عجیبه نه ده هرستراتیژیک دلیل چې دی امریکا نوره وځی او دغه سیاست د قطر له هېواد دایوکال په رسنیو کې اوریدل کیږی .دا پرېکړه دامریکا ددولت په کچه له طالبانو سره په نړیواله سطحه لاسلیک شوه . طالبان او دولت دواړه افغانان دی ، لوبه په سیاسی ،اقتصادی ،فرهنګی، سیمه ایزه او نړیواله برخو کې ده ناتو دڅه لپاره نارې وهی چې لېوه راغی ! ناتو وینی دغه ګوډه دیموکراسی هندوکش کې کار نه ور کوی امریکا وویل چې ددیموکراسی پروسه په افغانستان کې نتیجه نه ورکوی او ناتو دادوه لسیزې په ناکامو هلوځلو کې د بېساری افراط اوتفریط په تبېله لا خړ پاتې دی . فلهذا ! په سیاسی لحاظ دامریکا منل د شتولتن بېرګ انتخاب نه دی بلکې دامریکا دی چې څه ډول دېپلو ماسی او تګلاری څخه په راتلونکی اداره کې کار اخلی .

حاضردمه پرون دمه اوراتلونکی دمه په افغانستان کې د ناټو شاوخوا ۱۲ زره پوځیان باید په منډه ووځی چې څه باندې نیمايي یې په ناټو کې د امریکا د نامعلومو تش په نوم د متحدو هیوادونوپوځیان دي دغه هېوادونه یوازې دامریکاء دالر غنیمت ګڼې او نه پرېږدی چې دغه لنګه غوا له لاسه ورکړی.اوس دغه آماتورې قلندرا نې رسنې دیواړخیزه اقداماتو نارې ولې وباسی ناتو خو له لومړی سرحیران ووچې ددیموکراسی تر نوم لاندې یې یوه مظلوم ولس ته دتباهیو،بربادیو پیغام راوړی ۲۰ کاله يې دلته څه حال جوړکړی نړیواله تولنه سترګې نه لری مګر همدغه حکومت چیغی نه وهی چې جګړه بهرنۍ ده اوپرموږ تحمیل شوې ده څوک بیا د استخباراتی نوم ور باندې ږدی دهندوانو جاسوس فسبوکی موترشوی امرالله بیابل نوم ور ته ور کوی حال داچې سیګار وایی : ۵۳ سلنه خلک ددې هېواد د فقر په کچه کې ژوند کوی وایی پهلوان زنده خوش است ! شتولتن بېرګ دکړکېچ په اوږدولو ټینګار کوی نه دیوه ولس په برخلیک ، هو ساینه ،خپلواکی،ملی حاکمیت، سوله اوسوله ایز ژوند .
مشوره یعنی څه؟ دونالد ترمپ دامریکا پخوانی ولس مشر ته شتولتن بیرګ دومره داهمیت وړ نه ووچې مشوره ورسره وکړی نه به سیاسی لحاظ او نه پوځی قلمروکې خو ښکاری چې د غه لانجه داروپا جاسوسه اتحادیه لابی کوی او لګیادی چې د کرونا ء بداقتصاد ي حالت کې دافغانستان د بدبختیو لپاره مالی اوپولی مرستې را غونډې کړی ، دا کوږ بار تر څو پورې ................ دابله شعله ای دبشر حقوقو په نوم کمیشن کاره افه سیما سمر چې هېڅ رژیم اوحکومت ور باندې تاثیر نه لری په هر یوه کې دا لکه شتولتن بېرګ سرمنشی ده مافیایی ډلو ټپلو سره کلک اړیکی لری. داهم له یوشمېر ښځو سره قطر ته راغلې . لویدیځې رسنۍ کله له واقعیت لیرې په اټکل غونډاری ولی.دې هم د ناتو په پیسو په امریکا کې کور رانیولی.
داچې اوس لودیځې رسنی څه ډول ډهل ډنګوی دا بیا دهغو کار دی.ترمپ په هېڅ وخت کې د شتولتن سره مشوره نه ده کړې. که داخبره رښتیا وی چې شتولتن هڅې کولې چې له ترمپ سره وګوری او هغه نه غوښتل نو دادشتولتن بېرګ ستره کمزورتیا ده چې اوس نیوکه کوی اودنومبردمیاشتې په تمه یې شپې اوورځې شمارلې.نعلت په دې ډول سرمنشی او اخر منشی شی!
