای. ځکه له رنګونو جوړ ټالونه یواځي د ساتیرۍ لپاره وی، کوم چې ډیر نازکه، عاشقانه او زنګی
د کارګري انټرناسیونالیسم پیدايښت او وده
د تولیدي ځواکونو د قانونمندې ودې په معین پوړ کې په ټولنه کې د فیودالیسم په ګېډه کې نویې تولیدي اړیکی رامنځته او سرمایداري (کپیټالیستي) اقتصادي – ټولنیز فرماسیون وزیږيد چې په تدریج سره یې د فیوډالی اقتصادي- ټولنیز فرماسیون ځای ونیو. په کارګرانو باندې د پانګوالې طبقې استثمار شدت وموند. په کپيټاليستي نظام کې د ګلوبالیزاسیون (نړیوال کیدو) پروسه په ټوله کې او په خاص ډول په اقتصادي چارو کې ګړندۍ شوه. د مختلفو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي کالیو راکړه ورکړه چټکه او ساحه یې پراخه شوه. د بیلو هیوادونو ملي
ازادي
ازادي داستبداد نه دنجات په ماناده ، خو افغانانو ( اولس ) هيڅكله ازادي نه لرله ، فقط خارجي استبداد په داخلي بدل شوى دئ . انګريزان ولا ړل ، خو داخلي انګريزان حاكم شول او دا سلسله تر اوسه روانه ده روسان وشړل شول ، لاكن تنظيمي وحشتواكي مسلطه شوه او دادي اوس امريكايي اشغال روان دئ او دشر او فساد اداره يې تحميل كړې ده . هو همداسى ده . نن ورځ دازادۍ خبره دهرې خولې نه اوريدل كيږي ، ځينى حتى امريكايي نظامي يرغل او اشغال ته ازادي وايي او ځينى د قدرت په څوكۍ كيناستلو د اولس دترور ، ق
د اشغالګرو د غلامانو تهمتونه او د طالب حقيقت
د كابل دمزدورى ، بى واكه -اجنتى او په شر او فساد اخته ادارې اراكين او كرايه شوي ميديايي نغاره چيانو همدا يوه خبره پنجاب ، ISI , پاكستان ، دالخور يادول زده ده او دطوطيانو په شان يى تكراروي او په د بانه خپله زبوني ، غلامي ،ذلت ، جنايت او خيانت غوا ړي مخفي كړي او د ځانونو په شان نورو ته هم د غلام ، احمق او بى خبرو فكر كوي ، خو اوس دحقايقو د پټولو وخت په دروغو او تهمتونو باندى تير شوئ دئ .خلك به بى وسه او د متجاوزينو او اشغال ګرو د تنظيم شوي -دولتي ترور او وحشت او د غلامانو دجنايت او خيانت سره مخ
سوله او دسولې ډېنامیک ارزښت
دالهی( ج) بې بدیله نعمت او پېرزوینه ده اقسام اوانواع نه لری د باعزته او بې عزته قاموس په نوم نه جلا کیږی یوه سوله او صفا سوله ! دیوه بشپړ معیار لورونه اود رحمانیت مهم ګام دی چې د ژوندانه د نورو نعمتونو په ډېرو برخوکې د ګټې اخیستنې لپاره د هوسا ،بې کرکې ،بې زور اوزرو ، افراط او تفریط ،چل اومنافقت ،لافو او باټونه څخه اخوا په کور،کلی ،ښار اوولس کې دپرمخ تللی ژوند بنسټ جوړونکې ده . بهترین او عالی ترین حسن نیت او صفت خکه دی چې تولنه دپوهې په لوری بیایی او بدلون راځی نن سبا دانسان په ذهنیت کې ا
پرمخپال اوبدلونپال اندونه د لایق د شعر سا ده
