په ټوله کې افغان حکومت او افغانانو سره د عبدالله عبدالله او د هغه د ډلې اختلاف، په حکومت کې د چوکۍ په سر نه دی، بلکې اختلاف په هغه لیدتوګه(د تفکرطرز) او تګلار کې پروت دی چې دا ډله يي هېواد کې د نظام، ملي هویت، تاریخ، ملي ارزښتونو، اساسي قانون، مدنیت او پرمختګ په اړه لري.
که خبره یوازې په چوکۍ کې وای، د نوییمې لسیزې وروسته چې هلته حکومت او ټول واک د برهان الدین رباني ډلې، اسلامي جمعیت او نظارشورا سره وو او د بن تر کنفرانس وروسته دوه لسیزې نور هم تر نن پورې د حکومت کلیدي چوکۍ او واک دې ډلې سره دی چې اوس يي عبدالله عبدالله استازولي کوي، نو بیا ولې د حکومت پاتې برخې سره په هر څه کې اختلاف او شخړې ته لاس اچوي؟
اوس خو هم د دې ډلې واک په حکومت کې تر بلې هرې ډلې زیات دی!
سقاوي لیدتوګه چې د عیسوي شلمې پېړۍ په درییمه او څلورمه لسیزه کې يي د سقاو په سرخیلۍ یو شمېر سقاویانو بنسټ کېښود؛ په شپږمه او اوومه لسیزه کې ستمیانو او د کارمل په مشرۍ یو شمېر پرچمیانو ادامه ورکړه چې وروسته ورسره اسلامي جمعیت، نظارشورا او د ستمیانو نویو کړیو لیکې ورګډې کړي او نن د ازبکو او هزاره وروڼو په منځ کې د یو شمېر غلو او لنډه غرو په ملتیا، غواړي د ایران په معنوي او مادي مرسته او د روسيي په وسله او ستراتېژیک ملاتړ؛ د خپلې لیدتوګې بنسټیزې کرښې چې پورته ورته اشاره وشوه، پلې کړي.
بېځایه نه وه چې کارمل پخپل مهال، په پرچم جریده او ویناوو کې سقاوي تور حرکت ته د شمال د زیارکښو بزګرو د پاڅون نوم ورکاوه!
د سقاوي لیدتوګې پلویانو دوه ځلې هېواد کې د پرمختګ او نویتوب غورځنګ په وینو ولمباوو. لومړی ځل د غازي امان الله خان د حکومت او کړنلارې په وړاندې راپورته شول او نوي حکومت چې تازه يی له انګریزانو خپلواکي ترلاسه کړې وه او د سراسري مرکزي حکومت په سمبالښت او د هغه په مټ يي پراخو مدني او دیموکراتیکو بدلونونه ته لار پرانیستله، د لارې منځ کې ځنډ او وروسته يي د نوروتورو ځواکونو او پردیو په ملاتړ له واکه وغورځاوه.
د سقاو دې تور پیر هېواد څو کلونه د مرکزي واک او له مدني پرمختګه بې برخې کړ!
د سقاو پلویانو د بلې واکمنۍ پیر چې په نوییمه لسیزه کې يي د برهان الدین رباني په سرخیلۍ سر راپورته کړ او بنسټ يي مخکې د څو درواغجنو روشنفکرانو لکه د کارمل په ګډون ستمیانو او مذهبي مافیا ایښی وو، د نجیب الله په مشرۍ یو بل نظام او حکومت چې په نسبي توګه د هېواد خپلواکۍ او واکمنۍ ته ژمن وو، رانسکور او هغه هیلې يي خاورې کړي چې هېوادپالو افغانانو د هېواد د ودانۍ او د وګړو د سوکالۍ لپاره درلودې.
نن هم د سقاو پلویانو اوسنی تور حرکت چې عبدالله عبدالله يي مشري کوي، د هغه بدلون او اوښتون مخې ته د زولنو پتوګه په لار اچول شوی چې د غازي امان الله خان تګلارې د نیمګړي څپرکي د پلیتوب لپاره يي ولسمشر غني غواړي، پلی کړي.
دلته بیا هم ګورو چې ټول تور ځواکونه په اسلامي جمعیت، نظارشورا، اسلامي ګوند، دوستم جنبش، د اسلامي وحدت په څانګو او د پیرانو په ډلو کې د عبدالله پر محور راټولیږي او د مرکزي حکومت او د هغه د جوړونکو تګلارو مخې ته خنډ کیږي.
د ۱۳۹۸ کال د ټاکنو په وړاندې چې قانوني او سراسري ملي حکومت ته يي لار پرانیسته، لومړی د عبدالله پر محور د تورو ځواکونو د «نه منم» پریکړه او بیا وروسته د ټاکنو د پایلو د «نه منم» لپاره په ټاکنو کې د دې ځواکونو ګډوڼ، وښوده چې دوی اوس هم د ۱۹۲۸ کال د سقاو تور یرغل او د ۱۹۹۲ کال تورې کودتا ته د ورته پلانونو په اندیښنو کې ډوب دي.
