لکه څنګه چې مونږ او تاسې ټول پوهیږو ، د افغان-انګریز دوهمه جګړه کې دقواوو دواړه خواوو اڼډول برابر نه و ، د قندهار په میوند سیمه کې د غازي م.ایوبخان تر مشرۍ لاندې افغان ڼګیالیو ته ډیره مرګ-ژوبله اوښتې وه او نیژدې وه چې ماتې وخوري او ملي بیرق ېې له لاسه ولویږي ؛ په همدې لحظه کې د جبهې له شا (عقب) څخه یوه پښتنه افغانه پیغله بیرق پورته کوي او نعره کوي
: '' که په میوند کښې شهید نه سوې !
خدایږو لالیه بې ڼنګۍ ته دې ساتينه !!''
په دې الهامي نعرې سره ، افغان ڼنګیالي په جوش راغلل او انګریز یرغلګر ېې مات کړل!!
-د ارواښاد اعلیحضرت م.ظاهر شاه ( د ملت بابا ) په پاچاهي کې ، په کابل کښې د (ملالۍ لیسې ) په نوم عالي لیسه موجوده وه ؛ چې فکر کوم تر اوسه هم سته ؛ ډېرې ملالۍ ګانې ېې جامعې ته وړاندې کړي دي .
اوس په دا وروسته کلونو کښې په لر او بر وطن کې د څو ملالیو د مبارزې شاهد یو ؛
۰په آزادۍ راډیو کې آغلې ملالۍ بشير
۰د خیبر پښتونخوا په مومندو کې زیبا ساپۍ (مومنده ملاله ) چې د پهنجابي ملیشې پر ضد ېې خپل ناموس او عفت وساتهء!
۰د سوات یوسفزۍ ملاله ، چې ګواکې د طالبانو له بریده عاجل لندن ته راورسول شوه او د ماشومانو او ځوانانو د پوهنې او لیک لوست ته هڅولو لپاره ېې د نوبل ډالۍ وګټله !!!
او داسې نورې به هم وي....
خو، په ڼنګرهار کې د انعکاس ټي. وي. تکړه ویاندې او د پتمن پشتون ژغورنې غورځنګ (پي.ټي.اېم.) با ایمانه ، زړورې ، غیرتمنې او د خپلو خویندو میندو او د لر او بر د پښتنو بیرق بردارې ڼنګیالۍ ( ملالۍ میوند ) مبارزه او په قهرمانۍ په دې لیاره کښې شهیدیدل به همهاغه د میوند ملاله را ژوندۍ کړي او د لر او بر ون تورمخي راوا انور ماڼندي سپیان به چې د داسې نه بښل کیدونکو جنایاتو باعث شوي دي او کیږي ، د خلکو عدالت ته په دې دنیا او اِلاهي عدالت ته د قیامت او حشر نشر په ورځ کشيږي.
همدارنګه ناهید ې شهید ، فرخنده شهید او په لکهاوو< نوم ورکې مالالیانې >...............................................
که له ځلمو نه پوره نه سوه
ګرانه وطنه ملالئ به دې ګټینه