هر څونه چې افغانستان کې جګړه غځیږی، هره ورځ د افغان مړو شمېر زیاتیږي او د تخریب او ویجاړیو کچه پراخیږي؛ هومره يي په وړاندې اسلام اباد نازول کیږي او شاباسي ورته ویل کیږي!
پرون په داسې حال کې چې د کابل پوهنتون پر زده کوونکو انتحاري برید کې ۲۲ تنه وژل او ۲۲ تنه نور ټپیان شوي او پړه يي د طالب په ملاتړ داعش پرغاړه اخیستې او دواړه ډلې د اسلام اباد لخوا جګړې ته سمبال او رااستول شوي؛ د امریکا استازی خلیل زاد په لاهور کې پاکستاني پوځیانو او د هغوی په سر کې لوی درستیز باجوه ته شاباسي ورکوي چې د امریکا په اند يی طالبان خبرو اترو او سولې ته هڅولې دي!
پوښتنه دا ده:
ــ کومه سوله او د کومې سولې خبرو ته هڅول؟
ــ اسلام اباد ته شاباسی د څه لپاره؟ ایا د جګړې د تودښت او غځېدو لپاره؟
د تاند بریښناپاڼې د خبر له مخې، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو وار بیا راولپنډۍ ته مخه کړه او پرون یې د دغه هیواد د پوځ له لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه سره وکتل. د پاکستان د پوځ له خبرپاڼې سره سم، «خلیلزاد په سیمه کې د سولې د ګډ هدف لپاره د اسانتیا رامنځته کولو په خاطر د پاکستان نه ستړي کېدونکې هڅې وستایلې»!
البته دا لومړی ځل نه دی چې امریکايی چارواکي، په افغانستان کې د هرې چاودنې او انتحاري برید په پای کې د اسلام اباد له واکمنو مننه کوي چې د سولې په اړه يي مرسته کړې. سړی حیران پاتیږي، څونه چې اسلام اباد د خپلو اجیرو ملیشو، طالبانو په مټ په افغانستان کې جګړه غځوي او نږدې ټول افغانستان ته يي خپروي، هومره اسلام اباد د واشنګټن د ستاینې او شاباس وړ ګرځي!
افغانان، طالبانو او د هغه د ملاتړي پاکستان سره د سولې او خبرواترو په اړه، د امریکا د داسې paradox او دوه مخې سیاست له کبله پزې ته راغلي.
عبدالله عبدالله د سولې شورا مشر هم اسلام اباد ته په سفر کې د امریکايي چارواکو په پل او په ړندو سترګو طالبانو سره د خبرو اترو او سولې په اړه د اسلام اباد همکاري وستایله، هغه همکاري چې یوازې جګړه يي توده کړی او د زیاتې افغانوژنې لامل شوې!
امریکا پر افغان دولت څه د پاڅه ۵۰۰۰ طالب بندیان چې اکثره يی غله، قاچاقبر او حرفوي قاتلان دي، خوشې کړل. دوی افغان دولت سره د کړې ژمنې خلاف بیرته تودې جګړې ته ستانه شول. امریکا طالبانو سره د «اوربند» پرځای، د «اورکم» خپله درواغجنه ژمنه هم بابیزه وګڼله او طالبان په دې لامل نورهم زړور شول او جګړې ته يي زور ورکړ.
امریکا چې افغانستان سره امنیتي تړون لري، د دې تړون په شپږمه ماده، د بهرني تیري تر سرلیک لاندې داسې ویل کیږي:
1. د ملګرو ملتونو د منشور پر خلاف، افغانستان د بهرنیو دولتونو او د بهرنیو په ملاتړ د بهر مېشتو وسله والو ډلو له خوا د تېري او د قوې کارونې د نورو ډولونو، هدف ګرځېدلی دی.د دې قرارداد په محدوده کې، دواړه لوري د افغانستان د ځکمنۍ بشپړتیا یا سیاسي خپلواکۍ پر وړاندې د دا ډول وسله والې قوې یا ګواښونو، د هر بل دولت یا نورو وسله والو ډلو لخوا له وسله والو ډلو څخه د ملاتړ او دوی ته د پټنځایونو او وسلو د برابرولو په کلکه مخالفت کوي.»
