سوله موږ ته حیاتي ارزښت لري. ۴۲ کاله د لویو زبرځواکونو تر تاړاک لاندې یوو. سیمه ایز حریفان او بدخواهان هم له دې فرصته د خپلو تاریخي ماتو د انتقام اخیستو په فکر کې دي چې که زموږ هیواد اشغالولای نه شي، لږ تر لږه سل کاله مو (د دوی په وینا) له شره ځان وساتي.
شوروي او امریکا دلته د پښتنو د ماتولولپاره راغلۍ وو. لومړي یو نیم او دویم یو میلیون پښتانه ووژل خو غرور یې ورمات نه کړای شو.
اوس د سولې لپاره یو فرصت راغلی دی. خو د هیلو تر څنګ شکونه، تشویشونه او ویرې هم ورسره دي. ۲۸ کاله مخکې د ډاکتر نجیب الله حکومت هم په ورته حالت کې و: شوروي پریښې و، مرستې یې پرې بندې کړې وې. له ټولو ولایتونو د مجاهدینو له مخالفت او جګړې سره مخ و او په عین وخت کې ملګرو ملتونو د سولې طرحه پر مخ وړله.
له شوروي سره جهاد د پښتنو لپاره د خپل دین او هیواد دفاع او د هیواد واګي بیرته لاس کې اخیستل وو، خو د کرزماتیک چریکي قوماندان احمدشاه مسعود او حوصله لرونکي مشر برهان الدین رباني په مشرۍ اسلامي جمیعت او نظار شورا په دې تکل کې وو چې تر سامانیانو وروسته د تاجکو په مشرۍ یو حکومت جوړ کړي، ځکه دوی تحلیل کړی و چې د کابل حکومت کې پښتانه روسانو ځپلي او ډاکتر نجیب الله له اردو او نظامي مشرۍ شړلي دي. خو برعکس تاجکو ته هم وسله، هم انګیزه او هم د روسانو او امریکایانو ملاتړ حاصل شوی دی. باید له دې فرصته د تاریخ د مسیر د بدلولو لپاره کار واخلي.
دا د افغانستان د هر قام حق دی چې د حکومت مشری وکړي، خو د ټاکنو په شان د یوې مشروع پروسې له لارې. دا عملي اوعادلانه نه ده چې یو کوچنی قام دې هم په تاجکستان او هم افغانستان کې د یکه تازو او دکتاتورو حکومتونو مشري وکړي. د احمد شاه مسعود مطالعه او پیشبیني دا وه چې پښتانه جګړې او شوروي ناتار ځپلي دي، خپلو کې هم څو ډلې دي، له اسلامي حکومته په کم شي نه راضي کیږي؛ پاکستان، ایران او نور ګاونډیان یې هم قوت نه شي زغملی او روسیه اوامریکا یې هم د قوت او غرورد ماتولو په هڅه کې دي. له همدې فرصت څخه په استفاده یې په دننه کې کلکه سازماندهي کړې وه، خپل جنګیالي یې په نظامي او فکري (عصبیت) ښه روزلي وو او له شوروي تر فرانسې، اسراییلو، انګلستان، هند او په پای کې د امریکا ملاتړ یې تر لاسه کړی و. ایران او تاجکستان خو یې هسې هم خپل عزیزان وو.
