روانې چارې او بېلابېل


د سولې په مذاکراتو کې پښتانه چیرې دي؟

افغانستان د وروڼو قومونو ګډ کور دی او پښتون د میرویس نیکه له وخته راپدې خوا د روسانو تر یرغل پورې د مشر ورور په توګه د هیواد د وحدت او ازادۍ ساتلو مشري کړې ده. د استعمار په تندرونو او توپانونو کې چې د افریقا، اسیا، جنوبي امریکا، هند نیمې وچې، قفقاز او منځنۍ اسیا لوی لوی هیوادونه او ملتونه مات او تسلیم شول، یوازې د پښتون په مشرۍ افغان قامونو دوه ځل انګریزي اردوګانې غرقې او په دریم ځل یې سیاسي خپلواکي واخیسته. ورپسې یې د روسي فیل، نه په شا کیدونکې لښکرې هم ماتې کړې. خو متاسفانه روسانو د

29.09.2020 غازي اکبر

له پاکستان سره د ملی یوالی حکومت دسیاسی اړیکو پس منظرته یوه لنډه کتنه

لنډیز: په افغانستان کې دملی یوالی حکومت په منځ ته راتلوسره دافغانستان او اسلام آباد په اړیکو کې دېپلوماتیک ځانګړی بدلو نونه راغلل او دکرزی د دوه دورو په پرتله کابل د نوی دلهی/دهلی (هند) څخه پاکستان ته ډیر نږدې شو.دا په داسې حال کې چې د هندوانو سیاسی احتجاج په ټوله نړی کې دروسانو دتجاوز په وړاندې ډېرسوړوه اوپه عین زمان کې یی کمونستی ادار ې پاللې اوحتی د ربانی نظارشورا سره یی علایق ساتل.بې خبره کرزی هم هسې په احساساتی چلن په هند مین وه او د نورو امپراتورانو پېښې یې کولې. خو دغه اړیکی په اما

27.09.2020 ع.شریف زاد

د سرور دانش بې دانش بغاوت

«د جمهور رئیس لومړی مرستیال د جمهور رئیس د غیاب، استعفاء او یا مړینې په حالاتو کې ددې اساسي قانون له مندرجو حکمونو سره سم کار کوي.» (۱۳۸۲کال اساسي قانون:۶۰مه ماده) اصلا دلته د تورو تیارو لړۍ روانه ده اوهرڅه دشخصی اړیکو ،پیسو ،ډلې اوټپلې ،زور او زرو او نه مننوکو رسواییوپه ترازو معامله کیږی. غیاب ،استعفی او مړینه خبره خولا پریږده دغو پټو اوښکاره معامله ګرود معاملوفرهنګ دهېواد په شریانو کې دومره وده کړې ده چې له مافیایی مرحلې هم اوړی زه یی وینم ته یې هم وینې ڼړۍ چې دلته ددمو اوکراسۍ د رغ

23.09.2020 ع.شریف زاد

د سرونو د وهلو نه، د يوبل منلو سياست ته اړتيا لرو

د بين الافغاني مذاکراتو له رسمي پيل څخه مخکې په قطر کې د افغانانو ترمنځ د سولې د هڅو په برخه کې د ناهيلئ خبرونو ولس سخت اندېښمن کړئ ده. دغه ډول خبرونه يقيناً دردونکي او ځپونکي وي. داسې ښکاري چې داوړه خواوې لاهم د يوبل منلو او زغملو پرځاى له يو بل څخه د امتیازاتو ترلاسه کولو تګلارې پرمخ وړي. له څو ورځو راهیسې د قطر له جرياناتو له سست بهير څخه دقيقاً پوهيداى شو چې هيڅ لورئ په واقعي توګه د وخت په حساسيتونو باندې فکر نه کوي او له لاسته راغلي بې سابقې فرصت څخه د ګټه پورته کولو اراده او يا

22.09.2020 عبدالوحید وحید

کاواکه حکومت او د کمرپرغاړه ولاړه کابينه

څو ورځې وړاندې حکومت دکابينې د تکامل لپاره دلس تنو نوماند وزيرانو نومونه په داسې حال کې اعلان کړل چې د ولس ،سياسيونو او د حکومت په جوړولو کې قربانيو ورکوونکيوڅهرو لخوا دنيمګړې کابينې پر ضد غوغاګانې پورته شوې . سره له دې چې په دې او دېته ورته لویو او وړو مسائلو کې د حکومت مشران د چاپه خوله پياز هم نه خوري خو نور پوهېدل چې که يې اعلان نکړي نو دحکومت په داخلي چوکاټ کې دمخالفتونو پر بنا جوړ شوي زخمونه به لا وشړېږي. زه پرته له دې چې د ښوونځي او پوهنتون په دورو کې د حکومت،حکومت دارۍ

19.09.2020 رفيع الله روشن

د سپټمبر ۱۱مه، د یوه ملت او امت د کړاوونو او عزت له درېځه!

