یوه سپه سالار دجنګ میدان کې یوه توپچی ته حکم وکړچې هغه کور توپ سره وران کړه چې دښمن دهغه له شا برید ونه کړ ی توپچی فورا دا خبره ومنله ولې ورسره وې ژړل سپهسالار دژړا دعلت پوښتنه وکړه چې ولې ژاړې ؟ هغه وویل چې دغه زماکور وه اوهلته مې ښځه او دوه واړه بچیان اوسېدل!
دافغانستان غړیتوب د نوامبردمیاشتې په نولسمه ۱۹۴۶م کال کې دلومړی ځل لپاره د مرحوم ظاهر خان پاچا دحاکمیت په دوره کې د«حسین عزیز» له خوا لاس لیک شوی. افغانستان په اتو لسیزو کې ۱۳ استازی دغه سازمان ته ور پېژندلی دی خو ترنیمایی زیاتو یې دغلط فرهنګ یعنی دواسطې اووسیلې په زور دغه مهم نړیوال مقام ته خان رسولی چې حتی دملګرو ملتو تګلاره یی ناسمو اهدافو ته هڅولی ددې باتورو ډله کې وطن پلرونکی هم شامل دی چې نومونه یې په لاندې ډول دی:
محمد کبیر لودین
عبدالحمید عزیز
عبدالرحمن پژواک ۱۹۶۶ یوویشتمه غونډه ددغه سازمان رئس وټاکل شو
بسم الله سهاک
فرید ظریف
شاه محمد دوست دخلقی رژیم په وخت کې ټاکل شوی
خدایداد بشرمان
عبداللغفور روان فرهادی کرکجن دپښتنو مخالف د برهانالدین ربانی له خو ا ټاکل شوی
ظاهر طنین دپرچم ګوند مهم غړی دکابل پوهنتون دبې ګناه محصلینو وژونکی په پو هنتون کې دسازمان د رئس په توګه تیر شوی اودمسعود خلیلی پرچمی به مرسته د برهان الدین ربانی وخت کې دبی بی سی له فارسی پروګرام څخه دلته یې لار موندلې.
محمود صیقل
عادله راز دکومې« ان، ج، او» خاونده او دامریکې تابعیت لرونکې چې دمټکور دیوه جګ پوړی ښځه ده.
----------------------------------------
غلام محمد اسحق زی اونصیراحمد فایق*دکړکېچ په وخت کې دواړه دخپلې احمقانه خیلګی ،سپین سترګی او شله ګې په پلمه دنامعلوم حکومت په استازیتوب دلته محدود پاتې شوی او حتی مقاومت یې کړی . دادوه خو په دې ناروغی اخته ول پاتې شول یوولس استازی شپږ نور یې په ډاګه له تنظیمی ډوله استازو ګڼل کیږی دا هم ترې وباسی چې خبره پنځو کسانو ته راټیټیږی اوس زموږ امکاناتو کې ۷۶ په پنځو ووېشۍ هر یوه ته ۱۵ کاله دیېلوماسی ور په غاړه کیږی چې داخپله ناوړین اویوکړکېچ دی اوس پوښتنه داده چې ایا دغړیتوب شرایط دامنطق منلی شی او که ملګری او ناملګری په اتکل غړی تاکی؟
افغانستان تل دد ې سازمان فعاله غړی پاتې شوی خوڅنګه؟ سره له دې افغانستان دسولې اوسوکالۍ په وخت کې ددغه سازمان یو پیاوړی غړی هېواد ګڼل شوی اوپه سازمان کې رغنده اغیز لرلی خودغه ادعا موږیوازې دکا غذ پر سرکاذبو لافو کې کوو نه یو مستند ثبوت!
راخی لږ سمه محاسبه وکړواو له انصاف کار واخلو احساساتی لافې او پټاکې پریږدو دامسله هم پرېږدو چې څوک دچا خوښیږی او څوک نه! دملت په ګټه اوفی سبیل الله په لاره وجدانی ګام اوچت کړو. کله چې دملګرو ملتو اوچت پوړی هیت داسلامی امارت دناروښانه اقتصادی تګلاری او حکومت څخه خبره کوی نو رښتیا وایی! تاسی دمولا متقی دبهرنیو چارو بهرنی عمل کرد او بهرنی ستراتیژی په کوم ځای کې چېرې لیدلې؟ ایا د بهرنیو چارو وزارت خپل کورنی کار سرته رسولی؟ داهم دلته دفرضو او مباحو د تفکیک بحث جوړوی . تودې اوسړې شنې او سپینې خبرې به پرېږدو ډېرې خبرې هم ګټه نه لری چې عمل ور سره ملګری نه وی په خانګړی توګه دخېټې ګونګوسی! نوکه چېرې یو مسلکی هیت وتاکل شی او به رښتیا دهریوه استازی کار دملګرو ملتو په انګړاو آرشیف کې وګوری داپته به ولګیږی چې دوی څه کړی دی ؟زموږ اوسنی فرهنګ کې یوشمیر کسان د القابو له ادرس څخه ډېرې لافې پټاکی وهی خو هیڅوک یې سوابق نه ګوری یوازې ظاهری لقب ته یې ګوری ځکه استخباراتی شبکو کې دایو مود اوسلیقه ګرځېدلې او ساببقه لری لکه : دپخوانی ولس مشر، پخوانی سرپرست، پخوانی سفیر/سفیره، پخوانی دېپلو مات/دېپلو ماته ، سلاکار ، رئس ،هر دزد او دغل او امثالهم نوځکه یوناما هم دلته دسازش او امتیازاتو لړۍ لرلې او دافغانستان په کړکېچ کې اوږده تبلیغی بڼه لری.
هېره دې نه وی چې دایمی استازی تعریف لری مانا لری پوهه او ابتکار لری او تاریخی مسئولیت . دلته پنځه څلويښت میلیونه خلک دا انتظار لری چې زموږ استازی څنګه له موږ استازیتوب کولی شی نړیوال سیاسی، اجتماعی، اقتصادی، مدنی، چاپيریال، اوسیمه ایزه تعاملات څه دی؟ ولې ۲۸۰۳ ملیونه انسانان دولږې سره مخ کیږی؟ ولې دلیوه او شپانه کیسه ورنه جوړه شوه هر شننونکی ناری وهی چې« لیوه راغی!» افغانستان په دومره وخت کې نه دی توانیدلی چې د سازمان له ظرفیت څخه په سمه توګه ګټه پورته کړی.سازمان هم دافغانستان په سوله اوجګړه کې سم او بامسئولیته ګام نه دی اوچت کړی تل یې جاسوسانو ته غوږ نیولی اودپا سیفو انسانانو ملاتړ یې کړی او دولس په ژبه اوفرهنګ یې ځان نه دی پوه کړی. وایی زاغ زنده باد!
دغه سازمان ۶ اصلی رکنه لری:
عموی مجمع
دامنیت شورا
دبیرخانه
اقتصادی نړیوال دیوان
دقیمومیت شورا
اجتمای او اقصادی شورا
ملګری ملتونه په توله نړۍ کې ۱۹۳ غړی هېوادونه لری.ایا افغانستان په یوازې توګه کولای شی دملګرو ملتونو نړیوالو تعاملاتو کې خنډ شی ابدا نه! ملامتقی یا خپله پړه نه وینی ا ویااصلا دملګرو ملتو دمنشور داصولو په هکله نه پوهیږی .دهغه سیاسی او دیر ابتدایی معلومات داوایی چې یو د ۱۹۳ په مقابل کې جنګول سیاسی پرېکړه نه ده او منطقی نه بریښی او نه دمنلو وړ ده.