د کابل ښار اوس عملا د غلو او جنایتکارو بانډونو په ولکه کې دی. دا بانډونه د شپې او ورځې دا ښار کنترولوي او هر وخت او هر چیرې چې وغواړي خپل د جرم او جنایت د تر سره کولو عملیات تر سره کوي.
ددې جنایتکارو بانډونو په وړاندې هیڅوک مقاومت نشي کولی او نه یې امنیتي مسوولین مخه نیولی شي.دا ځکه چې دا بانډونه د ځنځیر په توګه تنظیم شوي دی د هر ځنځیر سر تر ارګه ، سپیدار ماڼۍ ، وزارتونو او ولایتونو پورې رسیږي. او هر بانډ د حکومت د ډیر لوړو پوړیو سره اړیکي لري.
د کابل ښاریان په بشپړه توګه ډاډه دي چې د کابل اداره دا توان نلري چې دا جنایتکار بانډونه وځپي دا ځکه چې دا اداره په خپله د جنایتکارانو له خوا یرغمل شوي ده.
دا بانډونه د نشه یی توکو په قاچاق ، د وسلو په قاچاق ، د ځمکو په غصب ، اختطافونو ، جنسي تجاوزنو او لوټماریو کې لګیا دي.
دا بانډونه په سپکو او درندو وسلو سمبال دي. دوی د تورو ښیښو له موټرو ، درندو او سپکو وسلو څخه استفاده کوي .هر بانډ د ځان د پاره خپله ساحه لري یو بانډ د بل په ساحه کار نلري او که داسې پیښه شوه بیا د دوی تر منځ وسله والې نښتې رامنځته کیږي.
د هر بانډ ساحې خلک د دې بانډ تر واک لاندې دي ،چې په همغه ساحه کې خپله غلا او جنایتونه تر سره کوي.
اوس د کابل حالات د امنیتي ارګانونو د کنترول څخه ووځي د کابل څخه د ( علاقه غیر ) جوړه شوي دی دلته قانونیت او مصوونیت وجود نلري.
دا حالت په خپله د افغانستان د اولسمشر محمد اشرف غني له خوا رامنځته شوي ده چې د پخواني اولسمشر حامد کرزي ترخه او ناوړه تجربه یی ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې دوه ځلې تکرار کړه.
محمد اشرف غني په ټولټاکنو کې د بري د پاره ، د دې په ځای چې په خلکو ډډه ولګوي هڅه یې وکړه چې د جنایتکارو بانډونو او کړیو د خوشالی د پاره یې داسې ټیمونه رامنځته کړل چې د هغه زیاترو غړو په راز راز جنایتونو ، لوټماریو ، چور او چپاول کې لاس درلود.
د محمد اشرف غنی انتخاباتي ټیم زیاترو کسانو ددې جنایتکارو بانډو سره مستقیمه او یا غیر مستقیمه اړیکي درلوده او یا یې لري.
نوموړو بانډونو وکولی شول په دولت کې لوړې څوکۍ تر لاسه کړي او په دې ډول سره وکولی شي د دولت د مستقیمې حمایې لاندې خپل جنایتونه تر سره کړي.
همدا خبره ده هر جنایتکار چې د پولیسو له خوا نیول کیږي په څو شیبو کې د حکومت د لوړو مقامونو څخه تلیفونونه کیږي او امر کیږي چې نیول شوی جنایتکار دې ژر خوشي شي.
همدا خبره ده چې د افغانستان اولسمشر هم نه شي کولی دا بانډونه مهار کړي دا ځکه چې دده ډیر نږدې همکاران ددې بانډونو ملاتړ کوي.
د کابل غله او جنایتکاره بانډونه د سیاسي مافیا په شکل دي چې هڅه کوي د ټاکلو ډلو حاکمیت په دولت او خلکو باندې دوامداره وساتي..
په عمومي ډول په کابل کې دوه ډوله جنایتکاره بانډونه موجود دي:
لومړی : رسمي ، واکمن جنایتکاره بانډونه:
هغه دولتي لوړ پوړي او منځ پوړي چارواکي او کسان چې په اداري فساد ککړ او هره ورځ په لسګونه میلیونه ډالر د دوی له خوا تښتول کیږي.
دا چارواکي په زغروالو ګاډو کې ، په داسې حال کې چې په لسګونو ټوپک وال ( د دروندو وسلو په درلودلو سره) شاته روان وي په ښار کې تیریږي راتیریږي.
دا غله ځانو ته د ټولنې ډیر محترم کسان وایي او هڅه کوي چې د افغانستان خلک ورته د درناوي او اطاعت سرونه ټیټ کړي . او هم څوک دا زړه ونکړي چې په هغه د چور او تالا تور ولګوي.
