د استرالیا حکومت پریکړه کړې چې د کرونا ویروس د چټک خپریدو له امله او دغې وبا سره د مبارزې په خاطر د خپل هیواد سرحدونه د نړۍ د ټولو هیوادونو په وړاندې تړي او پرته له استرالیايي وګړو به بل هیچاته اجازه نه ورکوي ترڅو استرالیا ته داخل شي.

د اسټراليا ملي کابينې همداشان پريکړه کړې چې لدې وروسته له بهر څخه هر راغلی اسټراليايي به په هوټلونو کې د ۱۴ ورځو لپاره جبري قرنطين کوي.

دا پريکړه له هغه وروسته کيږي چې پخوا له اسټراليايانو غوښتل کيدل ترڅو له بهر څخه راتګ وروسته دې ځانونه کورونو کې قرنطين کړي خو ډيرو بيا دا کار نه ترسره کوه او د ويروس د خپريدو باعث کيدل.

اسټراليا کې د کرونا ويروس مثبتو پيښو شمير ۳۶۸۰ تنو ته رسیدلی او تر دې دمه ۱۴ کسانو ياد ويروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

حکومت لخوا آسټرالیایانو ته خبرداری ورکړل شوی چې د کرونا ویروس یا کووید۱۹ ناروغۍ کړکیچ ښايي لږترلږه شپږ میاشتې دوام وکړي.

د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موریسن تیره سه شنبه په یوه بیانیه کې له خپلو وګړو د زغم او په کورونو کې د پاتې کیدو غوښتنه وکړه او همداراز د کرايه ورکوونکو او د کورونو مالکانو سره یې د مرستې ژمنه کړې.

لومړي وزير وويل، د کابينې ناسته کې پر يادې موضوع بحث وشو او يادو برخو کې به نوې تګلارې لنډ وخت کې له خلکو سره شريکې شي.

لومړي وزير وويل، د حکومت ډيره کې پاملرنه پر کاروبارونو ده ترڅو له تړل کيدو وروسته ورته زمينه برابره شي چې بيرته فعاله او کاريګر پر کارونو وګماري.

سکاټ موريسن همداشان له اسټراليايانو مننه وکړه چې په کورونو کې یې ځانونه بند ساتلي او پدې برخه کې له حکومت سره همکاره دي.