روس او پاکستان دافغانستان دکړکېچ په هکله دوه دروغجن لامبوزن دی ولې موږ څه کوو؟

د منځنی آسیا نیمه اشغاله هېوادونه خو به بیا روس ته بلا و ګرځی! او بیا به ډیرې ستونزې رامنخ ته کړی ضمیر کا بلوف سره پخوانی او اوسنی اندېښنې دی ولې روس په زړه او نا زړه،پټه کانی کې له امریکا سره سیالی نشی کولی چې دا لوی سیاسی او دېپلو ماتیک بحث دی. پاکستان په دې باور دی چې که چېرې اسلامی امارت یو مقتدر حکومت شی نو هم داسلامی پلوه پاکستان لورونه نه لری اوهم دترانزیت له پلوه، ځکه منځنی اسیا هېوادونوته لوی دهلیز افغانستان دی. دپاکستان ګټې زموږ د امارت په سر تمبګی کې دی .که اسلامی آمارت په متوازن ملی او اسلامی سیاست لویدېځې نړی سره سم دوه لوری نړیوال ثابت اړیکی جوړ کړی پاکستان بیا هم ناخوښ دی ځکه پاکستان دجهاد له وخته دمرستو اموخته خور او دوه مخی پاتې شوی یوشمیر طالبان دې ته هڅوی چې دلویدیخ په وړااندی افراطی ګامونه پورته کړی چې دغه داسلام په نوم تګلاری کې دجهاد له وخت څخه تجربه لری بناء خبردار! څه په کار دی . باکستان او روس اوسنی وخت دزمانې دغوښتنې سره پخوانی عقدې لری او له هربن بست څخه کار اخلی نو ځکه یې ټینګار کړی او ويلي یې دي چې واکمنه طالبان به تر هغې په رسمیت ونه پېژندل شي چې څو پورې یې د ښځو د حقونو او ټولشموله حکومت په اړوند نړيواله اندېښنې نه وي لېرې کړي روس اوپاکستان د نړیوالو کومو اندېښنو سره کار لری وایی هم یې پرچکش وهه او هم پر سندان!
روس او پاکستان دافغانستا ن کورنۍ فاجعو ته لکه ولږه، بیکاری، اقتصادی حالت ، یتیمان دجنګ اوجګړې یو ملیون کونډې، او نورو کړکیچو ته نه ګوری. دواړه کوښښ کوی چې افغانستان بلې لوبې ته وهڅوی او خپلې ګټې تر لاسه کړی.
د افغانستان لپاره د روس صدارتي استازي« ضمير کابلوف »د پلاوي سره لکه خلیل زاد اسلام آباد ته سفر کړی او پاکستاني چارواکو سره یې هغه زاړه او تکراری ګونګوسی شريک کړي چې د روانې میاشتې په سر کې یې په کابل کې د اسلامی آمارت له سر پرستانو سره هم ګړنجولې وی خو اسلامی امارت غلی پاتې شو ی او یا په اټکل هره غونډې ته ښه راغلاست وایی.چې دا ډول تګلاری هغه لامبوزن ته ورته دی چې په لامبو نه پوهیږی او هرځګ ته لاس اچوی!
د پاکستاني چارواکو سرچينو استخباراتی شبکو ته ویلي، کابلوف ويلي روس له طالبانو سره خبرې دوامداره ساتي خو دا وخت د طالبانو د واکمنۍ په رسمیت د پېژندنې په خبره غور نه کوي مطلب هم سوال دی اوهم ځواب.دلته راځی لږ شاته لاړشو هرڅه په هاها،بګیر او نمان نارو او سورنی نه کیږی دروغ، لافې اوباټې زموږ دفرهنګ یوه ډېره منحوسه او ناجایزه غیر اسلامی زړه او ناکامه پدیده ده چې تراوسه لاژوندی بڼه لری اوس دتکنالوژی په زور د خشونت ابزار ګرځېد لې او حتی له داکتره نیولې تر نداف پورې له هغې ګټه اخلی. تاسې کولای شی دیو تیوب ،فس بوک، تویتر،انستګرام ، وېب پاڼواو تلوېژن له ادرسه یې وپېژنی وایی په غوږ ویشتلی بیدار وی!ځینې کسان نه شرم لری او نه حیاء هغوی ته تلوېزیون کې راڅرګندیدل یوه معجزه ښکاری.ځینی یې دومره په خط کشی برابر تشریفاتی له اکاډمیک ،میکانیزم ،لابی ګری ......... او نیابتی خبرې کوی خو ظاهرا خپله وچ/خشک /خشن/ منفی ګرا /خودخواه او سوټی ښکاری په بحث کې خپل ملګری ته غټ سری وایی. بل دنظام به نوم هربهرنی میشتی ته منافق خطاب کوی دا شوه دمعادلې هغه برخه چې له سید ذاکرالله هاشمی دپوهنتون استاد. سید+ذاکر+ الله+ + هاشمی= دیوه تناره اونغری نه بلکې دنظام استازی.