د سپټمبر ۱۱مه هسي د امریکایي امپرالیسټي نظم د ټېنګولو او امریکایي ښکېلاک او نېواک د غځولو او دوام ډرامه وه. امریکا د دغې جعلي او کاذبي ډرامي په پنځولو سره خپل ځان له کورني، نژادې او طبقاتي ماتېدو وساته، لویدېځه نړۍ ته یې له صلیبي جګړو وروسته یوځل بیا د یوالي، خوځښت او ګډ استعمارې درېځ خپلولو لاره پرانېسته او همدارنګه د ۲۱ پیړۍ له پیل سره یې د یوه امت د برم او د څو انساني تمدنونو د خپل اختیارې او ځانبساینې ټولي د انسانیت په ګټه هڅې یې خنثی او وټکولي.دوی منځنې ختېځ د دې جعلي پېښې ور

19.09.2020 قاضي نجیب الله جامع

لس ستر نړیوال شرکتونه

آیا پوهیږۍ چې د نړۍ تر ټولو لومړی درجه ستر شتمن شرکت کوم دی؟ ددی لیکني په لومړۍ یعنی همدی برخه کې، له سترو نړیوالو لسو شرکتونو یوازی دری په لنډه توګه معرفي شوي. البته په ترتیب سره له اخره، پر لسمه، نهمه او اتمه درجه شرکتونو خبری شوی دي. په راتلونکی لیکنه کې به همداسی مخ ته ولاړ شو او په پای کې به د کلنیو عایداتو پر بنسټ تر ټولو د ډیرو پیسو لرونکې لومړۍ درجی شرکت سره بلد شو. د نړۍ له پنځو سوو غټو شرکتونو څخه می د تر ټولو غټو لسو شرکتونو د پیژندلو څخه هدف دادی، چې د سترو اقتصادی ځوا

19.09.2020 پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن

ريښتينې سوله يوازې د جنګي مجرمينو او ملي خايينانو سره په حساب کولو راتللئ شي

په يوه ټولنه‌کې سوله ، ثبات ، امنيت او هوسا ژوند هغه وخت ميسريږي چې سياسي -ټولنيزو -اقتصادي او کلتوري ژوند يې د عدالت په ستنو ولاړوي . عدالت د ټولنې د افرادو د خدائي او طبيعي حقونو منل ، مراعاتول ، په عمل کې پياده کول او د ټولنې په مديريت ، اداره او واک کې بې له امتيازه د هغوی د مساوي سهم اخستلو او فرصت لرلو ته وائي . په ټولنه‌ کی شامل افراد د شريک ژوند کولو د پاره مسؤليتونه او حقونه لري ، چې که ورته احترام ونه شي او په زور ، تزوير ، بانو او جعلي توجيهاتو ئې نقض او نه مراعاتول دود

18.09.2020 د،ب،هيښ

ازادی د پاره د پښتنو ستر مارش

پنجاپی استعمارچیانو د پښتنو څخه جامې وایستلې ، د پښتنو په کورنو ننوتل ، د پښتنو عزتونه یې لوټ کړل ، ښځې یې د ځانو سره بوتلې ، د پښتنو کلي او کورونه یې وران کړل ، په دوی یې راز راز لکه کیمیاوي او بیولوژیکي وسلې استعمال کړې او نور . د زغم وخت تیر شوی دی. اوس د پنجاپی پوځ د ظلم او تیري څخه خورا په تنګ راغلي او اوس دې ته اړ شوي دي. چې د پنجاپ استعماري واکمنی په وړاندې سخت غبرګون وښيي او د ازاد پښتونستان بیرغ اوچت کړي. پنجاپی استعمار نه یوازې د پښتنو سیاسي ازادي سلب کړی او د دوی سیمه او هی

17.09.2020 احمدجان تڼی

د مکراسي او د بشرحقوق

د سېپټمبر ۱۵مه، د دموکراسۍ نړیواله ورځ د مکراسي او د بشرحقوق لومړی يي زمونږ د ټولنې عقده من، روسته پاتې، له پوهې او هوښ څخه بېخبره کسان په يوه بهرني ملک کې سره راټول کړل؛ د سوځولو، ورانولو، چور او لوټولو لارې چارې او کوڅي يي وروښودلې؛ د انسان وژنې نوې او تازه طرېقې يي ورزده کړې؛ په عصري وسلو او تجهیزاتو يي سمبال کړل؛ ځانونو سره يي په سلو او زرو پټو او ښکاره لارو او طريقو وتړل؛ وروسته يي ټول په ګډه او يو وار زمونږ وطن ته راننه يستل؛ څو په عمل کې د هغه څه ننداره

15.09.2020 سرلوڅ مرادزی

دا خلک هسی باټې وهي !

