د اروپایي‌ هېوادونو د کواورډينېشن کمېټۍ اعلاميه

د روان عیسوي کال د مئ میاشتې په لومړۍ نېټه ماځيګر د خيبر پښتونخوا په واڼه سېمه کي نامعلومه وسله والو د پښتون ژغورني غورځنګ پر مخکښ غړي عارف وزير باندې په داسي حال کي وسله وال بريد ترسره شوي دی، چي دغه ټوله سيمه او دلته د سېمه ییزو خلکو تګ راتګ د پاکستاني د پوځ او استخباراتو تر بشپړه کنټرول لاندې دی. نوموړی پر سر او اوږه تر ويشتل کیدو، وروسته نن سهار د خپلو ژورو ټپونو له امله په روغتون کي ساه ورکړه..

د دې غمجني او وېرجنې پېښې په غبرګون کي د پښتون ژغورني غورځنګ د اوروپايي هېوادونو د کواورډينېشن کمېټۍ يوه بېړنۍ غونډه راوغوښتله، چي پکي د ټولو اوروپايي هېوادونو ټاکل شویو مسوولو استازو ګډون درلود..

د پې ټې ایم اوروپایې کمېټۍ مسوولينو پر دې پېښې د زړه له تله خپله خواشيني څرګنده کړه او دغه پېښه په سختو ټکو د غندني تر څنګ د پاکستان د عدليې ارګانونو او له نړیوالو بشري حقونو د سازمانونو غوښتنه کوي چي دغه ترهرګريزې پېښه، د پاکستان د پوځي استخباراتو بې ملاتړه ناشوني ده، رڼې پلټني ممکنه کړي، د دې وژونکې پېښې پلانونکي دې را په ګوته کړل شي او عاملينو ته دي يې د قانون سره سمه سزا وارول شي..

د يادوني وړ ده چي د عارف وزیر کورنۍ په منځنۍ پښتونخوا ( پخوانۍ فاټا) کي د ترهګرۍ د مخنيوي او مظلومو پښتنو ته د دوی د بشري حقونو په لاره کي نه ستړي کيدونکې مبارزه کړې ده او په دې لاره کي يې د پلار او ورور په ګډون د کورنۍ ۱۷ غړي په سيمه کي د پاکستاني دولت لخوا ملاتړکیدونکي او تمويليدونکي ترهګرو لخوا په ډیره بېرحمۍ وژل شوي وو، نوموړي د تېرو دوو کلونوراهېسې د پښتون ژغورني غورځنګ د ولسي مبارزې په لومړی لیکه کې درریدلي و او د ظلم خلاف د احتجاجونو له امله څو ځلې په زندانونو کي د ظلم تشدد او کړاونو ډکې شپې ورځي وزغملې دي. په وروستی ځل فقط یوه اوونۍ مخکي له زندانه راخوشی شو، خو بدبختانه نن د خپلو مظلوم ولس د ژوند او امن له روا مبارزې د تل لپاره بېل کړل شو..

په اروپا کي د پښتون ژغورني غورځنګ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې او د اروپايي اتحاديې د اسيا د چارو مسولينو څخه غوښتنه کوي، چي په پاکستان کي د دولت لخوا پر لږکيو په ځانګړې توګه پر پښتنو د روانو بشري جنايتونو قضیې او د دوی نسل وژني ته جدي پاملرنه وکړئ او پر پاکستان له دغه جنايتونو څخه د لاس اخيستني په موخه هر ډول سياسي او اقتصادي بنديزونه ولګوي..

غونډې د ډيورنډ کرښي پر دواړو خواوو مېشتو افغانانو او په نړۍ کي د پښتون ژغورني غورځنګ پر ملاتړو ږغ وکړ چي تر بل هر وخت ډير په اتحاد و اتفاق د خپلو مظلومو خلکو د پاره دسوله ییز ژوند او امن ږغ پورته کړئ..

د عارف وزير روح دي تل ښاد وي او د پښتون ژعورنې غورځنګ د انساني حقونو سوله ییزه او پرامنه لار دې تل روښانه وي.

په درناوي 

په اروپا کي د پښتون ژغورني غورڅنګ 
د اروپايي هېوادونو کؤاورډنېشن کميټۍ