که د ارواښاد لایق د شعر سټه په پرمخپالو او وطنپالو اندونو نه وای بنا، شعر به يي د یوه بې سا کالبوت پشان لکه د ډېرو نورو شاعرانو غوندې چې د شعر باډي يي سالمه، خو روح او سا پکې نشته، ورته وايی! همداراز که د لایق کلام له بېلا بېلو مینو ډک دی او هر څه ته د مینې په عینکو کې ګوري او بیا د هېواد او خپل ولس سره مینه يي په ټولو شعرونو کې خوټيږي او په ټوله کې د هغه د شعر رخت او منځړی جوړوي او یا يي شعر د نوښتونو، نویو ترکیبونو او انځورونو یو ناپایه سمندر دی او دا هر څه بیا د مینې په خم کې رنګ اخلي؛
دوه استعدادونه: په دوه لورو کې یو هدف لټوي
د ساجد افغان لیکنه مخکې له دې چې اصل موضوع ته راشم څو پوښتنې کوم: کله چې په هیواد بهرنی تیری او یرغل وشي کومه لاره ښه ده؛ ملګري کیدل، تسلیمي. سازش (حکمت، دوکه یا ګوذاره)، توصیه که مخالفت (وسله وال که سوله ایز). 1) امریکا زموږ پر خاوره یرغل کړی دی که مرستې ته راغلې ده؟ 2) له روسانو له یرغل سره د امریکا د یرغل یا مرستې توپیر څه دی؟ 3) ایا انګریزانو چې دوه سوه کاله هند زبیښه؛ څه یې شعارول؟ 4) د امریکایانو پلرونو (چې هغه وخت انګریزان وو) څومره اصلي او ځایي امریکایان وژلي د
د یوه شاعر د خښولو په ورځی یو بل شاعر وفات سو
(انا لله وانا الیه راجعون) ټولو ته معلومه ده چې د اختر په ورځ د خلقی ګوند یو مشهور شاعر عضو(س.ل) په ۹۰ کلنی مړسو، څوروځې ورسته یی راوړ او خښ یی کړ دا پښتون و. په همدی ورځ یو بل شاعر خ.ا.ن. باختری هم مړ سو. دواړه د جهاد په کلونو کی افغانستان کی پاتی و یوه هم جهاد اومهاجرت نه و کړی دواړو شعرونه لیکلی و، خو دغه یو پکی ډیر تکړه و په دواړو ژبو پښتو او دری یی ډیر قوی ادبیات لرل، دغه دوهم یی یواځي په دری کی نظمونه ویل. زه دعمر نه کم یم. اکادمی علوم کی می مشر وطندار چی ډیر ورته احترام لرم (ح.ر )
په افغانستان کې سوله زموږ سوله ده
سرچینه: دجرمني ډې ولټ ویبپاڼه لیکوال: داروپایې ټولنې دبهرنیو چارو او د امنیتي سیاست استازی، د اروپایې کمیسیون د ریئس مرستیال او د هسپانیې د سوسیال ډموکراټ ګوند غړی ښاغلي یوسفبورغیل ژباړه: سراج الحق ببرکزی ځدراڼ په افغانستان کې سوله زموږ سوله ده ٬٬له ډیرو کلونو کړکیچ ورسته وسمهال د نوې پیل لپاره چانسونه شته د اروپایې ټولنې د یوه پیاوړي ډیپلوماټ٬٬ په اند. کله چې د افغانستان په تاریخ کې یو نوې باب پرانستل کیږي، اروپایان نه شي کولي یوارې ننداره چیا
سلیمان لایق تر ټولو ښه پرچمی
د غازي اکبر لیکنه سلیمان لایق د دې پیړۍ یو مشهور ادبي او سیاسي شخصیت دی چې متاسفانه د پرچم ډلې غړی وو. زه په دې لیکنه کې لومړی د پرچم په باب لنډ معلومات لیکم او بیا د لایق په شخصیت لنډ بحث کوم چې نوی کول د تاریخ له واقعیتونو خبر او بیدار شي چې ښو ته ښه او بدو ته بد وویلی شي. د حزب اسلامي مشر حکمتیار په یوه مرکه کې ویلي وو چې د تیرو ۴۰ کلونو په رهبرانو کې تر ټولو بد یې کارمل او تر ټولو ښه یې ملا محمد عمر مجاهد وو. زه وایم چې په سیاسي ډلو کې هم تر ټولو بده ډله پرچم وه. ده او وي به.