دناتوغړی دامریکاء له سیاست څخه لکه دمنځنی آسیا هېوادونه ګټې پورته کوی .ناتو یوعمر په افغانستان کې ډیر ناروا ء ، د بشرد حقوقو خلاف بی ګناه او بې دفاع انسانان ووژل ،سوله اوعدالت یې دټولنې له فرهنګ څخه عمدا لېرې کړه . دې سیمې ته یی د تروریزم ترهګری نوم لاندی غلط فرهنګ راوړ.ناتو ددالرو په زورافغانان سره جلا کړل دقدرت ،څوکۍ اومقام په نوم یی یو دبل سره وجنګول اولا دوام لری یویې متفکر کړ اوبل یې مټکور ! خو موږ یې لا شک ګڼو دناتو غړو کاشکې دسولې او ثبات دتحکیم منطق درلودی اوپردې باور وی چې سوله په یوه تولنه کې څومره حیاتی بڼه لری . امریکاء اوس هوکړه لیک لاس لیک کړی دی نوموړی ماشوم اوس له خوبه راپاڅېدلی او داسې وایی:
ستولتنبرګ وویل«موږ اوس له یوې سختې پرېکړې سره مخامخ یوو. موږ له نژدې ۲۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې یوو، د ناټو هیڅ غړی نه غواړي چې هلته بې ضرورته پاتې شي، خو په عین وخت کې ژر وتل یا له همږغۍ پرته وتل کېدای شي خورا ګرانه تمام شي. خطر شته چې افغانستان یو وار بیا د تروریستي حملو د پلان جوړولو پر مرکز بدل شي او د اسلامي دولت ډله (داعش) چې عراق او سوریه یې له لاسه ورکړي، ممکن په افغانستان کې خلافت جوړ کړي
کومه سخته؟په شلو کې مو په یوتریلیون دالرو کوم ګلان کرلی؟ افغان ولس دناتو وژونکی نه غواړی اوډېرژر به وځی افغانستان له عراق او سوریې سره ډېر توپیر لری خو دابه ډېر ښه وی چې د ناتو په بدل کې خلافت جوړ شی ځکه کوم عدالت چې خلافت وخت کې عملی په دیموکراسی کله شوی تاسې نه ګورۍ چې دناتو غړی دامریکې مزدوران نه دی.سرمنشی دبلمو اوبهانو په کتار کې ولاړدی او دخبلې تنخواوګټو په تمدیدکې دی. دجو بایدن او ترمپ دریځ کې دافغانستان په هکله توبیر نشته نو لکه اشرف غنی په بېړه د بریا مبارکی هېڅ اغېز نه لری اوحتي د مقابل لوری په ناسمه دېپلوماسی باندې ختمیږی .دلته فوری او نا فوری نور په کمېدو دی حا ضر دمه یااخر دمه وځی به دادتاریخ جبر دی.دغه کولکی لېونی وایې:
ستولتنبرګ وايي «موږ افغانستان ته په ګډه لاړو، هر کله چې وخت یې راغی، په ګډه به د یو بل په همږغۍ او په منظم ډول ورڅخه وځو. زه د ناټو پر ټولو غړیو ږغ کوم چې زموږ د خپل امنیت په خاطر پر دې ژمنه ودرېږي
وخت او تاریخ راغلی ته لا نه پوهېږې وخته هوکړه لیک شوی له همږغۍ ورته وایې اوکه بی غږی د تاریخ جبر دې په نېغه باسی چرګ چې بې وخته اذان کوی سر یې دپرې کېدو دی د ژمنې وخت تللی. داملت به اخر تاسې باسی نن وی او که سبا!
جنیوا کنفرانس له را رسېدو سره نړېوالې ټولنې افغان حکومت د تل پاتې همکاریو لپاره لس شرطونه وړاندې کړي دڅه لپاره ؟ دکړکېچ داوږدولو،فساد ساتلو ،کلیو او بانډو وژنو، اوپه خپله دنړیوالې ټولنې مهموغړو جاسوسانو ته دکار زمینه . دا دشیطانت اور نه مړ کول د چاکار دی؟
دغه لس شرطونه په تېرو ۱۹ کلونو کې :
• د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو لاسته راوړنو ساتنه.
• د یو هر اړخیز اوربند ټینګېدل.
• د سولې خبرو ته ژمنتیا او د هغې ګټې.
• له فساد سره اغېزمنه مبارزه.
• ټولو نړېوالو او دولتي تعهداتو ته متقابل احترام.
• د ملګروملتونو تل پاتې پرمختګ له اهدافو څخه پیروي.
• د افغانستان له خاورې څخه د نور هېوادونو په ضد نه کارول.
• د نړېوالې ټولنې او افغان حکومت ترمنځ ځواب ویلو د تګلارې دوام.
• او د مرستې رسونې په برخه کې د ټولو موانع لېرې کول.
اوس افغان حکومت د نړېوالو ټولنې د دې شرطونو څخه هرکلی کړی دی. خو دڅه لپاره؟
تر بلې لیکنې.......