خبر شوم چې د ولسمشر د فرمان له مخې د ولسمشرۍ د دوهم مرستیال په مشرۍ یوې کمیټې ته دنده سپارل شوی چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ په تشکيلاتو او فعالیتونو بیا کتنه وکړي او لازم سمون او اصلاحات رامنځ ته کړي. زه د علومو اکاډمي او نو موړی کمیټې ته په ډیر درنښت د څو ټکو وړاندیز کوم، چې که چېری یی په نظر سم راغلل، نو هیله ده چې په پام کې ونیول شي
: ۱- د علومو اکاډمۍ ته باید د تیر په څېر د مسلک او وړتیا تر څنګ په ډیر دقت د افغانستان ګټو او ملي ارزښتونو ته ژمن کادرونه او علمي غړی استخدام شي. ۲- تر کومه ځایه چې کتل کیږي او زه معلومات لرم، د علومو اکاډمۍ د زیاترو څانګو ډیری څېړنی او تحقیقات، د پخوا په څېر زیاتره په کتابتونی متود ولاړی دي او د معلوماتو را ټولول زیاتره له دوهمی او دریمې منبع یا سرچېنې اخستل کېږي، معلوماتي بڼه لري، بی له شکه چې د معلوماتو له زیاتوالی سره مرسته کوي، خو ډیر لږ د ستونزو حل ته ځواب وايی. اړینه ده چې د وخت غوښتنو او د افغانستان اړتیاوو ته په پام، ډیر تمرکز په ساحوی څېړنو او نویو تجربو وشي. په کار ده چې په بیلابیلو برخو کې د ستونزو په مطرح کولو او لټولو سره تحقیقات ترسره شي او ورته د حل لاری ولټول شي.
 ۳- علومو اکاډمي کولای شي خپلی څانګې د مسلک له مخی له بیلابیلو وزارتونو سره ونښلوي او دهغوی د اړتیاوو او ستونزو پر بنسټ ځانګړی عملی څېړنی ترسره کړي.
 ۴- ښه به وي چې د علومو اکاډمۍ تألیف او یا ژباړل شوی آثار د پوهنتونونو او ښوونځیو د درسي موادو مرستندوی مواد وي. او په دی توګه هلته او دلته ټولی زده کړی او څېړنی یو له بله باخبری او یو د بل مرستندوی وي.
 ۵- په علومو اکادمۍ کې دی، د بهرنیو آثارو د ژباړی یو داسی قوي مرکز جوړ شي چې وړ مسلکي ژباړونکي د اړتیاوو پر بنسټ تر ټولو غوره او نوي آثار وخت په وخت وژباړي. زه پوهېږم چې ژباړه اوس هم ترسره کېږي خو اغیزمنتیا یی لږه ده. د ایران هېواد په دی برخه کې د فرانسوي اثارو په ژباړه کې بیساری اغیزمن کار ترسره کوي، په داسی مهارت نوی او تازه آثار ژباړي لکه د دوی خپل تألیفات چې وي او په ټولو تحصیلي او علمي مرکزونو کې ورځنی ګټه اخلی.
 ۶- غوره به وي چې د علومو اکاډمي د اطلاعات او فرهنګ، لوړو زده کړو او پوهنی وزارتونو سره په ګډه د رسمي ژبو د معیاري ساتلو او ودی ورکولو یوه ګډه کو چنۍ خو با کفایته او باصلاحیته کمیټه جوړه کړي، تر څو په ټولو رسمي برخو، رسنیو او اړينو برخو کې د ژبو استعمال و څاري، معیاري توب او پرمختګ ته يی وخت په وخت لازمي عملی سپارښتنی وړاندی کړي او پر تطبیق يی څارنه وکړي. تر څو له یوې خوا ژبی سرتاسری، په واحده او معیاري تو ګه استعمال شي، ملی ترمنالوژۍ مراعت شي او د ژبو د پرمختګ لپاره هم مناسب او متوازن چاپېریال رامنځ ته شي. دا رنګه له نورو سکتوری وزارتونو او موسساتو سره هم د ګډ اغیزمن او عملی کار زمینی برابرولای شي. په پای کې په داسی حال کې چې د علومو اکاډمۍ ارزښت او د نوموړی اکاډمۍ د درنو څېړونکو او پوهانو کار او خدمت ته د قدر په سترګه ګورم په لاډېری اغېزمنتیا او وړتیا یی ټېنګار کوم. هیله کوم چې پر یوه اغېزمن، هېواد او ولس ته په ژمن تشکیلاتی جوړښت او یوی نوی کاري کړنلاری او تګلاری سره به علمي تیوریګانی په عمل کې پلی کړي او د ستونزو په راسپړلو او ورته د حل د لارو په موندلو کې به نویو تجربو او ساحوي تحقیقاتو ته زیاته پاملرنه وکړي. همدارنګه باید پر یوه داسی ملی سرتاسری د اثارو دثبت او راجستر پر دیتابیس کار وشي، چې د ټولو څېړونکو، د پوهنتونونو د استادانو، محصلانو او نورو آثار ثبت کړي تر څو د تکرار مخنیوی شوی وي، یو د بل له آثارو ناوړه ګټه وانخلی او ژباړه او تألیف د اړتیاوړ پر بنسټ ترسره شي. 
 په درنښت