دا خلک هسې باټې وهي ! غازی امان الله خان؛ د محمود طرزی ریښتنی شاګرد او د سید جمال الدین افغانی د وصایاوو، ویناوو، مفکورې او لارې صدیق او واقعی پلی کوونکی؛ چې کله د انګریزانو د شړلو لپاره توره ترملا کړه، نو لومړی رجوع یې خپل ملت ته وه. کله یې چې د استقلال اعلان وکړ ، دغې غونډې ته یی د انګریز استازی راغوښتی و. د استقلال داعلان په وروستی جمله یی تاکید وکړ او بیا یی توره له تیکی راوکښله د انګریز استازی څخه یی د اخطار او ګواښ په ډول پوښتنه وکړه: پوه شوې؟ هغه وویل : هو صیب یعنی

15.09.2020 وحید

احمد شا مسعود یو اتل و

له یوه سپېره کلی څخه را پاڅېد .دپاکستان په مشوره یې دشهید داود خان پر ضد بغاوت پیل کړخو هیڅ چا ونه ویل چې پردی پاله وه ،انحصارګر ،خودخواه ،سرتمبه او دوړې سیمې سنتی فرهنګ امر وه. هغه د افغانستان به قومونواو قبیلو کې ژوره پوهه او درایت نه درلود .هغه هیڅ کله د افغانستان په رسمی ژبه پښتو خبرې نه کولې.هغه دافغانستان له اسلامې اوملی قیام سره په ډول ډول چلونو لوبې وکړلې هغه په یوه لاس کې دیوه ختکی پرځای د درېوو خټکیو نیولو هڅه کوله . د هغه دمبارزې ستراتیژی او تاکتیک ماشومانه وه.داچې بلویان څه وا

14.09.2020 ع.شریف زاد

د افغانانو خبرې د امریکایانو تر خبرو باید آسانه وي!

د افغانانو خبرې د امریکایانو تر خبرو باید آسانه وي! عبدالله وردک. انګلستان - سپتمبر - ۲۰۲۰ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ! ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! الحمدلله، د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې په قطر کې د (سنبلې ۲۲، ۱۳۹۹)، چې د ۲۰۲۰ میلادی کال د سپتمبر له ۱۲ نېټې سره سمون خوري، پرانستل شوې. دا هغه ورځ ده، چې ټول په اسلام او وطن مین افغانان، ددغې ورځې لپاره سترګې په لاره وو. الله(ج) دې،

13.09.2020 عبدالله وردک

اوربند سره موقت حکومت تړل د چا طرحه ده؟

وايی هغه ټولنې چې د خپل تاریخه زده کړه نه کوي، بیا بیا تجربو ته اړوځي. خو که په ټولنه کې بیا څه پوه قشر او په اصطلاح روشنفکران له خپل تېر تاریخه لازم درس نه اخلي، ګنا يي څو چنده ده او غمیزه لا درنیږي. که ډېر وړاندې لاړ نه شو او د غازي امان الله خان په وړاندې کورنیو او بهرنیو توطیو ته هم سر ورښکاره نه کړو، نو د ۱۹۹۲ کال او د نويمې لسیزې توطيه او د نظام د نشتوالي غمیزه خو ښای تازه او د ډېرو یاده او یا يی خپله په دې غمیزه کې ژوند تېر کړی وي، له هغې لازم درسونه باید مو اخیستي وي. په نوییمه لس

09.09.2020 سرلوڅ مرادزی

سیاسي کارپوهان او د امریکې انتخابات!

سیاسي کارپوهان او د امریکې انتخابات! ګرانو او قدرمنو لوستونکو! السلام عليکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ، جوړ، او د نېکو کارونو په کولو بوخت وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! نن سبا، د افغاني تلویزیونو په سیاسي بحثونو کې، لږ تر لږه ۳ ډوله سیاسي کارپوهان، تر سترګو کیږي. لومړی ډله ىٔې، له افغانستان څخه د خارجي قواوو، ژر تر ژره وتل غواړي. دغې ډلې ته د وطن بشپړه آزادي، تر هرڅه د اهمیت وړ ده. دوی غواړي، چې پخپل ملک کې پوره واک او اختیار ولري، او په ټولو برخو