دا غله د مختلفو واکمنو کړیو غړي دي چې زیاتره وخت د ژبې ، مذهب او سیمې تر شا پټ او خپلې واکمنۍ او لوټمارۍ ته دوام ورکوي.
واکمنې مزدورې کړۍ په دې ښې پوهیږي چې دوی په خلکو کې ځای نلري نو لدې امله د زور ښودلو او دولتي امکاناتو څخه د استفادې په اړخ کې هغوی جنایتکاره بانډونه هم ساتي.
دوهم :غیر رسمي غله او جنایتکاره بانډونه:
دا بانډونه په ټول هیواد او په ځانګړي توګه په کابل کې وجود لري . د کابل جنایتکار بانډونو پنځه نوي سلنه د دولتی لوړ پوړو چارواکو سره اړیکي لري.
د دې ښار یوه سیمه هم د دوی څخه خوندي نده. د واکمنو سیاسي کړیو ددې بانډونو د رامنځته کولو څخه موخه:
1. د زورواکانو د مخالفینو په ځپلو کې کار ترې اخیستل کیږي.
2. ددې بانډونو په مرسته عامه شتمنۍ لوټوي.
3. د دې بانډونو په مرسته د خلکو روحیه وژني.
4. د دې بانډونو په مرسته لوی کاروبارونه ، لکه نشه یی توکو قاچاق تر سره کوي.
5. د اشخاصو او افرادو په ترور کې ترې کار اخلي.
دا جنایتکاره بانډونه ، د واکمنو سیاسي کړیو او ادارو سره اړیکي لري دا ادارې هیڅکله ددې بانډونو په وړاندې عملیات نه کوي بلکې په غیر مستقیمه توګه د هغوی د ملاتړ برخمن دي.
دې بانډونو په کابلیانو باندې رڼا ورځ توره شپه کړي ده او په کابل کې د عادي خلکو یوه کورنۍ هم په ارام خوب نشي ویده کیدلی.
د کابل هر عادی وګړۍ ، هره شیبه امکان لري چې د وسله والو بانډونو تر برید لاندې راشي ، لوټ یې کړي او یا یې ټپی او ووژني.
هره ورځ د خلکو عزتونه ددې جنایتکارو بانډونو له خوا لوټ کیږي.
دا بانډونه په هیواد کې د انکشاف او پانګونې په لار کې ستر خنډ دی. دا غله او بانډونه پانګوال تښتوي او یا د دوی د کورنۍ غړي تښتوي تر څو ترې روپۍ په زور واخلي.
که چیرې دا بانډونه چې په حاکمه کړیو پورې تړلي دي ، موجود نه وای، په هغه صورت کې به کابل او هیواد ډیره وده کړي وای ، په سلګونو زرو خلکو به کار او دندې درلودې ، د هیواد عایدات به زیات و.
باید ووایو چې رسمي او غیر رسمي بانډونه دواړه د جرمي او جنایتکارو ډلو یو جال تشکیلوي.

د ویرې او ډار خپرول :
د دې بانډونو د رامنځته کولو یوه مهمه موخه ، د کابل ښاریانو په زړونو کې د ویرې او ډار رامنځته کول او خپرول دی د دې د پاره چې د کابل ښاریان د حاکمه کړیو څخه خلک ووریږي او د دوی په فرمان کې اوسي د کابلیانو د ډارولو پالیسي یې رامنځته کړه.
په دې کې شک نشته په کابل کې دا ډول حالت رامنځته کیدل کوم ناڅاپی عمل ندي بلکې دا یوه پلان شوي موضوع ده . خو پوښتنه داده چې ددې کړیو مشران دا توان لري چې دا ډول ستراتیژي ترتیب کړي نو ددې عمل د پاره د رواني جګړې مسلکی کسان د نوموړو کړیو سره وجود لري او دا سلاکاران دا مسوولیت لري چې ددې کړیو د ژوند د اوږدوالي او حاکمیت د ټینګښت د پاره پالیسي او ستراتیژي ترتیب کړي.
په کابل او ولایتونو کې ورځ په ورځ امنیت او ثبات له منځه ځي او په خلکو باندې رڼا ورځ توره شپه کیږي. خو پوښتنه دا ده چې ولې دا کړۍ اوس زیاتې فعالې شوي دي چې په کابل ښاریانو باندې رڼا ورځ توره شپه کړي؟

د حالاتو د کابو کولو د پاره د اولسمشر وروستي ګام:
ارګ تش په نامه د جنایتکارو بانډونو د ځپلو په نوم نمایشي عملیات پیل کړي دي . د دې عملیاتو څخه دوه موخې دي :
1. د کابل ښاریانو دوکه کول او چوپ کول
2. د یوه کیمپاین شکل لري
دوی په درواغو سر دی چې د دوی د عملیاتو په ترځ کې په کابل کې جرم او جنایت کم شوي او زیاتره جنایت کاران پټ شوي او یا ګاونډیو ولایتونو ته تښتیدلي دي.
