امیرالکلام علی شیر نوایی پنځه نیم سوه کاله مخکې د عمرانی کار لوی متفکر او نوښتګر

ډېر هیوادونه؛ له هغې جملې افغانستان، د تاریخ په اوږدو کې له راز راز ستونزو، اقتصادي او کلتوری ځوړ، ټولنیزی بی ثباتی او سیاسی ناورین سره مخ شوي دي، خو بیا داسې ورځ هم راغلې چې بیرته پاڅیدلي او د سقوط په عوض یې د عروج په لوري قدم اوچت کړی دی. کله چې د هر تاړاک او ټولنیز کړکیچ او بحران څپې لږڅه په دمه شو ي دي، نو زموږ نیکونو په دغه وقفه کې دخپل مدنی ژوند، داقتصادی شیرازې د جوړولو، د اقتصاد، هنراو ادب ودې او د ټولنیزو - دودیزومعیارونو، کښت او کار، اخلاقی او دخپلو ملی او ټولینزوسجایاوو(نامدون قانون: مورالیتی، دود-دستور، فرهنګی ارزشونو،نرخونو او څلیو) بیرته حاکم ګرځولو لپاره یې کار پیل کړی دی. دلته به د ۵۵۰ کاله پخوا یو مثال راوړو؛ چې په تیره بیا د علی شیر نوایی خدمات دافغانستان د بیا ژوندون دوره وه.
سره له دې چې د چنګیز او بیا ورپسې د تیمور تاړاک د افغانستان مادي او معنوی شتمنی برباد او ډیر قتلونه یی وکړل، خو سلطان میرزا حسین او دهغه دانا وزیر، علی شیر نوایی بیرته وطن په پښو ودراو. دا ډول لوړې – ژورې زموږ د اوسني نسل اوځوان کول لپاره د زده کړې او عبرت درسونه دي.
اوس چې موږ د علی شیر نوایی د زیږیدو ۵۸۲ مه کلیزه لمانځو، باید هیره نه کړو چې یو ځل بیا همداسې تحول ته کلکه اړتیا ده او نن بیا یوه علی شیر نوایی او میرزا حسین ته اړ یاستو.
دهیواد نامتو مورخ، ارواښاد میرغلام محمد غبار خپل نامتو اثر( افغانستان د تاریخ په تګلوري کې) د تیموریانو پردوره تفصلی لیکنه لري، چی یوه لویه برخه یې د تیموریانو او د امیرعلی شیرنوایی د پرمختیایي چارو په هکله ده. دغه مورخ د تیمور یرغلونه او په خلکو باندې ظلمونه تشریح کړي دی، هغه یې یوداسې دکتاتور ښودلی چې په خپل شخصی فکر یې ډډه لګوله، خو دهیچا مشوره یې نه منله. وروسته تر مړینې یې ۳۶نارینه اولادونه پاتې شول. ده پسې شهرخ او هغه پسې الغ بیګ او بیا تر سلطان حسین پورې څو نوردافغانستان حاکمان شول، په دوی کې سلطان حسین مرزا چې په ۱۴۶۸ م. کې په هرات کې واک ته ورسېد، یوه اندازه متمدن او سوله خوښوونکی و، نو ځکه یې د وینی تویولو پر ځای ودانیزو چارو ته پاملرنه وکړه. څومره چې ثابته شوی ده، دا اصلاً دده د هوښیار وزیر امیرعلی شیرنوایی تدبیر و چې ده ته یې نیکې مشورې ورکولې. دغبار په حواله؛ دا د بیارغانې دوران و. دا وخت منور اشخاص لکه: معین الدین حسین، کاشفی واعظ، نورالدین عبدالرحمن جامي، میرخوند، مولانا لطیفی، مولانا بینایی او په خپله علیشیرنوایی، چې په دري/پارسي او تورکی ژبو یې ۲۹ آثار لیکلي وو، را میدان ته شول. دانا وزیر علی شیر نوایی خلک د ودانی چارو ته ځیر کړل، د علماووپه هڅونه او دفرهنګ په وده او خپرولو یې تمرکز وکړ. دغه وزیر دیرش کاله په دې لاره کې خدمت وکړ او ۳۷۰لویې عمراني پروژې اوخیریه چارې یې ترسره کړې، خو د دغو عامه چارو(امورجمهور) په وړاندې یې کومه حق الزحمه نه اخیسته. علوم ، ادب،تاریخ لیکنه، دکتابونو خطاطی او تذهیب دا وخت د پام وړ وګرځیدل، په دې ډول دغه تمدن آن د ایران بیلابیلو سیمو ته ورسېد.