08.09.2020 عبدالله - وردک

دا ماتې دې درپاتې، خو چې نورې نه کړې ماتې

واى که سوله کوو، نو د ښځو حقونه او جمهوريت سرې کرښې دي. په زغرده ورباندي خبره کول د وخت غوښتنه او ولسي اړتیا ده. مال بالکل اړتیا ده. زه هم ورباندې خبره کوم، خو په ښارونو کې د څو سوه هغو ښځو د حقونو خبره سره کرښه نه، بلکې زرغونه کرښه ګڼم چې په پرديو لګښتونو يې تولنې جوړې کړې. په تلويزيوني خپرونو کې ښکته پورته کيږي د جنس په نوم ځانګړي امتیازات غواړي، افغان ټولنه سره ويشي، د افغانانو ديني او ملي ځانګړتياوې نه پيژني او په استثنايي توګه په لوړو پوستونو باندې ګمارلو پسې لالهانده دي. زه په استثن

08.09.2020 عبدالوحید وحید

آیا مولوي عبدالحکیم منیب په حقه او حکومت په ناحقه دی؟

راځئ چې د عقدو او تعصب له دایرو راووځو او په حکومتونو کې د ګوندونو او تنظیمونو په مشارکت بحث وکړو، د ولسمشر غني د انتخاباتو په ټاکنیز ټیکټ (دولت جوړونکي) کې ګڼو ګوندونه، سیاسي بنسټونه، سیاسي جریانونه او مدني ټولنو له ولسي ادرس څخه د دولت جوړونکي ټیم پلوي وکړه. مولوي عبدالحکیم منیب د حرکت انقلاب اسلامي ګوند په مشرۍ په ملي کچ د یو لوی سیاسي خوځښت په چوکاټ کې د جمهوريت، ولسواکۍ دننه د اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتلو او د نظام د بقا لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د یاد ټاکنیز ټیکټ ملاتړ وکړ

07.09.2020 عبدالرحمن احمدزی

د حمیرا نګهت دستګیر زاده پردیسی

د شپیتمنی لسیزی له نیمایی وروسته په پوهتتون کې د محصلانو کلوپ، د دوستی خونه( چې عامه کتابتون کی د کتابتون د آمریت تر څنګ وه) او فرهنګی شورا د ځوانو لیکوالو، هنرمندانو، ممثلینو او د ادب او هنر د نورو څانګو د استعدادونو په هڅونه، روزنه او ځلیدا کی ډیر رول ولوباو. هغه وخت د پوهننتون دفرهنګی شورا په هڅو په پوهنځیو کی فرهنګی کمیټې جوړې شوی، سره له دې چې د بیلابیلو پوهنځیو د فرهنګی کمیټو ډیرو غړو یوبل نه پیژندل، خو د فرهنګی شورا غړی نامتو او لیدنی کتنی یې منظمی وی. د محصلانو کلوپ وکولای شول د رحیم

04.09.2020 دودیال

دهغه چا په ځواب کې چې د سقاو زوی مجاهد او د اسلام خادم بولي

دا دسيكولر ، خر څ شوي او تپل شوي خبرى په خوله ويل ډير اسانه خو ثبوتول يى زور او سند غوا ړي . زه نه دامان الله خان او نه د نورو سلاطينو او اميرانو طرفداري كوم او نه د يوه داسى سياسي - اداري سيستم تاييد كوم ، چى د پورته لوري په خلكو په زور او يا نورو چلونو خپل واك چلوي . خو طبعاً د باچاهانو ، اميرانو او سلاطينو په منځ كى هم د ظلم د شدت او يا يو مثبت او منفي عمل له لوري تفاوت شته . دامان الله خان مبارزه د انګريزانو سره ، د افغانستان د خپلواكۍ اخستل ، د انګريزي استعمار او اشغال ناولي

04.09.2020 د،ب،هيښ

يا به سر په غوائي کېږدم يا به پاس په غوائي کينم

د وخت د حساسيت او د ممکنه ناورين د مخنیوي لپاره ضرور ده چې نن په زغرده په هغو ستونځو خبره او د حل لپاره يې وړانديزونه وکړو چې د جګړې د اوږدوالي لامل او د سولې په وړاندې خڼد ګرزيدلئ ده. "واک ته رسيدل او په واک کې پاتې کيدل" دا هغه ستونځه ده چې په مذاکراتو او غونډو کې د جګړې د اړخونو لخوا په شاذ او نادره توګه مطرح کيږې، خو اصلاً همدغه ستونځه زمونږ د شخړو او جګړو بنسټ جوړوي. تر هغو چې دغه ستونځه حل نشي، جګړه به دوام مومي. له واک سره د ولسمشر غني په ليونئ مينه لا دمخه پوهيدم، مګر د مل

