د استرالیا حکومت لا هم د هغه تامیل کورنۍ بندي ساتلو ته دوام ورکوي چې دوه نیم کاله مخکې یې د دغه هیواد په کوینزلینډ ایالت کې وینول او د مهاجرت او سرحد ساتنې پالیسۍ په اساس یې د غیرقانوني مهاجرین په توګه توقیف خونې ته واستول ترڅو له هیواده یې بهر کړي.

خو یوې فدرال محکمې له استرالیا څخه د دغې کورنۍ ویستل وځنډول او له همغې راپدیخوا یې قضیې جنجالي بڼه خپله کړه او تراوسه یې په هکله حقوقي شخړې جریان لري.

پریا او نادیس او د دوی دوه لوڼې کوپیکا او تارونیکا چې دواړه په استرالیا کې زیږیدلي، له تیرو دوه نیم کلونو راهیسې د استرالیا په بیلابیلو مهاجرت توقیف خونو کې بندی ساتل کیږي. دا کورنۍ اوسمهال د استرالیا په کرسمس ټاپو مهاجرت مرکز کې بندیان دي.

د دې کورنۍ مدافع وکیلې تیره میاشت یادونه وکړه چې ښايي دوی څو میاشتې نورهم په بند کې پاتې شي ترڅو محکمه یې د قضیې په هکله وروستۍ پریکړه واوروي.

هغې وویل، دوی اوس د دې فامیل د کوچنۍ غړې تارونیکا د پناه غوښتنې قضیې په اړه د محکمې پریکړې ته انتظار باسي چې ممکن دا کار له یوې تر دریو میاشتو وخت ونیسي. هغې ویلي، هیله منه ده چې د تارونیکا قضیه به بریالۍ شي او د کورنۍ د نورو غړو په څیر به د رد ځواب ترلاسه نکړي.

استرالیا کې له دغې کورنۍ سره دا مهال د خلکو پراخ ټولنیز ملاتړ شتون لري. ډیری پلویان یې وايي د سریلانکا له کورنیو جګړو راتښتیدلې دغه کورنۍ که بیرته سریلانکا ته واستول شي، نو ښايي هلته شکنجه او وځورول شي.