۞۞۞۞۞۞۞۞۞۞۞۞۞۞۞۞۞۞۞۞۞۞۞۞۞۞۞۞۞۞۞۞قر نطین۞۞۞۞۞۞۞۞
مخکې له دې چې قرنطین واضح کړو.... د سرور کاینات محمد صلی الله علیه وسلم مبارکه وینا ذکر کوو.
قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الطَّاعُونُ آيَةُ الرِّجْزِ ابْتَلَى اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ بِهِ نَاسًا مِنْ عِبَادِهِ فَإِذَا سَمِعْتُمْ بِهِ فَلَا تَدْخُلُوا عَلَيْهِ وَإِذَا وَقَعَ بِأَرْضٍ وَأَنْتُمْ بِهَا فَلَا تَفِرُّ
وا مِنْهُ”
ژباړه : "نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي: طاعون د سخت عذاب نښه ده، الله تعالی ورباندې ځینې خلک اخته کړي، که تاسې د کوم ځای د طاعون خبر واورئ هلته مه ورننوځئ، او کله که په هغه ځمکه طاعون راشي چې تاسې پکې یاست نو له دغه ځایه تېښته مه کوئ."
قرنطین د ایټالوي ژبې کلیمه ده،. معنی یې څلویښت ورځې ده... په اولسمه میلادي پیړۍ کې په اروپا کې وبا راغلي وه... نو کومې بیړۍ به چې ساحل ته را ورسیدلې نو دوې به څلویښت ورځې په بیړۍ کې ایسارول.... نو ځکه یې د قرنطین نوم ورکړ.
قرنطین مطلب یو څوک تجرید کول،محدودول،. ګوښه کول،. ځان ته ساتل... ترڅو چې د کومې ناروغۍ په شک قرنطین شوی وي... اعراض او علایم یې معلوم شي،. او درملنه یې وشي.او د ناروغۍ د انتقال مخنیوی وشي. قرنطین په عمومي توګه په دوه ډوله دی. ۱... په کور کې قرنطین کېدل.... ۲..... په روغتون کې قرنطین کېدل
اوس لږ فکر وکړئ،: رسول اکرم صلی الله علیه وسلم...
ایا د حدیث شریف نه قرنطین نه معلومیږي! ، بې له شکه معلومیږي، دا چې مونږ پکې فکر نه کوو،. څیړنې نه کوو،دا زمونږ بد مرغي ده، ګني اسلام دین یو کامل دین دی. د انسان ټولو معقولو پوښتنو ته جواب لري، اود ټولو ستونزو حل پکې موجود دی.....