د پښتنو ملي اتل سردار عارف وزیر د پنجاپي پوځ د اپریل په لومړۍ ۲۰۲۰ کال د جمعې په ماښام په داسې حال کې چې روژه ماتي ته درې منټه پاتې و د خپل کور سره نږدې برید وکړ ا و وروسته په روغتون کې یې ساه ورکړه.
پنجاپی پوځ په غیر مستقیمه توګه عارف وزیر باندې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی او ویلي دي: (زما وطنه ستا هر دښمن به له منځه یووړل شي.) او بیا یې د عارف وزیر نوم اخیستی دی.
په تیرو دوو کلونو کې محمد ابراهیم ارمان لوني، ادریس وزیر، مشال خان ، نقیب الله ، هارون بلور، حمیدالله کابل خیل ، طاهر دواړ او داسې نور په سلګونو پښتانه مشران وژل شوی دي خو په تیرو لسو کلونوکې نږدې شپیته زره پښتانه وژل شوي په لسګونو زره ورک کړل شوي او په لکونو د پښتنو کورونه ویجاړ کړل شوي دی. نږدې لس زره پښتنې پیغلې او میرمنې د وینځو په توګه د پوځیانو له خوا تشتول شوي دي.
عارف وزیر خپل ټول ژوند او ځان ددې وطن د ازادي ، یووالی او ابادۍ ته وقف کړی دی. هغه افغانستان د پلار د کور په توګه کتل خو د کابل چارواکو څخه یی سرټکوه. هغه د کابل ادارې څخه غوښتل چې په کابل کې د پښتنو زده کونکو د پاره د زده کړو حق ورکړي .
د عارف وزیر زیات عمر په بندیخانو کې تیر شو. مګر بندیخانو کې پنجاپی استعمار ونه شو وژلی ، نو د ده د ترور له پاره یې متقاعد پوځیان لیږل شوي و.
په تیرو دوو کلونو کې محمد ابراهیم ارمان لوڼي د پنجاپي پوځ د متقاعدینو له خوا په شهادت رسیدلي و ، دا وار په کیلنینګ لیست ( باید ووژل شي لست ) کې د عارف وزیر نوم راغلی و ،
ددې برید له امله عارف وزیر په مټ او سر ټپي او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه. خو د هغه سره د هغه تره زوی په تروریستانو ډزې کړي او هغوی یی ټپیان کړي چې بیا دا تروریستان د خلکو له خوا ونیول شول. چې دوه یې پنجاپی پوځیان او یو یې سیمه ایز پوځي دی.
متقاعد پوځیان :
پنجاپی استعمار د هغو پوځیانو د پاره چې په ورانکارو فعالیتونو بوخت دي هغوی ته د پوځ متقاعدین وايی. باید ووایو چې د متقاعدینو افسرانو پالیسي د پنجاپستان لوی دیکتاتور او تروریست جنرال ضیاالحق له خوا رامنځته شوي ده په دې پالیسي کې هغو افسرانو ته چې ورانکارونو ډلو کې ګومارل کیږي ورته متقاعد پوځیان وايی په داسې حال کې متقاعد نه دی بلکې د پوځ د نورو افسرانو په نسبت درې وارې زیات امتیازات لري.
دا ډول متقاعد تروریست افسران ( د کرنل امام په شمول) د افغانستان او د پښتنو د تباهی لوی عاملین و او هم د کشمیر په جګړو هم د دوی څخه کار اخیستل کیږی.
ددې متقاعدو تروریستو افسرانو څخه په سلګونو جنرالانان ، ډګروالان او په زرګونو عسکر په افغانستان کې وژل شوی او هره ورځ د دوی جنازې د افغانستان څخه پنجاپستان ته لیږدول کیږي. چې بیا د پنجاپستان له خوا په عسکري مراسمو سره خاورو ته سپارل کیږي.
د پنجابستان څخه صادریدونکو تروریستي ډلو ، سوق او اداره او کومانداني ددې متقاعدو پوځیانو په غاړه ده چې هره شیبه د پنجاپی پوځ د مرکزي ادارې سره په اړیکي کې وي او د پوځ څخه ورته کومانده او لارښوونه کیږي.