ټولو خلکو همدا فکر کوي چې دا ډول به کیږي لوړ پوړي چارواکي ددې له پاره چې ځانونه د خلکو د پاره سپین وښيي، دا ډول مانورونه به کوي . په دې کې شک نشته چې غله او جنایتکاران د فاسدو چارواکو په اشاره یې ځانونه پټ او یا د ښار د باندې د لنډې مودې د پاره تللي وي.
دولتي اداره هیڅکله نشي کولی چې دا بانډونه وځپي:
1. د کابل اداره نشي کولی هغه بانډونه چې په حاکمه کړیو پورې تړلي دي او یا د دوی د سیمې او کلي دي ونیسي .
2. عدلی ارګانونه هیڅکله دا جرات نشي کولی چې د دا ډول بانډونو غړي محاکمه کړي دا ځکه چې په خپله د قاضیانو او څارنوالانو او د دوی د کورنیو ژوند په خطر کې کیږي.
3. هغه ژمنې چې د اولسمشر او د واکمنو کړیو تر منځ موجودې دي نشي کیدای دا ډول پلان عملي کړل شي.
دا چې د دولت د غلو ځپلو پروګرام تر لاس لاندې نیولی دی خو په عمل کې ولیدل شول چې دا اقدامات اغیزمن ندي . په دې ورځو کې غلاو او تښتولو پیښو د پخوا په شان دوام موندلی دی ، دا پیښې زیاتې شوي دي.
لکه چې مو مخکې وویل ، په اوسني حالت کې ارګ دا توان نلري چې نوموړي ډلې او بانډونه کنترول او له منځه یووسي. دا ځکه چې دا بانډونه د مختلفو لارو دده د قدرت د نږدې شریکانو سره اړیکي لري.
تر هغه چې نوموړی ارګ او سپیدار د شکمنو او فاسدو کسانو څخه پاک نکړي او یوه پاکه اداره رامنځته نکړي دا بانډونه به د اوسنی حالت څخه نور هم ځواکمن شي. نو ځکه:
1. لومړی د افغانستان اولسمشر باید ټولې جنایتکارې کړۍ چې د هغه سره واک کې شریکي دي وځپي.
2. وطندوست او با تجربه اشخاس دې په امنیتي او دفاعی ارګانونو کې وګوماري.
3. قانون دې په ټولو کسانو ، د اولسمشر په مرستیالانو ، وزیرانو ، زورواکانو او ټولو ټوپکوالو باندې تطبیق کړي.
4. لومړی د دفاعی او امنیتي ځواکونو په څوکیو هیواد ته ژمن ، وطندوست او مسلکي کسان وګوماري.
5. ارګ او حکومت د فاسدو ، لوټمارو ، غوړه مالو او بد اخلاقو کسانو څخه پاک کړي.
6. په ټول حکومت خپل کنترول ټینګ کړي او د ادارې دوهم سټړینګ چې د سولې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله سره دی له منځه یوسي .
7. اساسي قوانین او مروجه قوانین په هیواد کې تطبیق کړي.
8. جنایتکارانو او مجرمینو ته تر ټولو سخته جزا ورکړل شي.
9. په بهر پورې تړلي جنایتکار بانډونه وځپل شي
10. د قوانینو په تطبیق کې د خلکو همکاري جلب کړل شي
11. خلک په دې ډاډه شي چې دا حکومت د هغوی د امنیت او ودانۍ د پاره کار کوي.
وروستۍ ګام:
کله چې اولسمشر په بشپړه توګه د غلو او جنایتکارانو په ځپلو کې پاتې راشي. وروستی ګام به خلک پورته کوي خلک به یو عمومي پاڅون پیل کړي او په خپله به غله او جنایتکار بانډونه به له منځه یووسي.
خلک به د قانون تطبیق به په خپل لاس کې اخلي. په ټولو مجرمینو او جنایت کارانو باندې د اسلام سپیڅلی دین شریعیت قانون تطبیق کړي دا ځکه چې په ټولنه کې د نظم ، ارامی او مصوونیت د را منځته کولو د پاره د اسلام د سپیڅلي دین د شرعی قونینو تطبیق دی او دا د غلو او جنایت کارانو څخه د ټولنې د نجات یوازیني لار ده.
په دې ډول به خلک د ورځې او شپې په ارامه به ژوند وکړي.