الله ج فرمایی : ان الله یامر بالعدل والاحسان
سرچینې د روس د استازي له قوله ګړیږی، چې هغه طالبانو ته مشوره ورکړې چې د ټولشموله حکومت او ښځو د حقونو په لړ کې نرمۍ څخه کارواخلی، ګڼې په بل صورت کې د نړۍ څخه ملاتړ نه شي ترلاسه کولی دې ته وایی منافقت ځکه د منافق له دریوو خصلتو یو خصلت دروغ دی او هغه دای اس ای ادارې داڅلور لسیزې په بېوزلی ولس باندې عملی کړل همدا یو قطبی نړۍ ورته ګوری .موږ هم ورته ګورو او داتولې بدمرغه ،بې ننګه ، بې مانا او پوچې زمینې په لومړی سر کې موږ بهرنیو ته مساعدې کړی.خپل سل دالری بی ګناه عسکر مو ووژل او بهرنی مو وپالل!
د روس د استازي سره د ليدو وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو مرستیال وزيره حنا ګۍ رباني کهر لکه امرالله کلینر په څېرټويټر کې ویلي چې د دواړو خواوو په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره په عملي اړيکو ټینګار کړی دی او س داعملی او ناعملی اړیکی مجهول لوری ته ځی بې ادبی معاف حناګې لږ تیر وتلې دلته د لیلې او مجنون اړیکی ښه مثال دی.
د سرچینې ترمخه پاکستان هم ويلي چې پاکستان هم د نړیوالې ټولنې جلا د طالبانو په رسمیت د پېژندنې غور نه کوي پاکستان دې خپل غم وخوری روښانه خبره ده چې پاکستان یوازې څه نشی کولی چې ډیر وجوهات لری او دغه بحث اوږد دی.وایی خوسکی دې چي په اخور لوی شو غاښونه یې مه ګوره!
خو د لیدنې په اړه د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت په رسمي بیان کې د طالبانو په رسمیت د پېژندنې په اړوند څه نه دي ویل شوي اوس ددې وخت راغلی چې اسلامی امارت له سرتمبګی او ګروګان ګیری راووخیی اوځان دهمدې لېونۍ نړی سره تقابل نه بلکې تفاهم وکړی او یو سیاسی تنوع ته لاره پرانیزی .
په بيان کې ويل شوي حنا ګۍ رباني کهر د نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان بشري مرستې جاري وساتي دغه کار خو ملګرو ملتو هسې وخته وړاندیز کړی وه نو دا کهرمسئولیت نه ی
یو شمیر تل دا خبر تکرارا یادوی چې طالبان په کال ۲۰۲۱ د وږی په مياشت کې په افغانستان واکمن شول خو تراوسه پورې واکمني یې په نړۍ کې يو ملک هم په رسميت نه ده پېژندلې. داډله خلک نورې ګیلې اوګذارې لری. دې ډول خلکوته هم سم خواب په کاردی.
په افغانستان کې واکمنو طالبانو په ښځو بندېزونه لګولي او د نجونو ښوونځی یې او پوهنتونونه یې تړلي، په غېر دولتي ادارو کې یې د ښځو په کارنو یې بندیزونه هم لګولي دي چې دا په خپل خان ډېر بې وخته عریضه کول دی او ناوړه عواقب لری. اسلام دعلم او عرفان ، داعتدال او مساوات دین دی نه انحصار او بندیز .
نړیواله ټولنه د واکمنو طالبانو نه په ښځو او نجنو د بنديزونو لېرې کولو سره د بشري حقونو په ځای کولو غوښتنه کوي خو دواړو لورود ملت برخلیک،ملی حاکمیت، اراده او مستقبل ګروګان نیولی او دلانجې په حل، اهدافو ، اخلاقو، نزاکتو نو او کردار یې نه پوهیږی وایی غوټه چې په اس خلاصیږی خولې ته اړه نشته.