د اولسمشری د لوړې مراسم:
د افغانستان د اولسمشر محمد اشرف غني د اولسمشری د دوهمې دورې د لوړې په مراسمو کې سردار عارف وزیر هم ګډون کړی و. د نوموړی خاص ټیپ او چلند د مراسمو ټولو ګډونکو پام ځانته اړولی و.
خلکو په قول کله چې په دې مراسمو باندې توغندیو ډزې پیل شوې ، په دې مهال د غونډې ګډون کونکی وارخطا شول او کیدای شوه ستره ګډوډي رامنځته شي په دې مهال سردار عارف وزیر پورته شو او د غونډې ګډون کونکي یې کرارۍ ته راوبلل او په دې ډول یې د محمد اشرف غنی د اولسمشری د لوړې مراسمو دوام ته زمینه برابره کړه.
هغه د اشرف غني د اولسمشر کیدو د پاره بی اندازې خوشاله و او دایې د افغانستان دخلکو د پاره لوی برۍ ګاڼه . عارف وزیر په افغانستان مین وه او ځانګړي مینه یې ورسره درلوده . خو اوس چې نوموړی د ترور د سترې توطېې له امله شهید شو ، د افغانستان اولسمشر په خبر هم ندی او خپل غبرګون نه ښکاره کوی.
عارف وزیر د افغانستان او پښتنو ملي شهید دی او د هغه یاد تل ساتي .
اولسونه د هیوادونه برخلیک ټاکی
1. د پنجاپستان د سفارت دروازه وروتړي
2. پښتنو او د بلوچستان د ازادی غوښتونکي غورځنګونه په رسمیت وپیژنی او په کابل کې دفترونه ورکړي.
3. د پاکستان سره هر ډول سیاسي ، اقتصادي او دیپلوماتیکی اړیکي وشلوي
مګر چې هغه دا کار نه کوي د ازادی د پاره د پښتنو په مبارزو کې کومه اغیزه نلری.
د پښتنو مشرانو د ترور پالیسي:
د عارف وزیر ترور هغه اوږده پالیسي ده چې د ضیاالحق له مهال تر ننه پورې د پښتنو مشرتوب له منځه وړلو د پاره رامنځته شوي ده. د ضیاالحق په واکمنی کې په زرګونو پښتانه چې د افغانستان څخه د پښتونخوا سیمو ته تللي و ، ترور کړل شول.
مګر دا سلسله ختمه نه شوه په تیرو شلو کلونو کې یوازې په افغانستان کې تر دوو زرو زیات د پښتنو مشران ،جنرالان او پوهان شهیدان کړل شول همدا ډول د ډیورینډ د ها پښتنو کې د یو نیم زرو څخه زیات مشران وژل شوي دي. ځینې خلک شک کوي چې په افغانستان کې دننه به ځینو کړیو د پښتنو مشرانو په وژلو کې رول لوبولی وي.
د عارف وزیر د ترور څخه دوه موخې وې :
1. د پښتنو ملت د یوه ستر مشر او اتل څخه بې برخې کول و، هغه مشر چې د ډیورینډ د منحوسې کرښې سخت مخالف او کابل ېې د خپل پلار کور ګاڼه
2. ددې ترور له امله به پښتانه راووځي او غونډې به جوړې کړی او په دې ډول به د کرونا ناروغي په دوي کې خپره شي او په لسګونو زره پښتانه به ووژل شي.
له بده مرغه:
د انګریزي استعمار او اوس مهال د پنجاپی استعمار څخه د ازادۍ په لاره کې ستر خنډ د کابل حکومت دی. د کابل حکومت تل هڅه کړیده چې د انګریز او پنجاپ په وړاندې د انګریز او پنجاپ ملاتړ وکړي.
کابل که د یوې خوا د ډیورینډ منحوسه کرښه نه مني خو په عمل کې یې پنجاپیانو ته دا موقع ورکړه چې:
1. د کرښې دواړو غاړو خلکو ته د پاسپورټ او ویزه جبري کړي.
2. پنجاپی پوځ ته اجازه ورکړي چې د کرښې په اوږدو کې اغزن تار وغزوي او تاسیسات جوړ کړي.
