وایی چې یوه سړی نوې کوژدنه کړې وه خو تل به یې له ځان سره سوچ کاوه چې کله دخسر کره لاړ شی دی به څه وایی؟ له خپلې مور څخه یې پوښتنه وکړه هغې د خبرو طریقه او اداب ورته وښودل چې د کمیت او کیفیت نرخ په کلتوری او فرهنګی ډول تر یوه حده پورې ورسره ملګری وه.په هرحال هغې ورته وویل چې په لو ړ غږ به نه ګړېږی .پوښتنې ته به غوږ نیسې بیابه ځواب وایی .ډوډۍ په کراره او تر تیب سره خورې اوځینې نورې تړلی د همغه ځای مدنی رسم او رواج خبرې به هم مراعاتوی.سړی ومنله خو دکیفیت برخه کې مشق او تمرین ورڅخه پاتې شو د سړی هوس دکمیت او کیفیت کار اصلا ورڅخه هېر کړی وه سړی په شور او ځوګ د خسر کره رهی شوکله چې یوخای ته ورسېد نو ګوری چې یو کارغه په ونه کې ناست دی دکاغ نارې وهی سړی غوږ ورته ونیوه دغه غږیا دطلوع چینل زمزمه ! یی خو ښه شوه کارغه والوت دسړی په سر کې د کاغ ویلو کلیمې ځاې ونیوه سړی ډیر خوښ دی تل په هر څه کې خان سره کاغ وایی ټول نصاب یې په کا کاغ کاغ کې رالنډ کړ : دخبرونو لندیز! کله چې دخسرکورته ور سېد خواښې یې ستړی مه شی وایی دی ور ته وایی کاغ،هغه ورته څه خورې دی بیا ور ته کاغ وایی. لنډه دا دکیفیت او کمیت دواړو کار مساوی پر کاغ شو حتی الجبریک فارمول یې ځان ته غوره کړ چې اوس موږ دکمیت او کیفیت دواړه لوری په مساوی توګه د کاغ په متغیر طرحه کړو.
هر مسلمان باید داسلام له سیاسی کړو وړو ،دولتونواو حکومتونو د فرهنګې ،ټولنیزو ،اقتصادی او مدنی چاروله اصلاح او سمون څخه خبروی .ددنیا اوآخرت ښېګڼې دواړه له دین سره کلک تړاو لری.احکام لری قانون لری او قواعد.
تعالوا الی کلمة سواء بیننا وبینکم الا نعبد الاالله ولانشرک به شیا ولایتخذ بععضنا بعضا اربابا من دون الله فان تولوا فقولوا اشهدوا با نا مسلمون -۴۴۳
دلړم په دریمه پېښه کې دکابل پوهنتون کې دکاغ وچ سیاست د پرمختګ او آبادی په بڼه دمعارف سره ملګری شو دولت دکارغه لوبه وکړه دبل هېواد پېښی او نه ازمایل شوې دیموکراسی لپاره د نا اهلو سلا کارانو په سلا وو باندې تیر ووت اوبدو عواقبو ته یې پاملرنه ونه کړه! خو له کوم وخت څخه چې روسانو بیا په افغانستان باندې بېرحمانه یر غل وکړ د پوهنې او روزنې کیفیت او کمیت له سترو خنډونو سره مخ شودخلقی او پرچمی افراطی رژیمونو دزده کړو ټول پروګرامونه له تعلیمی نصابه بېخی ووتل او سازمانی ،پیرې ،حزبی مزدورۍ،هوسی او زور ګوېې شولې.سیستم له دننه وشړېد او ګوډاګی شوکیفیت او کمیت یې په دور بین کې هم د لیدلو وړ نه وو. دمعارف چراغ د مړه کېدو په حا ل کې وه حتی د یوه ډیر کمزوری شمال توان یې هم نه درلود نوی سلنه محصلین ،متعلمین او د مدرسو زده کونکی په زندان کې ول د جاسوسو استادانو لخوا جاسوسو فعالیتونو ،عملیاتو ،استخباراتی ډلو او سیاسی تلکونو پلمو او بهانو سالم او اګاه قشر دواړه له خطرسره مخامخ وه هورا ویل او مارش کول دکمونیستی فرهنګ ددوست او دښمن دپېژند ګلوی آغازوه! انجام یې لا دوام لری.
راځی په اټکل نه،غوسه او منت نه،توهین او اهانت نه ،لافو او پټاکو نه ،ګواښ او دار وجنجال نه په ډېر ښه متانت او عز ت دبشپړواخلاقو په بنا او اوصافو قضاوت وکړو یواوبل سره په اخلاص ودریږو او دیوې ټولنې دپر مختګ پر بنسټ بیطرفانه پرېکړه وکړو لېرې نه خو موږ کولی شو چې دغه احساس ولولو کوم چې داستاد عبدالله دسلا کارانو په لیکنه کې څرګند ښکاری سیاهی لشکر نیا ید بکار ! اوس دکابینې یودرځن نا اهله غړی او دهرې ډبری لاندې سخنګوی یو بل منحوس او بې ځا یه مصارف .تریلیون شمیره دولس صفره لری اې خلکو دغه د مرستو صفرونه که دکمیت او کیفیت په اقتصادی لحاظ وسنجوو مسولان یې باید مستقیما محاکمه شی!
معارف:په کلام الله کې دمعارف مفهوم او معنی له خلق الانسان مالا یعلم څخه را پیل کیږی انسان ته الله ج ولې اشرف المخلوقات وایی؟دعلم او پوهې په خاطر او پوهه ډېر لوړ معراج لری ما لایعلم مجرده خبره نه بلکې دعلم او پوهې په اتو برخو کې دځانګړی څېړنې او پوهاوی معرفت دی :انسانی سیانس،طبیعی سیانس،ریاضی ،بومی سیستم،مذهبی سیستم ،تاریخ ،اخلاق،او هنر اوهمدارنګه هره برخه دپوهاوی د نقشی معنی ورکوی دسم اوناسم خبره دطبیعیت په قانون کی دداروین له نظریی اوړی . پوهه د څه لپاره ده ؟ کوم شیا ن چې موږ په چاپېریال کې احساسولی شو او هغه له موږ سره مرسته کوی دعلم او پوهې مفهوم لری .دعلم په هره برخه کې دګټو مختلفې لارې شته موږ ته داوسنی او پخوانی وخت مقایسوی لارې ښيی لکه الجبرچې دریاضی مهمه برخه ده.
معارف یوازې څوکۍ ،ټولګی، زده کونکی ،ښونکی او نصاب نه دی . معارف دیوې معینې کتلې یا نفوس له هو یت ، دسپلین او پېژند ګلوۍ څخه عبارت دی. معارف د یوې ټولنې دشا هډوکی دی څومره چې استوار وی هومره ښه کار کولی شی .خو ایا دافغانستان دپوهنې وزارت له هرڅه مخکې دپوهنې د کلیمې اهلیت او لیاقت ظرفیت لری چې دې ډول تصمیم ته ملا وتړی ؟
نور بیا..........