ستر بشرپال جاپانې ډاکټر تېڅو ناکامورا د جاپان او افغان ولسونو ترمنځ د بشرپالنې او د ولسونو ترمنځ د سم تفاهم، د خیر ښیګېڼې چارې، د ورورګلوۍ او د ملګرتیا یوه ستره بیساري تاریخي عالي اړیکه ټیڼګه کړي ده. 
د جاپاني ډاکټر ناکامورا د مرګ ورسته د هغه په یاد ډیرې غونډې ترسره شوې، په نوم یې مډالونه ونومول شول، د هغه په اړه ډوکومنټري فلمونه جوړ شول او پر ژوند یې څیړنیزې لیکنې ولیکلي شوې. جاپانی ډاکټر په ریښتېنې مانا سره د افغانستان او د افغانانو یو صادق او ریښتېنی خدمتګار و. هغه خپل ګل وطن جاپان زموږ د خوارو او غمجنو هیوادولو د ابادۍ او ښیرازۍ لپاره بریښودلي و. 
موږ د یو داسي ستر بشرپال انسان کیسه په کیسو او افسانو کې اوریدلي وه، چې هغه د هغو د بې وزلو انسانانو د ښه ژوند لپاره کلونه کلونه کار کولو، د هغو خلکو په هیواد کې کار کولو، چې دوی  په خپله خپل ګر ان وطن ورانولو، د جنګ جګړو له امله د څلویشتو کلونو راهیسې په دې هیواد کې د وینو ډک سیلابونه بهیدل.
د جاپان لومړۍ وزیر شینزو آبې د جاپان د توکیو په ښار کې په خپل کاري دفتر کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ډاکټر ناکا مورا کونډې میرمنې ناکو ته او د هغه غمجني لور ته یو د دې بیساري بشرپالنې چوپړ له امله د جاپان امپراتور تر ټولو لرغوني تاریخي مهم مډال ور ډالۍ کړو، د سرو زرو په دغه عالي دولتي نښان کې لمر د خټلو په حال کې د سروزو په وړانکو کې لیدل کیږي‌. هممهاله د جاپان لومړۍ وزېر د ناکامورا میرمن او لور ته یو ستاینلیک هم ډالۍ کړو. 
د جاپان لومړی وزیر شینزو آبې په ستاینلیک کې ورته لیکلي وه، چې تاسو د جاپان او افغانستان ترمنځ دوستانه اړیکې ژورې کړی دي. تاسو د بشري مرستو او نړیوالي همکاري پراختیا کې د پاموړ مرستې ترسره کړي دي. 
د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په څلورمه نېټه 73 کلن جاپانې ډاکټر ناکامورا د افغانستان په ختیځ ولایت د جلال اباد په ښار کې لومړۍ ناحیه کمپونو ته نږدې سیمه کې په عمومي سړک کې د پېنځو نورو افغان همکارانو سره د څلور نامالومو وسله والو کسانو لخوا په ډیره ناځوانې سره په خپل ډاډسن موټر کې د ګولیو په ډزو کې ووژل شو. دغه غلچکي برید یو پلان شوي ترهګریزه برید وه، چې په ترڅ کې جاپانی ډاکټر او څو افغانان ووژل شول. ډاکتر ټېڅو ناکامورا د جاپان په سویل لویديځ کې به فوکوکا کې د میشت د پیښور کای مرستندویه ټولنې مشر و. په افغانستان کې د جاپان د پې ام اس بنسټ د خیرښیګڼې چارو کارونه له کلونو کلونو راهیسې روان وو. 
دغه وژونکې غلچکي برید څنګه پیښ شو: یو عیني شاهید وایې؛ بریدګرو په دوه موټرو کې د رستورانټ په شاخوا کې د برید لپاره ولاړ ول، کله چې د ناکامورا موټر رانږدې شو، بریدګرو د دواړو خواو څخه پر هغه وسله وال برید پیل کړ او ډزې يې ورباندې وکړي، داسي مالومیده، چې د ګولیو په اور کې لومړی کس چې ووژل شو، هغه د ناکامورا ساتونکی و، دغه عیني شاهد نور په لیدو نه دی توانیدلي، څو روښانه کړي، چې په برید کې نور څه پیښ شول، ځکه هغه سمدستي په رسټورانټ کې ځان خوندي کړي و. هغه یوازې د کولیو ډزې او غږونه اوریدلي دي. د دزو په پای کې یوه برید ګر غږ کوي، چې زموږ کار پای ته ورسیدو. برید ګر د پیښې له سیمې څخه په ټیښته بریالي کیږي. ښایې بریدګرو ځانونه دومره ډیر ډاډمن احساس کولو، چې ان یوه برېدګر سړی خو خپل مخ پوښلی هم نه وه، دغې ترهګري ډلې افغاني جامې هم اغوستي وې. 
