زموږ په هېواد کې چې زده کړې له سلګونو نېمګړتیاوو ستونزو، نامتوازن او غیر عادلانه حالت سره مخ وی، اوس له یوه بل الاهي آفت سره هم مخ شوی، چې هغه د کرونا د خطرناکې ساري او وژونکې وبا له امله د مخامخ زده کړو بندیز دی.
زه په دغه لنډه لیکنه کې د لومړنیو، منځنیو او لوړو زده کړو پر څرنکوالې او ستونزو خبری نه کوم ، ما په دې هکله یوه طرحه دوه کاله دمخه د افغانستان ولسمشر ته استولی هیله ده چې ورته رسیدلی وي لوستلو ته یی وخت و مومی او د پام وړ یی وګرځي.
د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو سره مې د همکارۍ پر مهال هم ډېر څه راسپړلی او چارواکو ته مو رسولی دي.
دلته یوازی د کرونا پر اغیز، د مخامخ زده کړو پر موقت بندیز او عواقبو یی لنډی خبری کوم.
د پوهنی د ډګر کار کوونکې، استادان، محصلین او زده کوونکې خبر دی چې موږ په نورمالو حالاتو کې د کرونا له بندیزونو د مخه، د درسي چاپیریال، وسایلو او موادو څومره ستونزی لرلی. دا ستونزی د هیواد له پایتخته بیا د ولایتونو تر ښارونو، ولسوالیو او لیری پرتو کلیو او بانډو پوری سره ډیری تو پیر لري. توپیرونه یی ډیر عوامل لري خو غټ لاملونه یی په ځنو سیمو کې جکړه او د ځنو سیمو محیطی او طبیعی ستونزی دی چې نا انډولی یی رامنځ ته کړیده.
اوس پوښتنه داده چې څرنګه کولای شو په هېواد کې نسبي متوازنی او عادلانه زده کړی رامنځ ته کړو، تر څو د هېواد هر وګړی ته د زده کړی برابر شرایط او مساویانه امکانات برابر شي.
د هېواد کوچنیانو ته متوازنه زده کړې او روغتیایی اسانتیاوی د یو دولت لومړنی بنسټیز مکلفیتونه دی.
یو کوچنې زده کوونکې له دولت د لوکسو وسایلو غوښتنه نه کوې چې د ته دی هم د ځنو نورو کوچنیانو په څېر، په شخصی مو ټر کې د تګ زمینه برابره شی او یا دی ورته د نورو په څېر ښکلی لباس او یا خواړه ورکول شي. اما زده کوونکی حق لری چې دبل هر زده کوونکې په څېر لایق مسلکي ښوونکی، مجهزه درسي خونه، درسی مواد او کتابونه ولري.
دولت پر ټولو د تعلیمی نصاب د تطبیق حق لري نو زده کوونکې هم د ورته شرایطو او درسی مناسب چاپېریال د لرلو حق لري. ځکه چې د کانکور ازموینی په ټولو یو شان تطبیق کېږي او د کار ورکونی او د اداری اصلاحاتو اداره ټولو ته یو ډول د ازموینی پاڼه ویشی. دا به کوم منطق وي چې د زده کړو امکانات به یو شان نه وي، خو زده کوونکې به په ازموینو کې یوشان پوښتل کېږي. .
اوس چې د هماغه لږو امکاناتو سره سره درسی ټولګي هم بند شوی او مخامخ زده کړی نشته نو دا تفاوتونه نور هم زیاتیږي او په زده کړو کې د مساوی چانس هیلی او ارمانونه صفر ته نیږدی کوي چې د ډېری اندیښنی وړ دی.
که څه هم اوس حکومت او چارواکي کوښښ کوي چې د انلاین زده کړو او د تلویزیونونو په مرسته محصلینو او زده کوونکو ته د تدریس چاری پر مخ بوزی او ورته د زده کړی لارښوونه وکړي، خو دریغا چې هر محصل او زده کوونکې دا امکانات او وسایل نلري.
