په پخوا زمانو کي په ټوله نړۍ کي دمریانو اومینځو ساتل یو رواجي آزاد کار وو. که څه
هم دغه کار غیرانساني اوغیر انسان دوستۍ کار وو خو په هغه وخت اوزمان کي
کلتوري او رواجي کار وو. دمریانواومینځو پېرل اوپېرودل لوی تجارت هم وو.
یوه سړي خپل مرییی خرڅاوه؛ نویوبل سړي تې راوست او ورته ئې وویل: ( دا خپلمرییی خرڅه وم ځوان او غښتلی
دی؛ مګر دی «عذر تر ګناه بد تردی».) داسړي چي
رانیوه فکرئې وکی چي «عذرترګناه بد تر» بیا څه شی دی.
مرییی دی ځوان دی غښتل دی، کار کوي. داسړي ته چي وړاندیز سوی وو؛ وې ویلرانیسه مي.
خو دغه «عذر تر ګناه بد تر» مرییی ئې رانیوه. یو څه وخت چي تېرسو یوه ورځ ئې
بادار بهر پر جواب دچایو ناست دی؛ مرییی ئې ورغی لمن ئې ځني پورته کړه؛
بادار ئې ورته وویل دا څکه وي؟ ملادي ماته سه! مرییي ورته وویل: (وبخښه ما چي ویل بي بي ده.) دایه عذر وو.
بله ورځ بیا دغسي بادارئې په زینو کي پورته خیژي
مرییی ئې ورغی دلاندي څخه ورته ګوري. بیائې بادار ورته وویل داڅه کوي؟ مرییي
په ځواب کي ورته وویل: (وبخښه ماچي ویل بي بي ده.) بادار ئې هیرانۍ واخست چيدا څه وایي او څه کوي. خودا ټولي خبري تیري سوي، چي بادار ئې یوځای مېله دی.
ټوله پرډوډۍ ناست دي او ډوډې سره خوري، چي د یوه بل سړي پر«برېت» د ډوډۍیو بڅرکی مښتی. دهغه
سړي مرییي ورته وویل: ( باداره پرګل بلبل ناست دی.)
بادار ئې پوه سو پر«برېت» ئې لاس تېرکی د ډوډۍ بڅرکی ایسته سو.
مېلمستیا چي ختمه سوه نو دې بل سړي وخپل مرییي ته وویل: ( چي ګوره هغه مرییيخپل بادار څرنګه ښه پوکی؛
ته هم باید چي دغسي شیان زده کړي.)
خویوه بله ورځ بیا یوبل ځای مېلمستیا ده دا سړی دخپل مرییي سره هم په دغه دعوت
د ډوډۍ پرمهال کي ګډون لري.تصادفا ددغه مرییي دبادار پر برېت د ډوډۍ بڅرکی پروت دی.
دا مرییي ئې ور ږغ کړه: (باداره د وني پرښاخ کارګه مرداري کړې.)بادار ئې خپل برېت پاکی.
دا هال هم تېرسو هغه بل سړي خپل مرییي ته وویل:
(چي اوبه راوړه!) مرییی ئې ولاړ اوبه دسمال او صابون ئې راوړه.
تر مېلمستیا وروسته داسړي وخپل مرییي ته وویل: (ګوره هغه سړي وخپل مرییيته د یوه کار وویل
او ده دو نورهم پخپله وکړه؛ ته هم باید دغسي ژر آندی وسي.)
بله ورځ د دغه مرییي بادار ناروغی وو، خپل مرییی ئې راوغوښت او ورته ئې وویل چي دوا راوړه.
مرییی ئې ولاړ دوا، ډاکتر او مرده شوی ئې له ځانه سره را وستل.
بادار ئې وویل دا څه کوې. مرییي ورته وویل: (ډاکتر دي معاینه کوي که جوړ نه سوې
اومړسوې مرده شوی حاضر دی پرې به دي منځي.)
دمرییي بادار له ځانه سره «چُورت»وواهه چي رښتیا هم دامرییی یوغټ «پرابلېم»دی.
باید د ده یوه چاره وکم. په یوځای کي دغسي پرالېمي، زاړه، خپل دخوا ناخوښه اویا
دغسي مریان راوستل دلته به ئې دغوخلکو ته ورکول چي خرڅې کي.
دلته بیا دې خلکو دغه مریان درول، خودمریانو مخې پټا وه چا نه ليده چي څرنګه شکل لري.خلک راتله یو بې
پکښې خوښ کی وابې خیست. بختوبازي، چي څرنګه مرییی به وو. هرکله چي به چا مرییی رانیوی
له دغه ځای به ئې وایست بهربې مخ ځني لڅ کی.
چي څرنګه مرییی به وو بیا نه واپس کېدی.هغه نو د ده «تالې» وه.
دا سړي خپل مرییی دلته راوستی او داخلکو ته ئې وویل: (زما مرییی به په لومړي سرکي دروۍ.)
هغوهم ورسره ومنل.
کله چي به داخلکو خپل مریان ورکول ځانونه ئې پټه ول ځکه چي رانیووکی په ونه پوهیږي چي
دچا مرییی دی او دمرییي په رقم هم ونه پوهیږي.
دا سړي خپل مرییی ورکی او پټ سو.
وليده چي د دغه مرییي هغه دپخوا بادار راغی چي دلته یو مرییی رانیسي.البته دغه مریان دلته ډېر ارزانه وه.
دا سړي وارله واره دغه لومړی مرییی ئې واخست او بهر
و ووت چي د مرییي مخ ئې لڅ کی وېلیدی چي د ده هغه دپخوا مرییی (عذرترګناه بد تر)دی.
دا بل سړی راغی ورته ئې وویل: (د پاړسي هغه متل دي اورېدلی که نه؟ چي وایي: مال بد به ریشې خاوند.)
داچي مرییی ئې رانیولی وو ورته ئې وویل:(ماخو درته وویل چي عذرترګنا بدتر دی اوتا هم په خوښه رانیوه.)
هو! هغه مهال مي سرخلاس نه وو؛
خواوس مي سرښه خلاس سو.