راځئ د ملي ارزښتونو سپيڅلتيا ته ژمن پاتې شو!
لويه جرګه په ملي کچه د سترو ستونځو د حل لپاره زمونږ منلئ او وياړلئ ملي دود او دافغانستان دخلکو د غوښتنو او ارادو د تحقق لپاره تر ټولو اغيزمنه بين الافغاني ناسته ده. شک نشته چې دغه جوړښت د تاریخ په اوږدو کې مکرراً زمونږ ستونځو ته د پاى ټکئ ايښئ ده. دلویې جرگې غړي د خپلواکي، ملي یووالي او دهیواد لوړو ملي گټو په هکله پریکړی کوی او د اساسي قانون په مادو کې د بدلون راوستلو واک هم لرى، خو د حق العبد د بښلو واک نه لري. زه د دغه ډول جرګو په ګټو او اغيزو باندې شک نه کوم. د افغانانو ترمنځ هر ډول نا
مشورتي لویه جرګه، د غني نوې ډرامه
یو ځل بیا نوې ډرامه، نندارې ته وړاندې کېږي او دا ځل د پاتې ۴۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کولو په نوم د عامه اذهانو د اغفال غولوونکی حرکت، چې د دې ترڅنګ بله موخه یې له بهره د څو راغلیو ټامیانو د جېبونو له ډکولو بل څه نشي کېدای. ډېره عجیبه ده، چې د ۴۶۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کېدو په پار، چې ځینې رپوټونه یې له ۴۰۰ مطلوبو بندیانو پرته، شمېر۵۱۰۰ تنه ښيي، ولې له خلکو سره سلا مشوره ونشوه؟ آیا هغوی هم ستاسو د سرې کرښې یوه برخه نه جوړوله؟ ټول پوهېږو، چې جرم، جرم دی زیات او کم یا ښه
د افغانستان د ناکامولو او د سولې د سبوتاژ جرګه!
د طالبانو له لوری په یوه کال دننه کې دوه ځلی اوربند کول، یوه اونۍ د تاوتریخوالي د کمښت اونۍ په نوم ته غاړه ښوول او تر ټولو مهمه افغان حکومت داسي مهال د یوه طرف په توګه پیژندل چې اسلامي ګوند، جمعیت ګوند او د هېواد په کچه لسګونه مطرح سیاستوال او ولسي شخصیتونه د حکومت مشروعیت ننګوی او د ۱۳۹۸ کال بدنامۍ او له درغلیو ډکي ولسمشریزی ټاکني، تر ټاکنو وروسته غوبل، په یوه ښار کې دیوال په دیوال د دوو حکومتونو اعلان او تر ټولو مهمه داچې نړۍ او حتا د ډاکتر غنی ستراتیژیک ملګرې امریکا نوموړی ته د بریا مب
چگونه باید در راه صلح کار و پیکار نمود؟
(کمیتۀ سیاسی وحدت) که تازه برای رهبری فعالیت های مشترک شش حزب و سازمان سیاسی ایجاد گردیده است، در پیام عیدی بمناسبت عید سعید اضحی در ضمن اهدأ تهنیت عیدی به توضیح موضعگیری اش در بارۀ بعضی نقاط مهم سیاسی و اجتماعی کشور، منجمله موضوع تأمین صلح پرداخته است. این پیام به همان منوالیکه بطور گسترده مورد استقبال وعلاقۀ مردم و روشنفکران واقع گردید، نقادانه تحلیل و سوالاتی در مورد آن از جانب مبارزین هوشمند و دقیق نگر نیز مطرح گردید. یکی از این سوالات در بارۀ تلاش و طرح ما برای صلح است. قسمیکه معلوم می ش
د ارواښاد لایق منځلاری شخصیت ته لنډه کتنه