د دې مادې په څلورمه فقره کې ویل شوي:
4. د بهرني تېري او یا د افغانستان په وړاندې د بهرني تېري د ګواښ په صورت کې، دواړه لوري په عاجله توګه د مناسب غبرګون د ښوولو لپاره د دواړو لوریو د اساسي قوانینو د طرزالعملونو مطابق د سیاسي، دیپلوماتیکو، پوځي او اقتصادي اقداماتو په شمول چې په دوه اړخیزه توګه به مشخص شي او په دریېمه فقره کې یې د لیست د ترتیب یادونه شوې، مشورې کوي.»
پوښتنه دا ده پاکستان تېرو ۲۰ کلونو کې طالبانو ته په خپل هېواد کې پټنځایونه او وسلې ورکړی او په افغانستان کې يي جګړه توده ساتلې، د امنیتي تړون له مخې امریکا په دې اړه هیڅ هم نه دي کړي. بلخوا پاکستان پر افغان خاوره په کونړ، ننګرهار، پکتیا او کندهار کې مستقیم تیری کړی او په وارونو وارونو يي افغان خاوره په توغندیو ویشتې ده. د نوموړې مادې د څلورمې فقرې « د بهرني تېري او یا د افغانستان په وړاندې د بهرني تېري د ګواښ په صورت کې، دواړه لوري په عاجله توګه د مناسب غبرګون ښوودل» په اړه، په تېره بیا امریکا څه ترسره کړي؟
البته افغان دولت هم په دې برخه کې د تړون له مفاداتو د نه ګټې اخیستنې له مسوولیته ځان نه شي خلاصولای!
امریکايي چارواکو د ۲۰۱۷ کال د دیسمبر په ۲۸ مه، ګواښ کړی وو، که پاکستان د سخت دریځو له ملاتړه لاس پر سر نه شي، د خپلو سیمو کنترول به له لاسه ورکړي. دا ډول ګواښونه او ګوتڅنډنې ډېرې نورې هم شوي، خو په عمل کې هیڅ هم نه دي شوی. برعکس په دې موده کې پاکستان، پرېښودل او لاوهڅول شو چې د پښتونستان نیمه خپلواکه سیمه، (Frontier Administration Tribe Area) هم تر خپلې استعماري ولکې لاندې راولي. عمران خان د پاکستان لومړی وزیر اعتراف وکړ، اسلام اباد په تېرو کلونو کې د دې سیمې یونیم میلیون پښتانه ووژل. د کوزو پښتنو په وژنه کې امریکايي ډرون الوتکو هم پراخه ونډه اخیستې. داسې عملیاتو اسلام اباد ته لار هواره کړه چې FATA پوره قبضه کړي، ډيورنډ تپلې کرښې ته نږدې شي او هلته پر کرښه دروازې او کټارې ولګوي.
امریکايي چارواکي په رسنیو کې دا خبره اوس ډېره تاووي چې د اسلام اباد په مرسته، طالبان دوی سره لومړی خبرو او بیا د دوحې هوکړه لیک ته چمتو شول. دوی چې افغان پلاوي سره په دوحه کې خبرو ته د طالبانو په چمتو کېدو کې د اسلام اباد کومه مرسته ځلوي، هغه یوه ځلوب (سراب) ته ورته ښکاری.
اسلام اباد به د امریکا په مرسته، د خپلو شرطونو د تپلو له تضمین پرته، چې لومړی هغه يی موقت حکومت او د منتخب ولسمشر اشرف غني استعفی ده، طالبان د سولې خبرو بریا ته چې پیل يي «اوربند» جوړوي، پرېنږدي.
امریکا نه یوازې افغانستان سره د امنیتي تړون له مخې چلند ونه کړ، بلکې داسې ښکاري چې امنیتي تړون یوه وسیله شوه چې افغانستان اړباسي د اسلام اباد هر راز روا او ناروا غوښتنې او شرطونه ومني.
امریکا سره امنیتي تړون د امریکا له لوري دام ته ورته لوبه ښکاري چې ښای افغانستان، پاکستان ته لاس تړلی وسپاري!
په دې اړه د تړون د نه پلیتوب د امریکايي لوري ترڅنګ، د افغان چارواکو، ملي شورا او مدني ټولنو اغماض او غفلت هم د بځښنې نه دي او له مسوولیته ځان نه شي ژغورلی!
د ۲۰۲۰ کال د نومبر ۳ مه
سرلوڅ مرادزی