د امتحان د تیارۍ لپاره مناسب ځای!
عبدالله وردک.
انګلستان - آکتوبر - ۲۰۲۰
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
د محصلینو لپاره د امتحانو وخت ډېر مهم دی. دا ځکه چې د دوی د یوه کال د خواریو او زحمتونو نتیجه، به همدغه امتحان تعینوي.
غواړم، د زده کړې په ټولو مرحلو کې د یوه شاګرد په حیث، او همدارنګه، په افغانستان او انګلستان کې د یوه معلم په حیث، دغه لاندې ټکي قدرمنو محصلینو ته وړاندې کړم:
د امتحانو په وخت کې محصلین، د درس ویلو او تیارۍ نیولو لپاره، دغه لاندې ځایونه په نظر کې نیسي.
الف - ځینې محصلین د امتحانو په وخت کې، خپله تیاري د پوهنتون په کتابخانه کې سرته رسوي. د دوی دلیل دا وي، چې هلته، ټول لازم کتابونه موجود وي، او هم غالمغال نسبتاً کم وي. د دوی دغه خبره، د کتابخانې په هکله درسته ده، چې بېشکه کتابونه به وي، او په نسبي توګه، به غالمغال هم کم وي.
که چېرې یو محصل د امتحان د تیارۍ لپاره، د پوهنتون کتابخانه غوره کړي، نو دغه کار به دغه لاندې ګټې ولري.
هر ډول لازم کتابونه به موجود وي، او مجاني انټرنېټ به هم وي. نسبتاً به آرامي هم وي. محصلین کولای شي، چې خپل مشکلات، له استادانو څخه وپوښتي، او همدارنګه، خپل درسي مشکل له خپلو ملګرو سره شریک کړي، او د حل لارې ورته ولټوي. خپله ډوډۍ په کفتيریا کې په ارزانه بیه لاسته راوړی شي. د حاجت د رفع کولو، لمانځه، او اوداسه به هم کومه ستونزه نه وي.
لېکن، د پوهنتون په کتابخانه کې، د امتحان دپاره تیاري نیول، دغه تاوان هم لري.
محصلین باید ښې جامې، او یا دریشي واغوندي. په ملي بس، په ټکسي، او یا پیاده تګ او راتګ وکړي، چې البته دغه ټول کارونه، په اوسني حالت کې، ډېر وخت هم ضایع کوي.
کېدای شي، د کتابخانې په لاره له کوم دوست، او یا کوم ملګري سره مخامخ شي، چې بیا هم د یو څه وخت د ضایع کولو امکان وجود لري.
کېدای شي، ځینې محصلین د کتابخانې په ساحه کې، له نورو محصلینو سره، په کیسو او بنډارونو بوخت شي، او یا کېدای شي، د کومې موضوع په هکله، کوم سیاسي بحث شروع کړي.
همدارنګه، ځینو محصلینو ته شاید خوب ورشي، چې بیا به درس ویل ګټه ونلري. کېدای شي، د ډوډۍ په وخت کې لوی لوی قطارونه جوړ شوي وي، چې دغه ټول شیان یو څه وخت ضایع کولای شي.
که چېرې د کتابخانې ګټې او تاوان پرتله شي، نو واضح ده، چې تاوان یې، له ګټې زیات دی.
ب - ځینې محصلین پخپل کور کې، د امتحان لپاره تیاري نیسي.
که چېرې محصلین پخپل کور کې د امتحان دپاره تیاري ونیسي، نو دغه لاندې ګټې به ولري.
له دریشي کولو څخه به خلاص وي. پوهنتون ته تګ او راتګ به یې وخت نه ضایع کوي. ډوډۍ به ورته تیاره پخه وي. د حاجت رفع کول به، بې له کومه ځنډه ورته مهیا وي. همدارنګه، په کور کې یو محصل کولای شي، د تفریح په وخت کې میوه، چای، او قهوه خپل ځان ته برابره کړي. د ستړیا په وخت کې لنډه دمه او لږ شانته خوب هم کولای شي. هېره د نه وي، چې لږشانته خوب، سړي ته ډېره دمه ورکولای شي.