مرحوم لایق په داسې مهال د ژوند پر ډګر قدم کېښود چې لا د هغه په تنکۍ ځوانۍ کې له هېواد سربېره ټوله سیمه او نړۍ د نړیوالې دوهمې جګړې څخه د راپاڅېدونکو اغیزو د پراخېدو او غځېدو په حال کې وه. تر دې جګړې وروسته د افغانستان په ګاونډ کې د پخواني شوروی اتحاد لا پیاوړتیا او د دوه نړیوالو متضادو سوسیالیستي او پانګوالي سیستمو سیالي او بلخوا له برتانوي هند څخه د انګریزانو وتون او پر هند او پاکستان د هند د نیمې وچې ویش او همدارنګه هېواد کې دننه په شاهي نظام کې ځینې بدلونونه او یو لړ مدني او سیاسي جوړښتونه
د" پښتانه څنګه خپله پښتو پردۍ کوي" په پلمه یو یادښت
د پورته سرلیک لاندی څو ورځی دمخه قدرمن استاد زمان ستانیزي یوه تفصیلي د پام وړ لیکنه کړی وه، چې ورپسی یوه بل قدرمن استاد خالق رشید ( د " پښتانه څنګه خپله پښتو پردۍ کوي" په وړاندی دوې لندې یادونې) په نوم یوه بله لیکنه د غبرګون په توګه خپره کړه. دواړه لیکنې په تاند ویبپاڼه کې خپری شویدي. که څه هم زما مسلک ژبه او ادبیات نه دی خو د پوهنتون د یو استاد په توکه راته غوره ښکاره شوه چې د نوموړو دواړو درنو پوهانو د لیکنو په هکله یوه لنډه یادونه وکړم. ما دواړه لیکنې په غور ولوستی، په دواړو لی
په ملي سياست کې ړوند تقليد ځاى نه لري
هو! مونږ په تيرو دواړه دوره ولسمشريزو ټاکنو کې د غني ملاتړ کړئ ده. غني هغه مهال هم تشې او ستونځې درلودې او اوس يې هم لري. عيني شرائطو او ځمکنيو حقایقو ته په کتو مونږ متاسفانه داسې بديل نه درلود او لا يې هم نلرو چې له غني څخه خلاص شوي واى، ورباندي نسبي ولسي اجماع راغلي واى او هم نيمه نيم ښوره قانوني غوښتنې هم پوره شوې واى. په رسنیو، د ټاکنيز کمپاين په رسمي ناستو او ولسي غونډو کې مو هم مکرراً ويلي دي چې مونږ هغه ملت يو چې د ښه او بد ترمنځ د ښه د غوراوي امکانات نلرو، بلکې د بد او بدتر ترمنځ د بد
پر عایداتي سرچېنو د فاسدینو ولکه د هېواد اقتصادي بحران ګواښ
د هر هېواد تولیدي سرچینو بډاینه او د صادراتو کچې لوړوالی، پر وارداتي توکو د مالیو وضع کولو په ګډون له ګڼو نورو سرچینو د عوایدو لوړول د اقتصاد په بډاینه او پر ځان د بسیاینې کې ستره ونډه بشپړوي او دې برخې ته ځانګړې پاملرنه د هر د نظام واکدارانو اساسي دنده ده. له بده مرغه په افغانستان کې د تیرو څه باندې څلویښت کالونو بحران او بدبختۍ کې هیڅ واکمن هم د هېواد د خزانې خوندي ساتنې او پر ځان د بسیاینې هیڅ کوم اړخ ته ځانګړې پاملرنه نه ده کړې بلکې تر دې چې د همدوي ناکارۍ او ناغیړۍ له امله ټول شت
په قطر کې پړسېدلي طالبان
