د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن لخوا اسټراليا کې د بايو سکيوريټي تر نامه لاندې بيړنۍ حالت اعلان شو کوم چې حکومت ته واک ورکوي ترڅو د کرونا کنټرول لپاره له بيلابيلو لارو کار واخلي.

اسټراليا کې  دا مهال پر کرونا وايروس د مبتلا کسانو شمير ۵۶۵ تنو ته ورسيد، يواځې د اسټراليا د نيو ساوت ويلز ايالت کې ۳۰۷ کسان پر کرونا مبتلا شوي.

د دې ناروغۍ د خپریدو له امله د اسټراليا حکومت ته واک ورکړل شوی ترڅو د کرونا د مخنيوي لپاره د خلکو د آزادۍ او د خوښې خلاف ګام پورته کړي.

د بيړني حالت دا قانون چې اصل کې د قرنطين قانون ته ورته دی استرالیا کې په کال ۲۰۱۵ کې رامينځته شو او اوس لومړي ځل دی چې دغه هیواد کې عملي کيږي.

د اسټراليا حکومت همدې قانون لاندې پر ټولو اسټراليايانو بنديز ولګاوه چې له اسټراليا څخه بهر د نړۍ هيڅ هيواد ته سفر نشي کولی.

د دې قانون له مخې اسټراليا کې د روغتيا وزير واک لري ترڅو خلک قرنطين کړي، يا يې يوې سيمې او ځای کې بند وساتي او ځيني ودانۍ وتړي.

که چيرې اسټراليايان له نوو قوانينو او محدوديتونو څخه سرغړونه وکړي نو د حکومت لخوا کيدای شي ۵ کلونو لپاره زنداني شي او پرې درنې جريمې ولګول شي.

ځينو حالاتو کې که کوم کس ته د قرنطين کولو ويل شوي وي او ياد کس لدې څخه سر غړونه وکړي نو ښايي تر پنځوس زرو ډالرو جريمه شي.

دا نوي تدابير او سخت قوانين دريو مياشتو لپاره وړاندې شوي، ولې ددې امکان شته چې دا لا نورې ډيرې مودې لپاره وغځول شي.