سیاست مخ او څټ نه لری! خو په افغانستان کې هرڅه لری یو ښکرنه لری هغه په دې مانا چې په دوه سری دملی وحدت حکومت په سیاست کې دجان کری په زورټاکل شوی اماتور پخوانی اجرایه ریس اودلا اودلا ډنډورې لا دوام لری اومرور شوی چیغی دی او نارې ، ګواښ دی او ځواک پک مې لیدلی وه خو نه ماغزه وتلی ! عبالله عبالله باید دا ومنی چې سوله دملت حق دی ،دعدالت برکت او دعلم فضیلت.سوله کې انحصار نشته داظهاراتو سمون ور سره خوندی کیږی وایې‎
چې یوخل دقریشود دو قبیلو ترمنخ اخ اوډب شو ابو سفیان خبر شو اوهغو ته لاړباکفایته مشران یی سره راوبلل او ورته یې وویل : ای د قریشو زامنو زه پوهېږم چې تاسې د خبل حق د لاس ته راوړلو لپاره جنګېږی مګر یوشی شته چې هغه له حق څخه هم لوړ دی چا وویل هغه څه شی دی ؟ویې وویل سوله د اخوت او مینې په خاطر ، دحق ترک کول او سوله کول ، دعدل او انصاف لاره پرانیتل ، یواوبل ته احترام کول، دمظلومو ترشا درېدل دیووالی اراده باندې یو او بل ته غاړه ورکول دواړه ډلې له خپلوګ ګنااهونوتیر شول او په سوله يې پرېکړه وکړله. دې کې شک نشته چې په سیاسی دنړۍ ټول هېوادو نه مشکلات او ستونزی لری به هرڅه کې دانسانانو کار له کمبود سرملګری دی خو انسان مکلف دی چې دسمې لارې بلوی اوسی او خبل کوښښ نه اوږه ونه باسی ښه کار ته شه او بدکار ته بد ووایی دملت برخلیک او زعامت ته درناوی وکړی او دهمدې فرهنګ به رڼا کې اخپل ایمانی رسالت تر سره کړی
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو پنخوکلونو کې یې هم له ارګ څخه شکایت درلو اوهم نا خوښوه به عین حال کې به په خط کشی او په مود برابر د کابینې غړو به برسر کې راڅرګند ېده په هرحال د اودلا اودلا شف شف! نه په شفتالو باید بدل نه شی دولت مجبور او مکلف دی چې دده دبغاوت به وړاندې خبل مسولیت تر سره کړی او ګونګ پاتې نه شې او نه دهرې پلمې به نوم خان غلی کړی موږ باورلرو چې هر ډول سر غړونه له اساسی قانون څخه او همدارنګه د منل شویو ټاکنو له اصولو تېرېدل ملی خیانت دی. د ۲۰۱۴ کال تکراریدل دهمدې ولس او خلکو په وړاندې خپله دخلکو مسولیت هم دی مهمه نه چې به تاکنو کې یې په هر دلیل چې وه برخه نه ده اخیستلې سیل بین باید پاتې نه شی به تیره بیا دخوانانو دریخ ډیر مهم دي . به داګه ده چې ایرانی دېبلوماتان او د روسانو کابلوف دخړو اوبوپه لټه کې دی چې ماهیان ونیسی . دلته دشخصی ګتو مارکېټ دیر داغ دی هر څوک بده هیله لری او په دې سوچ کې دی چې هلی ! پاتې شوم،چې تقریبا دتنظیمو نود سیالیوهغو منډو ترړو ته ورته کار دی چې پېښور ښارکې تر سره شو همدا هوسونه وه چې کرزی د ناوې به بڼه کې دبن د ککړې معا هدې په پرانیتلو را باندې ومنل شووايې خمکه هغه سوزی چې اور ور باندې بلیږی خو زموږ اورونه د افراط له کچې اوړی چې دې کچه کې دکرزی ، استاد سیاف ، دادفر سپانتا شعله ای،ضرار احمد مقبل ظاهرا دسولې به نوم خو په باطن کې دغه ډله له اودلا، اوږدولا سره ژور اړیکی لری ددوی راشه درشه یابه بله اصطلاح ددروازې ټکول دخلیل زاد فورمول دی چې په غیرمستقیمه توګه د سترګو تش په نوم ډاکتر پېټي نور هم درنوی او هم نازوی . د حیرانتیا خبره داده چې د غبرګ عبد الله شرم نه یوازې د افغانستان به تاریخ کې بلکې د نړی په رسنیوکې د پزې دپرې کیدو مفهوم لری پنخه دېرش میلیونه خلک دې * سرتمبګی ته څه ډول فتوا ورکوي؟ زه دتاسې جواب ته منظر یم. تاسې ټول وینی چې دکریم خلیلی سپینه ماڼۍ یا دبصیر سالنګی کور یا دکرزی کور په کوم عرف ،ایین، عقیدې او اصولوکې د افغانستان له هغو بی وزلو سره دمقایسې وړ دی چې ۵۵ سلنه یې به ۲۴ ساعته کې په یو دالر ژوند کوی غل دی وی خو په انصا ف
نوی کال مو مبارک شه
ژوندی او سرلوړی دوی افغانستان!