د یوه بل جنایې ترهګریزه برید راپور پر بنسټ، داسي بریښې، چې مجرمینو د ناکامورا د تګ راتګ لارې څارلي او پیژندلې وې او د هغه وژنې پلان یې مخکې له مخکې پلان کړي وه. ناکامورا په ریښتیا سره په ټټر کې تر دوه ګولیو لګیدو ورسته لا ژوندي پاتې شوي و، هغه سمدستي جلال اباد کې یوه روغتون ته وړل کیږي. هغه تر دې مهاله لا ژوندی و او په خپل هوښ کې هم و. کله چې هغه له دې روغتون څخه د نورو درملنو لپاره کابل ته یو بل مجهز روغتون ته لیږدولکیدو، هغه د لیږدولو په حال کې و، چې د زور ټپونو له امله ساه ورکړه او مړ شو. نور پېنځه افغانان هم د برید پر مهال یا لږ ورسته وژلي شوي دي. 
تر وسمهاله دا مالومه نه ده، چې د دې ظالمانه وحشي غلچکي وژونکې برید تر شاه د چا لاس و. څنګه تر دې دمه هیچاه په دې وژنه باندې اعتراف نه دی کړي آیا دا یوه عجیبه قضیه نه ده، چې د دې وژنې مسوولیت هیچاه په غاړه نه دی اخیستلي، دا په خپله یوه غیر معمولي خبره ده او یوه پوښتنه ده ؟ 
په سیمه کې د طالبانو ډلې په دې ترهګریزه برید کې هر ډول لاس لرل رد کړي‌ دي. اکٍثریت ننګرهاریان په دې باور دي، چې جاپانی ډاکټر د هغه د پرمختیایې کارونو له امله د سخټدریدځو ډلو لخوا په نښه کړل شوي دی. په سیمه کې د داعیش ډله او نورې حکومت ضد ډلې هم ډیرې فعالې دي.
د جاپانې ډاکټر مړینه په ټول لر او بر افغانستان او په ګرده نړۍ کې د بشرپالنې په تاریخ کې یو لوی دردونکې د غم خبر و او د بشري حقونو د فعالانو د خواخوږۍ او غمرازۍ لامل شو. په نړی کې یو شمیر پیژندل شویو سیاسي چارواکو او د بشري حقونو فعالو شخصیتونو خپل د خواشینۍ او غمررازۍ پیغامونه بیان کړي دي. 
ډاکټر ټېڅو ناکامورا د اسیا د نوبل جایزې ګټونکې و: 
ناکامورا په خپله د پیښور کای جاپاني مرستندویه بنسټ غړی وه. همدرارنګه د جاپان د سوله ییزو طبي خدماتو د سرویس مشر هم وه. 
په 2003 کال هغه د Ramon Magsaysay Award جایزه چې دا جایزه د اسیایې نوبول جایزې په نامه پیژندل کیږي. دا جایزه ناکامورا ته په سیمه کې د اوږدې مودې بشري پرمختیایې کارونو او د اوږدې مودې طبې مرستې ترسره کولو او په 2000 کال د وچکالۍ ورسته د اوبو لګولو پروژې پیلو او د افغانانو سره د مرسته کولو له امله ورکړل شوي ده.
جاپانی ډاکټر ډیره موده په افغانستان کې د اوبو د مدیریت او د افغانانو د ښیرازۍ او سوکالۍ په برخو کې نه هیریدونکي پرمختیایې او روغتیایي خدمتونه ترسره کړي دي. همدارنګه ډاکټر ناکامورا نږدې شل کاله د افغانستان په ختیځو سیمو کې د روغتیا، اوبو لګولو، باغدارۍ او د نیالګیو په کینولو پروژو کې فعاله برخه اخیستلي ده. 