افغان ولس په همدې ډول چې نن سولې ته تږی او هیله من دی، په دغو ورځو کې هم و. ډاکتر نجیب الله چې پوه شو چې د خپلو مټو په پرې کولویې احمدشاه مسعود او برهان الدین رباني ته د انحصاري واک زمینه برابره کړې ده، جراآت وکړ او د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې یې یوې بې طرفه ادارې ته د واک ورکولو او شپږ میاشتې وروسته د شفافو ټاکنو له لارې د منتخب حکومت منلو ته غاړه کیښوده، خو له ځانه خبر نه وو! ده چې پر تڼي د کودتا پر مهال پاتې پښتانه له اردو شړلي وو، په دې خام فکر کې وو چې ګوندې کولای شي د سولې دغه پروسه بریالۍ کړي، ملت پر یوه ټغر راټول کړي، خپله ماضي سپینه کړي او هیواد ته په دې وروستیو کې له جګړې نجات ورکړي. نوموړی دې ته متوجه نه وو چې نظام د ده په لاس کې نه و او دی یوازې یو سمبول و: نبي عظیمي د دفاع وزارت مرستیال او د کابل ګارنیزیون قوماندان (په حقیقت کې د دفاع وزارت ټولواک)، آصف دلاور لوی درستیز، سید اعظم سعید د خاص ګارد قوماندان، جلال رزمنده د خاد د خاصو ځواکونو قوماندان، عبدالفتاح د هوایي او مدافع هوایي لوی قوماندان، عبدالرووف بیګي د اورګانو دقواوو قوماندان، بابه جان د خاد د ملیشه یي ځواکونو قوماندان، دوستم د روسي پوځونو د ځای ناستي په توګه د مقتدرو ملیشو قوماندان، منصور نادري د اسمعیله ملیشو مشر او ..... ټول د اقلیتو قامونو نظامیان همدې ته په تمه وو چې که د نجیب سمبولیک پوښ لیرې کیږي نو دوی به نظامي واک لاس کې اخلي او په هیڅ صورت به نه پریږدي چې داسې حکومت راشي چې بیرته په کې پښتانه د خپل نفوس په تناسب په ملکي او نظامي برخو کې راڅرګند شي. بله بدمرغي دا وه چې پرچمي پښتانه جنرالان لکه نورالحق او عبدالحق علومیان، اکرم، منیر منګل، افضل لودین او نور هم د ببرک کارمل په قومانده د احمدشاه مسعود د واک لپاره د زمینه جوړونکو په ډله کې ول. د ډاکتر نجیب الله له خوا د ملګرو ملتونو د سولې د پلان له منلو سره سم پرې خپلو همدغو ملګرو جنرالانو کودتا وکړه او د دوی په وینا د یوه قوم د درې سوه کلن واک سلسله یې ختمه کړه. د مظلوم نجیب الله د واک په خاطر چې د پنځه سوه زره وسله وال ځواک اعلی سرقوماندان و، یوازې دوه تنه (جنرال غلام فاروق یعقوبي او جنرال عبدالباقي) قربان شول. نور ټول نظام یې د خپلو وفادارو جنرالانو له خوا وپاشل شو.
خو نظار شورا او اسلامي جمیعت د دغسې یکه تاز قومي حکومت په ساتلو بریالي نه شول. ځکه حکمتیار یې مقابله وکړه او دوی یې پر پول محمود خان، دهمزنګ، پل ارتن، هودخیلو او قلعه زمان خان ودرول او د ټول کابل او هیواد نیولو ته یې پرې نه ښودل. په دغه جګړه کې چې د ډاکتر نجیب الله خاینو جنرالانو د احمد شاه مسعود سره د بیعت په نامه پیل کړې وه، ټول کابل وران او په زرګونو کابلیان شهیدان شول، د سیمې په سطحه یوه پیاوړې اردو او نظام وپاشل شو، اقتصادي او اجتماعي سیستمونه ګډوډ شول او هیواد په داسې وخت کې یوې بدترې فاجعې ته وروغورځید چې ملت د سولې او امنیت لپاره شیبې شمیرلې او په بې صبرانه ډول یې د ارامۍ انتظار کاوه. پرچمي جنرالانو او د احمدشاه مسعود او عبدالرشید دوستم ملیشو د شروفساد یو ژور حالت رامنځ ته کړ چې د ډاکتر نجیب الله د کور په کور جګړې او وینې بهیدلو پیشبیني یې رښتیا او ولس یې د طالبانو ښه راغلاست او منلو ته مجبور کړ.
د همدغه مجبوریت له امله د ولس له خوا د طالبانو د منلو په نتیجه کې طالبانو د شروفساد کمپله ټوله کړه، خو له بده مرغه پر امریکا د ۹/ ۱۱ مرموزو بریدونو تور بیا پر دې مظلوم ملت او هیواد پورې او د ۴۸ ملکونو په ملګرتوب د امریکا لښکرې پر افغانستان راغلې. دا شل کاله کیږي چې ټوله نړۍ، د افغانستان درې عمده اقلیتونه او د پښتنو زیاتره باسوادان او ښاریان هم د امریکا ملګري او په کلیوالو پښتنو یې له ځمکې او هوا د اور او باروتو باران جوړ کړی دی چې تر اوسه دوام لري.
