د کورونا ناروغی نه یوازی افغانستان ته، بلکه ټولو غټو او کوچنیو هیوادو ته ډیر تاوان ورساو. د نورو پسمانیو ترخوا یی درسی پروسیجر توقف کړ. د هفتې په ورځ اپریل ۲۵ باندې ازادی راډیو ته غوږ وم یو تن د پوهنتونونو د نوی کاریکالم په بابت کی خبری او مرکه کوله هغه افغانستان کی انلاین ناشونی وباله، بیا هوای تازه پروګرام ازدی رادیو کی ځوانانو سره مرکی وی هغو هم آنلاین نه شکایت غوندی درلود. وزارت تحصیلات تصمیم ونیو چی د محصلانو وخت ضایع نشی نو امر یی وکړ تمامو پوهتونو کې دی انلاین درس د شروع کړی. په دی کی ننګرهار،لغمان، کنړ او خوست له یړو سیمو سره فرق لری. دا ځکه چی هلته درسونه د دلوی په ۱۵شروع او د حوت تر ۲۵ نیم درسونه لوستل شوی و. د لته که رخصتی تر جوزا اخیره هم دوام ولری دا سمستر جبران کولای شی. دغو دووپوهنتونو او دګرمسیر لغمان او کنړ کی ډیر محصلان انلاین او انترنیت او حتی برق ته دسترسی نلری. پریږده چی روژه هم تیره شی هسی هم روژه کی د صنف د درس خونده نه وی. نو دوی دی له دی تیر شی، خوسردسیرو پوهتونو کی معقوله ده زکه چی که اوس درس ونه وایی ټول سمستر ضایع کیږی. سردسیر لکه کابل، پروان،البیرونی،بامیان او نور برق او انترنیت هم پریمانه لری. ګرمسیرو پوهنتونو کی محصلانو درسی کتابونه اوچپترونه ترلاسه کړی دی، پروا یی نشته .چپترونه او کتابونه دی رخصتیو کی ووایی د مطالعی ښه فرصت دی، مشکل درسونه به یوه میاست کی له کورونا وروسته استادان ورته ووایي نور یی وخت نه ضایع کیږی. زما یو ورور اوس ننګرهار پوهتون کی او ترورزی می کابل پوهنتون کی دی. دورور می تشویش نشته خو دترورزی می سمستر ضایع شو.
انلاین پریږده خو مهمه دا ده چې وزارت باید لږ څه نور اصلاحاتو ته توجه وکړی، مثال: ننګرهار پوهنتون پخوا یو ښه پوهنتون و زموږ مشران یی دپخوانی تاریخ صفتونه کوی چی ساری یی نه و . دوی ویل چی د ننګرهار طب ترکابل طب اوچت و، زموږ ولایت کی لایق ډاکتران د ننګرهار فارغان دی. خو اوس خپلوی او کلیوالی پکی زور اخیستی . وزارت دی دانلاین په جای دغه اصلاحات وکړی: زه ۱۴کاله مخکی د انګلیسی څانګه کی هلته محصل شوم. معروف شا ریس د ادبیاتوو له محصل او استاد به یی رشوت اخیست. زمان معاون و دمعروفشاه د رشوت مخه یی نه نیوله محصلان به یی شکایت ته نه پریښودل. یوه ورځ زموږ ټول صنف شکایت ته ورغی هلته اداره کی جنس خان شینواری، معروفشا شینواری ، شاولی شینواری او خانسلام او څو نور ناست و، ښه و چی د انګلیسی څوک نه و که نه موږ دشکایت جرات نشو کولی داځکه چی دانګلیسی درس د سمستر ترنیمایی درک ندرلود، خو کله مو چی خبرو ته ځان جوړ کړ ناګار له معروفشا ریس نه نسوار وغوښت، هغه ورکړل، ورپسی دنسوارو پاکټ شاولیخان واخیست، بیا خانسلام شنواری اوبیا جنس خان او تر اخره پاکټ دوران وکړ، موږ په دی وخت کی خپل شکایت شروع کړی و دوی پاکټ ته دوارن ورکړ، دټولو ژبی لاندی نصوار و، معروفشا موږ ته وویل:
