د تنظيم شويو زړه بوږنوونکو جنايتونو د توجيه د پاره چي وروستی ئې په کابل پوهنتون د حملې بشري جنايت او ځنګلي وحشت دئ او د تنکيو محصلينو او نورو بې ګناه خلکو په وينو کې لمبول دي عجب نوم او بانه پيدا شوې ده - داعش .
دا څه رنګه داعش دئ چې يوازې تش، خيالي او فرضي نوم يې شته ، لاکن نه ئې ادرس شته ، نه تشکيلات او نه جغرافيه او دومره قوي دئ چې د وطن په زړه کابل کې خونړي او وحشيانه عمليات کولئ شي هغه هم په علمي ، ديني او ثقافتي مرکزونو ؟

عملاا ټول افغانستان د دوو لوريو ( طالبان او د اشغالګرو اداره ) د حاکميت قلمرو دئ . نو که د داعش په نامه کومه ډله فزيکي وجود لري ، طبعاا به ددې دوو لوريو په قلمرو او حمايت کې وي .

د طالبانو قاطعانه ضديت او مبارزه د داعش سره ټولو ته روښانه ده ، چې د داعش بېخ او رېښې يې په ننګرهار ، کونړ ، جوزجان او نورو برخو د افغانستان کې و ايستلې .
بل د طالبانو تفکر او تګلاره ( ديني او ملي ) د داعش د خوارجي اډيولوژي او وحشيانه اعمالو سره کاملاا متضاد او په ټکر کې دي او هيڅ مشترک اهداف او منافع يې تر منځه وجود نه لري ، چې د هغې په اساس يو دبل حضور او فعاليت تحمل کړي . نو په هغو ساحو کې چې طالبان تسلط لري د داعشيانو د فعاليت احتمال او امکان قطعاا نشته او نه ئې د وحشيانه حملو کومه بېلګه ليدل شوې ده .

د بل لوري نه د طالبانو د داعش سره په مبارزه کې موږ د اشغالګرو او کابل د ادارې له لوري په طالبانو د هوائي بمباردونو او داعشيانو ته د پناه ورکولو او په چورلکو کې امن ځايونو ته د رسولو شاهدان وو . همدارنګه څو وارې په رسنيو کې د کابل په اداره کې د شاملو ډلو ټپلو د مشرانو ( مسلميار ، اتمر ، نبيل ، دوستم ، عطا او نورو )سره د داعش ډلې رابطه او دهغوی له لوري ورته د اسلحې او لوژيستيکي امکاناتو او تسهيلاتو د برابرولو راپورونه خپاره شول . نو ددې شواهدو او قرائېنو په‌ اساس دا خبره واضح کيږي چې داعش يا د تپل شوې ادارې يوه تشکيلاتي برخه ده او يا دهغوی تر نظارت او امر لاندې د تنظيم شوي جنايت د مخته بيولو د پاره يوه ډله ده ، چې د کابل د ادارې د واک په ساحه کې فعاليت کوي او د تروريستي عملياتو د پاره اوبه او خوراک ئې هم ورته تهیه کوي .

اشغالګر او نوکران ئې چې د ټولو ښکاره او مستندو جنګي جنايتونو ( په کليو او باڼډو بمباردونو ، شپنيو چاپو ، هدفي وژنو ، قتلعامونو او په زندانونو کې د افغانانو اچولو او تعذيبولو ) زور او مهلکو اسلحو په استعمال سره د افغان اولس د آزادۍ غوښتنې او د اشرارو - مفسدانو د تسلط ختمولو مبارزه خاموشه نه شوائ کړائ او د هرې ورځې په تېریدو دا مبارزه نوره هم قوي ، سراسري ، منظمه او منسجمه شوه او په سياسي -نظاني - حقوقي ساحو کې يې اشغالګر او نوکران ئې د شرمناکه ناکامۍ سره مخامخ کړل ، د خپلې ماتې د پټولو او تلافي کولو د پاره د قومي -ژبني او مذهبي تعصبونو اورته د لمن وهلو تر څنګ يې د داعش په نامه ډرامه د خپل منفور ستيج نه نندارې ته کېښوده ، تر څو په خپلو ضد بشري جنايتونو پرده واچوي او ددې جرمونو مسؤليت د ځانه نه ليرې کړي او د بل پلو نه د سولې پروسه چې قطعاا د دوی په نابودۍ تماميږي سبوتاژ کړي .
که نه کوم سالم عقل او پاک وجدان به دا ومني چې د اجنتې ادارې په محاصره شوې جزيره کې به يو څوک د دومره وسلو او موهماتو سره د جزيرې له بهر نه د پوهنتون ساحې ، دکوثر روزنيز مرکز او يا د اهل تشيع مساجدو او تکيه خانو ته ځان ورسوي .
معلومداره خبره ده چې داعش هسې ديوې مبهمې او موهومې بلا تبليغاتي غوغا ده او په واقعيت کې د تروريستي وحشيانه حملو او فتنو رېښې او تمويلوونکي د اجنتې ادارې په داخل کې دي او د دوی يوه تنظيم شوې برنامه ده .

مرګ په‌جنګي جنايتکارانو او حرفه اي قاتلانو