د پورته سوال جواب داده چه نه. هغه د افغانستان د آزادی تړون دی. د قطر تړون د بهرنی قوواوو د وتلو لپاره شوی دی چه هیله ده امریکا به لیږ سد ته راسی او د خپلو ګټو له رویه به نور د افغانستان له استعمار نه لاس واخلی. شل کاله جنګ د امریکا په تاریخ کی نده شوی. دا چه اوس هم تالبان د نیم افغانستان په خاوره ولکه لری هغه د امریکا لپاره شرمونکی خبره ده. نور شل کاله به هم د دوی ارمان پوره نکړی ځکه تالبان لا د خپریدو په حال کی دی او امریکایان د ماتی. له بلی خوا امریکا د دنیا اوله وژونکی قوه لری چه د هغی په وړاندی عادی جنګ تاوانی دی. د تالبانو لخوا مخامخ جنګ به ناپوهی وی او دا به د هغوی د ناکامی لپاره په خپله دانګل وی. 

په پورتنی دلیل دا اینده شل کلن جنګ د تامل ځای دی. هغه چه د لنډفکری مرض نلری د دی جنګ ترخی نتیجی تحلیلوی او د هغوی لپاره د وتلو لیاره پیدا کوی. وایی چه غوټه په لاس خلاسیږی خولی ته ضرورت نلری. نو د پوه کس تجویز به دا وی چه د افغانستان د ازادی لپاره د جنګ او خبرو لیاره غوره کړی. که افغانستان په خبرو ازادیدای سی نو جنګ به بیا حماقت وی. همداسی وسول. خبری کامییابه ښکاری او کیدای سی امریکایان او د هغوی لکۍ له افغانستان نه ووزی. خبره داده چه د غنی لکینیونکی لیکوالان هڅه کوی په دی تړون  تالبان متهم کړی چه هغوی نن دامریکا قراردادیان سوی دی. ایا د آزادی لپاره دا قیمت ګران دی؟ وایی تکړه حکومتونو د دیپلوماسی له لیاری غټ ارمانونه په کم قیمت لاس ته راوړی. نو څکه د داسی کسانو چه د تالبانو په خلاف دا پورته نظر خپروی په نیت باید سړی بدګمانه شی په تیره بیا د هغو کسانو کوم چه دا تیر شلکاله د امریکایانو په خدمت کی د افغانانو په وژنه اخته او د امریکایی نظام په ټینګولو کی بوخت دی.

 

ایا د قطر تړون د نورو خارجی دښمنانو مخه نیسی؟

 

 جواب نیمۍ منفی دی. امریکایی لکیانی به له امریکا سره ولاړی سی. نور پټ او ښکاره دښمنان به په نوی لیارو پیل وکړی. د پاکستان فیزیکی حضور په افغانستان کی احتمال نلری که شرایط تغیر و نکاندی. د هندی، روسی، او ایرانی قواوو امکان شته که چیری غنی لاپسی لیونی شی. د دی شرایطو په مینځ کی بیا نو کیدای سی پاکستان لیونی شی او د هندوانو په وړاندی د طالبانو سره سره او یا له هغوی نه په جلا توګه په افغانستان تیری وکړی. دا امکانات باید پوهان تر ښی مطالعی لاندی ونسی. دلته هیلی باید ونشی بلکی د یوه قطعی او معلوم پلان له مخی د پورته امکاناتو مخه ونیسی.

 

ایا د قطر تړون افغانی سوله راوستای سی؟

 

جواب هو او نه دی. د روسی تجاوز او د هغوی د ګوډاګیانو پایان ښیی چه د افغانی سولی امکانات به کم وی. د نجیب حکومت د هغه د ملګرو او نورو خارجی اجنټانو له لوری راوپرځیدو. کمونستی سیاسیونو او ملیشو کیدایسی د روسانو په تحریک او تنظیمی دلالان د نورو په مټه د بینسوان د پلان په خلاف قدم اخیستی وی. که افغانان بیا داسی د بیننګی قدم واخلی نو د سولی لاره به اوږده وی. 

دا چه امریکا اوس د جنګونو قراردادونه کوی (عراق، سوریه، یمن، صومالیا او لیبیا او نور) کیدای سی هند د افغانستان صحنی ته را و هڅوی. هند او اسراییل ملګری دی او دا کیدای شی چه د امریکایانو د غچ اخییستو لپاره و ګمارل شی. ایران ګیدای سی له هند سره معامله وکړی ترڅو خپل ځان ته بازار پیدا کړی. ایرانیانو دا کار له امریکایانو سره کړی وو نو اوس هم لیری نښکاری. دا چه ترکیه او روس به راشی نو امکان یی باید رد نسی خو ضعیفه دی. چینایان د سولی لیاری اشغال غواړی او پاکستان بیا نو د هندوانو سخت مخالف دی. دا دلیلونه د جنګ دوام غواړی. د دی د مخنیونی یوازنی لیاره د قطر د تړون د پوره تعمیلولو له لیاری کیدای سی. یعنی دوه شرطونه باید و منو: چه د قطر تړون پوره تعمیل سی او افغانان د ملی او اسلامی شعور په بنا قدم واخلی. 

 

څنګه د قطر تړون سوله راوستای سی؟

لاندی ټکی د سولی د راوستلوسره کمک کولای سی:

·      د افغانانو پوهه او اخلاص مهم دی.

·      پوه کسان به ټول خطرونه و ګوری او د هغوی د مخنیوی لیاری به وسنجوی. داخلی او خارجی توطیی به پیشبینی کړی، مخنیونکی لیاری به وسنجوی او په زغرده به د متهمو کسانو نه د هغه په هکله ضمانتونه وغواړی.

·      متهم کسان به دا تهمت نه بولی او په خلاصه سینه به دا ضمانتونه امضاء کوی. 

·      تالبان او د غنی اداره او نور چه د بهرنیو ارمانونه په افغانستان کی غواړی به خپل غوښتنی واوروی او 

·      پوه خو بیطرفه کسان به هغه د افغانستان د جامعی د تقاضا لمخی تحلیل او د سولی په پروسه کی داخلی کړی. 

·      خبری شاید اوږدی سی. کیدای سی ځینی مهم او اولیات اول مطرح کړی ترڅو د اوربند امکانات برابر شی. 

·      له اوربند نه وروسته په جزئیاتو بحث وکړی او بالاخری د سولی لیک امضا او د هغه د تعمیل پروسه په مخ بوزی . 

 

د قطر تړون د مابین لافغانی سولی خبره کړی ده. د دی تړون نیمکړتیا دا ده چه د بیطرفه لوری ذکر پکښی نسته. نو ځکه د دی تړون د بری امکان کم لیدل کیږی.

 د دی تړون په بری کی زمونږ په فکر کیدای سی دوه ازادی کمیټی ښه رول ادا کړی:

1.     علمی او تحقیقی کمیته چه د افغانستان ښه او بد سنجولای سی. دا کمیته کیدای شی د مخالفیو لوریو او د سولی د کمیتی سره کمک وکړی.

2.     د سولی کمیټه چه له دریو کسانو نه کم نوی. هغی ته د هر مخالف له لوری یو کس معرفی سوی وی او یو کس بیا د هغو دوو معرفی سویو کسانو له خوا وټاکل سی او بیا دسولی خبری د دوی اکثریت توافق حاصل او بیا مخالف اطراف باندی پوه کړی. 

دا موضوع پیچیده ده او ځکه د غنی د اداری او تالبانو نه علاوه نور مخلصو او پوه افغانانو ته ضرورت لری.