ځی بچی ماغزه راله مه خرابوه. داوخت یو څو نور استادان راغلل یودوه پکی د انګلیسی و. موږ وارخطاشولو چی والله په شکایت یی ګیرکړو. خو هغوی داسی خنداوی او مستی شروع کړه لکه دماشومانو دلوبو میدان ټول هلکان هلکان و. یو پکی د استاد په شان نه و. زموږ قصه کی هم نشول. معروفشاه ورته وویل : ای هلکو غرمه چرته ماهیان شته ؟ هغه میله څنګه شوه، یو دانګلیسی استاد وویل ریسس صاحب. نن د ... وار دی را ګیر یی که داوخت یو یو پاڅیدل او د ریاست کونج کی یی نسوار تو کول. د ټولو دماغ برابر شوی و، موږ ددوی منظری ته کتل، عجبه د نسواریانو ډله او ټیم جوړ دی بس ددولت معاشونه دی اخلی یی رشوت او میلسمتیا ورسره خدای (ج) حاضر دی چی ډیر خپه شوم. دانګلیسی استادان یی ولیږل چی هوټل کی د کړایی او ماهیانو فرمایش ورکړی موږ انتظار و چی زموږ مشکل ته جواب ووایی. دانګلیسی استادانو ښار کی کورسونه لرل او موسساتو کی یی کار کاو. ، دوی یی ددرس قصه کی هم نه و. دا وخت ملازم یو دحکم کاغذ راوړ هغه کی د غلا شویو کمپیوترونو خبر راغلی وه موږ هم خبر شوی و چی پوهنخی کی د کمپیوترو غلا شوی. کله چی ریس معروفشا دا کاغذ ولوست د ټولو د نسوارو نشه والوته ټول بیرته جګرخون شول بیا دنصوارو پاکټ په دوران کی شو له جنس خان شینواری شروع تر شاولی، معروفشا شینواری او ناګارورسید، یوه کپه پکی ملازم هم واچوله. خبره خرابه وه موږ یوبل ته وکتل پاڅیدو. ما دغه پوهنځی پریښود لاړم په شخصی پوهنتون کی می تحصیل وکړ اوBBA می ولوسته دا ځکه چی هغه وخت یو بل مشکل هم و. یو څو تنو استادانو او محصلانو محصلین په زور مظاهرو ته ویستل که به څوک نه تلل وهل یی ورکول وضعیت خراب و. زموږ هم اتاقی دحقوقو اوسیاسی علومو پوهنځی ټول سمستر ۱۴ پاڼی درس ویلی و. درس نه ومفته نمری وی. ادبیاتو، زراعت او انجنیری کی هیڅ درس نه و، زموږ هم اتاقیانو به هسی لیلیه کی شپی ورځی تیرولی. اوس می چی ورور څخه پوښته کوم ددغه پوهنځی هماغه حال دی. ورور می وایی زړه می له پوهتون تور دی. دادی ډیر کلونه ورسته یی اوس ادبیاتو کی ماستری شروع کړی . ورور می وایی چی یوسم استاد پکی نسته ‎. د ماستری فارغان وایی : کله چی نوی ماستری شروع شوی وه یو پکی له کابله لعل باچاازمون راته هغه به ټوله ورځ دریاست جمهوری قصی کولی او ځان به یی مشاور مشاور کاو . ده له والی ګل اغا سره تار درلود والی ورته جلا ل اباد کی نمری او کور ورکړی و. کابل کی یی ارګ کی لار درلوده بس درس نه و دځان صفتونه و او نورو استادانو یی هسی وخت تیراو دماستری اخر کی به هر یوه یو شی ولیکل او نوم به ی ماستر شو، لعل باچا نه خلکو کرکه کوله ځکه د طالبانو وخت کی ی د وردک ولایت خلکو پسې بدی خبری لیکلی وی او د کرزی وخت کی ی بیا د نورو قومونو پسې راخیستی وه.اوس چی زه ځان دوی سره مقایسه کوم شکر باسم چی دا پوهنتون می پریښود، خو نورو محصلانو ته خپه یم که کورونا وی یا نه وی د دی پوهنتون حالت ته باید توجه وشی، ټول پکی خپلوی پالی د ناګار څلور زمن پکی استادان او مدیران دی، د معروفشا هم څو زمن پکی مقرر دی، د شاولیخا ن هم زامن او لورګانی پکی مقرری دی اودرس نشته معاش اخلی .