د سولې منځ ته راغلی اوسنی فرصت باید په هیڅ توګه ضایع نه شي او د تولوافغانانو د خیر لپاره ترې اعظمي استفاده وشي. اوس بیا هم په ملي سطحه نظامي ځواکونه او په محلي سطحه د ۱۰ ولایتونو (د رسمي او غیر رسمي) ملکي او نظامی ځواک دجمیعت اسلامي او نظار شورا په واک کې دی. بامیان او دایکندي د حزب وحدت او فاریاب، جوزجان او سرپل د جنبش ملي په واک کې دي. په کابل کې بیا د نجیب الله (پښتون/ احمدزی) په شان هماغسې یو سمبولیک مشر ډاکتر اشرف غني (پښتون/ احمدزی) ناست دی او د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهور رییس تمثیل کوي. سره له دې چې هیڅکله په داسې حالاتو کې قومونه او ډلې وسله په خپله خوښه چا ته نه ورکوي او تر سولې او مذاکراتو دفاع او نظامي تقابل ته په مراتبو زیات تیاری کوي. خو لا هم هیلې شته. اوس د افغانستان د حالاتو په باب د څو احتمالي بدیلونو د پيښيدو چانس شته:
لومړی احتمال: سوله وشي او منځګړی حکومت رامنځ ته شي چې اعتماد او باور جوړ کړي، ښکیلو ډلو ته متقابل اطمینان ورکړي، یو له بل سره مشورو ته زمینه جوړه کړي، د ګډ سوله ایز ژوند اساسي لیکې او چوکاټونه جوړ کړي، اساسي قانون اصلاح، ملي وسله وال ځواکونه بې طرفه، مسلکي، عادلانه او غیر سیاسي کړي او شفافو، ټول شموله او عمومي ټاکنو ته لار هواره کړي.
دویم احتمال: اوسنی حالت دوام وکړي، پښتون وژنه همداسې روانه وي، سمبولیکه مشري د پښتون/ احمدزي او نظامي او اقتصادي واک په عمده ډول د تاجک جمیعت اسلامي او نورو اقلیتي قومي ګوندونو په لاس کې وي.
درېيم احتمال: خدای ناخواسته د ۱۹۹۲ کال پيښې تکرار شي. امریکا له افغانستانه په غیر مسئوولانه ډول ووزي، طالبان نظامي پرمختګ وکړي او کابل بیا په اور کې وغورځیږي. په دې صورت کې به بیا هم درې اقلیت قامونه او د دوی نظامي ځواکونه خپلې سنګرې جوړې کړي، د جنګ شکل به بیرته په ښکاره ډول قومي شي، ولسمشر چې تر څو د اقلیت قامونو ملیشو ته مشروعیت ورکولی شو، وي به او که دغه مشروعیت یې نه شو ورکولی، یا به بهر ته لاړ شي او یا به قرباني شي. کورنۍ جګړه به د ولس پاتې وینې زوې هم وزبیښي.
دویم او درېیم احتمالونه هیڅ افغان ته ښه نه دي. نه د پښتون وژنه تر عمره زغمل کیدای شي او نه د نظام او تمدن چور او تالان. نو ځکه لومړی بدیل تر ټولو غوره دی.
معمولاً زبرڅواکونه په غریبو ملکونو کې د خپلو ګټو د تأمین لپاره مختلف بدیلونه لري او ساتي. که د دوی د فکر پلوي حکومتونو دوام کاوه هماغه حمایه کوي، که دغه ډول حکومت دوام نه شو کولی له خپل پخواني مخالف سره هم سازش کوي او پخوانی همفکران د نوي متحد رحم ته پریږدي. له ډاکتر نجیب الله سره روسانو همداسې وکړل. کله چې برهان الدین رباني روسانو ته وویل چې موږ ستاسو له ملت سره دښمني نه لرو. روسان په بیړه له نجیب الله څخه لاس په سر کیدو او له برهان الدین رباني سره اتحاد ته حاضر شول. امریکا هم استثناء نه ده، خپلې ملي ګټې ورته د اشخاصو او شعارونو په پرتله په مراتبو مهمې دي. که ډاډه شي چې طالبان یې ملي ګټې نه ګواښي، هماغسې تصمیم نیولی شي لکه روسیې چې ونیو او ډاکتر نجیب الله او حزب دموکراتیک خلق یې په احمدشاه مسعود او جمعیت اسلامی بدل کړ.