یو محصل کولای شي، دغه وخت په ښه توګه، د یوه مضمون په تمرین کې پکار واچوي، چې دغه کړنلاره به حتمي، ډېره ګټه ورته ورسوي.
د یادونې وړ ده، چې په کور کې د امتحان لپاره تیاري نیول، دغه تاوان هم لري.
کېدای شي، د درس ویلو لپاره، جدا کوټه ونلري. په کور کې شاید لږ شانته غالمغال هم وي، او شاید انټرنېټ نه وي، چې دغه ټول شیان په درس ویلو تأثیر لرلای شي. همدارنګه، کېدای شي، کوم مېلمانه کور ته راشي، او د یوه محصل حیاتي وخت ضایع کړي.
که چېرې د کور د انتخاب ګټې او تاوان پرتله شي، نو واضح ده، چې ګټې یې، له تاوان څخه زیاتې دي.
ج - ځینې محصلین، د یوه ملګري په کور، او یا په بل کوم ځای کې سره راغونډ شي، او هلته په ګډه د امتحان لپاره تیاري نیسي، او دغه کار به دغه ګټې ولري.
کېدای شي، ملګري به یو له بل سره کمک وکړي، او ګټور معلومات به سره شریک کړي.
ليکن، تاوان هم لري. د مثال په توګه، مناسب لباس او دریشي کول به یو څه وخت ضایع کړي. همدارنګه، دغه ځای ته به تګ او راتګ هم، یو څه وخت ضایع کړي. د ملګري په کور کې یو محصل په ډاډه زړه نشي کولای، چې د تفریح په وخت کې میوه، چای، او قهوه خپل ځان ته برابره کړي.
د ستړیا په وخت کې لنډه دمه او لږ شانته خوب هم نشي کولای. هېره د نه وي، چې لږشانته خوب، سړي ته تازه انرژی ورکولای شي. یو محصل کولای شي، دغه وخت په ښه توګه، د یوه مضمون په تمرین کې مصرف کړي، چې دغه کړنلاره به حتمي، ګټه ورته ورسوي.

د پام وړ ټکي:
د محصلینو لپاره، د امتحانو نتیجه ډېره مهمه او حیاتي مسىٔله ده. دا پدې خاطر، چې د دوی په راتلونکي ژوند کې، د دوی د امتحانو نتیجه، په ډېرو شیانو کې په نظر کې نیول کیږي. یا په بل عبارت، د ښه مسلکي دندې پیدا کول، د لوړو زده کړو امکانات، او داسې نور شیان، د ښو نمرو په لاسته راوړلو پورې تړاو لري.
د امتحانو په وخت کې د ښې نتیجې لاسته راوړل، په ښه درسي پلان او تمرین پورې مستقیماً تړاو لري.
همدارنګه، د امتحانو په وخت کي، د تیارۍ دپاره مناسب ځای هم ډېر مهم دی.
زما د تجربې په آساس، د امتحانو په وخت کې، د تیارۍ لپاره بهترین مناسب ځای، خپل کور، او یا د استوګنې ځای، او یا لیلیه ده، او بس.
محصلین کولای شي، چې خپلې پوښتنې، په مجموعي توګه، له خپلو استادانو څخه، د ایمېل، او یا تلفون پذریعه، حل کړي. که چيرې د پوښتنو ځواب د ایمېل او یا تلفون پذریعه امکان نه درلود، نو بیا محصلین کولای شي، چي له استاد سره د ملاقات وخت ونیسي، او خپلې پوښتنې ترې وکړي.
د یادولو وړ ده، چې پوښتنې باید ولیکل شي. کنه، کېدای شي، ځینې یې بیا د ملاقات په وخت کې هېرې شي.
په ځینو پوهنتونو کې، کېدای شي، محصلین هره ورځ یو امتحان ولري، او په ځینو حالتو کې کېدای شي، په یوه ورځ کې دوه امتحانه ولري.
نو محصلینو ته لازمه ده، چې د امتحان د تیارۍ په هکله ټولې ګټورې لارې چارې په نظر کې ونیسي.
په پای کې په ډېره عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم چې، الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العٰلمین.
همدارنګه، الله(ج) د، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي. آمین یارب العٰلمین.
تر بلې لیکنې د الله(ج) په امان.
زما اړیکه: abdullahwardak53@gmail.com