ځينې دوستانو ګيله کوله، واى يوازې په غني پسې مو را اخيستې ده.
مال، يوه خبره خو داده چې يوازې په غني پسې مو نه ده را اخيستې، بلکې د جګړو د دواړو خواوو نيمګړتياوې ور په ګوته کوو. بله خبره داده چې په شخص پسې نه، په جګړه پسې مو را اخيستې ده، په فساد پسې مو را اخيستې ده، په لارو او کوڅو کې غلاو، هدفي وژنو او نا امني پسې مو را اخيستې ده، د سولې په وړاندې په خنډونو جوړولو پسې مو را اخيستې ده، د چارواکو لخوا په ديني او ملي ارزښتونو باندې ملنډو پسې مو را اخيستې ده او د ځينو چارواکو تر سرپرستي لاندي اخلاقي انحرافاتو پسې مو را اخيستې ده.

که به عقده پالم او يا به له غني سره د امتیازاتو ترلاسه کولو په سر اختلاف لرم، هغه د چا خبره وچ ولخه دې شم، خو له واک سره د غني ليونئ مينه ، د ديني او کلتوري اړخونو په برخه کې د نوموړي د لاپرواهي او له ارګ نيولې
تر ولاياتو پورې د نوموړي لخوا د ګمارنو په تړاو د غلطو معيارونو کارولو له امله د وړاندوينې وړ خطرناکې پايلې مونږ هم د تباهي کندې ته غورځوي. د غني ځينې کړنې مو وار خطا کړي نو غږ مو لوړ شي.

ستونځه داهم ده چې افغانان په سياسي مشرانو باور نلري. کله هم چې د مشرانو سر او يا هم مال ته ګواښ پېښېږي، نو هغوى خپل ولس او هيواد پريږدي او د تيښتې لاره نيسي. ولسمشر غني به هم بل هېواد ته لاړ شي، خو مونږ نه غواړو بيا خپل ټاټوبئ پريږدو.

د پراخ مالي، اخلاقي او اداري فساد له شتون سره سره په اوسني حکومت کې د پاکو او سپيڅلو خلکو د کار کولو پلوي کوو. که په اداراتو کې ځينو پاکو اشخاصو شتون نه درلوداى، يقيناً به مو حال له اوس څخه بدتر او شته ناخوالې به مو لا نورې هم زياتې وي.

د تيرو دوو لسیزو په دوران کې مې نه ماموریت کړئ ده، نه ورته تمه لرم او نه يې هم شوقي يم. خو د دبد او بدتر ترمنځ مې د بدتر د مخنیوي لپاره طوعاً و کرهاً له بد څخه حمايت کړئ ده او ورباندې پښيمانه هم نه يم. البته د
ديموکراسي پرمختګونو او لاسته راوړنو په نوم د تيرو دوو لسیزو په دوران کې د ګمارنو په معيارونو باندي ډير زيات انتقادونه او ملاحظات لرم. که لږ نور هم دقيق شم نو په دندو باندې د ګمارلو په تړاو د ستونځو سرچينه ارګ ګڼم. ارګ او په ارګ کې مرموزې کړئ د ښځو، ځوانانو، ژبو او قومونو د حقونو د خونديتوب په نوم تبعیض کوي او تعصباتو ته لمن وهي.

مونږ د قوم ژبې سمت جنس نسل او هر ډول تبعیض په وړاندې مبارزه د هر افغان دنده ګڼو. د ځوان او بوډا، ښځې او نارینه په نوم ويش هم تبعیض ګڼو او ردوو يې. د سولې په موخه افغانان انعطاف زغم او د يو بل منلو ته رابولو . د نظام ړنګون او نسکوريدل زمونږ ستونځه نشي هوارولاى بلکې ستونځې مو نورې هم زياتوي، خو په څرګندو ټکو کې وايو چې اوسنى حالت خورا سترو او ژورو بدلونونو ته اړتیا لري. اوبه له ورخه تيريږي او وخت مو له لاسه وزي. له ژورو او پيچلو مسائلو سره سرسري، احساساتي چلن او تشي خبرې مو د کعبې پرځاى ترکستان ته رسوي.

که مونږ د ښځو ځوانانو قومونو او سمتونو د حقونو د
خونديتوب پر ځاى د عام افغان د حقونو د خونديتوب لپاره مبارزه وکړو، نو تولنه به مو د جنس، سمت، ژبې او قشر په نومونو له ويشلو څخه خوندي ساتلې وي. د ښځو او ځوانانو په شمول د هرچا حقونه به هم ورکړل شوي وي.