لومړی بدیل د ټول ملت غوښتنه ده، دویم بدیل خو بې له دې هم روان دی، خو د درېیم بدیل د نه پيښیدو لپاره اوس دوه فرصتونه شته:
لومړی: د ډاکتر غنی موجودیت: که چیرې ولسمشر غني یو بې طرفه رول ولوبوي او جمیعت او طالب دواړو ته ثبوت کړي چې د سولې داسې سولې لار هواروي چې دواړو ته پکې عزت وي او د دې کار سم د مدیریت جراآت او وړتیا وښيي؛ امریکا او ناټو هم قانع کړي، کیدای شي، لومړی بدیل بریالی او ځان د سولې او ملي یووالي اتل کړي. خو تر هغې دې استعفاء نه کوي چې دواړه غاړې سولې ته حاضرې شي او یوه توافق ته ورسیږي. ځکه د مشروعیت له ختم سره اتومات جګړه تشدیدیږی. البته که توافق کیږي، نو بیا د یو شخص د واک غزیدل د یوې شیبې لپاره هم ضرور نه دی او باید واک داسې چا ته پریږدي چې ټول پرې سلا شوي وي. (خو اوس داسې شکونه دي چې پخپله ډاکتر اشرف غني تر اقلیتي ـ قومي قوتونو هم زیات د جنګ پر منطق تاکید کوي).
دوهم. له روسانو سره د امریکا توپیر: داسې فکر کیږي چې له مجاهدینو سره د ډاکتر نجیب الله په مشرۍ د ځواکمن او په درنو وسلو سمبال رژیم د سولې په باب دواړه زبرځواکونه موافق نه وو او دغسې یو وسله وال او متحد افغانستان یې نړۍ یا لږ تر لږه سیمې ته ګواښ ګاڼه، نو ځکه دواړو زبرځواکونو په ګډه د دغه نظام چور ته زمینه جوړه کړه. اوس داسې ښکاري چې امریکا نه غواړي د افغانستان نظام چور شي او له دې ځایه یې بیخي اړیکي پرې شي. البته امریکا غواړي له پښتنو دوه تضمینونه واخلي: لومړی د اقلیت قامونو د حقوقو په باب چې په معقول حد کې دا ښه کار او د افغانستان د ملي ګټو او ثبات په ګټه دی او دویم د پاکستان لپاره چې افغانان به ترې خپله خاوره په زور نه نیسي. البته دا د امریکا مکلفیت نه دی، خو دا چې پاکستان یې په سیمه کې د اوږدمهاله پروژو تطبیقوونکی دی، دغسې هڅه کوي. که افغانان وکړای شي، امریکا قانع کړي چې له دغه شرطه تېره شي، د افغانانو په ګټه به وي. له بلې خوا امریکا له چین سره د افغانستان او سیمې له اتحاده ویره لري او غواړي افغانستان، پاکستان او د منځنۍ اسیا هیوادونه غریب او کمزوری وي چې نورو ته اړ وي او د سیمې د رفاه او اتحاد لویې پروژې عملي نه شي. له بلې خوا په روسیه کې د پوټین له قوت او د چین له اقتصادي ودې په ویره کې ده نو ممکن له پښتنوسره خپله دښمني پریږدي چې دوی له روس او چین سره اتحاد ته مجبور نه شي. د دې لپاره ورته افغان سوله ضروري ده او امریکا به دې پروسې ته دوام ورکړي. هغه احتمال کمزوری ښکاری چې امریکا یوازې د ډونالد ټرمپ د ټاکنو لپاره د یو شعار پیدا کولو په خاطر سوله عنوانوي. خبره تر دې لویه ښکاري ځکه له طالبانو سره سوله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او لسګونو هیوادونو تایید کړې ده او ظاهراً سیمه ایزه اجماع یې هم ګټلې ده.
افغانانو هم باید له تېرو ترخو تجربو زده کړه کړې وي چې په یوازې ځان هیڅ لوری واک نه شي چلولی.