وزارت تحصیلات عالی دی د مهمو پوهنځیو ته توجه وکړی ادبیات او تعلیم وتربیه هسی هم معلمان کیږی، خو ساینسی ډیر مهم دی. وترنری، ساینس، طب ، زراعت اواقتصاد ډیر مهم دی چی خلک یو مړی ډوډي ولری، تجارت ښه شی سرمایه پیدا شی او صحت او مالداری ښه شی. سیاسی حقوق، انګلیسی، کمپیوتر او ادبیات هسی هم شخصی پوهنتون او کورسونو کی هم زده کیږی، خو دغه نوری رشتی ډیر ی مهمی دی. بیا که معلمان هم تربیه کوی لږ دی باسواده تربیه کړی، اوس خو ددغه پوهنتون څخه د راتلونکو فارغانو معلمانو نه هیڅ توقع نه کیږی. دتعلیم او جامعی بنسټګر خو معلم دی چې هغه کمسواده وی نو راتلونکی شاګردان به څه وی؟
په دې ورځو کې همزولو دوستانو او زما ملګرو حکیم بهیر او غزانور د پښتو د بډای کولو په هکله لیکنی کوی زه دوی ته وایم چی د پښتو ادبیاتو پوهنځی او استادان تکړه نه وي، نو څنګه به ژبه بډایه شي؟ کابل پوهنتون کی می ترورزی له تعصباتو شکایت کوی، وایی پښتنو ته په سپک نظر کتل کیږی ډیر بی جراته سوی یاستو، آنلاین به ممکن زکه موږ ته ښه وی چی ارام به خپل درسونه وایو وخت به هم ضایع نشی او عاجز ولایتی محصلان به د شهری کلانکارو له ازار او سپکاوی بیغمه وی. باید وزارت دغه د مرکز شهری هلکانو ته نصیحت وکړی چی کلیوالی غریب هلکان مسخره نه کړی او رقم رقم نومونه لکه کوچی، اوغان طالب، داعش او نور نومونه ورباندی نږدی ، زما ترورزی له کابل پوهنتون په دی وجی ډیر شکایت لری. بیخی بی جراته شوی د شهری هلکانو او فیشنی ځوانو استادانو له اخلاقی فساد او نجونو ته په بد نظر کتلو هم شکایت لری. لیلیه کی ټول زموږ هزاره ورڼه باداری چلوی کلیوال هلکان سپکوی تعصب روان دی دترورزی می زړه له پوهنتون تور دی. ټول شکر مسلمانان یو دا نومونه او سپکاوی څه معنی لری د همدی شهری هلکانو پلرونه او نیکونه یووخت تر موږ هم بدتر و اوس دوی ډیر په دماغ او سپک نطر موږ ته ګوری . زه چی خبر یم د البیرونی، خوست، قندهار او بلخ پوهنتونو وضعیت ډیر ښه دی. تر کابل نه هم ښه دی. پوهنتون په ښو زحمتکشواستادانو جوړیږی چی لایق، فرهنګی، بااخلاقه ،ناموسدار، عادل او بی تعصبه وی لکه د بلخ، البیرونی، خوست او قندهار. محصلان یی د استادانو او پوهتونو نه رضایت لری او صفت یی کوی. که د وزارت سخنګوی دغه لیک ولولی دمهربانی له مخی دی ننګرهار او کابل پوهنتونو دواړو ته ولیږی، بلخ، خوست، قندهار او البیرونی دی تشویق ستایش کړی.
دا و د یو ورور نظرونه . په احترام
و عقیل احمد راسخ سره له ملګرو.