زمونو د اساسي قانون له مخې ټول افغانان سره برابر دي. که د حقونو د برابري اصل ته ژمنتیا اړينه ده، نو د هر ډول امتیازاتو په ويش کې زمونږ د ټولنيز جوړښت ټول اړخونه او رنګونه په نظر کې نیول او د انډول ساتل زمونږ د اساسي قانون او نړيوالو بشري قوانینو په رڼا کې عدالت او زمونږ مکلفیت ده، خو د ښځې ، ځوان، قوم ژبې سمت او ولايت په نوم ځانګړې امتیازات ورکول له عدالت او ټولو معاصرو قوانینو سره اړخ نه لګوي.

د افغانستان اساسي قانون چې ولسمشر ورباندي د عمل کولو لوړه کړي ده په دوه ويشتمه ماده کې داسې راغلي دي؛
"د افغانستان د اتباعو ترمنځ هر راز تبعیض او امتیاز منع دى. د افغانستان اتباع ښځې او نارینه د قانون په وړاندې مساوي حقوق او وجائب لري"
زما په اند ښځو ته د حقونو ورکولو په تړاو د اوسني حکومت کړنې ننداره ايز اړخ او معکوسې پايلې لري. په اداراتو کې د لوړ پوړو چارواکو د اخلاقي فساد له رسوايي وروسته ډيرى افغانان خپلو لوڼو او ميرمنو ته اجازه نه ورکوي چې په غيرمصئون دفتر کې کار وکړي. ښه به داوي چې ولسمشر غني په لوړو پوستونو باندې په غيرقانوني توګه او د جنسي تبعیض پربنسټ د ښځو د ګمارلو څخه وړاندې هغوى ته خوندي او مصئون کاري چاپيريال برابر کړئ واى.

ولمسشر ته مو مشوره داده چې که واقعاً ښځو ته حق ورکول غواړي نو د محراب او منبر له ټريبيون څخه يې پيل کړه. تر هرڅه وړاندي ښځې په اقتصادي برخه پياوړي کړه. ښځې ته له کورنئ څخه د ميراث شرعي حق واخله. په بدل، بدو او په زور د ښځو د واده مخنیوى د ښځو د چارو وزارت له ادرس څخه نه، بلکې د محراب او منبر له ادرس څخه يې مخه ونيسه. ستا د ښځو چارو وزارت تر چاراسيا پلچرخي او کمپنئ څخه ورهاخوا هيڅ واک نلري د ميراث او نورو ناروا دودونو په مخنیوي کې ديني عالم له اقينې ترګلام خانه له بولدک تر تورخم پورې په هر کلي
او بانډه کې د شرعي حکم په توګه د ښځو د حقونو د خونديتوب خبره کولاى شي. اسلامي شعائرو او کلتوري دودونو سره په خورا احتياط چلن وکړئ داسې نه چې بيا يې د مديريت وړتیا ونلرئ.

پورتني اصل ته په کتو د افغانانو ترمنځ تبعیض او توپيري که په هرنوم او تر هر عنوان لاندې وي قانوناً ممنوع ده.

په ولسي جرګه کې ښځو ته د ديرش سلنې ځانګړي امتیاز حق ورکول زمونږ له اساسي قانون او د بشري حقونو په تړاو له ټولو نړيوالو قوانينو سره په ټکر کې قرار لري. خپله ولسمشر صريحاً قانون ماتوي. په خپله چيغې وهي چې هيڅ افغان له بل څخه لوړ نه ده، خو څوک هم ورڅخه پوښتنه نه کوي چې يو څو ښاري ښځو ته ولې په ولسي جرګه کې ديرش سلنه فوق العاده امتیاز ورکوي؟

همدغه شان په لوړو دولتي پوستونو کې د ګمارلو په برخه کې د توازن ساتلو لپاره جنس نسل ژبې او قوم ته هغه مهال ته امتیاز ورکول کېږي چې د سپيڅلتيا او له هيواد سره د مينې شاليد، تحصيلي او تجربوي وړتیاوې يې له مقابل لوري سره برابرې وي. د جنس او يا هم نسل
ترعنوان لاندې ګمارنه قانوناً ممنوعیت لري. حال دا چې مونږ د موجوده حکومت لخوا هره ورځ دغه ډول قانون ماتولو شاهدان يو. ډيرى ګمارنې د افغانانو ترمنځ د تبعیض د جنس او نسل تر عنوان لاندې کيږي او د تبعیض په کتګوري کې راځي. تعصبات را پاروي او ټولنه سره ويشي.

په درنښت، عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان