دا چې سوله د الله پاک امر دۍ پدې کې هېڅ شک نشته ځکه یادونه یې په سپېڅلي کتاب یعنې قران کریم کې شوېده او پدې کې هم شک نشته چې یوې ریښتینې او تلپاته سولې ته هرافغان نر او ښځه د زړه له تله لېواله دي او همدغه یې کېدای شي یو د ژوند د لویو هیلو او غوښتنو نه وي. دا ټول ځکه چې سوله ژوند دې، سوله خوښي ده، سوله د افغانانو د وینو تویلو ته د پای ټکې دۍ، او سوله د ګران هېواد ښکلا ده. لکه مخکې مو چې یادونه وکړه یوې ریښتنیې او تلپاته سولې ته ټول افغانان ژمن دی او غواړي یې، خو ځینې شته چې هغوی بیا سوله نه غواړي او د سولې پرځای د جګړې لمبو ته لمن وهي ځکه د دوی خپلې ګټې په جګړې پورې تړلې او کله چې سوله راشي بیا نو د دوی ګتې له منځه ځي او ځای یې په ګران هېواد افغانستان کې ورکیګي. هغوی چې سوله نه غواړی نه افغان دۍ او نه ورته د دې پاکې خاورې ریښتنیۍ بچې ویلې شو او الله پاک د هدایت ته ورکړي که په هدایت نه کیګي الله یې د زمونګ د خاورې نه ورک کړي.
د سولې د راوستلو لپاره د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دوولس کلنې پاچاهۍ په اخرو کې ځینې ګامونه واخیستل شول خو بې پایلې وو هغه ځکه چې هغه وخت امریکا نه غوښتل د طالبانو سره مخامخ خبرو ته کښیني او دلیل یې هم همداوو چې دوی کولۍ شي د جګړې له لارې طالبان مات کړي او دغه مشورې چې هرچا د امریکا دولت ته ورکولې غلطې وې نو ځکه پایلې یې هم ښې نوې. کله چې ولسمشر ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه یوه خبره یې خپل ولس ته داوه چې دۍ به د افغانستان اوږد مهاله جګړه پای ته رسوي او خپل امریکایي سرتیري به بېرته خپلو کورنیو ته راولي. ولسمشر ټرمپ دغه خبره به خپلو ټاکنیزو کمپاینو کې هم کوله او دا یې یوه د بریالیتوب برخه وه. ټرمپ د خپلې څلورکلنې پاچاهې په اخرو دوو کلونو کې دې ته تیارشو چې د طالبانو سره مخامخ خبرې وکړی او ددې کار لپاره یې خپل ځانګړۍ استازۍ زلمی خلیلزاد وګماره او خلیل زاد یو نیم کال وروسته پدې بریالۍ شو ترڅو د طالبانو سره هوکړه لیک لاسلیک کړي. اګر چې امریکا دغه هوکړه لیک د خپلو ګټو لپاره د طالبانو سره لاسلیک کړۍ خو پدې کې هم شک نشته چې دې هوکړه لیک د افغان سولې په مخ کې شته خنډونه ترډېره له منځه یوړل او د ټرمپ دغه کار د افغانستان لپاره یوښه او پرځای قدم وو.
د طالبانو د جګړې یوازینې دلیل همدا وو چې دوی د امریکا سرتیري په افغانستان کې نه غواړي او دا باید د هرافغان غوښتنه وي، کله چې دغه خبره د امریکا سره د سولې په هوکړه لیک کې وشوه چې امریکا به خپل سرتیري د افغانستان نه وباسي نو دوی هم دې ته تیار شول چې د افغانستان د دولت، سیاسیون، او ولس د استازو سره مخامخ خبرو ته کښیني ترڅو دغه روانه جګړه به بشپړه توګه پای ته ورسوي. د دې خبرو نه مخکې د طالبانو یو شرط دا وو چې د دوی پنځه زره بندیان باید د افغاني مخامخ خبرو نه مخکې خوشي شي او د دې کار لپاره ولسمشر غني یو ځانګړۍ فرمان لاسلیک کړ. بندیان به هم خوشي شي خو اوس اړینه خبره داده چې د طالبانو سره مخامخ خبرې به څوک کوي.
د طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره افغان دولت او سیاسون یو لېست خپور کړۍ چې د زیاتره افغانانو د غبرګون سره مخ شو. پدغه لېست که معصوم ستانکزۍ، نادر نادري، متین بېګ، حبیبه سرابي، عبدالهادي ارغندیوال، خالد نور، کلیم الله نقیبي، عنایت الله بلیغ، شهلا فرید، محمد ناطقي، عبدالحفیظ منصور، زینب موحد، باتور دوستم، امین احمدي، امین کریم، ضرار احمد مقبل، ‌‌‌‌‌‌‌‌ذکیه وردګ، رسول طالب، شریفه زرمتي، او ایوب انصاري شامل دي. دغه ترتیب شوي لېست ته افغانانو ډېر غبرګونونه وښوودل او دغه غبرګونونه یې پرځای دي. اګر چې پدغه لېست کې د افغانستان د زیاترو قومونو چهرې تر سترګو کیګي مګر اندېښنه داده چې پدغه لېست کې زیاتره داسې کسان تر سترګو کیګی چې هېڅ ډول مسلکي او سیاسي پوه نلري، د بېلګې به توګه د باتور دوستم او خالد نور یادونه کوم، دوی ځکه په لېست کې شامل شویدي چې د دوو قوماندانانو زامن دي، د خالد نور پرځای خپله استاد عطاء باید دغه بار منلۍ وای. د باتور دوستم پرځای د ازبکو د قوم یو مخور او سیاسي چهرې ته ځای ورکړل شوای وای، او بل داچې طالبان هېڅکله هم د دوستم د دشت لیلې جنایت نشي هېرولۍ او زه پدې پوره ډاډه یم چې طالبان به یې د پلار په خاطر د باتور دوستم سره حتی خبرې هم ونکړي پاته شوه د هوکړې اومشورې خبرې.
ددې مرکچي پلاوي مشر د ملي امنیت پخوانۍ مشر معصوم ستانکزۍ ټاکل شوۍ چې یو خوب وړۍ کس دۍ. معصوم ستانکزۍ په خپله دوره کې هېڅ داسې کار ندۍ کړۍ چې هغه افغانانو ته د قبول وړوي. ستانکزۍ ځکه پر اشرف غني ځان منلۍ چې د هو کس دۍ او هېڅ وخت هم نه نشي ویلۍ. ددې مرکچي پلاوي مشري باید داسې کس وکړي چې هم پوهه ولري او هم ژبه لکه استاد سیاف او یا هم کوم بل کس. بل ټاکل شوۍ کس د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیر ضرار احمد مقبل دۍ چې یو ناکامه چهره ده او هېڅ ډول سیاسي او مسلکي پوه نلري.
ددغه لېست بل کس حفیظ منصور دۍ چې تر ډېره حده یو معتصب کس دۍ او تل یې د افغانانو تر منځ د نفاق اور ته لمن وهلې. حفیظ منصور یوازې او یوازې د جمیعت او شمالي ټلوالې به ګټه خبرې کوي او هېڅ کله یې هم د خولې نه ملي خبرې ندي وتلې. ددغه کس پرځای باید عبدالله یو بل بې طرفه او ملي کس لکه یونس قانوني ټاکلۍ وای. پدې لېست کې باید د افغانستان ځینې رهبرانو لکه استاد سیاف ته هم ځای ورکړل شوای وای چې هم مسلکي او هم اسلامي پوه لري. زه پوره ډاده یم چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره پدې هکله هېڅ کومه مشوره ندې شوې او دا ډېره لویه تېروتنه ده، یویادوه کسه باید د کرزي لخوا هم ټاکل شوي وای او ددغه کار لپاره ډاکتر فاروق وردګ یو غوره کس وو.
باید یادونه وشي چې په پدغه لېست کۍ ځینۍ چهرې شته چې هم خبرې کولۍ شي او هم افغانان پرې باور لري لکه حبیبه سرابي، عبدالهادي ارغندیوال، نادر نادري، او شریفه زرمتي. خو دغه او ورته کسان کم تر سترګو کیګي. پدې لېست کې باید د افغانستان د علماوو د مشرانو او پوهنتون استادانو ته پوره برخه ورکړل شوې وای. ددې ترسنګ باید یو یا دوه سپین ګیرو او مخورو ته هم ځای ورکړل شوۍ وای ځکه دوی کولۍ شي د طالبانو او او مرکچي پلاوي ترسنګ ځینې خنډونه له منځه یوسي. نو په ټوله کې دغه لېست زیاتره افغانانو ته د منلو وړ ندۍ او زه پدې پوره باور لرم چې طالبان به هم د دغه مرکچي پلاوي سره خپل مخالفت څرګند کړي. په اخره کې هیله لرم چې افغان دولت او سیاسون یو ځل بیا پدغه لېست د سره غور وکړي او داسې کسانو ته پکې ځای ورکړي چې هم د طالبانو سره د مخامخ خبرو جرآت ولري او هم وکولۍ شي د سولې خبرې بریالۍ کړي.
د تلپاته سولې په هیله