د شتمن او بی وزله، د ښاری او کلیوال او د امن او نا امنه سیمو د ز ده کوونکو د زده کړو تر منځ دا غیری عادلانه او نامناسب حالت کولای شي تعلیمي نظام نور هم د چلنج او کړکیچ لور ته بوزي او د تعلیمی او تحصیلی نصاب سرتاسری تطبیق نور هم له پوښتنو او ستونزو سره مخ کړي.
یوشمیر محدود د امکاناتو خاوندان، د ښاري او د امن لرونکو سیمو ځوانان به غوره پوهنځیو او پوهنتونو ته لار مومی، او نور ګڼ شمیر به دغه چانس نه شی ترلاسه کولای.
له فراغت او زده کړو وروسته به بیا هم په کار موندنه کې د اداری اصلاحاتو اداره له ټولو یو ډول میخانیکی ازموینه اخلي.
دولت به خپلو ټولو وګړو ته د زده کړو مساوی چانس او شرایط نه شی برابرولی خو از موینی به یی په ټولو په میخانیکی توګه یو ډول تطبیق کیږي.
دا عمل په اوږده موده کې د پایتخت او ولایتی مرکزونو، همداسی بیا تر ولسوالیو، لیری پرتو او ناامنه سیمو پوری د علمی، اقتصادی، ټولنیز، سیاسی او کلتوری نابرابرۍ او بی عدالتۍ سبب کرځي او کولای شی د نورو سلګونو درزونو ترڅنګ د ملت جوړونی او ټولنیز عدالت پر تنه د نارضایتیو او کړکېچونو یو بل غټ درز هم رامنځ ته کړي.
د بدخشان او نورستان، غور او بادغیس، زابل او ارزګان پکتیکا او بامیان، کنر او یا پر یوه بله لیری پرته سیمه کې استوګن ماشوم د کابل او یا بل غټ ښار د ماشوم پر څېر برابرو او مساویانه زده کړو ته اړتیا لري.
نو دحل لاره څه ده او دولت باید وګړو ته دغه لومړني بنسټیزحقوق څرنګه برابر کړي؟
زه نه غواړم چې افغانستان له اروپایی او یا نورو پرمختللو هېوادونو سره پرتله کړم، پوهېږم چې زموږ جغرافیایی،ټولنیز،اقتصادی او کلتوری حالت متفاوت دی . ددی تر څنګ زموږ وګړی له یوه اوږده خونړی جنګي حالت سره مخ دی، خلک مو د سر ساتلو او خیټی مړولو غم راخیستی، د ولس زیاته برخه مو د ژوند لومړنۍ اسانتیاوی نلری نو د زده کړو کیفیت او ستر تاسری انډول کېدای شی اوس مهال یوه ارماني او ایډیال غوښتنه وي، خو بیاهم له شتو امکاناتو باید عادلانه استفاده وشي او دا کار د دولت بنسټیز مکلفیت دی.
چارواکې کولای شي د کاونډیو هېوادونو، جنګ ځپلو هېوادونو، نورو پرمختیایی او پر مختللو هېوادونو له ځنو تجروبو استفاده وکړي.
یو وخت زموږ په هېواد کې هم د بیوزلو بچیانو، د ناامنه او لیری پرتو سیمو د زده کونکوو لپاره په کابل پوهنتون، پولیتخنیک او ننګرهار پوهنتون کې د اماده ګۍ تحصیلی موسسی جوړی شوی وی او د پوهنتون استادانو به په پوهنتون کې د نوموړو موسسو شاګردانو ته درس ورکاوه او پوهنتونونو ته به یی تیارول.
اوس هم د افغانستان دولت کولای شي چې داسی لاری چاری وسنجوی تر څو په زده کړو کې توازن او عدالت رامنځ ته شي او هر وګړی د خپل اسعداد د غوړولو او کار موندلو متناسب چانس ترلاسه کړي.
