په پښتوژبه کي دپښويي(ګرامر) له مخي د«نه» توری «نفي» توری دی. دغه «نفي» توری ترډېره بریده له افعالو څخه جلا یاني خپلواکه لیکل کیږي.استثناات سته خوهغه به بیا وروسته بیان سي. د«نه» لیکنه له هغه تورو سره چي ترمخ له هغونه راځي حتمي جلالیکل کيږي په عربي ودغه تورو ته «منفصله» وایي. لکه: (د، ډ، ذ، ر، ړ، ز، ژ، ږ، او «و») که له دغو تورو څخه یوه «کړنه» په ویینه کي راسي؛ نو د«نه» نفي توری خپلواکه ورسره راځي. لکه: (نه ولاړی. نه راغی. نه ډاریږي. نه ژاړي. نه زوریږي. نه دریږي.) اودغسي نور. رحمابابا وايي: هسي مست یم ستاد دشونډوپه شراب+چي به نه وي بل داهسي مست خراب ـــ بل ځای بیا وايي: دمستانو تــرلغــزشه څه کم نه دی+
دســړي استــاقــامـــت په دا دنـــیـــا کله چي په «نفي»ویینه کي مفعول څرګند وي نوویینه داسي ویل کیږي: (احمد ډوډې نه خوري!) که دمفعول نوم نه اخلو؛نووایو: (احمد ئې نه خوري.) «ئې» اشاره ده ومفعول یاني «ډوډۍ» ته. اوکه دفاعل اومفعول دواړو نومان وانه خستل شي داسي ویل کیږي: (نې خوري.) «نه» په «نې» اوړي. په «ویُونکي» یاني متکلم کي ګورو. (زه ډوډې نه خورم.) اوس دمفعول نوم نه اخلو؛ وایو: (زې نه خورم.) اوس دفاعل او مفعول نومان نه اخلو؛ نو وایو: (نې خورم.)
«نه»او«نې» په متعدي مصدرو(کړنځیو) کي لکه څرنګه چي پورته وښول سوه راځي اوپه لازمي مصدرونو کي تنها«نه» راځي جمله نفي کوي «نې» نه راځي. اوس بولګي ګورو. (زه کورته نه ځم.) اوس بېله مفعوله. (زه نه ځم.) فاعل اومفعول دواړه نه یادوو. (نه ځم.) وليدل سوه چي په درې سره حالتوکي یوازي «نه» راځي یاني «نې» نه راځي. دلته ليدل کیږي چي په متعدي مصدرونوکي «نه» او«ني» دفعل(کړني) سره راځي. په «کېدل) مصدر کي نفي توری «نه» دمفعول سره راځي. لکه: (زه نه مامور کېږم.)؛ (ته هم نه مامورکېږې.)؛ که دفاعل اومفعول نومان وانخلو؛ نو وایو: (نه کېږم.) دائې په حال زمانه کي وو. په په مطلقه زمانه کي وایو: (زه مامور نسوم.) په متلوکي: (نه عاشیه ښه ده نه ګُله، په مخ دي مه یوه راځه مه بله.) بل ځای بیا داسي وايي: (چي نه لري سړي؛ نه دي کورت خوري نه غوړي.)
