افغانستان هم په نړيواله کچه او هم کورنۍ سطحه له ډېرو جنجالی لوړو او ژورو سره مخامخ دی .خوله بهرنیو او نړیوالو لاس وهنو څخه کورنی ابعاد ډېر مهم دی چې غم یی باید وخوړل شی اوهره برخه یی باید جدی وڅېړل شی.ملی حاکمیت داساسی قانون په څلورمه ماده کې دافغان ولس لپاره ځانګړې مانا، تعریف او مفهوم لری یوازې د کاغذ پر سر لیکل نه دی اونه سلیقوی طرحه.
۱- دکورنی اوبهرنی تروریزم اوافراط ګرایی تر عنوان لاندې پردی فرهنګ(رپ)راتلل. هر چاته لاس نیول او ملامتول
۲- محدودې نشنلستی اندېښنې اوافکار چې یوازې احساساتی انګېزې لری
۳- پخوانۍ کرکې اوګونګ توپیرونه چې لا په میراث پاتې دی.
۴- دخلکو بې برختوب او د ډېر ټیټ معیشت نه شتون لوږه او فقر
۵- ډله ایزه اوګروهی ستونزې اوبدبختی بېساری افراط او تفریط
۶- اداری فساد ،مصلحتی او دوه سری حکومت اودهوس په خالی نغری ناست موقع شناس فسبوکی امران
۷- افراطی کمزورتیا داقتصاد،بهرنیو چارو پوهنی ، فرهنګ او کلتور، اوروغتیایی برخو کې ورک ولس
دافغانستان په څلورو لسیزو کې ملی حاکمیت ته ڼه په عینی توګه او نه ذهنی هیڅ اهمیت نه دی ورکړ شوی دغه احساس نه په سیاسیتوالو او نه په نورو ډلو کې لیدل شوی هسې دکاغذ پر سر مقوله ده چې تل یی ډېر ناوړه تاوان لیدلی دی.هر رژیم سیستم اونظام سره بې عدالتی ،کرکې،وژنې،چور اولوټماریانی هغه رغنده واقعیتونه دی چې موږ یې وینو د متفکر په پیل کې هیله را پیدا شوه خو هغه هم ژر تېرووت اولاره ورڅخه ور که شو ه دګواښونو اوپټکو فشار یی ډیر لوړ دی .دشورای نظار قومګرا کجیران دبن له معاهدې سره رالوی شول دبن حکومت اوحتی دملګرو ملتو اداره اوس پوهیږی چې دغې ککړې معاهدې کې کومې ملی خلاوې او کمزور تیاوې ملګرې وې شورای نظار او کرزی دوخت له شرایطو سره سم ځا نونه لویدیځ ته سکنی کړل او څومره یی چې له واکه کېدل ملی حاکمیت یې له توهین او بی ثباتی سره مخامخ کړځکه دملی حاکمیت لپاره لاره هوارول په شخصی ګټو پورې تړلې نه ده بلکې یوه ملی پروسه او پدیده ده دملی حاکمیت د کمزور تیا بل مثال د پوهنتو ن په بر بریت کې وڅېړۍ هدف دانه دی چې کرکه او نیوکه یوازې دولت او ددولت بیروکراسی او کمزورتیا کې مطرح وی دلته حاکمیت دیوه ولس د برخلیک په کچه ارزول په کار دی
دکابل پو هنتون خونړی انتحار دا ثا بته وی چې د حکومت لاس په دې تباهی او بربادی کې شامل دی که نه وی خو هم له بد بد تر: وایی دروغجن دې دروغ وایې عاقل دې قیاس کوی !دا سیمه خو غوجله یا کنډواله نه ده بلکې دهېواد په کچه یو علمی،تاریخی بې وسلې مرکز دی. دلته اصلا سیاست هېڅ وجود نه لری ،زور ور جګړه ماران ، قارون او ملعون ،ګواښن او قدرت منش وګړی نشته یوازې بې ګناه او بې وسلې معصوم انسانان لکه مېږیان دعلم او پوهې په دانې راټولولګیا دی دسبا د پاکې هیلې او بقا په خاطر دلته امرالله ،اسدالله،حمدالله او ډبل اودولا له خپلو داراو دستو سره نشته یوازې ددانش او پوهې سیمه ده.بېکفایته ماشوم امرالله فکر کوی چې ولس کوڼ ،ړوند او ګونګ دی دستور دادم« آزاد کردم و بندکردم» طفلانه تصمیم او برخورد ښیي چې دداسې پېښو مخه نیول ،څېړل، او امن کول بشپړ ماهردانشمند اوخردمند ته ضرورت لری نه یو آماتو رډم او موتر شوی ته !
دپوهنتون کړکېچنه معادله ډېره بوږنونکې،دردونکې ،شرمونکې او نه مننونکې ده ددولت پزه د پرېکېدوده چې په مرکز کې دیودرځن جنرالانو پولیسولښکرو عمله اوفعله ،ناتو او نړۍ نورو بد وبلاوو کې ناکام راځی اوپه رڼاورځ دغه پېښه رامنځ ته کیږی اوتنکی بې ګناه ګلان وژنی لا حوله والله ........
اي مظلوم ولسه! دقدرت دتږو په ویر مه تیر وځی لږ شان ته ځیر شی تاسې خو څلور لسیزې دغه ویر کې یاست او په دې سیاهی لشکر/تور لښکرد دالرو غلو اورهزنو باندې هېڅ ونه شو متفکر په کې مټکور شو نو باور مه کوی داټول د یوې سوړې ماران دی هرڅه په یخ لیکل او لمرته ایښودل دی .