په ځنو اروپایی هېوادونو له هغی جملی په هالنډ کې اوس ددی لپاره چې لنډه موده ښوونځی تړلی وو، نو زده کوونکو سره انلاین مرسته کیده او یا ورته درسی مواد ورکول کېدل چې مېندی او پلرونه یی ورسره کورونو کې په زده کړو کې مرسته وکړي.
خو اوس هغو زده کوونکو ته چې شاته پاته دی او کورنی اقتصادی شرایط یی ددی جوګه نه وو چې د نورو په څېر له مساویانه زده کړو برخمن شي نو ورته خاصه بودجه په نظر کې نیول شوی او غواړی له شاته پاتو شاګردانو سره اظافی مرسته وکړي تر څو یی سویه له نورو سره برابره شي.
هیله ده چې زموږ په هېواد کې هم د زده کړو او کار حق ته نسبی عادلانه لاری رامنځ ته شي.
په اوسنی د کرونا په دغه اغیزمن مهال کې هغه زده کوونکې او محصلین چې د انترنت او تلویزیون اسانتیاوی نلري باید ورته نوری لاری چاری وسنجول شي، تر څو د زده کوونکو د سویی ترمنځ واټن نور هم زیات نه شي.
په اوږده مهال کې باید دولت همدا اوس په داسی یوه تعلیمي او تحصیلي عملي کړنلاره کار وکړي، چې د زده کړو د کمیت او کیفیت یا څومره والی او څرنګوالی د لوړوالي تر څنګ، نسبی متوازن او انډولیز حالت هم رامنځ ته کړي.
هغه سیمی چې کوچنیان یی له زده کړو محروم دی او یا پکې د زده کړو کیفیت ډیر ټیټ دی باید ورته متبادلی لاری چاری وسنجول شي.
جګړه باید د تل لپاره د جګړه ځپلو سیمو د کوچنیانو حقوق ونه سوزوی، بیت المال، نړیوالی بشری مرستی، او نور عایدات باید په عادلانه توګه د هېواد د هر وګړی د خدمت لپاره وکارول شي.
دولت باید نور د نا امنۍ بهانو ته د پای ټکې کیږدي، یا به زده کوونکو ته امنیت وروړی او که امنیت نه شی وروړی، زده کوونکې به د امن سیمو ته لېږدوي او ورته به د ژوند لومړنۍ اسانتیاوی، له هغی جملی زده کړی چې بنسټیز حق دی په عادلانه توګه تنظیموي.
که دا کار و نه شي، د هېواد له نمایی زیات وګړی به د هېواد له اقتصادی، ټولنیز، سیاسی او کلتوری بدلون او پرمختیا شاته پاته شي، چې بیا به د ملي یووالي ټینګښت نور هم ستونزمن کړي، جګړی، دوښمنۍ او بیثباتۍ به په نویو ډولونو دوام ومومي.
ددی تر څنګ دی د زده کړو په وزارتونو کې ګمارنی، له سهامی او سیاسی حالت پاکې کړي، مسلکي او ظرفیت لرونکي سپېڅلې اشخاص دی په دندو وګماري.
د پوهنی وزارت په اجرایوی پوستونو له کلونو راهیسی د ښوونی او روزنې داسی متخصصین نه دی ګمارل شوی، چې د زده کړو ستونزی په مسلکي توګه وارزوی او زده کړو ته د علمي معیارونو پر بنسټ کړنلاری جوړی او عملی کړي.
که چېری د یوه ناروغ علاج له طبی متخصص پرته بل څوک نه شي کولای، نو د زده کړو د ستونزو حل او د کیفیت لوړول یی هم د زده کړو له متخصصینو پرته، د بل چا په وسه نه دي پوره.
اوس همدومره.
نور بیا
پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن
19-05-2020- هالنډ