نوایي په خپله د هرات په ښار، بیا یوڅه موده په عراق اوبیا سمرقند کې د زده کړې په بهیر کې له ځانه ډیر اوچت استعداد وښود. دغو ځایونو کې یې نامتو ادیبانو، لیکوالو، عرفانی څیرو او دریاضی او حکمت له مشاهیرو سره لیده – کاته وکړل. د زده کړو په پیل کې د مرزاحسین سره ټولګیوال و، نوځکه کله چې د ده دپاچاهی پرمهال د ده د دربار وزیر شو، سلطان د ده مشورې منلې. کله چې مرزاحسین پاچا شو، نو د ده دپلرونو د وحشت، تیري، جګړو او تاوتریخوالي دوره تیره شوې وه او افغانستان کې حالات د سولې اوسمون پر لوري روان وو. دعلم. هنر، عرفان او ادب خاوندانو د هوساینې احساس وکړ.
نوایی د دربارد یوه دانشمند او پوه وزیر په توګه په دغو ډګرونو کې ترنورو مخکې و، نو ځکه افغانستان یو ځل بیا تقریباً تر پنځوسو کلونو پورې د تمدن زانګو وګرځید. یعنی دعلم خپراوی، دهنرونو عالی اغیز، وروسته تر تشدد څخه یوعاطفي چاپیریال، دساینس(ریاضیاتو، حکمت اونجومو) د درناوي، اقتصادی او تجارتی پرمختګ، دکرنې ودې دباغونو، ویالواو کانالونو جوړیدو او تساند او تساهل نتیجه، یو نوی تمدن و. نوایی په خپله کښت اوکار، معماری، موسیقی، کتاب خپرولو او صنعت ته توجه وکړه. هنرمندان، صنعتګر او منجمین یی وهڅول. امیر شیرعلی نوایی د هنر په برخه کې دمعماری،خط او میناتور هنر وستایه او هغه یې وهڅاو،د موسیقی برخه کې یې خپله لیکنې وکړې، دشعر او ادب په برخه کې یې په تورکي او دري ژبو خواږه اشعار وویل. هغه نامتو ادبی او هنری څیرې چې ده یې پالنه او هڅونه وکړه، زیات دي لکه مولانا کمال الدین شاه شاعر، خواجه میرک نقاش او خطاط، کمال الدین بهزاد میناتوریست، خواجه آصفی شاعر، مولانا فصیح الدین منجم او ریاضی پوه، خواجه عمادالدین مولانا زاده دمنطق او دینی علومو دانشمند او داسې نور. په مجموع کې دتیموریانو پرمهال هرات د هنر، فرهنګ او علومو یو لوی مرکز و. سلطان حسین بایقرا او د هغه نامتو وزیر نوایی د ودانیو جوړولو او دینی مدارسو ته هم ډیره پاملرنه وکړه، چې اثار یې اوس هم شته. نوایی زموږ د هیواد نامتو عرفانی څیره هم ده. د ده په دوره کې اقتصاد وغوړېد، ټولنیز تحرک ګړندی شو، ملی یووالی کلک شو، دقومونو اتحاد غښتلی شو، د تسنُن او شیعه اختلافات بیخی کم او ورک شول، نوي جوماتونه او مدرسې جوړې شوې او پر تساند او تساهل ټینګار وشو.
نه یواځې دنوایي پرمهال، بلکې له ده وروسته، بیا زموږ د ویړ فرهنګ وړانګې نورو سیمو او شاوخوا خورې شوې. موږ دا دی یو ځل بیا د امیر الکلام نوایي افکارو او ودانیزو پروژو او تمدني رڼا ته اړتیا لرو.
ځوانانو ته ناهیلي نده پکار، دوی دې یو ځل بیا د امیر علی شیرنوایی یا امیرالکلام په شان یو رنسانس پیل کړي، افغانستان ټپي دی، خو له پښو ندی لویدلی ، بیرته پاڅیږي او مخ په وړاندې به ځي، موږ څو ځلی بد ټکان خوړلی، خو د بیرته روانیدو او پرمختګ چل مو زده دی.