پتمنو لوستونکو! د څه مودې راهیسې زما په زړه او ذهن کې یوه لالهنده پوښتنه په تینده کونو ده چې زه یې د ځواب په لټه کې یم؛ البته له دې قیل او قال سره مې غرض نه شته چې علم فرض دی که مباح؟ او آیا رښتیا د مهندسۍ او طبابت د علومو پراختیا، د قیامت د رانږدې کیدو نښې دي که د پيښوریانو خبره: هسې بکواس دی؟
د ملګرو ملتونو د کلني راپور له مخې چې د هیوادونو د سوکالۍ، ښیرازۍ، روڼتیا، روغتیا، تعلیم او د امنیت اړخونه په بر کې نیسي؛ په مسلسل ډول د څلورم ځل لپاره؛ د فنلنډ هیواد د ۱۹۵ غړو هیوادونو په کتار کې تر ټولو خوشحاله هیواد شمارل کیږي. صدراعظمه یې یوه شپږ دیرش کلنه ګلالۍ ده چې سنا مرین نومیږي. نو آیا دې تکړه او بریالۍ میرمنې ته ناقص العقل ویل مناسب دي؟
تیره میاشت د سعودي عربستان شاهي حکومت ۳۲ تنه ځوانې انجنیرانې د حرمینو شریفینو د اورګاړي د چلوونکو او عملې په توګه وګمارلې ترڅو په ملیونونو حاجیان او عمره کوونکي د مکې مکرمې او مدینې منورې ترمنځ بوزي او راولي. آیا دغو تکړه میرمنو ته د ناقصات العقل خطاب کول انصاف دی؟
ټول پوهیږو چې د پیرنګیانو آکسفورډ او د امریکا هارورډ د نړۍ دوه ډیر معتبر پوهنتونونه دي؛ خو ډیر لږ خلک خبر دي چې په نړۍ کې لومړنې پوهنتون په ۲۴۵هـ / ۸۵۹ م کال کې د مراکش د فاس په قرویین کې فاطمه الفهریة جوړ کړیدی. بیا دوه پیړۍ وروسته دغه لړۍ هسپانیې او نورې اروپا ته وغځیدله؛ نو آیا فاطمې ته د ناقص العقلې ویل به سم کار وي؟
په لسمې میلادي پیړۍ (۳۵۶هـ) کې د شام د حلب په ښار کې یوې ۲۳ کلنې پیغلې، مریم الاسطرلابي قطب نما اختراع کړه چې د نن ورځې د GPS (نړیوال موقعیت میندونکی سیستم) کې ورڅخه کار اخیستل کیږي. دغه اختراع په علم الفلک او سمندري سفرونو کې یو حیاتي رول لوبوي، نو آیا مریم ناقص العقله ګڼلې شو؟
له نن څخه یوه پیړۍ وړاندې په نیویارک کې د میرې انډرسن په نوم یوې میرمنې، د موټرو د مخې شیشې لپاره برف پاک جوړ کړ چې موټر وانانو ته مزل اسانه کړي؛ په ۱۹۱۹م کې یوې بلې امریکنۍ، الیس پارکر د هرې کوټې د بخارۍ په ځای د مرکز ګرمۍ سیستم جوړ کړ؛ په ۱۸۸۶م کې د جوزفین کوشران په نوم یوې میرمنې په شیکاګو کې د جامو وینځلو ماشین جوړ کړ او په پنځوسمې لسیزې کې یوې اطریشۍ عالمې Wi-Fi او Bluetooth اختراع کړل چې موږ ټول یې کاروو. نو آیا دغو نوښتګرو میرمنو ته به د ناقصات العقل ویل، د عدل سره اړخ ولګوي؟
په ۱۹۸۸م کې، یوې تور پوستې امریکايی ډاکټرې، پاټریشا بیت د لومړي کرت لپاره د لیزر شعاع له لارې د سترګو جراحي عملیات ترسره کړل او د طب په دنیا کې یې نوی څپرکی ولیکه؛ نوموړې څلور کاله وړاندې په سان فرانسیسکو کې مړه شوه. په همدغه مهال کې، د امریکا د پور ټوریکو د سیمې یوې انجنیرې، اولګا ګونزالیس د ناسا لپاره هیدروجیني بیټرۍ جوړه کړه چې زموږ په مدار کې به د کلونو کلونو لپاره هوايي بیړۍ فعاله ساتي او ځمکې ته به تصویرونه او ساینسي معلومات را لیږي.
تیر کال د امریکا ناسا (د فضا او هوايي چلند ملي اداره) د کاناډا او اروپایي اتحادیې سره په ګډه، د جیمز ویب تلسکوپ لیرې فضا ته وتوغولو؛ ترڅو د Big Ban یا سترې چاودنې په اړه معلومات ترلاسه کړي چې نژدې ۱۴ ملیارده کاله وړاندې رامنځ ته شویده. د دغې حیرانوونکې پروژې د شل زره ساینس پوهانو او انجنیرانو د څلورو مهمو مشرانو څخه یوه هم د امریکا د اریزونا د پوهنتون پروفیسره، مارسیا ریکي ده. نو آیا دغو فوق العاده میرمنو ته د ناقصات العقل لقب ورکول به د انساني شعور او ضمیر غږ وي؟
درې کاله وړاندې، کله چې د کرونا وژونکي وایرس د چین له ووهان څخه سر راپورته کړ، نو زموږ په نړیوال خټین کلي کې نجاران د تابوتونو او قبر کیندونکي د لحدونو له جوړولو څخه ستړي شول. په همدغه زبیښلي او خوړین چاپیریال کې ترک نژادي مسلمان پروفیسر (اوگور شاهین) او د هغه میرمن (اوزلم تورچي) په جرمني کې د فایزر کمپنۍ لپاره د کرونا واکسین جوړ کړل او د ملیاردونو انسانانو ژوند یې خوندي کړ. آیا دغه مبتکره میرمن ناقص العقله بللې شو؟
او تر ټولو مهمه پوښتنه، د اتمې هجري پیړۍ ستر مؤرخ او د فقهې او حدیث امام، علامه شمس الدین الذهبي په خپل مشهور کتاب، سير أعلام النبلاء کې کاږي: د بخاري او مسلم په ګډون ټولو محدثینو د ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم ۲۲۱۰ حدیثونه روایت کړیدي. اوس که چیرې ښځه ناقص العقله وبلو، نو د دغو مبارکو احادیثو صحت او په هغو باندې عمل خو به د پوښتنې لاندې نه راځي؟
نچوړ؛ که د روایت او نوښت پورتنۍ بیلګۍ د (مشت نمونه ای خروار) په تله وتلو، نو د پاخه کاڼي کرښه به همدا وي چې ښځه پوره انسان دی، عاقل انسان او برابر انسان. د دین، مدني قانون او ټولنېزې اړتیا له مخې، د هغې تعلیم، انساني کرامت او د خپل ژوند د مشروع ملګري حق خوندي دی. نو څومره به غوره وي چې موږ خپله شخصي سلیقه، کلتور ونه ګڼو او رواجونه د دین په خم کې رنګ نه کړو !!
—-----------------------------
یادونه: په مننې سره ما په دې لیکنې کې د ناسا د سایټ، المرسال ویب، ګوګل او دائرة المعارف څخه استفاده کړیده. همدارنګه، که لوستونکي وخت او علاقه لري، نو کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک، لنکد ان او د یوټیوب په چینل کې ولولي او وګوري؛ ادرس یې دا دی: Wali Malakzay