کونډه نوکو ناکامورا وایې، چې د هغې د میړه مړینه په ریښتینې مانا سره خواشینونکې او مایوسه کونکي مړینه ده، خو هغې د لومړی وزېر په دفتر کې خبریالانو ته وویل،٬ زه هیله لرم، چې افغانستان کې لا نوره زرغونې ځمکې رامنځ ته شي. 
د هغه پلانونه او چارې باید دوام ولري. ناکامورا لور آغلې اکیکو د خپل پلار د مړینې د غمرازۍ په مراسمو کې د ګډون پر مهال وویل.٬٬ د پیښور کای بنسټ د تسلیت یا خواخوږۍ لیک مو تر لاسه کړو، هغه موږ لا نوره هڅوي، څو موږ د ناکامورا تر مرک ورسته هم خپلو عملیاتو ته دوام ورکړو. دا زما د پلار او زموږ د کورنۍ هیله هم ده، چې دا لار باید دوام ولري.٬٬ .
نن ټول افغانان غواړي څو د کاکا مراد نیمګړي ارمانونه، پلانونه او پرمختیایې پروژې په بشپړه توګه ترسره شي. 
د ختونکی لمر د سرو زرو وړانګو جایزه The Order oft he Rising Sun (旭日章, Kyokujitsu-shō  د هغو شپږو غوره شویو نړیوالو جایزو څخه یوه څلورمه جایزه ده، چې په نړیوالو اړیکو او  نورو برخو کې د سترو، بیسارو خدمتونو او بریاوو تر لاسه کولو ورسته ورکول کیږي. 
د ځلانده لمر دغه جایزه په 1875  کال کې د جاپان امپراتور ښاغلی امېجې په سپارښتنه جوړه شوي ده او دغه عالي دولتي مډال په لومړي ځل د جاپان حکومتمشر لخوا یو داسي عالي ستر بشرپال شخصیت ته ډالۍ کیږي. 
ناکامورا د خپلو بشري خدماتو له امله پر نړیوال کچ یو پیژندل شوي بشردوسته شخیصت و. هغه یو جاپاني الصله افغان و. هغه خوارو او غریبو افغانانو ته روغتونونه او مسجدونه جوړ کړل. هغه زموږ د خلکو سره د سم پوهاوي لپاره پښتو ژبه زده کړه، هغه په پښتو ژبه روانې خبرې کولې.
په 2018  کال د ولسمشر اشرف غني حکومت لخوا د هغه خدماتو ته به کتو سره د افغانستان افتخاري تابعیت او یو دولتي مډال ورته ډالۍ کې ورکړل شوي و. افغانانو ‌داکټر ناکامورا ته له دې امله کاکا مراد ویلو. ځکه جاپاني ډاکټر ناکامورا د زرګونو افغانانو ژوند ته بدلون ورکړي و. هغه لس کاله په افغانستان کې پر پیس د اخته ناروغانو درملنه هم ترسره کړي وه. 
د افغانستان په ګاوند کې د افغانانو د اوبو دښمنان د ناکامورا د ورستيو پلانونو څخه خبر شوي و، هغه غوښتل چې جوړ کړل شوي د مورواریدو کانال بیا ورغوي او د خلکو او د وخت اړتیاوو ته په کتو سره هغه لا پراخ کړي. 
ډاکټر ناکامورا پېنځلس کاله وړاندې د ‌مورواریدو له کانال څخه چې 27 کیلو متره په اوږدوالي کې اوبه لري، له کونړ سیند لوړو او وچو ځمکو ته اوبه اړولي وې، اوبه ژوند دی، هغه د افغانانو زرغون ښکلې ژوند لپاره مبارزه کوله. 
نن افغانانو یو ځل بیا د ‌ډاکټر تیڅو ناکامورا لومړۍ تلین په ځانګړو مراسمو کې لمانځي.
ډاکټر ناکامورا د افغانانو د سختو ورځو یو بیساری کلک  او ریښتنی ملګری و. 
روح یې دې او یاد دې تل وي