په وزيرستان کې د طالبانو څلور لوی ګروپونه فعالیت کوي د ګروپونو نومونه په دې ډول دې
- وزيرستان طالبان
- حقاني نيټورک
- د هيبت الله ملګري چې د افغانستان طالبان هم ورته وايي - او څلورمه ډله بلېک مېل شوي طالبان

د وزيرستان طالبانو د مهمو قومندانانو له ډلې څخه يو *ګوډ عبدالرحمن* دى چې په پکتيکا برمل ولسوالۍ کې مرکزونه لري, واڼه کې مرکز لري او د پاکستان بنو کې هم دوه مرکزونه لري يو د *پاسپورټ دفتر* څنګ ته دويم د بنو ټاون کې او پخپله ګوډ عبدرحمان په *پوځي چاوڼۍ* کې اوسي او دوئ له افغان ځواکونو سره جنګېږي او دغې ډلې ته هره مياشت *پنځه نوي لاکه* کلدارې د پاکستان استخباراتي ادارې ورکوي د اوړي په مياشتو کې ياني کله چې جنګ ګرم شي په ژمي کې د دې ډالې طالبان په بنو، واڼه، او پښاور کې اوسي....
. حقاني نيټورک په برمل کې *پنځه* مرکزونه لري د هيبت الله طالبانو سره شريک يو په *کريخيلو* کلي کې يو *مارغه* کې د دعوې - معاملې لپاره جوړ کړئ يو مرکز *لمن* کې د موټرو نه کميشن اخلي يو *الماسي* کې يو بل هم په بنډوري کې واڼه کې يو مرکز لري نور مرکزونه ګورويک، شوال ، بنو کې لري.
البته دغه ډله د پاکستان په ډيرو ښارونو کې مرکزونه لري لکه ایبټ اباد...... خو مونږ هغه نه يادوو مونږ يوازي د وزيرستان خبره کاوو او د دغې ډلې يوه قوماندان چې نوم يې *امجد* دى د بلال چمچه ده ده د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ غړئ *ډاکټر صديق الله* وزير هم شهيد کړ يوه مياشت مخکې .

. هيبت الله ملګري يا افغانستان طالبان د ډله واڼه، شوال، ګوروېک، برمل کې مرکزونه لري زياتره مرکزونو کې له حقانى نيټورک سره يو ځائ دي.

. بلېک مېل شوي طالبان دا هغه طالبان دي چې زياتره د پاکستان استخباراتي ادارې بلېک مېل کړي دي.
دغه طالبان په *ډېره اسماعیل خان* او *بنو* کې مرکزونه لرى دغه ډله په افغانستان کې نه جنګيږي د دوى وظیفه دا ده چې د پاکستان مخالفو طالبانو جاسوسي پوځ ته وکړي او د پاکستان مخالفو طالبانو منځ کې کسان پيدا کړي له پوځي استخباراتو سره يې همغږي کړي د دې طالبانو د هر کس معاش *پنځوس زره کلدارې* دئ او په دغو کې هغه کسان چې افغانستان کې شناخت لري کورونه لري هغوى بيا له افغانستان نه جاسوسي ورته کوي او هلته نور کسان ورته پيدا کوي او بله خبره ده چې کوم کسان افغانستان کې فعالیت ورته کوي هغوى ته ټارګیټونه ورکوي او د هغه ټارګیټ په سر باندې يې پيسې ورته معلومې کړي وي خو هغه کسان چې يو ځل يې د دوى سره شناخت وکړ هغه به په يو نه يو ډول يې حتماً بلېک مېل کوي بلېک مېل به د يو چا سره دښمني وي مثلاً خپل تربور، د تره زوى، کليوال.....له دغو څخه يو څوک درباندي مړ کوي يا جاسوسي در باندې کوي چې يو ثبوت درباندې جوړ کړي بيا چې هر څه دوئ درته وايي هغه به ورسره منې او دغه د بلېک مل طالبانو ډلې يې د ډېرو اهدافو لپاره جوړې کړي مثلاً هغه طالبان چې په ايجنسيو کې د دوى له امرونو سرغړونه کوي د هغوى ويشتل په ډېره اسماعيل خان او بنو کې او همدارنګه دغه ډلې ميرانشاه او واڼه ته هم ځي هلته د استخباراتو په فرمايش ټارګیټ کسان اختطاف کوي ولي يې; خلکو ته اخطارونه ورکوي او بل وظیفه د دې ډلې دا ده چې په ټولنيزو رسنيو باندې د افغانستان خلاف تبليغات کول دا د خلکو خون اخستل د خلکو وژل د هر څه فقط د پنځوس زره کلدارو لپاره کوي د بنو مسافرخانې وګورئ ټول دغه مردار خواره پکې پراته دي هلکان يې هم ساتلى دي د تورې شيشې موټر يې ورکړي دي د پنجابي رياست شمالي وزیرستان د بنو نه کنټرولوي هلته يې دلالان کښينولي دي ډېر خلک يې پيژني هغه دلالان او د جنوبي د کنټرول کولو لپاره يې ډېره اسماعیل خان کې ځينې دلالان ساتلي دي چې په واڼه کې قتل وکړي بيا ډېره اسماعیل خان ته تښتي.
او بل خاورنګ ګيټ پاکستان د دې لپاره جوړ کړئ چې کوم طالبانو افغانستان ته راځي او يا بېرته ځي د هغو نومونه په رجسٹر کې ليکي او دوئ يې له ځان سره ثبت کوي او بل برمل ولسوالۍ کې چې کومې مدرسې دي د هغو مدرسو ځوانو طالبانو ته هم پوځ کارډونه جوړ کړي دي او هغوى ازادانه د انګور اډې له ګېټ څخه آخوا پاکستان ته ځي او راځي هلته د طالبانو مرکزونو کې ورځ تيره کړي شپه بېرته افغانستان ته راوړي په دغه رکم طالبان د افغانستان خاوره کې جلب او جذب ډير په اسانئ سره کولئ شي او بله خبره دا ده چې ديخوا برمل کې چې څومره ملايان او قومي مشران دي ټول له ملا محمد حسن چې د پاکستان د استخباراتو مهم کس دى ارتباط لري او دهغه په ترو له استخباراتو سره ناستې پاستې لري.
او بل د وزيرستان ځوانان د انګور اډې په ګيټ او خاورنګ په ګېټ باندې پوځيان ديته مجبوروي چې دوى ته په افغانستان کې فعالیت وکړي مثلاً بار موټر يا د وېش موټر ورسره دى د موټر کميشن يو لاک روپۍ ده ورته وايي چې زه څلور موټر همداسې د ګېټ نه درته خوشي کوم پيسې نه در نه اخلم خو مونږ ته افغانستان کې فعالیت وکړه او که نه يې کوې نو ستا موټر دى ولاړ دې وي..... د پنجابي رياست ظالم پوځ دغه رکم د وزيرستان د ځوانانو له مجبوريتونو ګټې پورته کوي د پنجاب د مفاداتو لپاره يې په جبري ډول استعمالوي.....

فکر وکړئ