درنو لوستونکو! له ډېره درده دې ته اړ شوي يو، چې نور په داسې ترخو ليکنو او رښتيا ويلو پيل وکړو. ترڅو دغه خبرې د افغان ملت او د دې خاورې په ګټه تمامې شي. ځکه څلوېښت کاله وشول په افغانستان کې د افغان وژنۍ اور بل دی. په دې لمبو کې ځوانان وسوزېدل، تور سرې کونډې شوې، افغاني پېغلې او ځوانان په اروپا کې کډوال شول، چې هلته د بې عزتۍ شپې او ورځې نن د هغو هېوادونو د وګړو له لاسه سبا کوي دا د چا له لاسه وشول؟ څرګنده خبره ده، چې د خلقيانو، پرچميانو، کمونستانو، روسانو، د اتو افغاني رهبرانو، د هغو
مهاجرت او ډولونه یې
ټول کډوال یا مهاجرین له خپل ټاټوبی د بی ځایه کیدو یا مهاجرت لپاره یو ډول دلایل او شرایط نلري. وګړی کیدای شي دسیاسی، اقتصادی او یا ټولنیزو عواملو پر اساس مهاجر شي. همدارنګه مهاجرت کیدای شی د یوه هیواد دننه له یوی سیمې بلی ته اویا له هیواده بهر نورو هېوادونو ته ترسره شي. هغه مهاجرتونه چې د اقتصادی عواملو او انګیزو له امله رامنځ ته کیږي هم څو ډوله دی. ځنی کارګر مهاجر یا کارګر میلمانه دي چې د کار لپاره نورو هېوادونو ته ځي او یا د ځنو کاری قرادادونو او تړونونو پر بنسټ له حپل هېواده بل
ولس په تنور کې او ولسمشر د فيل په غوږ کې
افغانان په ټوليزه توګه داسې اسلامي نظام غواړي چې فساد جګړه او له قانون څخه معافیت پکې نه وي. جګړې يې ازمويلي دي، ناخوالې يې ليدلي دي او ناورينونه يې تجربه کړي دي. پوهيږي چې کلي په زور نه کيږې، خاني په دروغو نه کيږي، ملکي په تش دسترخوان نه کيږي او حکومت په ډنډو نه چليږي. د نظامونو مختلف ډولونه يې وليدل. هر نوي حاکم ته يې له بشپړ زغم او حوصلې سره وخت ورکړ چې ورباندي حکومت وکړي، خو له تيرو څو لسيزو راپدیخوا کله د يرغلګرو او کله هم د واک خپلو مجنونانو لخوا په متواتره توګه د جګړو په تنور کې سوځي.
دخبرلیکنې ژورنالیستیک آرونه
دژورنالیزم تېوریک ښوونځی چې دانکشاف پرلور وده کوي اوپښتني ټولنه یې هم دې وروستیوکې تر خپلې شعاع لاندې راوستې ،یووخت د ادب دیوه ژانر په حیث پیژندل کیده او پر خپلواکۍ یې چا باور نه درلود ،نوځکه به یوه چاته هم دادیب او هم ژورنالیست خطاب کیدای شو،خو دې وروستیوکلونوکې ژورنالیزم له ادبیاتو خپله لاره بیله کړي اودخپلې خپلواکې ودې ځغاسته کوي ،ادبیات دخپلو فنونواوتخلیقي یا تولیدې عاطفي پنځونوپه تخیلاتوکې ځانته هڅه کوي او ژورنالیزم بیا دخپل اطلاعاتي او خبري یاخبریالۍ چاپیریال په ابعادوکې ګړندې ګام
بهار
موسم د نوبهاردی، شنېلې په ټوکېدلو په هرطرف ګلزاردی، غوټی په غوړېدلو د مشکو قافله چې، نسېم سره چلېږې روانه خشبوېې ده، دزړه دوېښېدلو چپې وهې ګلونه، په غرونو په رغو کې ناریې وهې بلبلې، بهار دېې وخت دګلو راغلې توتکی دې، چغار دی د مرغانو زرکان وهې ققړې، دغرونو په لمنو شپېلی وهې شپانه چې دغرونو په دروکې دزړه وړونکې نغمې دې، قابل د اورېدلو نقاش د زمانې چې، رنګونه رنګ په رنګ کړې له سده ېې بې سد کړم، د ښکلو په لېد لو د مېنې راز او نېازدې دڅنډ ېی دپلونه