3. په پیښور او کوټه کې د کونسلګریو په جوړولو سره د پښتنو سیمو اشغال رسمي کړي.
4. د پنجاپی پوځ سره د پښتنو ځپلو کې ( وزیرستان ، باجوړ ، دیر ، بونیر، سوات ، اورکزیو او نورو سیمو کې ) مرسته وکړي.
5. د کابل دولت هیڅکله دا په ډاګه نکړه چې پنجاپستان یو تروریست دولت دی
6. هیڅکله یې د پښتنو او بلوڅو د روا حقوقو غړ یي په سیمه ایز او نړیواله سویه پورته نکړ.
7. د ډیورینډ منحوسې کرښې ها خوا پښتنو سره یې د پاکستانیانو په توګه چلند وکړ.

د پښتنو ځپلو د بهیر د پاره یو نړیوال پټ اتحاد شته امریکا د تروریزم د ځپلو په نوم د رسنیو په قول نږدې ۴۰ میلیارده ډالر پنجاپستان ته ورکړل چې د هغه زیات یې د پښتنو سیمو په ورانولو او د خلکو په وژلو کې ترې کار واخیستل شو.
د یوه نوي دور پیل:
اوس په سیمه کې نوی دور پیل کیدونکی دی. اوس حالات بل ډول دي پښتانه په ډیره هوښیارۍ سره ګامونه پورته کوي او نه پریږدي چې د دښمن ناوړي توطیې عملي شي. ښایي:
پښتانه د خپل راتلونکی د پاره یوه جامعه او سوله ایزه پالیسي غوره کړي چې د هغې له امله ازاد پښتونستان جوړ او پاکستان یوازې په پنجاپ کې محدود شي.
نړیواله ټولنه هم ښايی اوسني واقعیتونه وګوري او په دې ډاډه شي چې پنجاپستان یوه تروریستي – استعماري اداره ده او دا باید ړنګه شي.
ددې برید له امله ، اوس ټول پښتون اولس پوه شوی دی چې نور د پنجاپستان سره د دوی ګوزاره نکیږي . د پنجاپستان تر واک لاندې د دوی ژوند ، ناموس او شتمني خوندي نه ده. دوی به ټول د حاجی میرزالی خان په پل ګام ایږدي او د ازاد پښتونستان د جوړیدو د پاره عملي مبارزه پیل کوي.
د پښتنو غوښتنې:
1. پښتانه عدالت نه غواړي ، پښتانه پشپړه ازادي غواړي.
2. د پښتنو د ټولې خاورې څخه د پاکستان پوځي او ملکي ادارې ووځي.
3. د پښتنو ټوله هغه خاوره چې د پنجاپ ایالت ، سند او بلوچستان سره یو ځای کړل شوی ده بیرته د پښتونستان سره یو ځای کړل شي.
4. د ملګرو ملتونو تر نظر لاندې دې په پیښور ښار او کومه بله سیمه کې د ازاد پښتونستان په نوم موقته اداره رامنځته کړل شي. تر څو سراسری ټولټاکنې وکړي.
5. ټول هغه پوځیان چې د پښتنو په ضد یې جرمونه او جنایتونه تر سره کړي دي په نړیواله محکمه کې محاکمه شي.
6. د امریکا متحده ایالات دې د پاکستان څخه هر ډول ملاتړ څخه ډډه وکړي.
7. نړیوال هیوادونه باید د پښتونستان ازاد هیواد په رسمیت وپیژني او خپلې دیپلوماتیکي اړیکي ورسره ټینګې کړي.
8. کابل باید ازاد پښتونستان همدا اوس په رسمیت وپیژنی او د ډیورینډ کرښه ړنګه کړي.
9. افغانستان او ازاد پښتونستان باید په یوه کنفدراسیون کې ګډه اداره رامنځته کړي.
10. افغانستان باید د کرښې ها خوا پښتنو او بلوڅو ته د افغانستان پاسپورټونه ورکړی.
زموږ اتل شهیده !
په پښتونخوا کې د ازادی د پاره توپان را پورته شوی دی .
ستا ارمانونه به پوره کیږی.
پښتون ټبر ژوندی دی.