د ټاکنو د پایلو نه منل، د ټاکنو پر بنسټ د ولسمشر غني د منتخب حکومت سره د موازي حکومت اعلان او د ناحقه سوګند او لوړې جلا مراسم ترسره کول، دا ټول د اوسني پیر د سقاوي اندیښنو او لیدتوګې څخه خړوبیږي.
باید هېر نه کړو چې په کور دننه د سیاسی او ټولنیز چاپیریال او د سیمي او نړیوال چاپیریال بدلون سره، سقاوي اندیښنې او لیدتوګه هم لکه مار چې زوړ پوټکي غورځوي، بدلیږي؛ خو زهر يي په خپل حال پاتې کیږي.
عبدالله او ډلې يي د مرکزي حکومت د «نه منم» په تش لفظ، په امریکا کې ځینو کړیو ته پلمه په لاس ورکړه چې یو میلیار ډالر مرسته په افغانستان ودروي. که دا مرسته (چې د اوس لپاره يي مشروط ګڼلی شو) ریښتیا هم بنده شي چې د عبدالله د ډلې کلکه غوښتنه او ارزو ده، هېواد د ټاکلو ستونزو سره مخ کولی شي. دا چې عبدالله د موازي حکومت په اعلان، په نړیوال ډګر لکه د طالبانو د اسلامي امارت پشان څونه د افغانانو حیثیت پر ځمکه وویشت، د دې ډلې بله سقاوي هیله ده.
عبدالله اوس لکه د مداریانو پشان غواړي له خپل سقاوي پيټاره څو ماران او نولیان د سپینږیرو او مخورو په نوم، مرکزی حکومت ته د چنو لپاره واستوي، څو د مشارکت په نوم په حکومت کې ورته غوړه برخه ترلاسه شي او د پنځو نورو کلونو لپاره د حکومت د واکمنېدو او پلانونو د پلیتوب مخه ډب کړي.
عبدالله منتخب مرکزي حکومت په دې هم ډاروي چې ګوندي یاغیان، لنډه غران، قاتلان، لوټماران، د ځمکو غاصبین، جنګسالاران او جهادي مافیا ما(عبدالله) سره دي، نو که د دولت وسلوال ځواکونه دوی ته لاس یوسي، قیامت به را ولاړ شي. خو ټول پوهیږي چې د عبدالله دا قصه د هغه ګېدړ قصې ته ورته ده چې ویلي ول، که مړ شم نو په ټول جهان به قیامت شي!
نور قومونه لکه ازبک او هزاره چې عبدالله او د هغه ډله يي له پښتنو ډاروي، په دې وسیله غواړي خپلې سقاوي اندیښنې ژوندۍ وساتي. په نوییمه لسیزه کې چې د رباني حکومت واکمن وو، هلته د هزاره وروڼو او ازبکو څه حال وو! د کابل د افشارو جګړه کې اسلامي جمعیت او نظارشورا چې هغه وخت يي عبدالله ویاند او اوس يي مشر دی، څونه بې ګنا هزاره وروڼه له تیغه تېرکړل. یا د دوستم او نظارشورا ترمنځ جګړو کې د ازبکو او تاجکو ټولوژنې له چا هېرې دي؟
ټاکنې چې منتخب حکومت او واکمنۍ ته لار برابروي، څووم ځل دی چې اسلامي جمعیت او نظار شورا يي مسخره کوي. عبدالله یوخوا په ټاکنو کې ځان بریالی اعلانوي، بلخوا بهرنیانو ته وايي چې د ټاکنو د پایلو په له منځته وړلو کې د ده د هڅو ملاتړ وکړي. ایا په داسې چلند، دوی قانوني او منتخب حکومت ته ژمن دي؟ پوښتنه کیږي، په ۱۹۹۲ کال د رباني د واکمنۍ په مهال دې ډلې ولې د ټاکنو لپاره لار نه ورکوله او بیا يي د ټاکنو په وړاندې په درواغو د حق ناحق شورا پرانیسته چې هغې هم نویو ټولوژنو ته لار اواره کړه.
د سقاوي اندیښنو منطقي پایله، د غلو او لنډه غرو واکمني ده. دا ډله په نورو قومونو لکه پښتنو، تاجکو، هزاره ګانو، ازبکو او نورو کې یوازې غله او لنډه غر په ځان راټولوي او غواړی لومړی د دوی په ملاتړ د اساسي قانون، ټولټاکنو، مرکزي حکومت او پرمختګ مخه ډب کړي او وروسته بیا خپل نور پلانونه چې د هېواد هویت، تاریخ او نورو ملي ارزښتونه ته په نښه شوي، پلي کړي.
افغانان اوس د سقاوي مکتب په اندیښنو او پلانونو پوه شوي او د هغو د پلیتوب مخې ته لکه غر ولاړ دي!