کله چي له یوشي څخه انکارکیږي؛ «نه» نفي توری ترمفعول ترمخ راځي. لکه: (نه کارکوم او نه مرسته کوم.)، (نه ډوډې خورم او نه منت وړم.) که دمضاف په صورت سره راسي او ویینه نفي کړو؛ نو داسي وایو: (نه ستا ډوډې خورم او نه دي منت وړم.) که دغایب په ترتیب وویل سي؛ نوداسي راځي: (نه ئې ډوډې خوري او نه ئې منت وړي.) حمیدماشوخېل وایي:
نه زماده نه دستا ده دا دنیا+پاتي شوې له هرچا ده دا دنیا
د نفي «نه» لیکنه داستثناء په توګه له فعل سره یوځای لیکل. لکه: «نسته»، اوبه نسته. حمیدماشوخېل وایي: چي مي نسته همخوابه ښکلې پخواکښې+
نه دی کورپه حقیقت کښې ګوردی دا
بله بولګه: د«نفي» ګډه لیکلنه. (نسي یانشي)، «دغه کار نسي کېدای. یا نسوکېدای.» حمیدماشوخېل وایي:
که مي نشي پرده پوش فضل درب+
وهرچاوته ښکاره دی زماډب
لکه بې لاسه لستوڼی څه کړای نشي+
هسي بې فضله بنده دی مضطرب
د«نه» توری شمېره هم ده یاني «یوکم لس»(۹) او د«نه» توری په ختیزواوسهیل ختیزو لهجو کي د ټوټکی (Particle) کارځني اخلي. یاني وایي:(زما نه خبر نه اخلې!)؛ دسهیل اوسهیل لوېدیزي«ګړدودونه» بیا د«نه» پر ځای «څخه» وایي. لکه: (زماڅخه خبرنه اخلې!) د«نه» توری دټوټکی په ډول په ویینه کي پکار وړل د ادب لیکني له مخه غوره کار دی. خوکله دنفي «نه» سره اشتبا کیږي.
«نهي»: دمنفي امرفعل ته «نهي» وایي. لکه: «مه یا مې»، دساري په توګه: (مه ځه!)، (مه درېږه!)، (مه راځه!)اونور. په ټول لازمي کړنځیو(مصدرونو) کي «مې» نهي امر نه راځي بلکي په متعدي مصدرونو کي راځي.اوس بولګي ګورو! (احمده اوبه مه چیښه!) مفعول نه یاد وو.(احمده مې چيښه!) دفاعل اومفعول نوم نه اخلو. (مې چيښه!) په ټولو متعدي افعالو یاني کړنو کي لکه پورته بولګي «مې» راځي. یوازي او یوازي د مخاطب (اورېدونکي) دمفرد اوجمعي لپاره «نهي» راځي. ددرېم سړي یاني غایب لپاره نه راځي. که درېم سړي ته د«نهي» امر کېدی، نو باید چي ویینه تغییرکړو. دساري په توګه: (احمد ته وایه؛ مه کوه!)، (احمد ته وایه؛ مه راځه!)، (احمد ته وایه؛ ډوډې مه خوره!) اودغسي نور. متل دی چي وایي: (مجبور ته مه وایه غښتلې.)
«مه» یوازي امر دی دمخاطب لپاره. «نهي» امر«مه» تل له ګړي جلا لیکل کيږي؛ خواستثناء لري. مکړه«مه کړه» په «ګړدودو» کي ویل کيږي: (خدای مکړه!) غوښتنه ده. خوشال بابا وایي: خُوله مانه نوره مکړه دزړه مینه+
نورمي کُل واړه منلي دي چي ته کړې
خوترډېره بريده جلا لیکل کیږي. لکه: (مه کړه) اوښه به داوي دلته څرنګه چي پورته وښوول سوه چي ګډ ولیکل سي.
دوه منفي مختړي لکه (نا اوبې) چي له ستایني او نومانو سره راسي دغه منفي کوي.
لومړی منفي مختړی «نا» چي دستایونو ترمخ راسي ستاینه یاصفت منفي کوي. لکه: دخوښ څخه ناخوښه؛ د جوړ څخه ناجوړه؛ د پوه څخه ناپوهه؛ د کار څخه ناکاره؛ د لایق څخه نالایق؛ د چاري څخه ناچاره؛ اونور. حمیدماشوخېل وایي: چي نااهلوته ئې څوک له خولې وباسي+
دُردانه کاندي دخپلي وینا پوچ
دوېم منفي مختړی «بې» چي دنومانو څخه منفي ستاینه جوړه وي. لکه: د سرڅخه بې سره؛ د عقل څخه بې عقل؛ د کار څخه بې کاره؛ د چاره څخه بې چاره؛ د زړه څخه بې زړه؛ اونور. رحمان بابا وایي:
زړه مي بې خپله نګاره آرام نه کا+
که هرڅوئې کړم په نقشو په نګارګډ اخځونه: درحمان بابا دیوان دحمیدماشوخېل دیوان
دخوشال بابا کلیات دپوهاند صدیق الله «رښتین» پښتوګرامر
د «دستور زبان فارسی» پنج استاد