هسې خو لودي، سوري، خلجي شاهان؛ ضد مغولي مبارزان (پیر روښان،خوشال خان، ایمل خان، دریا خان)، هوتکی، ابدالي او محمدزي شاهان او اتلان (میرویس نیکه، شاه محمود هوتک، شاه اشرف، لوی احمدشاه بابا، شاه زمان، وزیر فتح خان، امیردوست محمد خان، عبدالرحمن خان، امان الله خان، نادرخان، اعلیحضرت محمدظاهر شاه)؛ انګریز ضد مبارزان (وزیر اکبرخان، امین الله خان لوګری، عبدالله خان اڅکزی، غازی ایوب خان، میرمسجدی خان، میربچه خان، محمد عثمان خان، ملا مشک عالم، غازی محمد جان خان وردک، غلام حیدرخان چرخي، ایپي فقیر، باچاخان، ترنګزو حاجي صاحب ....)، روس ضد غازیان (حکمتیار، خالص، محمدنبی، ادم خان، کشمیر خان، حقاني او په زرګونو نور) او امریکا ضد مجاهدین (ملا محمدعمر مجاهد، شهید اختر محمد منصور، ملا دادالله او زرګونه نور) ټول د دې هیواد پښتانه اتلان دي، خو په دې ورځو کې د تاجکو واقعي او د ملت تش په نامه ملي قهرمان احمدشاه مسعود او هزاره واقعی او د ملي وحدت تش په نامه قهرمان عبدالعلي مزاري او د تاجکو واقعي او د سولې تش په نامه شهید نومونه یادیږي او کلیزې یې لمانځل کیږي. د لوی جنګسالار او د دوه زبرځوکواکونو اجرتي/ مزدور قاتل دوستم په قدردانۍ کې مارشالي ورکول کیږي، خو د کوم پښتون نوم نه یادیږي چې واقعي او رښتیني قهرمانان دي.
په تیرو څلویښت کلونو کې دوه زبرځواکونه او ورپورې تړلي ځواکونه د پښتنو غرور ماتولو ته راغلي وو. روسانو یو نیم میلیون او امریکایانو یو میلیون پښتانه شهیدان کړل خو د پښتنو غرور یې مات نه کړ، بلکې پخپله ټیټې سترګې او ځوړندې لکۍ له ویاړلي افغانستانه وتښتیدل او تښتي. دوی زموږ د خلکو پر وژلو، معلول کولو، مهاجر کولو، بې تعلیمه کولو، فقیرولو او بدمرغه کولو سربیره بل ژور خیانت هم وکړ چې ملي نفاق ته یې لار خلاصه او د داخلي بې باورۍ اور یې بل کړ، دوی اقلیتونه لوی کړل، ویې پالل، واک یې ورکړ او کاذب قهرمانان یې پکې پیدا کړل.
اقلیتونه ولې دومره په شور او زوږ د دغو مزدورو اتلانو ورځې لمانځي؟ د دوی اجندا معلومه ده: که پښتانه خوار وي، مات وي، رټلي وي، دوی به په واک کې وي، که د غلامۍ په بیه هم وي. د زبرځواکونو غلامي دوی ته یو فرصت دی او دوی ترې اعظمي ګټه اخیستل غواړي.
څو ورځې مخکې د مسعود په تلین غونډه کې امرالله صالح ښه واضح کړه: (د خبرو مفهوم یې: شهیدان رفته اند، ما به بهانه یادبود آنها خود را انګیزه می دهیم، با یاد و ذکر آنها خود را منظم می سازیم.)
په تیرو دوه څلویښت کلونو کې پښتانه چیرته وو؟
د ثور تر بدلون (کودتا یا انقلاب) وروسته پښتانه خلقیان تر یو نیم کال په واک کې وو. که څه هم له خپل ملت او قوم سره په ټکر کې شول او یوازې روسانو ته پاتې شول خو روسانو پرې باور نه کاوه او پر خپل یرغل یې دوی له واکه لیرې کړل او د دوی په باب یې داسې فیصله یې وکړه: (د خره غوندې یې په مرمیو او وسله ښه درانده بار کړئ، په سنګر کې یې وغورځوئ چې د سپي غوندې له خپل ورور سره وجنګیږي او د سپي غوندي ووژل شي.) هغه خوا ته پښتنو د نړۍ یو نه ایلیدونکي زبرځواک سره داسې مقابله وکړه چې په پخواني تاریخ کې يې بېلګه نه وه. خو روس لومړی د ډاکتر نجیب الله په واسطه له اردو څخه پښتانه وشړل او بیا یې واک اقلیتونو ته ورکړ چې دوی (اقلیتونو) خپل لوی محسن نجیب الله بندي کړ او تر هغه یې پرې نښود چې طالبان راغلل او راځوړند یې کړ. حکمتیار د اقلیتونو د پرمختګ مخه ونیوله خو هغه د شوروي جګړې ستړی کړی او د امریکا بې مروتۍ منزوی کړی و. خدای طالبان راپیدا کړل او د اقلیتونو د شر او فساد ټغر یې ټول کړ خو د اقلیتونو ښې طالع بیا کار وکړ او بل زبرځواک راغی. دوی بیا د زبرځواک مزودرۍ ته داوطلب اجیران شول. او ځکه په تیرو شلو کلونو کې د اقلیتونو اتلان لمانځل کیږي، غله پیروان یې د میلیاردونو ډالرو خاوندان شول او اوس هم د اردو، پولیسو، ملي امنیت، ملیشو اکثریت او د اربکیو او غیر مسئوولو وسله والو ګروپونه لري. د بون د تړون د پریکړې له مخې امریکا یو څو زاړه متقاعدین پښتانه له غربه راوستې دي، چې د مزدورو اقلیتونو جنایتونو ته پوښښ شي. نور نه کوم واک لري، نه له دې وطن سره تعهد لري، نه دلته د پاتې کیدو اراده لري او نه د مقاومت تاب. هسې خو په غرب کې د اقلیتونو پوهان او لیکوالان هم شته چې د پښتنو تر هغو څو چنده زیات تکړه دي او لا بې شرم او شله او با انګیزه هم دي، خو هغوی خپل کار پیژني: فرهنګي، رسنیز کار او د خپل قوم د واقعي مشرانو لپاره لابيګري. نور د هغوی اتلان هم مسعود، مزاري او دوستم دي او په داخل کې یې د خلکو هم.
