یو غږ به تل ځورولم، خو سرچینه مې نه شوه پیدا کولای.
لومړی مې فکر کاوه چې د غوږ پردې مې زیان لېدلی، خو د غوږونو ډاکټر ویل چې غوږونه دې روغ دي.
د وخت په تېرېدو سره هم دا غږ نه کمېده، بلکې وخت په وخت زیاتېده.
د شپې خوب کې مې هم زیات وخت دا غږ اورېده، خو کله چې به په همدې غږ راویښ شوم بیا به نه غږ وو او نه د غږ سرچینه.
کله چې به ځانته شوم له هر خوا به دا غږ راته، خو چې هر څو مې د غږ سرچینه لټوله، هغه مې نه شوه پیداکولای.
ګڼه ګوڼه کې مې هم له نورو پوښتل چې تاسې کوم غږ اورۍ، ټولو به ویل چې نه، خو ما به هلته هم دا غږ اورېده.
که به مې هڅه وکړه د غږ سرچینه وموم، دې احساس سره یوځای به غږ لا تېز شو، خو په سرچینه نه يي پوهېدم.
ډېر وخت وروسته وپوهېدم چې داسې غږ هم شته چې نه مادي سرچينه او نه ټاکلې فریکوینسي لري؛ هغه په غوږونو نه، بلکې په زړونو کې اورېدل کیږي او هغه د وجدان غږ دی!
د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ ۲۵ مه
سرلوڅ مرادزی