01.09.2020 عبدالوحید وحید

کفایت وعدم بی کفایتی

اودولا اودو، رئیس نام نهاد شورای عالی مصالحه ملی رسما درباره این لیست ابراز نظر نکرده ولی یک منبع نزدیک به این بغاوتگر به بی‌بی‌سی گفته است که از نظر آنها این فهرست عجولانه ای ارگ فراگیر نیست و بر سر ترکیب آن نیز ملاحظاتی ومشاهداتی وجود دارد. به گفته این مبنع قرار است رئیس بی کفایت فیشنی وخیله شورای عالی مصالحه ملی بزودی موقف رسمی خود رامکررا اعلام کند ولی مشکل اساسی درکجا است:. • عدم اگاهی واهلیت کار • القاب مکرر، متناوب ونمایشی • بیروکراسی ، سازش ، فساد واختناق سیاسی داخلی حکومت

31.08.2020 ع.شریف زاد

د سليمان لايق شاعري؛ ارزښتي جاج!

لسيزې مخکې استاذ جليل ځلاند لاندې شعر ته طرز جوړ کړ او خپله يې وويلو، دا آهنګ وروسته بيا هر چا ترنم کړ خو په کوم انداز او جنون او په کومې ادا چې استاد ځلاند ويلی و هيچا بيا هغسې ونه ويلو: ای شعله ی حزين  ای عشق آتشين  ای درد واپسين اين شور تست يا که جنون سرشکها  يا شعر من که ميدهدم سوز جاودان ديگر نبويمش شبها نجويمش رازی نگويمش تا در فراق و ناله و درد و شکنجه ها  آهسته طی کنم ره خاموش رفتگان... عشق د ژوند

30.08.2020 وحيدالله مصلح

ایا عبدالله د سولې مشرۍ ته وړ کس دی؟

پښتو کې ډېر عام متل دی،« غوښه يي په پیشو سپارلې»، ایا عبدالله د سولې په چارو کې مشرۍ ته وړ او مناسب کس دی؟ هغه ډله چې عبدالله يي له څو کلونو راهیسې استازولي کوي، په سوله کې خپلې ګټې ویني؟ عبدالله په کور دننه د هغه چا استازولي کوي چې د هغو ګټه په ګډوډۍ کې ده. عبدالله په حکومت کې د غلو، قاچاقبرو، جنګسالارانو، مفسدینو او ناحکومتي وسلوالو ګروپونو استازی دی او د همدغه ډلو د ملاتړ په برکت، حکومت کې غوړه ونډه لری. دې ډلو او ګروپونو په تېرو لسیزو کې د حکومت په دننه کې ګډوډۍ ته لمن وهلي او د نظام

29.08.2020 سرلوڅ مرادزی

ازاد پښتونستان ، یو واقعیت

ازاد پښتونستان یو خواب او خیال ندی بلکې یو واقعیت دی چې ډیر زر به د نړیوالو په مخ کې راڅرګندیږي. دا هیواد کوم یو مصنوعی هیواد نه دی بلکی تاریخ لری تاریخ یی په زرګونو کلونو دی ، یوه سیمه لري چې په کې لسګونه میلیونه خلک پکې اوسیږي ، یو کلتور ، یو اقتصاد ، یوه ژبه او یو له بله د وینو رشته لري . مګر یو شمیر استعماری او مزدوری کړۍ هڅه کوي چی ددی هیواد په موجودیت او نوم باندی سترګي پټي کړي. چې د زرګونو کلونو په ترځ کې په سیمه کې موجود دی. پښتونستان په خپل تاریخ کې ډیرې لوړې او ژورې

28.08.2020 احمدجان تڼی

مامو سی کی بود؟

اینجانب طی چند نوشته از خیانتها و برخورد ناشایست معین اداری سابقه وزارت صحت نوشته بودم. تصادفاً که در ماه حمل(غالباً اواسط ماه حمل) حکم برطرفی او را شنیدم در همان وقت نیز از وضعیت نامطلوب و متکبرانه او نوشتم که نشر شد. این معین زن یک پاکستانی است. من مدتها قبل یادواری کرده بودم که او با خانواده اش به مردان امد. پاکستانیهای محل ایشانرا کابلی میګفتند بزودی خاندان او ماموسی را به یک پاکستانی دادند. و به این ترتیب انها فکر کردند که از فشار مجاهدین و مهاجرین بالایشان کم شد. و کم نیز شد زیرا به خاط

25.08.2020 ا.سدالله

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more