د بون تر غونډې وروسته د اقلیتونو مزدور اتلان راوستل شول: دوستم، عبدالله، قانوني، اسمعیل، خلیلي، محقق، او نور. خو دوی د پښتنو تر راوستل شوو یوه برتري لري؛ دوی اوس هم د خپلو قومونو مشران دي. پیسې لري، وسلې لري، لښکرې لري، رسنۍ لري، کمپنۍ لري، زامن، وروڼه او سنګرداران یې هم په صحنه کې موجود دي او پيروان یې ورځ په ورځ شتمنیږي او قوي کیږي. خو د پښتنو په نماینده ګۍ یې څوک راوستل؟ ظاهرشاه بابا چې د مرګ په بستر پروت و، خالق فضل، رسول امین، امین فرهنګ، امین ارسلا، سیدمخدوم رهین او نور چې نه اوس پخپله شته، نه یې زامن شته، نه یې ورونه او نه یې لښکرې!!!. دغه زاړه او متقاعد مظلومان زیاتره مړه شول او ټغر یې ټول شو. اشرف غني به هم مړ شي، طارق او مریم به ممکن په امریکا کې سناتوران، وکیلان او وزیران شي، خو د دې وطن په درد به ونه خوري. دغه پښتانه کادرونه په دولت کې مارشال فهیم له امریکا سره د یو تفاهم له مخې ځکه منلي وو چې د ۱۳۹۲ کال د مسعود ناکامه تجربه تکرار نه شي. د نظار شورا سمبولیک پښتانه پکار وو چې د دوی سکتاریستي واک ته پوښښ ورکړي.مارشال به په ښکاره ویل: (همو رقم که طالبان ما را از کابل کشیده بودند ما (به زور نیروهای ایتلاف امریکایی) آنها را کشیدیم، و در قندهار و دیګر ساحات تعقیب شان می کنیم.) مارشال همدا راز ویل چې (مه نمی توانم این همه کشته های پشتون ها را پشت کنم (که توسط ما و امریکایی ها کشته می شود)، یک پشتون باید با ما باشد که این کشته ها را با ما پشت کند.)
سږکال امرالله صالح د مسعود د وژنې په تلین کې ښه واضح کړه چې اشرف غني څه غواړي: (اشرف غنی می ګوید که من صلحی را میخواهم که ریشه آن به خون احمدشاه مسعود می رسد؛ اشرف غنی می ګوید من صلحی را می خواهم که احمدشاه مسعود می خواست).
احمدشاه مسعود څنګه سوله غوښته: (دنیا پشتون ها را قبول ندارد، زیرا آنها به چیز کمتر از یک حکومت مستقل اسلامی راضی نمی شوند. پس من با دنیا سازش می کنم، یک حکومت مرکزی ایجاد می کنم، اردو و نظام را از تاجکان ترتیب می کنم و به دیګر اقوام خدمات عرضه می کنم. دیګران قوت ما را قبول کنند و قوت های نظامی شان منحل شود. در هر قریه پشتون ها دو ګروه/ ګوند اند، من یکی را در دست می ګیرم، دیګری را خودش میزند، به مه حاجت نمی ماند.)
آیا اشرف غنی په رښتیا هم د مسعود د نظامي ځواک تسلسل غواړي او د خپلې سمبولیکې مشرۍ لپاره د سولې او جوړې پر ضد ولاړ دی.
که داسې وي نو تاجکان خو له خدایه د سمبولیک مشرتوب یو داسې لیونی مجنون غواړي چې یوازې د ځان فکر ورسره وي او د نظار شورا د نامشروع واک لپاره د یو پوښښ کار ورکړي. ایا دغه شخص/ سړی ولمسشر غنی دی؟ وضاحت دې ورکړي.