ګاونډیان او ذیدخله هیوادونه مهم خو نظرونه یې متنوع دي:
پاکستان فکر کوي چې د نظامي مخالفینو تر منځ سوله ممکنه نه وي او په دغسې حالاتو کې سوله هله راځي چې یو لوری پر بل بریالی شي. پاکستان د ډیورند په فرضي کرښه خپلو مسئوولینو ته هدایت ورکړی دی چې د کتلوي مهاجرت سیلاب ته تیار و اوسي او د مشرانو او مهمو خلکو د عزت خیال وساتي. پاکستان غواړي چې افغانستان کې یو هند ضد رژیم واکمن وي، او د دې کار توقع له طالبانو کوي ځکه په تېرو ۲۸ کلونو کې هند دافغانستان له اقلیتونو دفاع کړې ده او کوي یې. په اوږدمهال کې پاکستان د افغانستان، پاکستان او د افغانستان د شمالي مسلمانو هیوادونو پر ټوله جغرافیه د تبارز او اغیز نیت لري چې د هند معادل شي او مقابلې ته یې ځان چمتو کړای شي.
هند فکر کوي چې که امریکا د کابل دولت او طالبانو تر منځ بې طرفه شوه، توازن د طالبانو په ګټه بدلون مومي. طالبان چې له هند سره اړیکي نه لري، هند یې د پاکستان متحدین بولي. په مقابل کې هند ځکه له اقلیت قامونو د نظامي ـ سیاسي ډلو سره د ملیشه سازۍ پروسه پیل کړې ده. هند په لویه کې په دې سیمه کې د یو مقتدر اسلامي هیواد یا د سیمې د اسلامي (خصوصاً سني) هیوادونو تر منځ اتحاد او یووالی نه غواړي.
ایران غواړي چې په افغانستان کې د نظام قوت د اقلیتونو په ملګرتوب کې له تاجک او سمبولیکه مشري له پښتون سره وي. په عادلانه سوله کې دغه رول نه ساتل کیږي، نو که سوله د خپلو افغاني متحدینو په ګټه ځنډولی یا تخریبولی شي، مخ ترې نه اړوي.
روسیه هم د اقلیتونو، ایران او هند ملګرې ده او که توازن د پښتنوپه ګټه تغیير کوي، په مقابل کې به یې نیت پر اقلیتونو وي. د روسیې پخوانی سیاست دا و چې له ټولې نړۍ او خپلو سترو دښمنانو سره سوله کوي، خو له پښتنو سره نه. دوی دا برداشت کوي چې پښتنو د دوی د امپراطورۍ او زبرځواکۍ د نړولو زمینه جوړه کړې او د دوی غرور یې مات کړی دی. خو اوس داسې ښکاري چې روسیه تر یوه مهاله د نړۍ نیولو له فکره تیره شوې او له پښتنو سره د اړیکو د عادي کولو په فکر کې ده.
چین په سیمه کې د تفوق غوښتو او نوو لارو او بازارونو میندلو په لټه کې دی او احتمالاً سوله ایز افغانستان به ورته په ګټه وي. خو په اوږدمهال کې د چین انحصاري تفوق د افغانستان او د سیمې د ټولو کوچنیو او منځنیو هیوادونو لپاره د ستر خطر زنګ دی.
افغانستان د کوم هژموني قوت جوړیدو اجندا نه لري، نه د اسلامي خلافت مشري دوی ته څوک پریږدي، نه د سیمې مشري. افغانان یوازې غواړي هیواد یې ازاد او ولس یې محفوظ وي. که ډیر پیاوړي هم شي، د خپلو طبیعي او سیاسي حدود د یو کولو لارې به ولټوي چې هغه په سوله ایزو لارو هم کیدای شي. اوس چې د افغانستان خلک په عام ډول او پښتون قام په خاص ډول په اور کې ولاړ دی ورته پکار ده چې له لومړی خپلو کې سوله وکړي، قومي او سیمه ایزې لانجې حل کړي، بیا سیمې سره د متقابل درناوي او متقابلو ګټو پر بنسټ اړیکي جوړې کړي او بیا له نړۍ سره متوازنې او مثمرې اړیکې ولري. زموږ عنعنوي بهرنی سیاست تل مثبته بې طرفۍ وه خو تر روسیې لږ د غرب خوا ته میلان و. اوس هم د ګاوندیانو او سیمې د ټولو هیوادونو سره د ښو اړیکو له ساتلو سره سره تر چین او روسیې له امریکا او غرب سره لږ نږدیوالی ګټور دی، ځکه غرب زموږ څخه لیرې دی او جغرافیه مو له ځان سره نه شي وړای. خو په عین حال کې باید هند، چین، روسیې، ایران، نورو ګاونډیانو ته ډاډ ورکړل شي چې د افغانستان خاوره به د یوه د بل په خلاف نه کارول کیږي.