لس کاله دمخه دا ناشونې وه چې دا انګېرنه شوې وای چې د استرالیا او هند حکومتونه به خپله ګډه همکاري له اقتصادي راکړې ورکړې سربیره په نظامي چارو کې هم پراخه کړي. خو د چین ګړندي پرمختګونو او په ځانګړي ډول په جنوب ختیځه آسیا کې یې مخ په زیاتیدونکي نظامي نفوذ دا دوه هیوادونو اړ ایستي چې دې برخه کې د پام وړ بریا ترلاسه کړي او له یو بل سره د اقتصادي همکارۍ سربیره په نظامي برخه کې هم خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

په تیرو لسو کلونو کې په پاسفیک هیوادونو کې د چین اقتصادي او سیاسي نفوذ ډیر شوی او د د دغه هیواد سمندري ځواک په ارام سمندر کې له هره وخته ډیر فعاله شوی. دا کار د دې لامل شوی چې متحده ایالات، آسټرالیا، نیوزیلینډ، جاپان، سویلي کوریا او د سیمې نور هیوادونه ورځ تر بلې اندیښمن شي. د چین د دې پرمختګونو له امله هند هم ورته اندیښنه احساس کړې او په هند سمندر او همداشان په افریقا کې يې د چین سیاسي نفوذ او پرمختګونو ته پام اړولی.

د همدې له امله هند او یادو هیوادونو په سیاسي او نظامي برخو کې د چین په مقابل کې له یو بل سره همکارۍ ته وده ورکول پیل کړي.

د همدې همکاریو په لړ کې په ۲۰۱۴ کال کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي او د هغه اسټرالیایي سیال ټوني اباټ د دواړو هیوادونو د امنیتي همکاریو کاري چوکاټ لاسلیک کړ، چې د استرالیا او هند تر منځ نه یوازې په اقتصادي برخه کې بلکې په نظامي ډګر کې هم نږدې اړیکو ته وده ورکوي.

اسټرالیا او هندوستان اوس مهال د لوژستیک ملاتړ او معلوماتو د تبادلې په دوه اړخیزو هوکړو کار کوي او همداشان په خپل منځ کې پراخ سمندري تړون لاسلیک کولو ته نږدې شويدي. د دې تړون لاسلیک کیدل د دواړو هیوادونو ترمنځ نظامي او ستراتیژیکې ملګرتیا ته لاره هواروي.

خو سیاسي کارپوهان وايي، د دې ټولو اړیکو په ټینګولو سره او د چین په اړه د شریکو اندیښنو له درلودو باوجود به هندوستان او اسټرالیا ونه توانیږي چې په نږدې راتلونکي کې د چین په مقابل کې یو غښتلی ائتلاف رامینځته کړي، یو داسې ائتلاف چې د چین سیاسي نفوذ په سیمه کې مهار کړی شي.